• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي له عراقچي سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د اسراییل بریدونه وغندل

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له بهرینو چارو وزیر عباس عراقچي سره په خبرو کې پر تهران د اسراییل بریدونه وغندل. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسراییل پرضد د طالبانو د دریځ ستاینه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د غبرګولي ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر خاوره د اسراييل هوايي بریدونه، چې د نظامي مرکزونو ترڅنگ، عامه استوگنېزې سیمې هم پکې په نښه شوې، وغندل.

متقي دغه بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض بللی.

متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې په سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لیږد په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د عباس عراقچي په حواله لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي د ټيليفوني اړيکې د ستايلو ترڅنگ په خپلو خبرو کې پر ایران د اسراييل د بریدونو په اړه د طالبانو له دريځه مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عباس عراقچي افغانستان د یوه ملاتړي او خواخوږي هیواد په توګه د ایران یو ښه ګاونډی هیواد یاد کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بودجې کمښت؛ طلوع نیوز د خبریالانو په ګډون خپل ۳۰ کارمندان له دندو لرې کوي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د طلوع نیوز ځینو کارمندانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طلوع نیوز د ځینو خبریالانو په ګډون ۳۰ تنو ته ویلي، چې د روان کال د جولای میاشتې تر ۱۵مې یې دندې پای ته رسیږي. دوی ته ویل شوي، چې د ګوښه کېدو علت یې هم د بودجې کمښت دی. یادې ادارې رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طلوع نیوز ځینو کارمندانو نن دوشنبه د غبرکولي ۲۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په کوښه کېدونکو کې د طلوع نیوز ځینې مرکزي او ولایتي خبریالان هم شامل دي.

د طلوع نیوز کارمندان وایي، «موږ ته تر جولای ۱۵ مې وخت راکړل شوی، چې له هغه وروسته مو له طلوع نیوز سره خپلې دندې پای ته رسېږي.»

په همدې حال کې د طلوع نیوز ځینو برحاله کارمندانو وویل چې د بودجې د کمښت له امله یې د دوی معاشونه هم ۱۵ سلنه کم کړي دي.

د یادې شبکې اداري سرچینو وویل چې د تېر جمهوریت له پرځېدو وروسته په طلوع نیوز کې ټوټال ۱۲۰ کسانو کار کاوه، خو څو میاشتې وړاندې یې شاوخوا ۵۰ کارمندان له دندو ګوښه کړل او اوس شاوخوا ۳۰ نور به تر جولای ۱۵مه له خپلو دندو کوښه شي، چې له دې سره به طلوع نیوز کې یوازې ۴۰ تنه کارمندان پاتې شي.

د طلوع نیوز یو بل کارمند وویل:« په ګوښه کېدونکو کسانو کې خبریالان، نطاقان، کامره مینان، ویډیو ایډيټران او د تخنیکي برخې کسان شامل دي.»

موبي یوه رسنیزه ډله ده، چې طلوع تلویزیون، لمر تلویزیون، طلوع نیوز، ارمان راډیو، د باربورد میوزیک سټوډیو، کابورا پروډکشن او اراکوزیا راډیو اداره کوي.

د طلوع، طلوع نیوز او لمر په ګډون د موبي ګروپ ډیری اړوند شبکو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې خپلو خپرونو ته دوام ورکړ.

په همدې حال کې، دا شبکه د افغانستان د نورو کورنیو رسنیو په څېر، د طالبانو د حکومت له خوا په پراخه کچه سانسور شوې او د دې ډلې تر څارنې لاندې ده.

د رسنیو په چلند کې بدلون د طلوع ټلویزیون اعتبار او د اورېدونکو کچه ډېره اغېزمنه کړې ده.

طالبان د افغانستان پر کورنیو رسنیو قوي کنټرول لري او د دغو بنسټونو فعالیت او ازادي یې سخته محدوده کړې ده.

ځینو سرچینو د بودجې کمښت او د موبي ګروپ د کارمندانو ګوښه کول د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له کمولو سره تړلي وبلل.

موبي میډیا ګروپ له خپل تاسیس راهیسې د امریکا متحده ایالاتو پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کړی او اوس د متحده ایالاتو له خوا د بهرنیو مرستو په بندیدو سره د دې سازمان مالي ملاتړ هم اغیزمن شوی.

تر اوسه موبي ګروپ او طلوع نیوز د خپلو کارمندانو د اېستلو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د طالبانو بل خبرداری؛ خواله رسنیو کې سپکاوی، یوبل ته ګواښ او جعلي پاڼې جوړول قانوني جرم دی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د خواله رسنیو کاروونکو ته یوه تازه خبرتیا خپره کړې، چې پکې یې د نوو بندیزونو تر څنګ ځینې محدودیتونه هم لګولي دي. دغه وزارت وایي،‌ خواله رسنیو کې سپکاوی، یو بل ته ګواښ او د جعلي پاڼو جوړول د دوی قانون کې جرم دی.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر په وینا؛ که هر څوک د دوی له دغو سپارښتنو سرغړونه وکړي، نو پر وړاندې به یې جدي او قانوني اقدامات وشي.

هغه زیاته کړې: «هېڅوک باید خواله رسنۍ په ناسم ډول ونه کاروي».

د نوموړي په خبره، خواله رسنۍ باید د کره معلوماتو، سوداګرۍ، زده‌کړو او عامه پوهاوي لپاره وکارول شي.

طالبانو تر دې مخکې هم ورته بندیزونه او محدودیتونه لګولي وو. د دغې ډلې د استخباراتو ادارې تر څنګ د امربالمعروف وزارت د خواله رسنیو یو شمېر کارکوونکي شکنجه کړي او زنداني کړي هم دي.

طالبانو په دویم ځل واکمنۍ کې هم د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي او په خواله رسنیو یې هم ځانګړې څار ډلې جوړې کړې دي.

دغه ډلې مسوولیت لري، چې د طالبانو په خلاف هر ډول تبلیغاتو پر ضد فعالیتونه وکړي او هغه کسان هم په نښه کړي چې دوی ننګوي یا هم پرې نیوکې کوي.

قزاقستان د افغانستان لپاره «ځانګړی استازی» ګومارلی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ګومارلی دی. د قزاقستان د ولسمشر دفتر اعلان کړی، چې دغه ډیپلومات د افغانستان لپاره د ولسمشر د مستقیم حکم له مخې د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړی استازی یرکین توکوموف یو تجربه لرونکی ډیپلومات دی او د ډېرو کلونو لپاره یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د دغه هېواد د ولسمشر تر څارنې لاندې کار کړی دی.

یرکین توکوموف په ۱۹۷۳ کال کې زېږېدلی او په نړۍوالو اړیکو او فلسفه کې یې لوړې زده‌کړې کړې دي.

که څه هم قزاقستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري.

قزاقستان تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېستل.

طالبان وایي، چې قرغزستان هېواد په بېشکک فورم کې د ګډون بلنه ورکړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د قرغزستان هېواد په بېشکک فورم کې چې تمه کېږي د روان کال په اګسټ میاشت کې ترسره شي؛ د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه بلنه تېره ورځ په کابل کې د قرغزستان سفیر تورداکون سیدیکوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي نورالدین عزیزي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر له بلنې او افغانستان ته د قرغزي پلاوي له سفر هرکلی وکړ.

هغه وړاندیز کړی، چې افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر په لړ کې دې په کابل کې د قرغزستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شي.
د عزیزي په وینا؛ که چېرې د یاد هېواد پلاوی د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ ګډون وکړي؛ د تړونونو لاسلیک به په لوړه کچه ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوه پلان جوړولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور فعالانو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې تړونونو لاسلیک کولو، د ترانزیت او لوژستیکي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د لوژستیکي مرکز جوړولو او د قرغزستان جمهوریت څخه افغانستان ته د بشري مرستې په ګډون د بېلابېو مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي وړاندیز کړی، چې د مرستو وېش دې د افغان کډوالو او د افغانستان قرغزیانو ته متمرکز شي.

جیو نیوز: طالبان له پاکستانه تېرېدونکې الوتکې له اجازې پرته خپل هوایي حریم ته نه پرېږدي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

جیو نیوز شبکې راپور ورکړی، طالبانو پرېکړه کړې چې نړۍوالې الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته تر ننوتو مخکې باید له دوی څخه اجازه واخلي چې له همدې امله د یو شمېر هوایي شرکتونو الوتکې د پاکستان فضا کې له ځنډ سره مخ شوې دي.

راپور زیاتوي،‌ د طالبانو ملکي هوايي چلند ادارې د یوې رسمي خبرتیا له لارې ویلي، ټولې نړۍوالې الوتکې چې غواړي د کابل د الوتنیزو معلوماتو له سیمې (Kabul FIR) څخه تېرې شي؛ باید مخکې له مخکې رسمي اجازه تر لاسه کړي.

د دغې نوې پرېکړې له مخې؛ ډېری نړۍوالې الوتکې اړې شوې، چې د لنډ وخت لپاره د پاکستان په فضايي حریم کې تم شي؛ څو پر کابل له واکمنې ډلې اجازه ترلاسه کړي. له اجازې تر لاسه کولو وروسته، یادې الوتکې کولای شي د افغانستان له هوایي حریم څخه تېرې شي.

جیو نیوز وړاندې کاږي،‌ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر نړۍوالو الوتکو د کابل د الوتنیزو معلوماتو سیمې ته له ننوتو وړاندې د پاکستان په هوايي حریم کې ځنډنۍ شوې او دورې یې وهلې دي. د بېلګې په توګه یې د برېتېش اېروېز BA142 الوتکه یاده کړې، چې له نوي ډیلي څخه لندن ته روانه وه. دغه الوتکه شاوخوا ۲۰ دقیقې د پاکستان په فضا کې پر ګرځېدو مجبوره شوې وه.

سربېره پر دې، نورې هغه الوتکې چې له سنګاپور څخه فرانکفورټ، لندن او کوپنهاګ ته روانې وې او همداراز الوتنې له تایپه څخه فرانکفورټ ته او له نوي ډیلي څخه زوریخ ته تلونکې وې؛ هم د ورته ځنډ سره مخ شوې تر څو د طالبانو اجازه تر لاسه کړي.

یادې ټلوېزیوني شبکې په راپور کې لیکي، د طالبانو ملکي هوايي چلند ادارې له‌خوا خپره شوې خبرتیا ښيي؛ تر هغه مهاله چې رسمي اجازه ورنه کړل شي، هېڅ الوتکه نه شي کولای د افغانستان فضا وکاروي. که څه هم د دغې پرېکړې کره لامل لا هم نه دی شریک شوی؛ خو داسې ښکاري، چې امنیتي اندېښنې او نظارتي دلایل به یې تر شا وي.

دغه پرېکړه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ایران او اسراییل د روان کړکېچ له امله په سیمه کې یو شمېر هېوادونو پر خپلو هوایي حریمونو څار ډېر کړی دی.