• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تورخم کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال د ټنګ ټکور په محفل کې برخه اخیستې او چرس څکوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۱

په تورخم کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نعیم ګل د ټنګ ټکور په یوه محفل کې برخه اخیستې او چرس څکوي. دا ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې نوموړی د شپې مهال د ټنګ ټکور په یوه محفل کې له موسیقۍ څخه خوند اخلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د دغه ویډیو رالېږونکی ادعا کوي، چې نوموړي د طالبانو د واک له ترلاسه کېدو وروسته، ډېر شمېر ننګرهاریان د موسیقۍ او محفلونو له امله نیولي، وهلي او ډبولي دي.

قاري نعیم ګل د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د سیاچوب کلي اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت د استخباراتو ریاست په بېلابېلو برخو لکه د دفتر مدیریت، داخلي امنیت او ترهګرۍ ضد څانګو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو د پخواني مشر ډاکټر بشیر تر ټولو نږدې کس دی، چې د بې ګناه خلکو په وژنو، تښتونو او د شکنجو په ډېرو قضیو کې لاس لري.

د ویډیو له خپرېدو وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دا ډول دوه‌مخی چلند د طالبانو د سخت دریځه تګلارو او اسلامي ادعاوو سره په ټکر کې دی. ځینې پر دې ټینګار کوي، چې نعیم ګل د موسیقۍ، هنري فعالیتونو او داسې ټولنیزو مراسمو پر ضد سخت اقدامات کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ګڼ شمېر ځوانان د سندرو له محفلونو، یا د موبایل موسیقۍ له امله نیولي، وهلي او شکنجه کړي دي.

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «هغه چا ( قاري نعیم ګل) چې خلک به یې ټنګ ټکور له امله ډبول، نن پخپله د موسیقۍ مخې ته ناست، مست او چرس څکوي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی وایي، « که دا ویډیو د یو عادي افغان ځوان وای، نو طالبانو به زندان ته اچولی و؛ خو کله چې د طالبانو غړي او یا چارواکي وي، نو قانون او شریعت ورته کومه معنا نه لري.»

د یادولو وړ ده، چې پر طالبانو لا له وړاندې دا نیوکه شته، چې د دوی مسوولین د عامو خلکو له چارو سره سخت چلند کوي، خو دوی خپله اصول او قانون ته ژمن نه دي، دا پېښه چې په‌کې د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی ښکاري، دا تاثر لا پسې پیاوړی کوي.

سیاسي څېړونکي باور لري، چې دا ډول پېښې د طالبانو پر ادارې باور ته زیان رسوي او د دوی له‌خوا پر ټولنه لګول شوي سخت ټولنیز بندیزونه تر پوښتنې لاندې راولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نی په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (نی) د ایران او اسرايیل ترمنځ پراخو نښتو ته په اشارې په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. دوی د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتي، چې له ایران څخه د افغان خبریالانو په وتلو کې مرسته وکړي.

نی چې اوسمهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله په ایران کې د افغانستان رسنیزه ټولنه له زيات فشار سره مخ ده.

دغه سازمان ټينګار کړی، چې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو «فزيکي او رواني خوندیتوب» په خطر کې دی.

نی ټینګار کړی، چې په ایران کې کډوال خبریالان نه یوازې د اسراییل د بریدونو له مرګوني خطر سره مخ دي، بلکې په هېواد کې د افغان کډوالو په وړاندې د منفي احساساتو څخه هم ځورېږي.

یاد سازمان په ټينګار سره ویلي، چې افغان خبریالان باید له ایران څخه درېیم هېواد ته ولېږدول شي.

د سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ایران کې د مرګ له خطر سره مخ دي. که دوی په ایران کې پاتې شي، نو وبه وژل شي او که دوی هېواد ته ستانه شي، نو د طالبانو له خوا به د مرګ له خطر سره مخ شي.»

نی له ملګرو ملتونو، د نړۍوالو بشري حقونو له سازمانونو او د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو ملاتړو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې په ایران کې د افغان کډوالو خبریالانو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي او اړین اقدامات وکړي.

قطر افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ د ریاست مشر په بروکسل کې د افغانستان په اړه د لوړ پوړو چارواکو په ناسته کې اغیزمنو شویو افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه ناسته کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ ریاست سرپرست سلطان بن احمد العسیري په افغانستان کې روانو سیاسي او اقتصادي ننګونو ته په کتو د مرستو پر همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي:« مرستندویه هېوادونه او بشري سازمانونه کولی شي، چې د افغان ټولنې د ظرفیت لوړولو په ملاتړ اغیزناک رول ولوبوي څو انعطاف او بیارغونه زیات شي.»

دغه قطري چارواکي ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته کې د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د G7 هېوادونو او ګڼو بشري مرستندویه سازمانونو استازو ګډون کړی و.

ناروې له افغانستان سره په روان کال کې ۸۰ میلیون ډالره مرسته کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ناروې د سفارت له شارژدافیر پیر البرت الساس سره د اقتصادي همکاریو او بشري مرستو د دوام په اړه کتلي دي. په دې لیدنه کې د ناروې د سفارت استازي ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې له افغانانو سره ۸۰ میلیون ډالره بشري مرسته وکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د چارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ددې ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست د ناروې د بشري مرستو د دوام ستاینه وکړه او له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د پراختیایي همکاریو پراخولو، د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د حل لارو موندلو، او د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اسعارو د زېرمې کنګل پاتې کېدل او روان بندیزونه د بېکارۍ او فقر د زیاتوالي لامل شوي او د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د اقتصادي زیربناوو او پراختیایي پروژو پر پراخېدو هم ټینګار کړی، څو افغانستان پر ځان بسیا شي او د خلکو اقتصادي ستونزې کمې شي.

چین او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو «له ترهګرۍ نه پاک افغانستان» غوښتنه وکړه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان مشران د قزاقستان په پلازمېنه استانه ښار کې راټول شوي او د افغانستان د وضعیت په ګډون د مهمو مسایلو په تړاو غږېدلي دي.

یادو هېوادونو سې شنبه (د غبرګولي ۲۷مې) تر غونډې وروسته په یوه ګډ بیان کې له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو له ګواښ نه د پاک سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

د چین دولتي ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، د دې هېوادونو مشرانو هوکړه کړې چې له ترهګرۍ، بېلتون‌غوښتنې او افراطیت سره په ګډه مبارزه کې همکاري وکړي.

هغوی همداراز زیاته کړې، له پولې بهر ګواښونو، د ترهګرو نفوذ، د نشه‌یي توکو قاچاق، نړۍوالو او سایبري جرمونو پر وړاندې به مبارزه وکړي.

دې هېوادونوپه خپل بیان کې له نړۍوالې ټولنې سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان له خلکو سره د سولې ټینګښت، د هېواد بیارغونې او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو اقتصادي نظامونو سره د یوځای کېدو په برخه کې به مرسته وکړي.

دا غونډه د چين ولسمشر شي جېن پېنګ، امام‌علي رحمان (تاجکستان)، شوکت ميرضيايوف (ازبکستان)، سردار بردي محمدوف (ترکمنستان)، قزاقستان قاسم جومارت توقایف (قزاقستان) او صدر جباروف (قرغزستان) په حضور کې جوړه شوې وه.

د امنیت، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو په تړاو د بحث سربېره؛ د دې هېوادونو مشران د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه هم غږېدلي دي.

یاده غونډه په کاناډا کې د جي۷ هېوادونو له غونډې سره هم‌مهاله ترسره شوې ده.

پر ښځو د طالبانو ځپونکي بندیزونه؛ افغانستان په نړۍ کې دویمه لویه جنسیتي تشه لري

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو «د ښځو څانګې» د وروستي راپور له‌مخې؛ افغان ښځې تقریبا په بشپړ ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه بې برخې شوې دي. دمګرۍ په پرېکړه‌کوونکو ادارو کې هېڅ ښځه نشته او د ثانوي زده‌کړو تر بندیز وروسته، هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه‌ده تللې.

د ملګرو ملتونو دغه راپور ښيي، چې افغانستان په نړۍ کې دویمه لویه جنسیتي تشه لري او ښځې یوازې ۱۷ سلنه له خپل رېښتیني ظرفیت نه ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، افغان ښځې لاهم د ځپونکو محدودیتونو سره، سره د خپلو حقونو د ترلاسه‌کېدو لپاره مبارزه کوي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړۍوالې پاملرنې نشتوالی کولای شي په نورو هېوادونو کې د ښځو حقونه هم زیانمن کړي.

د دې ترڅنګ د بشري مرستو نشتوالی د ښځو او ماشومانو لپاره د سلګونو خدماتي مرکزونو د تړل‌کېدو لامل شوی چې تر یو مېلیون ډېرې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دغه راپور کې پر مرسته‌ رسوونکو هېوادونو غږ کړی، چې سملاسي او د اړتیا وړ مالي ملاتړ ډېر کړي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زده‌کړو، کار او تګ راتګ منعه او محرومې کړې دي.

که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار، وار له دغې ډلې غوښتل شوي، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي؛ خو یادې ډلې په دې برخه کې بدلون نه دی راوستی.