د اسراییل دفاع وزارت د وسلو د چټک تولید په اړه ناسته کړې ده

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییل دفاع وزارت عمومي رییس امیر بارام د وسلو د تولید د ګړندي کولو په موخه د وسلو جوړولو کمپنیو له مشرانو سره ناسته کړې ده. نوموړي د ایران له مزایلو نه د مهمو تاسیساتو د ساتنې سپارښتنه کړې ده.
د اسراییل د دفاع وزارت عمومي رییس د د دغه هېواد د فضا او هوايي صنایعو، رافیل، البیت سیسټمز او تومر کمپنیو له مشرانو څخه غوښتنه کړې چې د ایران له لوري د مزایلو د ګواښ د مخنیوي لپاره د وسلو تولید چټک کړي او د مهمو تاسیساتو د ساتنې کچه لوړه کړي.
بارام د تهران پر وړاندې د وروستیو برېدونو او د ایران د بالسټیک مزایلو د شنډولو په برخه کې د اسراییل د ټېکنالوژۍ ستاینه کړې ده او ویلي یې دي، چې دا ډول عملیات « له هغو نوښتګرو ټکنالوژیو پرته چې په تېرو کلونو کې رامنځته شوې، ناشوني وو.»
همدارنګه نوموړي وویل:«زموږ دفاع بشپړه نه ده».
نوموړي د ظرفیت لوړولو او د راتلونکو دفاعي سیسټمونو د چټک پرمختګ اړتیا مهمه بللې ده.
