نبیل: موږ په افغانستان کې زده کړل چې د ملتونو له برخلیک سره لوبې سیاست نه، بلکې غمیزه ده

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د ایران او اسراییل ترمنځ جګړو ته په اشارې سره وویل: «موږ په افغانستان کې زده کړل چې د ملتونو له برخلیک سره لوبې سیاست او حل لاره نه، بلکې غمیزه ده.»
هغه د دوشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې ایډیولوګ له ماتې سره مخ دی او اندېښنه دا ده چې د ایران ستر ملت به د دې ماتې بیه پرې کوي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې له څو ورځو راهیسې د ایران او اسراییل ترمنځ سخت متقابل بریدونه روان دي.