• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان؛ د جګړې له ډګره تر سیمه‌ییز اتصال پورې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱

پاکستانۍ وېپ‌پاڼه وايي، افغانستان چې د لسیزو راهیسې د نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د جګړې او سیالۍ ډګر و، اوس د سیمه‌ییز اقتصادي اتصال په برخه کې د یو مهم ټکي په توګه راڅرګندېږي.

د لیکوال په اند، که په افغانستان کې ثبات تامین شي، دغه هېواد کولای شي له جګړې نه د پراختیا او اقتصادي همکارۍ لور ته حرکت وکړي.

دډې فرایډې ټایمز د مقالې لیکوال زیاتوي چې افغانستان په تېرو وختونو کې د جګړې، ترهګرۍ او امنیتي ناورین په چوکاټ کې پېژندل کېده، خو اوس نوي لیدلوري، په ځانګړې توګه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) او د چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې، دا ښيي چې دا هېواد کولای شي د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د اتصال په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

ډې فرایډې ټایمز وېپ‌پاڼې د مقالې لیکوال په اند، افغانستان د جغرافیې له مهم موقیعت نه برخمن دی او کولای شي ځان د سوداګرۍ، انرژۍ او سیمه‌ییز ټرانزیت لپاره د اړیکو یو پُل وګرځوي. د کانونو او لیتیم په سکټورونو کې پانګونه او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته‌کېدو په ګډون د سیمه‌ییز اتصال نوي پلانونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره فرصتونه برابر کړي دي.

په مقاله کې ادعا شوې چې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، غواړي افغانستان په سیمه‌ییزو اقتصادي بهیرونو کې شامل کړي او دغه هېواد له اقتصادي انزوا نه لرې‌ وساتي. د مس عینک په کان کې د پانګونې سربیره، چین غواړي په افغانستان کې د لیتیم کانونو په ګډون پر نورو لویو برخو کې هم پانګونه وکړي.

لیکوال وايي چې د دې ټولو سره-سره امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په افغانستان کې ترهګريز فعالیتونه په بېلابېلو سیمو کې دوام لري. د لیکوال په وینا، تر څو چې ثبات تامین نه‌شي او د سختدریځو ډلو پر ضد ګټوره مبارزه ونه شي، په دغه هېواد کې هېڅ اقتصادي پروګرام نه‌شي بریالی کېدای.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، چین له دغې ډلې سره خپل تعاملات تر بل هر هېواده ښه ساتلي او ان له پاکستان سره یې هم د یادې ډلې د خبرواترو او اړیکو ښه کېدو منځګړیتوب ترسره کړی دی.

تېره اونۍ په بیجېنګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه کړې چې د راپورونو پر بنسټ له طالبانو پکې غوښتنه شوي څو افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي. له چین سربېره د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګه‌والو هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې.

دا‌ په داسې حال کې ده چې په کور دننه او بهر د جلا وطنه افغانانو له لوري نیوکې کېږي چې طالبانو په خپلسرې او ناقانونه توګه د افغانستان طبیعي شتمني د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو منګولو کې ورکړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: امریکا ۲۵۰ میلیارډ افغانۍ طالبانو ته په پټه توګه ورکړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت د افغانستان جمهوریت په پولنډ کې ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ لرلې. نوموړي ویلي، چې امریکا په پټ ډول دغه مرستې طالبانو ته وسپارلې.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستيال امرالله صالح د پنجنشبه په ورځ (د غبرګولي ۸مه) پر اېکس پاڼه، د دوحيې پروسه د ناټو دسیسه او کودتا ګڼلې.

هغه زياته کړې: «د دوحيې پروسه د ناټو په ملاتړ یو دسیسه او د رژيم د بدلون لپاره یو کودتا وه. دا د سولې بهیر نه وو.»

هغه ویلي چې په پولنډ کې د تېر جمهوري نظام ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ امریکا په پټ ډول طالبانو ته د مرستې په توګه ورکړي.

د پښتو ژبې نړۍواله ورځ؛ اتمر د ژبې د علمي ودې او د نجونو د زده‌کړې پر ملاتړ ټینګار وکړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېني وزیر محمدحنیف اتمر، د پښتو ژبې نړۍوالې ورځې په مناسبت، د دې ژبې ویوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغې د تاریخي، فرهنګي او علمي ارزښتونو پر نمانځلو ټينګار کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په وځ (غبرګولي ۸مه) زیاته کړې چې دا ورځ باید یوازې د ژبې د نمانځنې نه، بلکې د ملت د ازادۍ، خپلواکۍ او یووالي د ارزښتونو د یادونې او درناوي ورځ وي. هغه ټینګار کړی چې پښتو ژبه باید د علم، فرهنګ او نوې ټکنالوژۍ په نړۍ کې د ودې او پرمختګ له کاروان سره اوږه پر اوږه روانه وي.

اتمر په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «په اوسني عصر کې چې نړۍ په ټکنالوژۍ او مصنوعي زیرکتیا کې له یوه بل تاریخي پرمختګ هرکلی کوي، دا هغه ورځ ده چې باید ډاډ ترلاسه شي چې پښتو ژبه د هېواد د نورو ملي ژبو ترڅنګ د علم او فرهنګ له نړۍوال لوی کاروان سره اوږه پر اوږه مخ پر ودې روانه ده. په دې ورځ باید خپل تاریخي مسوولیتونه د دې موخې د ترلاسه‌کېدو لپاره په جدي ډول و ارزوو.»

نوموړي یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زده‌کړې بندیز دې پای ته ورسوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو د هېواد نجونې له علم او پوهې بې‌برخې پاتې نه شي. هغه زیاته کړې چې د پښتو ژبې د ودې او فرهنګي بیدارۍ لپاره د ښځو حضور اړین دی، او هیله‌‌مندي یې ښولې چې د نازو انا، رابعه بلخي، عایشه درانۍ او مخفي بدخشي په څېر د ښځینه ادیبانو دوره یو ځل بیا تکرار شي.

د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: «په دې ورځ د تل په څېر یو وار بیا پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او پر زده‌کړې روان بندیز پای ته ورسوي او د پښتو ژبې ودې او د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره کړي ترڅو یو وار بیا د نازو انا، رابعه بلخي، عایشه درانۍ او مخفي بدخشي دوره تکرار شي.»

نن د غبرګولي ۸مه چې د مې میاشتې له ۲۹مې سره سمون لري، د پښتو ژبې نړۍواله ورځ ده. دا ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال پر همدې ورځ نمانځل کېږي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ورځې نمانځلو ته پاملرنه ډېره کمه شوې ده.

طالبان: هبت‌الله د پکتیکا مسوولانو لپاره په جوړشوي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د ویاند د مرستیال حمد‌الله فطر وايي چې د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د پنجنشبې په ورځ له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت د مسوولانو لپاره په کندهار کې جوړ شوي یوورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا یې کړې ده.

په بیان کې راغلي چې په دغه سیمینار کې د طالبانو د پکتیکا والي، مرستیال والي، د علماوو شورا مشر، د بېلابېلو ادارو مشرانو، ولسوالانو او د دغې ډلې د حوزو امرینو هم ګډون کړی و. د فطرت په وینا، هبت‌الله اخندزاده ګډون‌والو ته وینا کړې ده.

د طالبانو د بیان پر بنسټ، هبت‌الله اخندزاده په خپله وینا کې د طالبانو د تېرو جهادونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوس باید د شریعت د تطبیق، د خلکو د اصلاح، عدالت او امربالمعروف او نهی عن المنکر ته ځانګړې پاملرنه وشي.بیان زیاتوي چې د طالبانو مشر د خپل رژیم او ولس لپاره دعا کړې ده.

سره له دې چې د طالبانو مشر خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پلي‌کېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه بولي.

هغه زیاتوي، چې هبت‌الله د انساني کرامت، عقل، علم، او د انسان د خلافت پر مفهوم خبرې وکړې او ګډون‌والو ته یې سپارښتنه کړې چې تقوا، تواضع، اتحاد، له علماوو سره ناسته او د شرعي اصولو پابندي خپله کړي. همداراز، نوموړي له شخصي ګټو، قومي تعصب، انډيوالۍ او د منصب د غوښتنې نه د ځان ساتلو سپارښتنه هم کړې ده.

د قومي تعصب، انډيوالۍ، او د منصب غوښتنې پر وړاندې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده سپارښتنې دا څرګندوي چې د دې ډلې په منځ کې د واک د وېش، وفادارۍ او اختلافاتو په تړاو اندېښنې موجودې دي.

د امریکا په کینټکي کې مېشت افغانان د ایستلو له ویرې سره مخ دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس ویلي، په کينټکي کې افغان کډوال اندېښنه لري، چې که افغانستان ته واستول شي کورنۍ به یې له ګواښ سره مخ شي. د ټرمپ ادارې ویلي چې د جولای په میاشت کې به د افغانانو د لنډ مهاله خوندیتوب پروسه پای ته رسوي.

نږدې څلور کاله وړاندې کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل افغان پناه غوښتونکی وزير خان ځدران او د هغه کورنۍ کينټکي ته لاړل.

نوموړي رويټرز خبري اژانس ته ویلي که افغانستان ته په زور واستول شي د خپلو ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

وزیر خان ځدران زياته کړې: «دلته د ماشومانو راتلونکې روښانه ده او کولی شي زده کړې وکړي، که موږ بیا خپل هېواد ته ولاړ شو نو دوی په ځانګړې توګه نجونې ښه راتلونکې نه لري، دوی ښوونځي، پوهنتون او کار کولو ته نشي تللی.»

ځدراڼ یو قومي مشر و، چې شل کاله د مخه یې د حقاني شبکې په وړاندې جګړه وکړه، هغه او کورنۍ یې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته د تګ لپاره امریکایانو په چورلکو کې د کابل هوايي ډګر ته بوتلل.

د هغه مشره لور زلیخا اوس د راتلونکي کال لپاره د پوهنتون تیاری نیسي؛ خو په امریکا کې د دایمي استوګنې د اسنادو نشتوالی او د ایستلو خطر دا له ویرې سره مخ کړې ده.

د ځدران کورنۍ د پناه غوښتنه ځنډول شوی او اوس مهال دوی تر هغه وخته پاته کېدلی شي، چې د قضیې په اړه یې وروستۍ پرېکړه کيږي.

د ټرمپ ادارې د شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانانو، وینزویلا او نورو هېوادونو د سلګونو زرو وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب د ختمولو پرېکړه کړې ده.

د رويټرز اژانس د معلوماتو له مخي، چې د طالبانو ادارې د ۱۲ کلونو څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه منع کړي او د ښځو پر یوازي سفر یې هم بندیز لګولی

طالبان وايي چې دوی «ښځو ته د اسلامي شریعت له مخي‌حقونه ورکوي»

افغانستان د بلوڅ‌ بېلتون‌ غوښتونکو او داعش خراسان لپاره پر عملیاتي مرکز بدلېدل

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د یوریشیا ریویو وېب‌پاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو (بي‌اېل‌اې) او د داعش-خراسان څانګې (ای‌اېس‌کې‌پي) ترمنځ همکارۍ په افغانستان کې د پاکستان د امنیت په تړاو اندېښنې رامنځته کړي دي.

په دې مقاله چې د پنجشبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي او داعش-خراسان څانګې ترمنځ د ایډیولوژیک توپیرونه سربېره، په افغانستان کې د متحدینو په توګه عمل کوي او د دغه هېواد له خاورې نه په استفادې سره د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

د مقالې لیکوال ټینګار کړی چې افغانستان د پرانیستو شرایطو او د اغېزمن کنټرول نشتوالي له امله دغه هېواد دې دواړو ډلو لپاره پر یوه پټن‌ځای او عملیاتي مرکز بدل شوی دی.

په داسې حال کې چې طالبانو په وار-وار په افغانستان کې د داعش-خراسان حضور رد کړی او د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان ایالت د داعش-خراسان اصلي مرکز بولي، په مقاله کې ادعا شوې چې دا ډله په پاکستان کې د پام وړ خپلواک حضورنه‌لري، بلکې د افغانستان له خاورې نه د خپل نفوذ او په بلوچستان کې له بي‌اېل اې‌ سره د همکارۍ له لارې فعالیت کوي.

په مقاله کې ویل شوي چې دا ستراتیژیک نفوذ په افغانستان کې د خوندي پټن‌ځایونو پر حضور او د افغان طالبانو پر ملاتړ ولاړ دی، تر څو په پاکستان کې دننه بریدونه همغږي کړي. لیکوال خبرداری ورکوي چې د بلوڅ‌ بېلتون‌غوښتونکي او داعش-خراسان څانګې ترمنځ شته همکاري د پاکستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د نړۍوالې ټولنې جدي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د اغېزمن نظارت د نشتوالي له امله د دغه هېواد خاوره د ځینو ترهګرو ډلو لپاره د پټن‌ځای او د سرحدي فعالیتونو پر اډې بدله شوې ده. همداراز د مقالې لیکوال د طالبانو د ادعا پر خلاف د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د داعش-خراسان ډلې حضور رد کړی دی او زیاتوي چې هلته د دې ډلې فعالیتونه ناشوني دي.

څه موده مخکې د ماډرن پاليسي پاڼې هم په یوې خپرې کړې مقاله کې ویلي و د داعش-خراسان څانګې فعالیتونه په افغانستان کې مخ پر پراخېدو دي او له همدې کبله د سیمې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته هم له یادې وسله والې ډلې څخه جدي ګواښونه پېښ دي.

په مقاله کې ټینګار شوی چې نړۍواله ټولنه باید طالبان اړ کړي څو د داعش-خراسان څانګې سربېره د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي او د سیمې له هېوادونو سر په همکارۍ د افغانستان دننه مخ پر زیاتیدونکي ترهګریزو ګواښونو مخه ډب کړي.