• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق دار وایي چې پاکستان په افغانستان کې خپل سفیر ګماري

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې کابل ته یې وروستی سفر ډېر ګټور و او پاکستان پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په هدف په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه لوړه او سفیر وګوماري.

نوموړي د جمعې په ورځ پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې مثبت لور ته رواني دي.

اسحاق ډار ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په کابل کې د شارژدافیر کچه د سفیر په توګه لوړه کړي.

اسحاق ډار ویلي:« زه ډاډه یم چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ، په ځانګړي ډول په اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګرۍ برخو کې د ژورې همغږۍ د پراخوالي سبب شي.»

د پاکستان د بهرنیو چاروز وزیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د خپلو ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو خبر په داسې مهال ورکوي، چې په پاکستان کې یوې‌ ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د رسمي سفر بلنه منلې او ډېر ژر به اسلام اباد ته سفر وکړي. د دغه سفر د ترسره کیدو دقیقه نېټه لا نه ده معلومه، خو سرچینې ویلي، ښایي په جون میاشت کې وشي.

سرچینې زیاتوي، چې په افغانستان کې د «ټي ټي پي» مهارول او پاکستان ته د یادې ډلې په لیکو کې د افغان وسله‌والو مخنېوی به د دغه سفر پر مهال د بحث مهم ټکي وي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هبت‌الله اخوندزاده زوی په تصادفي ډول ووژل شو نه په ځانمرګي برید کې

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې طالبانو دا ادعا کړې وه ،چې د دوی د مشر ملا هبت‌الله زوی، خالد عبدالرحمان د «ځانمرګي برید» په ترڅ کې شهید شوی، خو د افغانستان انټرنشنل تازه راپور ښيي چې نوموړی په ځانمرګي برید که نه، بلکې په یوه تصادفي چاودنه کې وژل شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل «ملا هبت الله اخوندزاده؛ د اطلاعاتي زندان نهه کلن زنداني» تر سرلیک لاندې تازه راپور ښیي، چې دا پېښه د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۲۶مه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو پر امنیتي پوستو او نظامي اډو سخت او پراخ بریدونه پیل کړل. د جګړې په ترڅ کې د «باري» په نوم یوه مهمه نظامي اډه له سخت مقاومت سره مخ شوه او طالبانو هڅه کوله چې دا مرکز د چاودېدونکو توکو په کارولو ونیسي.

خالد عبدالرحمان، چې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو په ځانګړې ډله «قطعه منتظره» سره مل و، ځانمرګی برید ونه کړ. نوموړی هغه مهال ووژل شو چې هڅه یې کوله د اډې پر دفاعي دیوالونو چاودېدونکي توکي ونښلوي، خو مواد ناڅاپه وچاودېدل او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

طالبان دا پېښه د «شهادت» په نوم یادوي، خو د دقیقو جزییاتو له مخې، دا یو تصادفي وژل ګڼل کېږي، نه پلان شوی ځانمرګی برید.

هبت‌الله دغه برید «ځانمرګی» وبلله او طالبانو هم دا پېښه د «شهادت» په نوم یاد کړه او دا یې د خپل مشر د صداقت نښه وبلله. دا موضوع ملا هبت‌الله د طالبانو په منځ کې لا زیات محبوب کړاو د دې ډلې غړو هغه داسې رهبر وګاڼه چې پر خپلو عقایدو ټینګ ولاړ دی او ان د خپلې کورنۍ د قربانۍ چمتووالی لري.

قزاقستان له طالبانو سره د درې میلیارده ډالرو سوداګرۍ هوکړه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. دا څرګندونې د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره د لیدنې پر مهال شوې دي.

نورالدین عزیزي د استانه فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو قزاق چارواکو سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د قزاقستان ولسمشر د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته، قزاقستان لومړنی هېواد و چې خپلې اړیکې یې ورسره بېرته پرانیستلې.

ولسمشر توقایف همداراز ویلي، چې پلان لري د ملګرو ملتونو یوه ماموریت قزاقستان کې ځای پر ځای کړي، څو د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، وضعیت وڅاري.

د لیدنې پر مهال، وزیر عزیزي د قزاقستان له هغه اقدامه مننه وکړه چې طالبان یې د ترهګرو له فهرسته ویستلي او همداراز د دغه هېواد د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې، بشري مرستو او د تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې د ملاتړ ستاینه وکړه.

دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ډېر ژر به د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

ملا حسن: د فلسطین مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه د قران کریم ختمونه وکړئ

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند پر غزه د اسراییلي بریدونو غندنه کړې او په غزه کې روان ناورین یې د انساني اصولو خلاف کړنه بللې، چې ورځ تر بلې په خرابېدو دی. نوموړي له افغانانو غوښتي چې د جمعې لمانځه وروسته دې د فلسطین مسلمانانو د ملاتړ لپاره د قران کریم ختمونه وکړي.

د طالبانو ریاست الوزرا د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییل له لورې پر غزې بریدونه د نسل وژنې دوام بللی او له هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورن پای ته رسېدو لپاره بیړنۍ او مثبت اقدام وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له لورې په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي:«د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډېره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکي خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډېر کم څه کړي دي.»

ملا محمد حسن په غزه باندې د اسراییل بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې د جمعې له لمونځ وروسته په جوماتونو کې د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه د قران کریم ختمونه وکړي.

پر همدغه مهال طالبانو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک په زور د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریونونو کولو ته اړ کړي دي او په ګڼو ولایتونو کې په داسې حال کې د غزې په ملاتړ لاریونونه ترسره شوي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون او یا هم د طالبانو د نورو پالیسیو په ضد لاریونونو ته اجازه نه ورکول کیږي.

عمران خان په پاکستان کې د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر اېکس پاڼه له خپلو پلویانو غوښتي، چې د یوه پراخ غورځنګ لپاره دې چمتو شي. پاکستاني رسنیو د دغه زنداني پخواني لومړي وزیر خبرې د پراخو لاریونونو د ترسره کیدو خبرداری بللی دی.

عمران خان په خپله اېکس پاڼه د لاریونونو یا تازه غورځنګ د پیل په تړاو نور جزیات او کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

تر دې وړاندې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د عمران خان په امر د هغه له مېرمنې سره په ګډه اسلام اباد کې د خپل زنداني مشر د خوشې کیدو لپاره لاریونونه وکړل، خو په تاوتریخوالي بدل شول.

په یادو لاریونونو کې تحریک انصاف د پاکستاني ځواکونو له لوري د دوی د ګوند تر لسو ډېرو پلویانو د وژل کیدو ادعاوې کړې وې.

سرچینه: امیرخان متقي به ډېر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې یوې‌ ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د رسمي سفر بلنه منلې او ډېر ژر به اسلام اباد ته سفر وکړي. د دغه سفر د ترسره کیدو دقیقه نېټه لا نه ده معلومه، خو سرچینې ویلي، ښایي په جون میاشت کې وشي.

سرچینې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د «ټي ټي پي» مهارول او پاکستان ته د یادې ډلې په لیکو کې د افغان جنګیالیو مخنېوی به د دغه سفر پر مهال د بحث مهم ټکي وي.

نږدې میاشت وړاندې د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و او هلته یې هیله څرګنده کړې وه، چې له طالبانو سره یې سیاسي راشه درشه مخ په زیاتیدو ده. ډار د یاد سفر پر مهال امیرخان متقي ته بلنه ورکړې وه، څو د ډېپلوماتیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

«ټي ټي پي» په تېرو خبرو اترو کې هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو جنجالي مساله بلل شوې، خو لا هم ښکاري‌ چې طالبانو په دې تړاو اسلام اباد غوښتنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړي.

په همدې لړ کې د طالبانو یوه نظامي روزونکي څو ورځې وړاندې کابل کې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنې وکړې چې د ملا هبت‌الله د امر له مخې بهر ته د «جهاد ته تګ» لپاره اجازه نه لري.

د هغه دا څرګندونې پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ګڼلی و، چې ګوندې افغانان دې منعه کړي، څو د «ټي ټي پي» په لیکو کې د دغه هېواد پر ضد جګړو ته داخل نه شي.

همدا راز د افغانستان انټرنشنل موندنو ښودلې، چې طالبانو یو شمېر خپل هغه قوماندانان او وسله وال هم زنداني کړي چې د پاکستاني طالبانو لپاره یې جلب و جذب کاوه.

د امیرخان متقي سفر ته د تابیاوو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې بل ګاونډی او سرسخته مخالف یې هند هم له طالبانو سره د ملګرتیا تارونه غځولي او اسلام اباد له دې اړخه هم جدي وېره لري.