ایران د حزبالله (لبنان)، حماس (فلسطین)، فاطمیون (افغان) او زینبیون (پاکستاني) ملېشو له لارې د نیابتي جګړې یوه بله جبهه پرانېستې ده، چې معمولاً راکټي بریدونه کوي.
۵. هایپرسونیک توغندی
فتاح ۱: دا توغندی د سرعت له اړخه تر ټولو تېز او ان له صوتي سرعت څخه څو چنده چټک حرکت کوي. په روانه جګړه کې دغه کارېدونکی توغندی د مانور وړتیا لري او ټیټ پرواز کوي چې له ډېرو پرمختللو دفاعي سیسټمونو ځان خوندي ساتي. تسنیم خبري اژانس ویلي چې پر تل ابیب او اورشلیم یاد توغندي ویشتل شوي دي.
د اسراییل له خوا کارول شوې وسلې او ټېکنالوژي:
۱. جنګي الوتکې
ایف ۳۵ - ۱ی اډیر (F-35I Adir): دا تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه ده چې له رادار نه پټېدو وړتیا لري، دقیق بریدونه ترسره کوي او د ایران دننه اهداف په نښه کوي.
ایف ۱۵ او ۱۶ (F-15 او F-16): د جیټ د درنو بمونو د انتقال وړتیا لري او د غره لاندې سنګرونه هم هم له منځه وړلی شي، چې د اسراییل له خوا د ایران یو شمېر پوځي اهداف پرې په نښه شوې دي.
۲. ډرون سیستم
هېرون، هېرمیس ۹۰۰ او اېټن (Heron، Hermes 900، او Eitan): دا ډرونونه د څارنې او برید دواړو لپاره کارېږي او د اوږده واټن معلومات راټولوي، چې په روانه جګړه کې په پراخه پیمانه ترې استفاده شوې ده.
هاروپ (Harop): ځانمرګي یا ځانچاودي ډرونونه چې د ایران رادارونه یې خپل هدف ګرځولی دی.
۳. دفاعي توغندیز سیستمونه
اسراییل له پرمختللو دفاعي ټېکنالوژیو څخه هم کار اخیسی، تر څو د ایران او نیابتي ډلو توغندي شنډ کړي.
ایرون ډوم (Iron Dome): د لنډ واټن راکټونه شنډوي، دا سیستم له لبنان څخه د اسراییل په طرف د توغول شویو راکټونو د شنډولو لپاره کارول شوی دی.
ډېوېډس سلېنګ (David’s Sling): دا دفاعي سیستم د منځني واټن توغندیو دفاعي سیسټم دی چې په روانه جګړه کې موثر واقع شوی دی.
ارو ۲ او ۳ (Arrow-2 او Arrow-3): دا د بالستیک توغندیو ضد سیستم، چې د ایران د شهاب یا خیبر په څېر توغندیو مخنیوی کوي، له دغې سیستم څخه هم په روانه جګړه کې استفاده شوې ده؛ خو په ځینو مواردو کې یې د توغندي دفاع نه ده کړې.
۴. مصنوعي سپوږمکۍ او سایبر بریدونه
په روانه جګړه کې اسراییل د سایبر جګړې، څار، برېښنایي اختلال او د مصنوعي سپوږمکیو له لارې له لرې فاصلې د برید امکانات هم رامنځته کړي وو؛ خو تر ډېره بریالي نه برېښي.
که څه هم نړۍوالې ټولنې، امریکا او روسیې په غیرمستقیم ډول د دغې جګړې د بندېدو لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې ده؛ خو ایراني رسنیو ویلي چې تر اوسه د ډېپلوماتیکو هلو ځلو هېڅ څرک نه لیدل کیږي.
د ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه یوازې د بارودو، وینو او ویجاړۍ نه ده؛ بلکې دا جګړه د عصري وسلو، ټېکنالوژۍ، استخباراتو او سایبري بریدونو بشپړ ترکیب دی.