عراقچي نورو سیمه ییزو لوبغاړو ته د شخړې د خپریدو خبرداری ورکړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل پولنډي سیال سره په ټیلیفوني اړیکه کې د اسراییل د بریدونو په اړه نورو سیمه ییزو لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې د شخړې ساحه به پراخه شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عباس عراقچي له ټولو حکومتونو او امنیت شورا غوښتنه وکړه، چې دا یرغل ودروي او اسراییل د سرغړونې مسوول وګڼي.