ایران: د اسراییل تر برید وروسته له امریکا سره اټومي مذاکرات «هېڅ مانا» نه ‌لري

رویټرز خبري اژانس د تهران په حواله خبر ورکړی چې د اسراییل له‌خوا د ایران پر خاوره تر بریدونو وروسته، نور له امریکا سره د اټومي مذاکراتو دوام هېڅ کومه «مانا» نه ‌‌لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې اسراییل ته د برید تر اجازې ورکولو وروسته یې له امریکا سره اټومي مذاکرات لفوه کړي دي. د دغه وزارت ویاند په وینا، دا برید د واشنګټن له اجازې پرته ممکن نه و.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا بیا دغه تورونه رد کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې یې له ایرانه غوښتي چې د خپل اټومي پروګرام په تړاو ورسره مذاکرات وکړي.

ټاکل شوې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو د یکشنبې په ورځ په مسقط کې ترسره شي، خو اوس یې برخلیک ناڅرګند دی.

ایران په وار-وارټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې یوازې د ملکي موخو لپاره دی.