• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ولې نه کمېږي؟

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ هوايي جګړې نه وروسته د مې میاشتې په لسمه نېټه اوربند شوی او دغه اوربند د دواړو هېوادونو د پوځونو له خوا رعایت شوی هم دی، خو له دې سره سره د دواړو هېوادونو وسله‌وال ځواکونه د تیارسۍ په حال کې یوه بل ته مخامخ پراته دي.

دواړو هېوادونو د مسافرو د لېږدوونکو الوتکو ته تر اوسه پورې د یوه بل د فضایي حریم نه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې او د شدیدې ترینګلتیا یوه بله نښه د یوه بل د سفارتونو نه د جاسوسۍ په تور د دیپلوماتانو شړل کېدل دي.

د مې په یوویشتمه نېټه هند په ډیلي کې د پاکستان د سفارت په یوه دیپلومات باندې په غیر دیپلوماتیکو فعالیتونو کې د ککړېدو تور پورې کړ او هغه ته یې په څلورویشتو ساعتونو کې د هند نه د وتلو امر وکړ. د هند د دې ګام په عکس‌العمل کې، د می میاشتې په دوه‌ویشتمه نېټه پاکستان په اسلام‌اباد کې د هند د سفارت له یوه دیپلومات سره ورته چلند وکړ. بیا تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې د می میاشتې په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو د پوځونو د عملیاتو د رییسانو ترمنځ د اوربند په اړه د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د دواړو هېوادونو د دیپلوماتانو او یا حکومتونو د استازو ترمنځ تر اوسه هیڅ کوم بل تماس یا خبرې نه دي شوي، چې لږ تر لږه د جګړې له حالت نه د وتلو لپاره د متقابلو ګامونو د پورته کولو د پرېکړې لپاره اړینې دي.

پاکستان له اوږده مهاله د غچ په لټه کې

په تېرو اته‌اویا کلونو کې د هند او پاکستان ترمنځ وړې او غټې پنځه جګړې شوې دي، چې د زیاتره جګړو علت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر مساله ده. په دې ټولو پخوانیو جګړو کې هند بریالی شوی دی. خو د هند او پاکستان ترمنځ تر ټولو ستره او خطرناکه جګړه په کال ۱۹۷۱ کې شوې وه، چې په نتیجه کې یې پاکستان دوه ټوټې شو او ختیز پاکستان د بنګله‌دېش په نوم یو مستقل هېواد شو. دغې جګړې د پاکستان د واکمنانو په ذهن کې د هند پر ضد ژوره عقده پیدا کړه او هغوی تل له هند نه د غچ اخیستو په لټه کې پاتې شوي دي.

خو پاکستان د هند په پرتله یو کوچنی او له اقتصادي اړخه وروسته پاتې هېواد دی. تر لږې مودې وړاندې پورې د پاکستان د پوځ د تجهیز او تمویل کار په عمده توګه د امریکا او نورو غربي هېوادونو له خوا د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ د مخنیوي لپاره کېده. خو پاکستان هڅه کوله، چې له دغو وسلو او مهماتو نه د هند پر ضد جګړو کې استفاده وکړي. غربي هېوادونو به د پاکستان د دې کار مخه نیوله. نو کله چې په کال ۱۹۶۲ کې د چین او هند ترمنځ جګړه وشوه، چې چین د هند پر لداخ او ځینو نورو سرحدي سیمو د ملکیت دعوه لرله، نو له هغې وروسته پاکستان د هند سره د دښمنۍ له امله له چین سره اړیکې جوړې کړې.

خو په کال ۱۹۹۸ کې، چې هند او پاکستان دواړو د اتومي بمونو د چاودنو تجربې وکړې او ځانونه یې اتومي قوتونه اعلان کړل، نو بیا د دوی ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ موضوع وګرځېده. امریکا تل د دوی ترمنځ د جګړې د مخنیوي لپاره مداخله کړې، ځکه چې امریکا او نور نړیوال نه غواړي چې دوی یو د بل پر ضد اتومي وسله وکاروي، چې نه یوازې به یو بل له‌منځه یوسي، بلکې د نړۍ امنیت به هم له خطر سره مخامخ کړي.

د هند د پراخو عملیاتو پر وړاندې خنډ

د شلمې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې، په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې پاکستان نوې وسلې، د فرسایشي جګړې تجربه او روزل شوي ترهګر تر لاسه کړل او له ۱۹۹۰م کلونو راهیسې یې له دغو امکاناتو نه د هند پر ضد په کشمیر او د هند په نورو سیمو کې استفاده پیل کړې ده. د پاکستان جنرالان فکر کوي، چې هغوی به د ترهګریزو عملیاتو او غیرمستقیمې جګړې له لارې هند د کشمیر په مساله خبرو ته مجبور کړي، ځکه چې د نړۍ زبر ځواکونه به هند ته د اتومي جګړې د خطر له امله د پاکستان پر ضد پراخو عملیاتو ته اجازه ور نه کړي.

بلې خوا ته د هند لومړی وزیر نریندرا مودي له خلکو سره ژمنه کړې چې د هغه حکومت به د پاکستان له خوا د هند پر ضد د ترهګریزو عملیاتو په ځواب کې دغه هېواد داسې مجازات کړي، چې بیا به د ترهګریزو بریدونو جرات ونه کړي.

د هند او پاکستان وروستۍ جګړه ډېره لنډه، یعنې درې نیمې یا څلور ورځې وه، او د الوتکو، توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تر استفادې محدوده پاتې شوه. دا جګړه د مې په شپږمه نېټه هند پیل کړه، او په پنجاب او سند کې یې د ترهګرو پر اډو د توغندیو له لارې برید وکړ. پاکستان د پرمختللي چینایي ټېکنالوژۍ مجهزو الوتکو له لارې د هند درې رافېل نومې (په فرانسه کې جوړې) قیمتي جنګي الوتکې د هند په فضایي حریم کې وویشتې او راوغورځولې او د هند پر هوايي او نظامي مرکزونو یې توغندي وار کړل.

په ځواب کې هند هم په لاهور، راولپنډۍ او نورو ښارونو کې بریدونه وکړل. ښايي چې د هند بریدونه ډېر او اغېزناک وو، خو د خپلو الوتکو د غورځېدو په اړه غلی پاتې شو، نو په تبليغاتي جګړه کې د پاکستان لاس بر شو. هند ته دا هم سخته وه، چې ولسمشر ټرمپ بیا بیا وویل چې جګړه د امریکا په منځګړیتوب ودرېدله او اوربند وشو. پر عکس، هند ادعا وکړه، چې ځکه اوربند وشو، چې پاکستان جګړه وبایلله. خو پاکستان د بري ادعا وکړه، ملي جشنونه یې ونیول، د اردو لوی درستیز ته یې د فیلډ مارشال رتبه ورکړه.

هند پر پاکستان بل برید کوي؟

د پاکستان اردو په تېرو څو کلونو کې د پښتونخوا او بلوچستان په پراخو وسله‌والو جګړو، په ټاکنو کې د درغلیو تورونو، او د عمران خان د ګوند له خوا د سخت مخالفت له امله په سیاسي توګه بدنامه او منفوره شوې وه، خو د هند سره په جګړه کې د بریا د ادعا له امله یې په پنجاب کې بیا محبوبیت تر لاسه کړی دی.

هند له دې امله هم په قهر دی، چې پر ځای د دې چې امریکا د پاکستان له خوا د ترهګرو ملاتړ وغندي، هغه د کشمیر د مسالې د حل خبرې کوي، کومه چې هند بین‌المللي مساله نه ګڼي.

په دې شرایطو کې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په کور دننه سیاسي ستونزې پیدا شوې دي. سیاسي شنونکي په دې نظر دي، چې هند د وروستۍ جګړې له سیاسي پایلو مطمین نه دی، نو ښايي په نږدې راتلونکې کې پر پاکستان یو بل پوځي ګوزار وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان، چین او پاکستان؛ د درې اړخیزې غونډې تر شا سیاسي پېچلتیاوې او سیمه‌ییز رقابتونه

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

په داسې مهال کې چې هند او پاکستان د یو بل پر ښارونو او پوځي تأسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کول، د سیمې فضا له یوه خطرناک جنګي حالت سره مخ وه.

نړۍوالو ته دا اندېښنه پیدا شوې وهچې ښايي د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه د اټومي وسلو کارونې پړاو ته ورسېږي. جګړه ورځ تر بلې تودېده او د سیمې امنیتي معادلې له جدي ګواښ سره مخ وې.
د جګړې د ګرمېدو په همدې فضا کې، د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر د هندي جنګي الوتکو د احتمالي برید له امله وتړل شو. د کابل لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د هوا پر ځای د تورخم له لارې او پر ځمکه کابل ته سفر وکړ. نوموړي د می میاشتې په۱۰مه د افغانستان، چین او پاکستان د دولتي چارواکو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړچې کوربه‌توب یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کاوه.

د چین له‌خوا د افغانستان لپاره د دغه هېوادځانګړياستازياو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کډون درلود.صادق خان پرخپلې‌ اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا درې‌اړخیزه پنځمه غونډه ده.

امیرخان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته دا فرصت برابر کړچې د اقتصاد، امنیت، او سیمه‌يیز ثبات په اړه ګډ فکر او همغږي رامنځته کړي.

د غونډې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو د طالبانو له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند سره هم کتلي، خو تر ټولو جالبه لیدنه د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره وه، دا ځکه چې د کورنیو چارو وزیر معمولاً په بهرني سیاست کې مستقیم رول نه لري. د سیمې سیاسي شنونکي باور لري چې دا لیدنه یوازې سمبولیکه نه وه، بلکې سیاسي پیغامونه یې هم درلودل.

هغوی وایي چې د غونډې د نه ځنډېدو یو لامل دا وچې پاکستان او چین غوښتل طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي په شرایطو کې دې طالبان له احتیاطه کار واخلياو د افغانستان له خاورې د هند پر خلاف هېڅ فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه روانه وه، اوربند نه و شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنه ډېره وه. پاکستانچې په خپل ختیځ سرحد کې د جدي امنیتي ګواښ سره مخ و، نه غوښتل له لویدیځ لوري (یعنې د افغانستان له خاورې) کومه بله خطرناکه ستونزه رامنځته شي.

د چین د ځانګړي استازي حضور هم له همدې امله مهم و، ترڅو د پاکستان غوښتنو ته نړۍوال وزن ورکړي. چین د درې‌اړخیزې غونډې د نه ځنډېدو بل دلیل دا ګڼي، چې د طالبانو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې، که مستقیمې وي یا د قطر له لارې، په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. د امریکا له لوري طالبانو ته د مېلیاردونو ډالرو مرسته شوې ده او دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا پیسې د څه لپاره ورکول کېږي؟

چین د افغانستان د ایغور جنګیالیو، او د منځنۍ اسیا د توندلارو ډلو حضور ته د خپلې اوږدمهالې امنیتي پالیسۍ لپاره یو خطر ګڼي. د «یو کمربند، یوه لار» پروژه چې د چین د سترې اقتصادي تګلارې یوه مهمه برخه ده، د بې‌ثباته افغانستان له امله له خطر سره مخ ده.

چینایان باور لري چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د «تحریک طالبان پاکستان» یا ټي‌ټي‌پي فعالیتونه هم د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د پراختیا مخه نیسي، نو ځکه چین هڅه کوي له طالبانو سره دوه‌اړخیزه او درې اړخیزه اقتصادي همکاري زیاته کړي، تر څو طالبان له چین سره د اقتصادي ګټو احساس وکړياو د لوېدیځ او چین تر منځ د اړیکو یو توازن وساتي.

چین له امنیتي اندېښنو پرته، په افغانستان کې سترې اقتصادي ګټې هم تعقیبوي. افغانستان د پخوانۍ ورېښمو لارې پر یوه مهمه برخه بلل کېږياو د سیمې لپاره یې تل اقتصادي ارزښت درلود. چینچې په مکسیکو، برازیل او نورو لرې سیمو کې خپلې پانګونې پراخوي، څنګه به له خپل ګاونډي افغانستان سترګې پټې کړي؟

چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي زیرمو لکه لیتیم، مس، سره زرو او نورو معادنو سره ژوره لېوالتیا لري. دغه هېواد باور لري چې د دغو زیرمو ترلاسه کول به یې اقتصادي ځواک لا پیاوړی کړي، خو همداراز دا هم درک کوي چې لوېدیځ هېوادونه هم پدې سیالۍ کې ښکېل دي او دا به د چین لپاره اسانه ماموریت نه وي.

په تاریخي لحاظ کله چې طالبان په واک کې نه وو او په پاکستان کې اوسېدل، چین له هغوی سره خپلې پراخې اړیکې د پاکستان له لارې تنظیمولې. د طالبانو استازي به د پاکستان له خاورې چین ته تلل او چین به له همدې لارې د طالبانو سره تماس ساته. درې‌اړخیزه غونډې هم د هماغو هڅو تسلسل بلل کېږي.

چین په دې هم ښه پوهېږي چې پاکستان د تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د قضیې په بدل کې له امریکا مېلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي. له همدې امله چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې نېغ په نېغه اړیکې پراخې کړي، ترڅو د سیمه‌یز نفوذ یوه باثباته تکیه‌ګاه ځان ته جوړه کړي.

د حکمتیار مقاله؛ یو صالح نظام، عدالت او د ملت رضایت غواړو

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۴ GMT+۱
•
ګلبدین حکمتیار

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په دې مقاله کې چې د هغه د دفتر له خوا افغانستان انټرنشنل ته لیږل شوې ده، د هند او پاکستان د وروستیو شخړو په اړه خپل نظر بیان کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د خونړیو جګړو لړۍ یوځل بیا پیل شوې ده. دغو دواړو هېوادونو پخوا درې لویې جګړې او ډېرې کوچنۍ جګړې تجربه کړې دي، چې ډېری یې د کشمیر مسالې سره تړاو درلود.

له هغې ورځې راهیسې چې انګریزانو کشمیر په دوو برخو ووېشه، دا سیمه او د دغې سیمې مظلوم خلک په دوامداره توګه د خونړیو جګړو قرباني شوي دي.

له فلسطین وروسته، د کشمیر غمیزه د اسلامي امت په بدن کې یو زوړ او ژور ټپ دی؛ خو دا جګړه د تېرو جګړو څخه په بنسټیز ډول توپیر لري، ځکه چې دا ځل دواړه خواوې اټومي ځواکونه دي.

که چیري دا جګړه کنټرول نه شي او د اټومي وسلو کارولو ته لار هواره شي؛ نو په داسې جګړه کې به هېڅ ګټونکی نه وي او مسوولیت به یې د هغو کسانو پر غاړه وي چې پیل کړې یې ده.

له پاکستان څخه د بنګله دېش د جلا کېدو لامل هم یو له دغو جګړو څخه و او هند په عملي ډول په دغو جګړو کې ونډه لرله. بالاخره بنګله دېش په ۱۹۷۱ کال کې له لویدیځ پاکستان څخه جلا شو او دا جلاوالی هند تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼله؛ خو د دې پېښې په تړاو په ډېرو اسلامي هېوادونو کې لوی لاریونونه وشول، د بنګله دېش جلا کېدل او په هغه کې د هند لاسوهنه وغندل شوه.

په افغانستان کې هم د مسلمان ځوانانو غورځنګ په زرنګار پارک کې لوی لاریون وکړ او په هغه لاریون کې شهید انجینر حبیب الرحمن یوه اغیزناکه وینا وکړه. زه هغه وخت په زندان کې او د دغو لاریونونو او غونډو څخه محروم وم؛ خو هغه څه چې زه نن د بنګله دېش په اړه لیکم هغه د مسلمان ځوانانو غورځنګ له خوا شاوخوا ۵۴ کاله مخکې دریځ دی دا یو نوی نظر یا بیان نه دی.

له هغه ورځې راهیسې چې بنګله دېش جوړ شو او شیخ مجیب الرحمن واک ترلاسه کړ بیا د مجیب الرحمن د سیاسي ځای ناستې، د هغه لور شیخ حسینه چې هند ته وتښتېده او هلته یې پناه واخیسته پرته له یوې لنډې مودې د دغه هېواد ټول واک د دې کورنۍ په لاس کې و او حکومتولي یې د ډېلي تر اغیز لاندې وه.

د شیخ مجیب الرحمن لور شیخ حسینه پنځه ځله د لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړه، تر هغه وخته چې په ۲۰۲۴ کال کې د دغې کورنۍ د حکومت په وړاندې یو پاڅون پیل شو او د پراخې وینې تویدنې وروسته لاریون کوونکي وتوانېدل چې د لومړۍ وزیرې ماڼۍ ته داخل شي.

حسینه په تېښته بریالۍ شوه او په هند کې یې پناه واخیسته. هند د بنګله دېشي ځوانانو دغه پاڅون او د هند پلوه حکومت د نسکورېدو پړه پر پاکستان واچول، چې په نتېجه کې یې د پاکستان او هند ترمنځ سیالي یو نوي او حساس پړاو ته داخله شوه.

که څه هم پاکستان د امریکا له خوا د افغانستان په اشغال کې پراخه همکاري لرله ـ امریکا د ځمکې او هوا له لارو له پاکستانه داخله شوه او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ پورې ټول امریکايي اکمالات لومړی له پاکستان او بیا له روسیې څخه راتله؛ خو بیا هم امریکا د پاکستان په پرتله هند ته ارزښت ورکړ.

همدا یې لامل و، چې هند د چین پر وړاندې د امریکا ستراتیژیک ملګری ګڼل کېده او پاکستان د چین متحد پاتې شو.

په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال هند دا فرصت په لاس راوړ، چې یو لوی استخباراتي حضور ولري او د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او خېر پښتونخوا کې چې محرومیت احساسوي او د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي خپل عملیات پیل کړي.

که څه هم په دې سیمو کې د مرکزي حکومت سره مخالفت کله ناکله په مختلفو بڼو راڅرګند شوی؛ خو د امریکا د ۲۰ کلونو اشغال په جریان کې دې مخالفت جدي او وسله واله بڼه غوره کړه.

ډېری څېړونکي په دې باور دي چې د دې وضعیت اصلي دلیل دا دی، چې امریکا هند ته اجازه ورکړې وه، څو په ازاده توګه خپل استخباراتي فعالیتونه تعقیب کړي. هند ته د ډېرو نورو امتیازاتو سره - سره دا ځانګړی امتیاز هم ورکړل شوی و، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشري به تل هند پلوه اشخاصو ته سپارل کېده چې هند د دې ادارې له لارې د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي. د پاکستان پر وړاندې د استخباراتي فعالیتونو لپاره د افغانستان د استخباراتي ادارې د بودیجې لویه برخه د هند له خوا ورکول کېده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو او په ځانګړې توګه په ۲۰۲۴ کال کې د بنګله دېش هند پلوه حکومت له نسکورېدو وروسته، د ډېلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نورې هم ترېنګلې شوې. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې نه یوازې د خونړیو چاودنو، بریدونو، وژنو پر بسونو او اورګاډو د پراخو بریدونو او د لسګونو دولتي کارمندانو وژنو دوام پیدا کړ، بلکې دا وضعیت د پاکستان نورو ایالتونو ته وغځېد. پاکستاني چارواکو د دې ټولو پېښو پړه د هند پر استخباراتي ادارې واچوله، خو د هند پر وړاندې یې له مستقیم اقدام څخه ډډه وکړه.

له څو کلونو وروسته دا لومړی ځل و، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو. هېڅ چا د دې برید مسوولیت په غاړه وانه خیست. که څه هم دا برید د هغو لویو بریدونو په پرتله کوچنی و، چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې شوي وو؛ خو د هند غبرګون ډېر چټګ او له تاوتریخوالي ډک و. تر ډېره شنونکي داسې انګیري چې هند د داسې برید لپاره وار له مخې بشپړ چمتوالی نیولی و.

دوی په پاکستان کې د امنیتي پېښو شدت او خپرېدل د دې برید پیلامه وګنله. له وضعیته داسې ښکاري چې هند یوځل بیا خپل بشپړ ځواک په ډاګه کوي او داسې اراده لري، چې د کشمیر پاتې برخه چې د پاکستان تر ادارې لاندې ده ونیسي. په پاکستان کې کړکیچن سیاسي وضعیت، د امنیتي او وسله والو بریدونو شدت، اقتصادي ستونزې او د کابل او اسلام اباد ترمنځ سستي اړیکې هند هڅولی، چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او یوځل بیا د کشمیر د پاتې برخې د نیولو لپاره خپل بخت و ازمايي.

د دې مقالې د لیکلو په وخت کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه بشپړ او سمدستي اوربند اعلان شو.

دا ګام وروسته له هغه پورته شو، چې پاکستان د هند د بریدونو په ځواب کې پراخ عملیات ترسره کړل او هند د پاکستان د عملیاتو په مخنیوي ونه توانیدي.

د اوربند په اعلان سره زما په څېر ډېر خلک خوشحاله شوي دي، ځکه دوی نه غواړي چې په دې سیمه کې دې بله خونړۍ جګړه وویني. دوی د مظلومو او بې ګناه خلکو د وینې تویولو څخه ځوریږي. دوی یوازې هغه جګړه مشروع ګڼي چې د ځان د دفاع او د یرغلګرو په وړاندې وي، داسې جګړه چې د هېڅ ملکي ژوند او ملکیت ته پکې زیان ونه رسیږي.

موږ د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د سیلانانو وژنه په هغه ډول غندو لکه څنګه چې په پاکستان یا بل هېواد کې په جوماتونو، عامه غونډو، بسونو او اورګاډو کې بریدونه کیږي غندو. موږ دا کړنې د اجیرو او بې هدفه جنګیالیو کار ګڼو؛ قراردادي قاتلان، بې فرهنګه او بې هدفه، چې هر څوک یې د خپلو ناوړه موخو لپاره ګمارلی شي.

هیڅ ریښتینی مومن، ژمن مسلمان، یا ازادې غوښتونکی مبارز به دا ډول لاره غوره نه کړي.

لکه څنګه چې موږ په خپل هیواد کې عدالت، اسلامي نظام او یو عادلانه حکومت چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي غوښتونکي یو، د ګاونډیو هیوادونو په ګډون په ټولو اسلامي هېوادونو کې د عدالت پلوي او د ظلم مخالف یو. موږ د حقونو دفاع د هر انسان حق ګڼو او موږ د مظلوم څخه دفاع او د ظالم په وړاندې درېدل د هر مسلمان دیني دنده ګڼو.

باید ظلم ونه شي او نه ظلم ونه زغمل شي او د حق او باطل ترمنځ په دې دوامداره مبارزه کې باید هغه طریقه وکارول شي، چې دین او ایمان ټاکلي ده. موږ په هغه اندازه په ګاونډیو هېوادونو کې ناامني او جګړه نه خوښوو، په کومه اندازه چې یې په خپل هېواد کې نه خوښوو.

لکه څنګه چې ټولو هغه کسانو چې هند یې په ټولو برخو کې له پاکستان څخه غوره او پیاوړی ګنلی و، دې جګړې وښودله چې ډېلي غلطه محاسبه کړې وه. لکه څنګه چې ځینو کسان د جګړې له پیل سره خوښي، چکچکي، غلط تعبیرونو، غلط تحلیلونو او د یوې خوا په ملاتړ د غلط پروپاګند سره ملګرتیا کوله؛ خو هرڅه د دوی د تمې خلاف وو.

د پاکستان پوځ په دې جګړه کې ځان بریالی ګڼي او خپله بریا یې په پراخو لاریونونو او غونډو سره ونمانځله. دوی ادعا کوي چې ډېری هندي الوتکې یې رانسکوري او د هند هوایي او دفاعي سیسټم یې فلج کړی دی او په ورته وخت کې د پاکستان الوتکو د هند په لسګونو ښارونو کې د مهمو اهدافو په وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي او په خوندي ډول بیرته راستنې شوې دي.

خو په ورته مهال هند دا ادعا ردوي او تر اوربند وروسته هم د «سیندور عملیاتو» د دوام ګواښ کوي.

موږ د هغو کسانو په حالت خواشیني یوو، چې د دې جګړې د پیل په اړه خوښ دي. په دوی کې هغه اشخاص او رسنۍ هم شاملې دي چې یو وخت یې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل او بیا د امریکا د یرغل په اړه خوښي او خوشحالي کوله. ځینو یې پرته له دې چې چې نن یا سبا به د دې جګړې لوګی، جګړه ځپلي افغانستان ته راورسیږي، په دې شخړه کې د یوې یا بلې خوا ملاتړ وکړ.

موږ انساني ورورولي او قومي مساوات دیني اصول ګڼو. هغه ګوندونه او غورځنګونه چې د قوميت یا سیمې پر بنسټ ولاړ دي، د دې اصولو سره په ټکر کې دي. محروم خلک حق لري چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او هر مسلمان مکلف دی چې د مظلومانو ملاتړ وکړي، خو دا مبارزه باید د هغو شعارونو او ستراتیژیو سره یوځای نه وي چې د وروڼو قومونو ترمنځ کرکه او دښمني رامنځته کړي او د ملتونو او هېوادونو د ویش او تجزیې لامل شي.

د ملت په صفونو کې د یوالي او پیوستون په شعار سره خپل حقونه وغواړئ او د هغوی لپاره مبارزه وکړئ. یو مسلمان نه شي کولی او د هغه ایمان هغه ته اجازه نه ورکوي چې د هغه ګوند یا غورځنګ ملاتړ وکړي، چې د بیلتون غوښتنې او جلاوالي پلوي کوي.

قومي حرکتونه او شعارونه د استعماري قدرتونو له خوا د دوی په مستعمرو کې د ملتونو د وېشلو لپاره ډیزاین شوي وو. اسلام قومي ملتپالنه، قومي شعارونه، قومي تعصب او د دې ډول تعصب لپاره هڅونه غندي.

قران وايي، چې د هر پیغمبر مخالفت د جاهلو قبیلو له خوا شوی و، چې پیغمبر ته یې ویل:«موږ نه شو کولی د خپلو پلرونو دین ستاسو لپاره پریږدو؛ هغه څه چې تاسو وایئ نوي او عجیب دي او موږ دا د خپلو پلرونو په دین کې نه دي لیدلي.»

د قوم او سیمې پر بنسټ د خلکو وېشل او یوې ډلې ته د بلې په پرتله ارزښت ورکول له دیني پلوه منع دي او له عقلي پلوه غیر عادلانه، غیر انساني او زیان رسونکی دی. هر مقصد لرونکی حرکت او مبارزه باید د قومي او سیمه ییزو توپیرونو بنسټ پر ځای باید د حق او باطل، بې عدالتۍ، عدالت، ښه او بد د اصولو پر بنسټ ولاړه وي.

په پاکستان کې، د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ یو داسې غورځنګ دی چې له پاکستان څخه د جلا کېدو او د یو خپلواک بلوڅ دولت د جوړولو غوښتنه کوي، د بل هېواد سره د یوځای کېدو غورځنګ نه دی. تاسو باید پوه شئ چې کله انګریزان له دې سیمې څخه ووتل، نو دوی بلوڅان په درېیو برخو (افغانستان، پاکستان او ایران) وویشل، ځکه چې دوی له انګریزانو سره جګړه کړې وه. لکه څنګه چې د هند مسلمانان په درېیو برخو وویشل: ختیځ پاکستان، لویدیځ پاکستان او هغه مسلمانان چې په هند کې پاتې شول. دوی د کشمیریانو سره هم همداسې وکړل، دوی یې په دوو برخو ووېشل، دوی د پښتنو سره هم همداسې وکړل، د دوی ترمنځ یې د ډیورنډ کرښه راکش کړه. دا کړنې په سیمه کې د دایمې شخړې د رامنځته کولو د هغو مسلمانانو او قبیلو څخه د غچ اخیستلو لپاره وې، چې د برېتانیا په وړاندې یې جګړه کړې وه.

کله چې انګریزانو پر هند یرغل پیل کړ، نو دغه هېواد د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې و. مسلمانانو د اوو پېړیو څخه زیات وخت لپاره هند متحد وساته او د ټولو یرغلونو په وړاندې یې دفاع وکړه. انګریزان ډېر ښه پوهېدل چې که دوی له وېش پرته هند پریږدي، نو واک به یو ځل بیا د مسلمانانو په لاس ولویږي. نن ورځ که چیرې د بلوچستان په نوم یو خپلواک هېواد جوړ شي، نو دا به د ټولې سیمې نقشه کې بدلون راوستلو ته لاره هواره کړي او د ایران او افغانستان بلوڅان به هم وهڅوي چې ورسره یوځای شي. دا حالت به پاکستان، افغانستان او ایران ته د منلو وړ نه وي. یوازینی هېواد چې ښايي دا ډول وضعیت په خپله ګټه وګوري هند دی.

دا به څومره ساده توب وي، که څوک فکر کوي، چې که بلوڅستان د بلوڅ ازادۍ غورځنګ په مشرۍ له پاکستان څخه جلا شي، نو دوی له افغانستان یا ایران سره یوځای شي، یا به افغانانو ته د لوی افغانستان د جوړولو فرصت ورکړل شي؟!

حقیقت دا دی چې د پاکستان تجزیه به د سیمې د نقشې د نوې کېدو لامل شي او د افغانستان د تجزیې لپاره به یوه پیلامه وي. هند به د پنجاب، سند او کشمیر په نیولو راضي نه وي او نه به بلوچستان او خېبر پښتونخوا د سرو زرو په تخته کې کابل ته وسپاري بلکې په کابل کې به خپل ګوډاګی حکومت جوړ کړي.

که هند په خپل ګاونډ کې د بنګله دېش، سریلانکا یا پاکستان په څېر خپلواک او ځواکمن هېوادونه نه شي زغملی، نو څنګه به یو خپلواک او ځواکمن افغانستان ومني چې له پېړیو راهیسې یې پر ډېلي واکمني کړې ده؟

ایا دوی به کله هم د غزنویانو، غوریانو او ابدالیانو واکمني او د دوی په لاس د سومنات ویجاړول هېر کړي؟

تر هغو چې په هند کې واک د افراطي هندو ډلو په لاس کې وي، نه به د هند اقلیتونه خپل بشري حقونه ترلاسه کړي او نه به هند په خپل ګاونډ کې یو ازاد او خپلواک اسلامي حکومت ومني. لکه څنګه چې هند د بنګله دیش په جلا کېدو کې رول ولوباوه په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د تامیل پړانګانو، چې یوه قومي اقلیت ډله ده، مالي او پوځي ملاتړ هم وکړ او له ۱۹۸۷څخه تر ۱۹۹۰ پورې یې ځواکونه په سریلانکا کې په فعاله توګه شتون درلود.

هند یې د یوې خوا ملاتړ یې کاوه او د بلې خوا مخالفت یې کاوه. د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال هند په سیمه کې یوازینی هیواد و چې د روسانو او کمونیسټانو ملاتړ او د مجاهدینو مخالفت یې کاوه.

هرڅوک هغه که افغانان وي یا زموږ ګاونډیان، باید دا حقیقت درک کړي؛ افغانستان نن ورځ په داسې وضعیت کې نه دی چې له چا سره پوځي یا مالي مرسته وکړي. دا هېواد پخپله د نورو مرستو ته اړتیا لري. وضعیت داسې دی چې که بهرنۍ خیریه موسسې خیمې چمتو نه کړي، نو دوی ان د راستنېدونکو کډوالو سره مرسته نه شي کولی. هر هغه څوک چې غواړي د وسله والې مبارزې لاره غوره کړي، باید د افغانانو له تجربې زده کړه وکړي. موږ کمونستانو او بیا شوروي ځواکونو ته ماتې ورکړه. شوروي ځواکونه شاتګ ته اړ شول. دا ماتې او بې وسه شاتګ د متکبر شوروي د امپراتورۍ د سقوط لامل شو.

خو کله چې د مجاهدینو لپاره د اسلامي حکومت د جوړولو وخت راورسید، هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د شوروي حضور د ځان لپاره یو جدي ګواښ ګاڼه او د مجاهدینو ملاتړ یې کاوه د مجاهدینو پر وړاندې یوه ګډه جبهه جوړه کړه.

لکه څنګه چې واشنګټن او مسکو د مجاهدینو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړ او خپل سیالي یې یوې خوا ته کړه، ریاض، تهران او نورو سیالو هیوادونو هم همداسې وکړل. د حزب اسلامي ګوند پر وړاندې د جبل السراج ایتلاف هم د همدې سیالو هېوادونو د استخباراتي ادارو په منځګړیتوب او ملاتړ سره جوړ شو.

هیله لرم، چې داسې ورځ راشي، چې په افغانستان او ټوله سیمه کې ریښتینی عدالت او تلپاتې سوله واکمنه شي.

د عربو له خوا د ټرمپ هرکلی؛ ځمکه د عربو زنګېدله لکه ټال

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د پښتو ژبې یوه تاریخي چاربېته چې د حضرت ابراهیم (ع) په تړاو ویل شوې ده: ځمکه د مکې به زنګېدله لکه ټال په شان د زلزلې به لړزېده امر د رب و د عربو د خاورې په وروستي پنځه کلن تاریخ کې د ۲۰۲۵ کال د می میاشت تر ټولو شانداره میاشت ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مېلمه و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۳مه له سعودي عربستان نه خپل څلور ورځنی سفر پیل کړ، چې د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون یې ګڼې سیاسي، اقتصادي او تشریفاتي نندارې له ځان سره لرلې.

په دغه سفر کې د عربو ځمکه رښتیا هم په ټال وزنګېده، دا په نړۍ کې د تشریفاتو او ډېپلوماتیک عرف یوه شانداره ننداره وه، چې ټرمپ ته وړاندې شوه.

دا سفر، چې د ټرمپ د تجارتي او سیاسي لیدلوري انعکاس و، نه یوازې د نړۍوالو سوداګریزو تړونونو ډک و، بلکې د شاندارو پروټوکولو او دودیز درناوي نندارو ته هم ځانګړی شوی و.

د دغو نندارو او درناوي په لیدو د سبزعلي خان چاربېته رایادیږي چې وايي:

ښایسته و بې حسابه بلېده لکه مشال

ځمکه د مکې به زنګېدله لکه ټال

دا چاربېته د ابراهیم (ع) په وصف کې ویل شوې وه، کله چې هغه مکې ته راغلی و او له کړاوونو وروسته له نبوت سره مخ کېده.

د عربو له خوا ټرمپ ته شانداره پروټوکول د عربو ځمکه لکه د ټال وزنګوله او په نړۍ کې یې د ډېپلوماتیک پروټوکول یو نوی سبک پرېښود.

100%

سعودي عربستان: د سرې غالۍ شاهي مراسم

ډونالډ ټرمپ ته سعودي عربستان ته د راتګ پر مهال شاهي استقبال ورکړل شو. د ولعهد محمد بن سلمان له خوا د هوایي ډګر په دروازې کې شاهي لښکر استقبال وکړ. د ټرمپ موټریز کاروان چې د زرو کسانو له امنیتي ټيم سره یوځای و، د درنې سرې غالۍ له لارې قصر ته ورسول شو.

په شاهي قصر کې د هغه لپاره د عربو دودیزو نڅاګانو یوه ځانګړې ننداره ترسره شوه، چې پکې "عرضه" د تورو نڅا مهم رول درلود.

د ټرمپ لپاره ځانګړې طلايي ډوډۍ برابره شوې وه، چې د سعودي د سلطنتي کور دودیز خوراکونه او نادر خواړه پکې شامل وو.

سعودي مقاماتو د ټرمپ په درناوي ځانګړې شاهي تمغه هم ورکړ او هغه ته د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په ویاړ یوه طلايي شمش یا د سرو زرو دړه هم ورکړل شوه.

100%

قطر: سایبر ټرک موټریز کاروان او د دوحې رنګینه شپه

ټرمپ د می په۱۴مه قطر ته ولاړ، چې هلته ورته د حیرانوونکي عصري استقبال تابیا شوې وه. د ده موټر سایبر ټرک (Cybertruck) و، چې د لوکسو موټرو یو قطار بدرګه کاوه.

په دوحه کې د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني له خوا د ټرمپ په ویاړ یوه شانداره ماښامنۍ (ګالا ډېنر) جوړه شوې وه. دغه مېلمستیا د سمندر پر غاړه د لوسیل ماڼۍ په انګړ کې وه، چې پکې مشهورو اشخاصو، سوداګرو او سیاستوالو څخه هم ګډون شوی و.

په مېلمستیا کې د قطري دود له مخې ورته "مجبوس"، "حریص" او نور خواړه وړاندې شول. دا ټول مراسم د شپې له لیزر نندارو، موسیقۍ او اورلوبو سره پای ته ورسېدل، چې د دوحې اسمان یې رنګین کړ.

بل خوا بیا په اماراتو کې د نجونو د وېښتو غورځول، شاهي نڅاوې او سندرو ټرمپ ته برابره شوې شاهي میلمستیا نوره هم خوندوره کړې وه.

شاهي پروتوکول یا سیاسي پیغام؟

د ټرمپ دا سفر که څه هم د اقتصادي تړونونو او پانګونو له نظره مهم و؛ خو تشریفاتي او پروټوکولي جزییات یې هم ډېر مهم پیغامونه انتقال کړل.

سعودي عربستان د ټرمپ په درناوي کې تر اوسه نادیده پروټوکولونه وکارول، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې ورته ساری نه و. قطر بیا ټرمپ ته نه یوازې سوداګریز فرصتونه برابر کړل، بلکې عصري درناوی یې هم ورته وکړ، چې له لوکس ټرانسپورټ تر شاهي مېلمستیاو پورې شامل و.

یوه خبره واضحه ده، خلیجي هېوادونه لا هم امریکا ته د اوږدمهالي او یوازیني قدرت په سترګه ګوري او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پیاوړې وساتي.

یو اسلام او دوه تعبیره

په عربي خاوره کې د می د میاشتې ننداره دا روښانه کوي چې سیاست او ډېپلوماسي یوازې ګټې پېژني.

عربان چې په نړۍ کې د اسلام سرلاري دي له لویدیځ سره د غښتلو اړیکو په لټه کې دي؛ خو برعکس په افغانستان کې بیا د اسلام په نوم حاکمه ډله له اسلام څخه کاملاً متفاوت انځور وړاندې کوي او له غیرمسلمانو ټولنو سره اړیکې مردودې ګڼي.

100%

عربان او لوېدیځ: واقع‌بیني که مصلحت؟

عرب هېوادونه لکه سعودي عربستان، قطر، امارات او نور د اسلام له نظره ځانونه "خادم الحرمين" او د اسلامي نړۍ مشران ګڼي، خو په عمل کې یې اړیکې له لوېدیځ سره ډېرې نږدې، هم‌مهاله او حساب شوي دي. مثالونه:

  • سعودي عربستان له امریکا سره سلګونه میلیارده ډالره دفاعي تړونونه لري.
  • قطر د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه لري (العدید).
  • امارات له اسراییل سره هم رسمي اړیکې جوړې کړې.

عرب مشران، که څه هم دیني ژبه کاروي، خو سیاست ته د مصلحت، دوام او نړۍوال نظم له زاویې ګوري. دوی هڅه کوي چې خپل دیني ځایګی وساتي، خو د نړۍ له قدرتونو سره هم پریکون ونه کړي.

طالبان: د "کفر و اسلام" له زاویې د اړیکو پرېکون

ملا هبت الله او د طالبانو یو شمېر مشران، د نړۍوال سیاست پر ځای لا هم په جهادي نړۍ‌لید کې پاتې دي. د دوی لپاره سیاست نه، بلکې د دوی خپله جوړه شوې عقیده اصل ده. له همدې کبله:

  • له امریکا سره مستقیمې اړیکې کفر ګڼي.
  • د افغانانو د اړتیاو پر ځای، د "طاغوت، کفار، جهاد" مفاهیمو ته ارزښت ورکوي.
  • سراج الدین حقاني که څه هم نرمه ژبه کاروي، خو لا هم د امریکا او بایډن په اړه تمسخريي دریځ لري.

دا لیدلوری د طالبانو د تاریخي، نظامي او مذهبي ذهنیت زېږنده دی، نه د اسلامي سیاست بشپړ استازیتوب.

پورته توپیرونو ته په کتو افغانستان له نړۍوالې انزوا سره مخ دی، اقتصادي بندیزونه یې ورځ تر بلې سختېدونکي دي، بشري کړکېچ اوج ته رسېدلی، افغانستان د یو تړلي کلي په څېر پاتې شوی، له زده کړو، تجارت، د کار بازار او ټېکنالوژۍڅخه وروسته پاتې شوی.

شننه: د هند او پاکستان د تازه جګړې پایلې

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د هند او پاکستان تر منځ اتلس ورځنۍ شخړه د مې میاشتې په لسمه نېټه د مازدیګر په څلورنیمو بجو د هغه اوربند په نتیجه کې پای ته ورسېده، چې د امریکا د حکومت په هلو ځلو منځ ته راغی. د اوربند اعلان هم د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا په خواله رسنیو کې د یوه پوست له لارې وشو.

د هند او پاکستان تر منځ د دغې تازه شخړې پیل د اپریل د میاشتې په دوه ویشتمه نېټه د ترهګرو د یوه برید په وجه وشو، کوم چې د هند تر واک لاندې کشمیر د پهلګام په سیمه کې شوی و. په دغه برید کې ترهګرو پنځه ویشت تنه هغه سیلانیان ووژل، چې د هند د مختلفو سیمو نه د سیل لپاره دغه ځای ته راغلي وو.

په لومړي سر کې د "مقاومت نهضت" په نوم یوه سازمان د دغې مرګ‌ژوبلې مسوولیت پر غاړه واخیست، او هند ادعا وکړه چې یاد سازمان په پاکستان کې د یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې "لشکر طیبه" یوه نوې څانګه ده.

دا خبره د یادونې وړ ده، چې لشکر طیبه د دې نه وړاندې هم څو څو ځله د هند پر ضد ترهګري بریدونه کړي دي. نو ځکه هند پر پاکستان تور پورې کړ، چې دغه برید د پاکستان د حکومت له خوا د کشمیر د بې‌ثباته کولو په موخه تنظیم شوی دی او هند به هرو مرو د بې‌ګناه سیلانیانو د وینې غچ له پاکستان نه اخلي.

پاکستان که څه هم د هند دغه تور رد کړ، خو هند ته یې اخطار ورکړ، چې که هغه د پاکستان پر ضد تېری وکړي، نو پاکستان به ورته کلک ځواب ورکړي.

دواړو خواوو یو بل تهدید کړل. د تودو تبلیغاتي جګړو ترڅنګ، لومړی د کشمیر په سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کنټرول پر کرښه د تیرو څو کلونو راهیسې روان اوربند مات شو، او توده جګړه پیل شوه. له هغې وروسته هند د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې توغندويي او ډروني بریدونه وکړل، هلته چې د هند د حکومت د وینا سره سم، د ترهګرو مرکزونه وو.

د پاکستان د حکومت رسمي اعلان سره سم، د هند په دغو بریدونو کې شپږویشت کسان مړه شول. پاکستان د چينایي جنګي الوتکو له لارې د توغندیو په ویشتلو سره د هند د پنځو الوتکو د راغورځولو ادعا وکړه. هند لومړی دغه ادعا رد کړه، خو وروسته نړیوالو رسنیو د درېیو هندي الوتکو د راغورځېدو خبرونه موثق وبلل.

درې ورځې وروسته پاکستان هم بریدونه وکړل، خو جګړه ورځ تر بلې پراخېدله. دواړو هېوادونو په یو او بل د ډرونونو په وسیله سلګونه بریدونه وکړل.

چون هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري، نو نړیوالو ته اندېښنه پیدا شوه، چې خدای مه کړه دا جګړه اټومي بڼه وانخلي. نو امریکا، سعودي عربستان او ترکیې د فعالو دیپلوماتیکو اړیکو له لارې هڅه وکړه، چې دواړه هېوادونه اوربند ته چمتو کړي.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي تنش اوج ته رسېدلی و، د امریکا حکومت وتوانېد چې د مې د میاشتې په لسمه نېټه د مازدیګر په څلور نیمو بجو دواړه هېوادونه د جنګ بندولو او اوربند پلی کولو ته چمتو کړي.

دا د هند او پاکستان تر منځ پنځمه پوځي جګړه وه. د هېوادونو په جګړو کې تبلیغاتي جګړې معمول ګڼل کېږي، خو د هند او پاکستان لافې شافې بیا یو څه بل ډول وي.

په اوسنۍ جګړه کې، چې تر هوایي بریدونو، توغندیو او ډرونونو پورې محدوده وه، دواړو هېوادونو د جګړې د ګټلو ادعاوې وکړې.

په پاکستان کې د هند پر ضد جګړه کې او د کشمیر د ګټلو په مبارزه کې د پنجاب خلک تل وړاندې وي. دا ځل دا خبره لا زیاته وه، ځکه چې د پښتونخوا خلک د ټي ټي پي او د پوځ تر منځ جګړه کې ښکېل دي، او هره ورځ د دواړو له خوا مرګ‌ژوبله ویني.

د پاکستان حکومت د دوی حالت ته هېڅ پاملرنه نه کوي. حتا کله چې د پاکستان او هند تر منځ د ډرونونو د جګړې خبرونه اوج ته رسېدلي وو، هممهاله پاکستاني پوځ د ټانک، تیراه او وزیرستان په سیمو کې بریدونه وکړل، چې پکې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون بې‌ګناه ملکی وګړي مړه شول. خو د پاکستان رسنیو دغو غمجنو پېښو ته هېڅ انعکاس ور نه کړ.

بلوچستان کې هم چا په دې جګړه کې دلچسپي نه لرله.

د هند او پاکستان تر منځ اصلي جګړه وروستۍ څلور ورځې وشوه.

په پاکستان کې پوځ نه یوازې د پوځي چارو پریکړه کوونکی و، بلکې ورسره د سیاسي، بهرنیو چارو او تبلیغاتي کمپاین واګې هم د پوځ په لاس کې وې.

هغوی هم د جګړې د ګټلو دعوې وکړې او هم یې د ګټې کریډیټ واخیست. د بېلګې په توګه، د هند پوځي چارواکو له هیڅ یوه بهرني حکومت سره خبرې ونه کړې، خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر او د آی ایس آی رییس جنرال عاصم ملک (چې د ملي امنیت مشاور هم دی) نه یوازې له امریکا او نورو حکومتونو سره د خبرو اترو برخه ول، بلکې اصلي پرېکړه کوونکي هم همدوی وو.

د هند لپاره دا لنډمهاله جګړه، چې په حقیقت کې هېڅ یوه خوا یې نه ده ګټلې، د پاکستاني جنرالانو لپاره ستره سیاسي ګټه درلوده.

هغوی د هند ته د ماتي ورکولو پراخو تبلیغاتو له لارې خپل سیاسي مخالفین دفاعي حالت ته راوستل.

بل‌خوا د هند وزیر اعظم نریندرا مودي او د هغه وزیرانو په لومړي سر کې د پاکستان پوځ ته د درس ورکولو سختې خبرې کولې، خو کله چې د اټومي جګړې خطر په منځ کې راغی، هند د امریکا تر فشار لاندې د جګړې بندولو ته مجبور شو، چې له امله یې په کورني سیاست کې زیان وکړ.

ورپسې د ولسمشر ټرمپ هغې وینا هم هند ته زیان واړاوه، چې ګواکي امریکا به د کشمیر د مسالې په حل کولو کې د هند او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي.

دا ځکه چې په کال ۱۹۷۱ کې بنګله‌دېش له پاکستان څخه د جګړې له لارې جلا شو، او په ۱۹۷۲ کال کې پاکستان دله هند سره د شمله تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې کشمیر نوره یوه نړیواله مساله نه، بلکې یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ داخلي مساله وبلل شوه.

د دې له مخې، هېڅ بل هېواد د دې قضیې په اړه د مداخلې حق نه لري.

خو د ولسمشر ټرمپ دغه وینا دا معاهده تر پښو لاندې کوي، نو څرګنده خبره ده چې دغه مداخله د پاکستان په ګټه او د هند په تاوان ده.

مار دې لنډی کړ، خو مړ دې نه کړ؛ پر افغانستان د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې اغیزې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

وایي مار دې لنډی کړ خو مړ دې نه کړ. هند حمله وکړله خو اوږدمهاله ستراتیژي یې نه درلوده چې څنګه جنګ کنترول او یا په مخ لاړ شي. پاکستان هم اوږدمهاله ستراتیژي نه درلوده چې څنګه د هند د حملو مخه ونیسي.

په مجازي خواله رسنیو کې دواړو ملکونو کافي د دروغو ویډیوګانې خپرې او لاپې شاپې وکړلې. دا چې دواړه ملکونه د داخلي ستونزو او فشار سره مخامخ دي نو دواړو غوښتل چې د خپل ولس توجه بلې خواته واړوي.

د هند ستونزه زیاته سیاسي ده خو د پاکستان ستونزه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ده.

دا جنګ به د مودي حکومت محبوبیت به هند کې کم کړي خو د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې به لا نورې هم پیچلې شي ځکه پاکستان د پوځ ستراتیژي کې تغییر نه دی راغلی.

د پاکستان پوځ به په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند کې د اوږدمهاله مقاومت سره مخ شي. څومره چې د پاکستان پوځ د شدت او زور نه کار واخلي هماغومره به د پوځ په ضد مقاومت او د پوځ نه انزجار زیاتیږي.

د پاکستان پوځیان نشي کولې چې د داخلي مقاومت د ځپلو لپاره د غرب یا عربو نه پروژه واخلي. دا وضعیت د پاکستان اقتصادي او سیاسي وضعیت نور هم خرابوي.

دغه جنګ وښودله چې امریکا اوس هم په سیمه کې نفود لري او د امریکا د مداخلې له امله اوربند وشو. دغه اوربند د مودي حکومت موقف به د هند په داخل کې او هم نړیواله کچه راټیټ کړي ځکه هند د امریکا د نفوذ او فشار لاندې اوربند وکړ.

د افغانستان معلوم الحاله سیاسیونو په خپلو تبصرو کې وښودله چې دوی څومره ژورې اړیکې د پاکستان سره لري او د پاکستان د لاس لانځکې دي.

همدوی چې اکثره يې د جمهوریت په وخت کې د پاکستان په ضد چیغې وهلې او پښتانه مشران یې اکثره د پاکستان سره په اړیکو تورنول، اوس دوی ثابته کړله چې همدوی د پاکستان اصلي ګوډاګیان وو او دي.

د دغو اشخاصو او ډلو مقاومت د طالب په ضد هم جعلي او د پاکستان په اشاره دی. طالبان به هم ونشي کړې چې پس له دې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. طالبان د مار په څیر سوړې ته نږدې شوې دي. یا به سیده کیږي او یا به یې لکۍ پرې کیږي.

لکه ځنګه چې سیمې او نړۍ د هند او پاکستان جګړه نه شوای زغملی، زما په اند، سیمه او نړۍ د افغانستان دا اوسنی وضعیت هم نشي زغملی چې په افغانستان کې یو غیر مشروع او قانونمند حاکمیت دوام وکړي او افراطیت ورځ تر بلې زیات شي.

100%

یوازې د افراطي طالبانو محدود کسان د قدرت ساتلو لپاره د جنګ شوقیان دي. همداشان د طالبانو په ضد په نامه مقاومتیان هم کوښښ کوي چې کومه جنګي پروژه واخلي خو اوس د جنګ د پروژو د تمویل لپاره په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو له خوا اشتها نشته دی.

یوازې د سپورتونو مقاومت به دوام کوي خو په عمل کې به څه نه وي.

د هند او پاکستان جګړې وښودله چې په دې سیمه کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ انګیزه او اشتها نشته دی. په دې توګه افغانستان کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ اشتها نشته، خامخا به یو مثبت تغیر بې له جنګه رامنځته کیږي.