• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروې له افغانستان سره په روان کال کې ۸۰ میلیون ډالره مرسته کوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د ناروې د سفارت له شارژدافیر پیر البرت الساس سره د اقتصادي همکاریو او بشري مرستو د دوام په اړه کتلي دي. په دې لیدنه کې د ناروې د سفارت استازي ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې له افغانانو سره ۸۰ میلیون ډالره بشري مرسته وکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د چارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ددې ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست د ناروې د بشري مرستو د دوام ستاینه وکړه او له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د پراختیایي همکاریو پراخولو، د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د حل لارو موندلو، او د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اسعارو د زېرمې کنګل پاتې کېدل او روان بندیزونه د بېکارۍ او فقر د زیاتوالي لامل شوي او د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د اقتصادي زیربناوو او پراختیایي پروژو پر پراخېدو هم ټینګار کړی، څو افغانستان پر ځان بسیا شي او د خلکو اقتصادي ستونزې کمې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

چین او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو «له ترهګرۍ نه پاک افغانستان» غوښتنه وکړه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان مشران د قزاقستان په پلازمېنه استانه ښار کې راټول شوي او د افغانستان د وضعیت په ګډون د مهمو مسایلو په تړاو غږېدلي دي.

یادو هېوادونو سې شنبه (د غبرګولي ۲۷مې) تر غونډې وروسته په یوه ګډ بیان کې له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو له ګواښ نه د پاک سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

د چین دولتي ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، د دې هېوادونو مشرانو هوکړه کړې چې له ترهګرۍ، بېلتون‌غوښتنې او افراطیت سره په ګډه مبارزه کې همکاري وکړي.

هغوی همداراز زیاته کړې، له پولې بهر ګواښونو، د ترهګرو نفوذ، د نشه‌یي توکو قاچاق، نړۍوالو او سایبري جرمونو پر وړاندې به مبارزه وکړي.

دې هېوادونوپه خپل بیان کې له نړۍوالې ټولنې سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان له خلکو سره د سولې ټینګښت، د هېواد بیارغونې او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو اقتصادي نظامونو سره د یوځای کېدو په برخه کې به مرسته وکړي.

دا غونډه د چين ولسمشر شي جېن پېنګ، امام‌علي رحمان (تاجکستان)، شوکت ميرضيايوف (ازبکستان)، سردار بردي محمدوف (ترکمنستان)، قزاقستان قاسم جومارت توقایف (قزاقستان) او صدر جباروف (قرغزستان) په حضور کې جوړه شوې وه.

د امنیت، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو په تړاو د بحث سربېره؛ د دې هېوادونو مشران د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه هم غږېدلي دي.

یاده غونډه په کاناډا کې د جي۷ هېوادونو له غونډې سره هم‌مهاله ترسره شوې ده.

پر ښځو د طالبانو ځپونکي بندیزونه؛ افغانستان په نړۍ کې دویمه لویه جنسیتي تشه لري

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو «د ښځو څانګې» د وروستي راپور له‌مخې؛ افغان ښځې تقریبا په بشپړ ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه بې برخې شوې دي. دمګرۍ په پرېکړه‌کوونکو ادارو کې هېڅ ښځه نشته او د ثانوي زده‌کړو تر بندیز وروسته، هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه‌ده تللې.

د ملګرو ملتونو دغه راپور ښيي، چې افغانستان په نړۍ کې دویمه لویه جنسیتي تشه لري او ښځې یوازې ۱۷ سلنه له خپل رېښتیني ظرفیت نه ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، افغان ښځې لاهم د ځپونکو محدودیتونو سره، سره د خپلو حقونو د ترلاسه‌کېدو لپاره مبارزه کوي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړۍوالې پاملرنې نشتوالی کولای شي په نورو هېوادونو کې د ښځو حقونه هم زیانمن کړي.

د دې ترڅنګ د بشري مرستو نشتوالی د ښځو او ماشومانو لپاره د سلګونو خدماتي مرکزونو د تړل‌کېدو لامل شوی چې تر یو مېلیون ډېرې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دغه راپور کې پر مرسته‌ رسوونکو هېوادونو غږ کړی، چې سملاسي او د اړتیا وړ مالي ملاتړ ډېر کړي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زده‌کړو، کار او تګ راتګ منعه او محرومې کړې دي.

که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار، وار له دغې ډلې غوښتل شوي، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي؛ خو یادې ډلې په دې برخه کې بدلون نه دی راوستی.

د طالبانو د عدليې وزیر: د نویو قوانینو د جوړولو کار به ډېر ژر پای ته ورسېږي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سې شنبه په ورځ په اسلام اباد کې د ناروې شارژدافیر او د افغانستان د چارو مسوول سره په یوې غونډه کې وویل، چې د دې ډلې د قانون جوړونې پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.

د طالبانو د عدليې وزیر ویلي، چې ديني علما او حقوق‌پوهان د دې قوانینو پر جوړولو کار کوي او دا قوانین به د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله تر کتنې وروسته توشیح او پلي شي.

د عدليې وزارت د ناروې د شارژدافیر له قوله ویلي، چې ناروې له طالبانو سره اړیکې د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي او د دې اړیکو د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

هغه دا هم وویل، چې د عدلیې وزارت او سترې محکمې د پخوانیو قوانینو د لږ تعدیل لپاره وړاندیزونه کړي وو؛ خو هغه دا وړاندیزونه د نه منلو وړ وبلل.

طالبانو ویلي، چې د دوی علما داسې قوانین جوړوي چې د «لوېدیځ کلتوري اغېزو» څخه پاک وي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پخواني حکومت قوانین تر بیاکتنې لاندې نیولي او اعلان یې کړی، هغه قوانین چې د دوی له غوښتنو سره سمون ونه لري لغوه به شي.

طالبانو د افغانستان د پخواني امریکايي پوهنتون نوم بدل کړی دی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

طالبانو د افغانستان د پخواني امریکايي پوهنتون نوم «افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون» ته بدل کړی دی. د طالبانو یوه ویاند ویلي، د ملا هبت‌الله په امر د افغانستان امریکایي پوهنتون چې د کابل دارالامان په سیمه کې و، اوس به د کابل نوي ښار ده‌سبز سیمې ته انتقال شي.

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دې پوهنتون لپاره د کابل په نوي ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

نوموړي زياته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت د پخواني امریکایي پوهنتون او اوسني «افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون» لپاره د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې او دا غوښتنه د طالبانو مشر منلې ده.

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند ویلي، چې په یوه سیمه کې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې موندل ممکن نه دی، له همدې امله به دغه اندازه ځمکه په څو بېلابېلو برخو کې ووېشل شي.

هغه زیاته کړې، چې دا پوهنتون به یو «فوق تخصصي» تعلیمي مرکز وي، چې په کې به د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې ورکول کېږي.

نوموړي وویل، چې طالبان غواړي دغه پوهنتون پراخ او پرمختللی کړي.

د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته د افغانستان امریکايي پوهنتون هم وتړل شو او مرکز یې دوحې (قطر) ته انتقال شو.

د دې پوهنتون زده‌کوونکي د زده‌کړو د دوام لپاره نورو سیمه‌ییزو هېوادونو ته ولېږدول شول او د پوهنتون دروازې بندې شوې.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د سیمې له معتبرو علمي بنسټونو څخه ګڼل کېده، چې له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې یې زرګونه زده‌کوونکي د لسانس او ماسټرۍ په کچه فارغ کړي وو.

له دې سره سره، طالبانو د جګړې په وخت کې څو ځله پر دې پوهنتون مرګوني وسله‌وال بریدونه کړي وو او څو ځلې یې بهرني استادان تښتولي او یرغمل کړي وو.

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د « ۱۶۱ میلیونه » یورو بشري مرستې اعلان وکړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۱

لکه څنګه چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم د نړۍ له جدي ناورینونو څخه ګڼل کېږي، اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د دغه هېواد له تر ټولو زیانمنو وګړو سره د ملاتړ په موخه به ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرستې برابرې کړي.

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره « ایکو» وایي، چې له یادو مرستو څخه به تر ۱۴۱ میلیونه یورو د هغو بشري بنسټونو له لارې ولګول شي، چې دننه په افغانستان کې فعالیت لري.

همداراز، اروپايي ټولنه به د افغان کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پاکستان او ایران ته هر یوه ته ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي.

د دغه مرستې اعلان نن په بروکسل کې د بشري ټولنې د مشرانو د هغې غونډې پر مهال چې په کې د افغانستان د اوسني وضعیت، مهمو ننګونو او راتلونکو لارو چارو په اړه بحث کېده، شوی دی.

د ایکو په راپور کې راغلي دي، چې په دغو مرستو کې د خوړو برابرول، روغتیایي خدمتونه، د خوارځواکۍ درملنه، پاکې اوبه، د زیانمنونکو خوندیتوب او د حقونو د ساتنې قانوني مرستې شامل دي.

ایکو زیاته کړې، « مونږ به په بېړنیو حالاتو کې د زده کړې موضوع په ځانګړي ډول زده کړو ته د افغان نجونو لاسرسي ته لومړیتوب ورکړو.»

د اروپايي ټولنې د برابرۍ، چمتووالي او بحران مدیریت کمیشنره حاجه لاهبیب وویل، «لکه څنګه چې د افغانستان خلک که د هېواد دننه وي یا په پاکستان او ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، اروپايي ټولنه چمتو ده چې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول د هغو زرګونه افغانانو اړتیاوې د اندېښنې وړ دي چې تازه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته استول شوي، دا وضعیت د خلکو کړاوونه لا زیاتوي.»

لاهبیب زیاته کړې، «دا اروپايي مرسته به تر ټولو اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو، روغتیا، زده‌کړې او نورو حیاتي خدماتو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.»

د یادولو وړ ده، چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د هوایي پل یوه نوې الوتنه چې ټاکل شوې ده د جون په ۱۷مه افغانستان ته ورسېږي، نږدې ۱۰۰ ټنه اړینې بشري مرستې به له ځان سره ولېږدوي.

له ۲۰۲۱م کال راهیسې کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدل او په هېواد کې بشري بحران ژور شو، د دې هوایي پله له لارې ۴۰ پروازونه ترسره شوي، چې شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه مرستندویه توکي یې لېږدولي دي.

تر دې مهاله اروپايي ټولنې له افغانستان سره له ۸۶۰ میلیونه یورو زیاتې بشري مرستې ترسره کړې دي.