د پاکستان حکومت د تورخم له لارې اته نیم سوه کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي

د پښتونخوا حکومت ویلي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کیدو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ «۸۵۹ افغان کډوال» په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پښتونخوا حکومت ویلي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کیدو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ «۸۵۹ افغان کډوال» په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دغه کډوال د پاکستان د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي بیا له دغه هیواده اېستل شوي دي.
د شمېرو له مخې، د تورخم له لارې په دغو تازه اېستل شویو کډوالو کې «۲۴۳تنه» د اې سي سي کارت لرونکي وو او پاتې «۶۱۶ کسانو» په پاکستان کې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لرل.
پاکستان د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د جبري اېستل کیدو لړۍ پیل کړې او تر اوسه پورې یې نږدې «۱۵۰زره افغان کډوال» په دغه روان بهیر کې اېستلي دي.
په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو دا بهیر نه یوازې د طالبانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی، بلکې یو شمېر نړۍوالو بنسټونو هم د اسلام اباد دا پرېکړه غندلې ده.
د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر کړکېچ په بیا ډېریدو سره که څه هم د کډوالو د نیول کیدو بهیر پڅ شوی، خو په بشپړه توګه لا هم نه دی ودریدلی.
اسلام اباد د پي او ار (POR) یاد ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي.
په خبرداري کې راغلي، که د دغو کارتونو لرونکي افغانان تر ټاکلې مودې ونه وځي، نو پولیس به یې په زور وباسي.
هم مهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر روان دی او په افغانستان کې روان بشري ناورین لا پسې ډېر کړی دی.
اندېښنې دا دي، چې طالبانو لا وار دمخه هېواد له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ناورین سره مخ کړی چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به دا وضعیت لا ترینګلی شي.
له تېرو نږدې څلور نیم کالونو راهیسې بې وزلي او بې روزګاري هم لوړې کچې ته رسیدلې، چې د بشري سازمانونو په باور تازه ستنیدونکي افغانان به هم د دغه ناورین برخه شي.
له دې ور هاخوا سرپناه هم د دغو ستنیدونکو لپاره یوه جدي ننګوونه ده او طالبان د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.


د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو له لوري د دوی پر یوې پوستې د برید په پایله کې څلور پوځيان وژل شوي. وايي، جګړه کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.
پوځ زیاته کړې، د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) دغو بریدونو کې د د دوی د یوه قوماندان ډګرمن دانیال اسماعیل په ګډون درې عسکر وژل شوي.
پوځ ادعا کوي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د «ټي ټي پي» شپږ وسله وال هم وژلي.
د پاکستان پوځ دغو وژل شویو وسله والو ته په خبرپاڼه کې د «هند نیابتي فتنه الخوارج» اصطلاح کارولې ده.
لا تر اوسه پورې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې د پاکستان پوځ د دغو ادعاوو او په شوال کې د شوي برید په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د وزیرستانونو په ګډون د پښتونخواه ایالت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک هره ورځ د پوځیانو سره د جګړو خبرونه ورکوي. اسلام اباد هم دغه روانو نا امنیو څخه اندېښمن دی او کابل ته یې ګوته نیولې، چې د واکمنو طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې له هماغه ځایه پرې بریدونه پلانوي.
طالبانو که څه هم په رسمي توګه څو څو ځله دغه ادعاوې رد کړې وې، خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تر سفر وروسته راپورنه خپاره شول چې ګوندې د «ټي ټي پي» د مهارولو لپاره افغان طالبانو ورسره ژمنې کړې دي.
له «ټي ټي پي» ور هاخوا په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې هم پاکستاني پوځ ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د ځانمرګو بریدونو تر څنګ پرې مخامخ وسله وال بریدونه هم کوي.
اسلام اباد د کابل تر څنګ نوي ډیلي ته هم ګوته نیولې، چې په دغو نا امنیو کې پراخ لاسونه لري.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلال اباد ښار کې د «۲۱ کیلومتره حلقوي سړک» چارې یې د درې میلیارده افغانیو په ارزښت پیل کړې دي. پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی پروژې یوازې د تبلیغاتو لپاره اعلانوي او کار نه پرې کوي.
د (غبرګولي ۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک د جلال اباد ښار له درونټې سیمې څخه تر ثمرخېلو پورې د کابل سیند پر غاړه تېرېږي.
همدا راز زیاته شوې، چې د دغې پروژې په لومړۍ برخه کې به نږدې څلور کیلومتره سړک چارې بشپړې شي او نورې چارې به یې په راتلونکو پړاوونو کې بشپړې شي.
په جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ ښاروال بسم الله بلال ویلي، د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له عوایدو ورکول کېږي او د سړک په مسیر کې به د ټولو قانوني ملکیتونو د استملاک بهیر ته هم پاملرنه کوي.
بلخوا په جلال اباد ښار کې د دغه سړک تر غاړو پراته اوسېدونکي شکایت کوي، چې تر اوسه پورې یې د قانوني ملکیتونو د استملاک په تړاو طالبانو هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.
د معلوماتو له مخې د دغه سړک په نقشه کې زرګونه کورونه د نړیدو له ګواښ سره مخ دي او څو څو ځله ځايي اوسېدونکو د دغه پروژې د تطبیق اړوند د خپلو ملکیتونو د بدیل غوښتنه کړې، خو لا هم قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړل شوی.
ټاکل شوې وه، چې د مخکني جمهوري حکومت پر مهال د نړیوال بانک له لوري یاد سړک جوړ شي، خو د ملکیتونو په سر د ولسي شخړو له امله دا چارې ځنډول شوې وې.
طالبانو په تېرو وختونو کې هم په تبلیغاتي توګه د دغه ډول پروژو پرانېسته کړې، خو د وخت په تېریدو سره په ډاګه شوې چې د بنسټ تر ډبرو وروسته یې هېڅ راز عملي چارې نه دي تر سترګو شوي.
طالبان د مخکني جمهوري نظام پر مهال د بیا رغونې پروژو مخالفان هم ګڼل کیدل او په لرې پرتو سیمو کې یې د ټولګټو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړول.

ایراني رسنۍ ایراف د افغانستان په تړاو د نړۍوالو قدرتونو په اړه رېپورټ کې راغلي، طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، په پیل کې د نړۍوالو د بندیزونو او انزوا سبب شول، خو اوس، نږدې څلور کاله وروسته، ښکاري چې د نړۍ لیدلوری بدلون مومي.
سره له دې چې لا هم هېڅ هېواد طالبانو ته د افغانستان د مشروع حاکمانو په توګه رسمیت نهدی ورکړی، خو ځینې محتاط تعاملونه او احتیاطي بدلونونه د محتاطو اړیکو په بڼه لیدل کېږي.
همدا مهال، هغه افغانستان چې څلور کاله وړاندې منزوی شوی و، اوس بیا د نړیوالو قدرتونو د پام مرکز ګرځېدلی؛ خو دا ځل دا توجه له پټو سیالیو سره مله ده، داسې چې هېڅ هېواد نه غواړي ښکاره وښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې توجه زیاته شوې ده.
روسیه او چین: همکاري د نفوذ پیاوړتیا لپاره
روسیه او چین، د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د کابل نویو حاکمانو ته لاس ورکړ. دواړو هېوادونو هڅه کړې چې له طالبانو سره د امنیتي اندېښنو د لهمنځه وړلو ترڅنګ، خپلې سیاسي او اقتصادي موخې هم پوره کړي.
تر دې دمه، دا تعامل له شخړو پرته روان و؛ خو د امریکا له احتمالي بېرته راګرځېدو سره، دا سیالي اوس د جیوپوليټکل جګړې بڼه اخلي.
د روسیې اندېښنه: د منځنۍ آسیا افراطیت او داعش
د مسکو لپاره، یو بېثبات افغانستان کولی شي د منځنۍ آسیا د افراطي ډلو لپاره پناهځای شي. دا ډلې، چې له پوتین سره د دښمنۍ روحیه لري، د کرملین له ملاتړه برخمنو دولتونو ته دښمنانه ګوري، او د داعش خراسان څانګې فعالیتونه یې نور هم پاروي.
روسیې، چې د «کرکوس» د برید تجربه لري، هڅه کوي د افراطي اسلام له نفوذه ځان وساتي. له همدې امله، دغه هېواد له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. د طالبانو نوم له «تور لیست» څخه د روسیې له لوري ایستل، د همدغه نوې تګلارې بېلګه ده. ټاکل شوې چې د کازان په راتلونکي ناسته کې د دواړو لورو استازي یو بل سره وویني.
د چین تګلاره: استخباراتي همکاریو ته پراخېدل
له بل لوري، چین هم له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړی، تر دې چې د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې د چین د پوځ استخباراتي چارواکو د واخان دهلېز له لارې افغانستان ته سفر وکړ. هدف یې د امنیتي همکارۍ میکانیزمونه پیاوړي کول وو.
چین غواړي یو باثبات افغانستان ولري، تر څو د خپلو اقتصادي موخو د تحقق پر وړاندې خنډونه لهمنځه یوسي. خو د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیاوې، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز ته هم ګواښ پېښولی شي.
د امریکا پټه راګرځېدنه: د سیالانو هڅې
داسې راپورونه خپاره شوي چې یوه امریکایي رسمي پلاوي افغانستان ته سفر کړی، او د بګرام په هوايي ډګر کې د C-174 الوتکې ښکاره کېدل، چې ویل کېږي د سي اې ای لوړپوړي چارواکي پکې وو، ښيي چې امریکا غواړي خپل استخباراتي پروګرامونه بېرته فعاله کړي.
دا وضعیت د روسیې او چین لپاره د اندېښنې زنګ دی. له همدې امله، دواړه هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې خپله سیالي پیاوړې کړي، څو د امریکا له احتمالي اغېز څخه مخنیوی وکړي.
افغانستان؛ بیا د جیوپولېټکل شخړو میدان؟
په اوسني وضعیت کې، افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو قدرتونو د نفوذ لپاره د سیالۍ لوبغالي فضا ته داخل شوی. که طالبان وکولای شي دا رقابتونه مدیریت کړي او هیواد د نړیوالو همکاریو مرکز کړي، ښايي ثبات ته لاره هواره شي؛ خو که ونه شي، نو راتلونکی یې ښايي له نویو شخړو ډک وي.

د ایران ایراف خبري اژانس ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ډېرو سره دا پوښتنه ده، چې په بهر کې مېشت افغانان په ټولنیزو رسنیو کې څه کوي؟ دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د بهرمیشتو افغانانو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو ته کتنه کړې.
ایران ایراف خبرې اژانس د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولې ۸مه) په دې اړه په یوه خبر کې ویلي، چې د دې پوښتنې یوه برخه په افغانستان کې د طالبانو د راتګ له کبله د سیاسي او امنیتي وضعت په اړه ده.
دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د بهرمیشتو افغانانو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو ته کتنه کړې.
په خبر کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته مخالف سیاسي او قومي مشرانو د وتلو سره سم د بهرمېشتو افغانانو د ټولنیزو رسنيو د پراخ نفوذ په دور کې د نویو بدلونونو په وړاندې د مبارزې بنسټيزه لاره بدله کړې.
اژانس ويلي؛ افغان کډوال په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د افغانستان سره د اړیکو په ساتلو، د افغان ټولنو د ملاتړ او پر سیاسي او بشري مسایلو د اغېز مهم رول درلودلی دی.
د همدې ارزونې له مخي، چې دغه فعالیتونه په څو لویو اساسي برخو متمرکز دي.
د بهر مېشتو افغانانانو د ټولنیزو رسنيو د فعالیتونو یو اساسي ګډه نقطه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ساتنه ده.
بهرمېشتي افغانان په اروپا او شمالي امریکا کې په فعاله توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په دفاع کې فعاله ونډه اخیستې ده.
خبر زياتوي، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کډوالو سره تړلې سازمانونه لکه د اروپا کډوال افغانانو شبکه او د افغان کډوالو نوښت لخوا ګڼ پروګرامونه، ورکشاپونه، انلاین کمپاینونه او نور فعالیتونه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره جوړ شوي دي.
د ښځو د زده کړو ملاتړ، ښځینه متشبثینو ته د کوچنیو مرستو چمتو کول او د ښځو په مشرۍ کورنیو ته د خوړو او روغتیا مرستو ویشل د دې ډلې لپاره د فعالیت له مهمو برخو څخه دي.
په ټولنیزو رسنيو په خاص ډول اېکس کې خپاره شوي مطالب ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې «په افغانستان کې برابري او تنوع» په څېر کنفرانسونه تر سره شوي، چې د افغان ځوانو کډوالو په خاص ډول ښځو ته وخت ورکړل شوی تر څو خپل غږ پورته کړي.
د خبر د ارزونې له مخي، چې په دې کنفرانسونو کې هڅه شوې، چې د سیاستوالو له انحصاره ليري پاته شي او ځوان نسل ته په کې فعاله ونډه ورکړي.
د ایران دغه اژانس ویلي، چې د بهر مېشتو افغانانو د حق غوښتلو دغه هڅې بې ځایه نه دي.
دوی زياتوي، چې د ملګرو ملتونو د مشرۍ لاندې د افغانستان لپاره د دوحې په درې ګونو غونډو کې د پخوانيو دودیزو سیاسي کسانو پر ځای ځوان ټولنیز او رسنيز فعالان د افغانانو د استازو په توګه بلل شوي وو.
دوی زیاتوي، چې که څه هم د دوی رول سمبولیک، حایشه یي، د پرېکړو کولو او پاليسۍ جوړولو کې مستقيم اغېز نه درلود خو د بدلون یو هڅه ګڼل کيږي.

پاکستانۍ وېپپاڼه وايي، افغانستان چې د لسیزو راهیسې د نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د جګړې او سیالۍ ډګر و، اوس د سیمهییز اقتصادي اتصال په برخه کې د یو مهم ټکي په توګه راڅرګندېږي.
د لیکوال په اند، که په افغانستان کې ثبات تامین شي، دغه هېواد کولای شي له جګړې نه د پراختیا او اقتصادي همکارۍ لور ته حرکت وکړي.
دډې فرایډې ټایمز د مقالې لیکوال زیاتوي چې افغانستان په تېرو وختونو کې د جګړې، ترهګرۍ او امنیتي ناورین په چوکاټ کې پېژندل کېده، خو اوس نوي لیدلوري، په ځانګړې توګه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) او د چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې، دا ښيي چې دا هېواد کولای شي د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د اتصال په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
ډې فرایډې ټایمز وېپپاڼې د مقالې لیکوال په اند، افغانستان د جغرافیې له مهم موقیعت نه برخمن دی او کولای شي ځان د سوداګرۍ، انرژۍ او سیمهییز ټرانزیت لپاره د اړیکو یو پُل وګرځوي. د کانونو او لیتیم په سکټورونو کې پانګونه او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځتهکېدو په ګډون د سیمهییز اتصال نوي پلانونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره فرصتونه برابر کړي دي.
په مقاله کې ادعا شوې چې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، غواړي افغانستان په سیمهییزو اقتصادي بهیرونو کې شامل کړي او دغه هېواد له اقتصادي انزوا نه لرې وساتي. د مس عینک په کان کې د پانګونې سربیره، چین غواړي په افغانستان کې د لیتیم کانونو په ګډون پر نورو لویو برخو کې هم پانګونه وکړي.
لیکوال وايي چې د دې ټولو سره-سره امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په افغانستان کې ترهګريز فعالیتونه په بېلابېلو سیمو کې دوام لري. د لیکوال په وینا، تر څو چې ثبات تامین نهشي او د سختدریځو ډلو پر ضد ګټوره مبارزه ونه شي، په دغه هېواد کې هېڅ اقتصادي پروګرام نهشي بریالی کېدای.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، چین له دغې ډلې سره خپل تعاملات تر بل هر هېواده ښه ساتلي او ان له پاکستان سره یې هم د یادې ډلې د خبرواترو او اړیکو ښه کېدو منځګړیتوب ترسره کړی دی.
تېره اونۍ په بیجېنګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه کړې چې د راپورونو پر بنسټ له طالبانو پکې غوښتنه شوي څو افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي. له چین سربېره د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګهوالو هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې.
دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه او بهر د جلا وطنه افغانانو له لوري نیوکې کېږي چې طالبانو په خپلسرې او ناقانونه توګه د افغانستان طبیعي شتمني د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو منګولو کې ورکړې ده.