• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ څلور عسکر او د «ټي ټي پي» شپږ وسله وال وژل شوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو له لوري د دوی پر یوې پوستې د برید په پایله کې څلور پوځيان وژل شوي. وايي، جګړه کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.

پوځ زیاته کړې، د‌ پنج‌شنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) دغو بریدونو کې د د دوی د یوه قوماندان ډګرمن دانیال اسماعیل په ګډون درې عسکر وژل شوي.

پوځ ادعا کوي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د «ټي ټي پي» شپږ وسله وال هم وژلي.

د پاکستان پوځ دغو وژل شویو وسله والو ته په خبرپاڼه کې د «هند نیابتي فتنه الخوارج» اصطلاح کارولې ده.

لا تر اوسه پورې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې د‌ پاکستان پوځ د دغو ادعاوو او په شوال کې د شوي برید په تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د وزیرستانونو په ګډون د پښتونخواه ایالت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک هره ورځ د پوځیانو سره د جګړو خبرونه ورکوي. اسلام اباد هم دغه روانو نا امنیو څخه اندېښمن دی او کابل ته یې ګوته نیولې، چې د واکمنو طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې له هماغه ځایه پرې بریدونه پلانوي.

طالبانو که څه هم په رسمي توګه څو څو ځله دغه ادعاوې رد کړې وې، خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تر سفر وروسته راپورنه خپاره شول چې ګوندې د «ټي ټي پي» د مهارولو لپاره افغان طالبانو ورسره ژمنې کړې دي.

له «ټي ټي پي» ور هاخوا په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې هم پاکستاني پوځ ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د ځانمرګو بریدونو تر څنګ پرې مخامخ وسله وال بریدونه هم کوي.

اسلام اباد د کابل تر څنګ نوي ډیلي ته هم ګوته نیولې، چې په دغو نا امنیو کې پراخ لاسونه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د بلوڅ‌ بېلتون‌ غوښتونکو او داعش خراسان لپاره پر عملیاتي مرکز بدلېدل

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د یوریشیا ریویو وېب‌پاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو (بي‌اېل‌اې) او د داعش-خراسان څانګې (ای‌اېس‌کې‌پي) ترمنځ همکارۍ په افغانستان کې د پاکستان د امنیت په تړاو اندېښنې رامنځته کړي دي.

په دې مقاله چې د پنجشبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي او داعش-خراسان څانګې ترمنځ د ایډیولوژیک توپیرونه سربېره، په افغانستان کې د متحدینو په توګه عمل کوي او د دغه هېواد له خاورې نه په استفادې سره د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

د مقالې لیکوال ټینګار کړی چې افغانستان د پرانیستو شرایطو او د اغېزمن کنټرول نشتوالي له امله دغه هېواد دې دواړو ډلو لپاره پر یوه پټن‌ځای او عملیاتي مرکز بدل شوی دی.

په داسې حال کې چې طالبانو په وار-وار په افغانستان کې د داعش-خراسان حضور رد کړی او د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان ایالت د داعش-خراسان اصلي مرکز بولي، په مقاله کې ادعا شوې چې دا ډله په پاکستان کې د پام وړ خپلواک حضورنه‌لري، بلکې د افغانستان له خاورې نه د خپل نفوذ او په بلوچستان کې له بي‌اېل اې‌ سره د همکارۍ له لارې فعالیت کوي.

په مقاله کې ویل شوي چې دا ستراتیژیک نفوذ په افغانستان کې د خوندي پټن‌ځایونو پر حضور او د افغان طالبانو پر ملاتړ ولاړ دی، تر څو په پاکستان کې دننه بریدونه همغږي کړي. لیکوال خبرداری ورکوي چې د بلوڅ‌ بېلتون‌غوښتونکي او داعش-خراسان څانګې ترمنځ شته همکاري د پاکستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د نړۍوالې ټولنې جدي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د اغېزمن نظارت د نشتوالي له امله د دغه هېواد خاوره د ځینو ترهګرو ډلو لپاره د پټن‌ځای او د سرحدي فعالیتونو پر اډې بدله شوې ده. همداراز د مقالې لیکوال د طالبانو د ادعا پر خلاف د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د داعش-خراسان ډلې حضور رد کړی دی او زیاتوي چې هلته د دې ډلې فعالیتونه ناشوني دي.

څه موده مخکې د ماډرن پاليسي پاڼې هم په یوې خپرې کړې مقاله کې ویلي و د داعش-خراسان څانګې فعالیتونه په افغانستان کې مخ پر پراخېدو دي او له همدې کبله د سیمې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته هم له یادې وسله والې ډلې څخه جدي ګواښونه پېښ دي.

په مقاله کې ټینګار شوی چې نړۍواله ټولنه باید طالبان اړ کړي څو د داعش-خراسان څانګې سربېره د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي او د سیمې له هېوادونو سر په همکارۍ د افغانستان دننه مخ پر زیاتیدونکي ترهګریزو ګواښونو مخه ډب کړي.

د پاکستان لوی درستیز: پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر ټینګار کړی چې پاکستان به هیڅکله د هند سیمه‌ییز تسلط ته غاړه کښینږدې او د هېواد خپلواکۍ ته به کلکه ژمنتیا وساتي. منیر د دغه هېواد د پوهنتونونو له مسوولانو سره په یوه ځانګړي بحث کې ویلي، چې پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني.

د پاکستان لوی درستیز زیاته کړې چې د اسلام اباد لپاره اوبه سره کرښه ده او د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د حق پر سر به هیڅ ډول جوړجاړی ونه مني.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ د اندس د اوبو تړون ځنډول هم غندلي دي.

هند اعلان کړی، چې د اندس تړون پر اساس تر هغه پاکستان ته اوبه نه ور کوي، چې د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرېیښی.

ټي ټي پي د خپلو فعالیتونو لمن د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته غځولې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو یو پټنځای باندې چاپه وهلې، چې له امله یې د پولیسو دوه افسران او د تحریک طالبان پاکستان څلور وسله‌وال وژل شوي. دا پېښه ښيي چې ټي ټي پي خپل فعالیتونه کشمیر ته هم غځولي دي.

اسوشیټډ پرېس اژانس د کشمیر د راولاکوټ ولسوالۍ د امنیه قوماندان رانا عبدالجبار له خولې ویلي، چې دا نښته تېره شپه شوې او وژل شوي وسله‌وال په تحریک طالبان پاکستان پورې تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغې ډلې هڅه کوله په سیمه کې د بریدونو لپاره یوه اډه جوړه کړي.

جبار ادعا کړې، چې ټي ټي پي د هند له خوا د یوه پراکسي ځواک په توګه کارول کېږي.

تر دې دمه د هند له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

سره له دې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت د ټي ټي پي پر مرکزونو عملیات کوي، خو د دې ډول عملیاتو ترسره کېدل په کشمیر کې ډېر کم لیدل کېږي.

دا ښيي چې دې ډلې خپل فعالیتونه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته هم غځولي دي.

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، رانا عبدالجبار ادعا کړې، چې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې څرګنده شوې چې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

هغه په مظفراباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پولیسو ته د حسین کوټ سیمه کې د ترهګرو د حضور معلومات ترلاسه شوي وو، چې پر بنسټ یې عملیات ترسره شول. د عملیاتو پر مهال وسله‌والو د پولیسو پر سرتېرو د لاسي بمونو او خپلکارو وسلو بریدونه وکړل.

د عبدالجبار په وینا، په نښته کې د جنګیالیو د ځایي مشر زرنوش په ګډون څلور وسله‌وال وژل شوي دي

عبدالجبار وویل، چې زرنوش هڅه کوله په کشمیر کې د جنګیالیو پټنځای جوړ کړي. هغه زیاته کړې چې «ترهګر ډاکټر عبدالرووف او غازي شهزاد چې اوس مهال افغانستان ته تښتېدلي دي، د دښمن هېواد پراکسي ډلې ګرځېدلي دي».

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان له لارې به د طالبانو حکومت ته پوره شواهد وسپاري.

عمران خان وايي له حکومت سره شخصي جوړجاړی نه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان ویلي، هغه د هېڅ ډول شخصي "راکړې ورکړې" یا جوړجاړي ملاتړ نه کوي او یوازې هغه وخت خبرو ته چمتو دی چې دا د هېواد په پراخو ګټو متمرکزې وي.

دا څرګندونې سناتور علي ظفر وکړې، چې په دې وروستیو کې یې په راولپنډۍ کې د اډیاله زندان دننه له بندي عمران خان سره لیدلي دي.

۷۱کلن پخوانی کرکټر او سیاستوال عمران خان د۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې د فساد او ترهګرۍ په شمول د بېلابېلو دوسیو له امله بندي دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د عدم اعتماد رایې له لارې له واکه لرې شوی و.

علي ظفر خبریالانو ته وویل، عمران خان په ډاګه کړې چې ده هېڅکله د ځان لپاره امتیاز نه دی غوښتی او که غوښتلی یې، نو دا کار به یې ډېر وړاندې کړی وای.

دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې د عمران خان خور علیمه خان د پاکستان له ناڅرګندو قوتونو یا استخباراتو وغوښتل چې د "راکړې ورکړې" له لارې خبرو ته کښېني.

په همدې ورځ، د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې د علیمه خان پر وړاندیز کتنه کېدای شي. نوموړي دا وړاندیز "کمزورې هڅه" وبلله، خو زیاته یې کړه چې دا هڅه څېړل کېدای شي.

علي ظفر زیاته کړه، « خان وویل، هغه د هېواد د یووالي لپاره خبرو ته تیار دی او دا یې هم وویل چې د اسټبلشمنټ لپاره د خبرو دروازې پرانیستې دي».

عمران خان دا هم ویلي چې « چا ته به اجازه ورنه کړي چې دوه اړخیزه لوبه وکړي».

د تحریک انصاف بنسټګر یو ځل بیا د ځان لپاره انصاف وغوښت او پر دې یې ټینګار وکړ چې قضیې یې باید ژر تر ژره واورېدل شي.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د تحریک انصاف بنسټګر دا هم تایید کړې چې ګوند یې احتجاجي خوځښت پیل کړی او د دغه تحریک تفصیلي تګلاره به په راتلونکو پنځو یا شپږو ورځو کې اعلان شي. همداراز، هغه د ګوند مشرتابه ته امر کړی چې د دغه حرکت لپاره په پوره ډول چمتووالی ونیسي.

پاکستانی سفیر: په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان او سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۱

په امریکا کې د‌ پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ د واشنګټن په یوه څېړنیز بنسټ کې د ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان بې ثباتي لا هم د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو لویه ننګوونه ده او پاکستان تر بل هر هېواد زیات له دې وضعیت څخه زیان ویني.

په دغه ناسته کې د بهرنۍ تګلارې یو شمېر امریکایي شنونکو هم ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه:« په افغانستان کې تلپاتې سوله نه یوازې د پاکستان لپاره؛ بلکې د ټولې سیمې او منځنۍ اسیا سره د اقتصادي نښلېدو تر څنګ د یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نا امنۍ دوام د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره ستر خنډ ګڼلی؛ خو باور یې ښودلی که امنیت ټینګ شي، نو ورسره سم به د اقتصادي غوړېدا دروازې هم پرانېستل شي. تر دې د مخه هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.

پاکستان ادعا کړې، چې د «ټي‌ټي‌پي» پ ګډون یو شمېر وسله‌والو ته په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ورکړل شوي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه تنظیموي.

اسلام اباد څو، څو ځله پر کابل له واکمنو غوښتي؛ څو د پاکستاني طالبانو مخه ونېسي.

که څه هم افغان طالبان دا نه مني چې ګوندې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌واله ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري؛ خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر وروستي سفر راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په پرلپسې توګه راپورونه خپروي، چې ګوندې طالبانو اسلام اباد ته ژمنه ورکړې چې «ټي‌ټي‌پي» به مهاروي.

بل خوا بیا طالبان نیوکې کوي، چې پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري او په بلوچستان کې یې پوځ د «داعش» ترهګرې ډلې لپاره خوندي پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي لا ویلي و، داسې اسناد په لاس لري چې پاکستان د بریدونو لپاره افغانستان ته «داعیشیان» لېږلي دي.