• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د افغانستان د پخواني امریکايي پوهنتون نوم بدل کړی دی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۱

طالبانو د افغانستان د پخواني امریکايي پوهنتون نوم «افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون» ته بدل کړی دی. د طالبانو یوه ویاند ویلي، د ملا هبت‌الله په امر د افغانستان امریکایي پوهنتون چې د کابل دارالامان په سیمه کې و، اوس به د کابل نوي ښار ده‌سبز سیمې ته انتقال شي.

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دې پوهنتون لپاره د کابل په نوي ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

نوموړي زياته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت د پخواني امریکایي پوهنتون او اوسني «افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون» لپاره د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې او دا غوښتنه د طالبانو مشر منلې ده.

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند ویلي، چې په یوه سیمه کې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې موندل ممکن نه دی، له همدې امله به دغه اندازه ځمکه په څو بېلابېلو برخو کې ووېشل شي.

هغه زیاته کړې، چې دا پوهنتون به یو «فوق تخصصي» تعلیمي مرکز وي، چې په کې به د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې ورکول کېږي.

نوموړي وویل، چې طالبان غواړي دغه پوهنتون پراخ او پرمختللی کړي.

د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته د افغانستان امریکايي پوهنتون هم وتړل شو او مرکز یې دوحې (قطر) ته انتقال شو.

د دې پوهنتون زده‌کوونکي د زده‌کړو د دوام لپاره نورو سیمه‌ییزو هېوادونو ته ولېږدول شول او د پوهنتون دروازې بندې شوې.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د سیمې له معتبرو علمي بنسټونو څخه ګڼل کېده، چې له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې یې زرګونه زده‌کوونکي د لسانس او ماسټرۍ په کچه فارغ کړي وو.

له دې سره سره، طالبانو د جګړې په وخت کې څو ځله پر دې پوهنتون مرګوني وسله‌وال بریدونه کړي وو او څو ځلې یې بهرني استادان تښتولي او یرغمل کړي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د « ۱۶۱ میلیونه » یورو بشري مرستې اعلان وکړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۱

لکه څنګه چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم د نړۍ له جدي ناورینونو څخه ګڼل کېږي، اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د دغه هېواد له تر ټولو زیانمنو وګړو سره د ملاتړ په موخه به ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرستې برابرې کړي.

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره « ایکو» وایي، چې له یادو مرستو څخه به تر ۱۴۱ میلیونه یورو د هغو بشري بنسټونو له لارې ولګول شي، چې دننه په افغانستان کې فعالیت لري.

همداراز، اروپايي ټولنه به د افغان کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پاکستان او ایران ته هر یوه ته ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي.

د دغه مرستې اعلان نن په بروکسل کې د بشري ټولنې د مشرانو د هغې غونډې پر مهال چې په کې د افغانستان د اوسني وضعیت، مهمو ننګونو او راتلونکو لارو چارو په اړه بحث کېده، شوی دی.

د ایکو په راپور کې راغلي دي، چې په دغو مرستو کې د خوړو برابرول، روغتیایي خدمتونه، د خوارځواکۍ درملنه، پاکې اوبه، د زیانمنونکو خوندیتوب او د حقونو د ساتنې قانوني مرستې شامل دي.

ایکو زیاته کړې، « مونږ به په بېړنیو حالاتو کې د زده کړې موضوع په ځانګړي ډول زده کړو ته د افغان نجونو لاسرسي ته لومړیتوب ورکړو.»

د اروپايي ټولنې د برابرۍ، چمتووالي او بحران مدیریت کمیشنره حاجه لاهبیب وویل، «لکه څنګه چې د افغانستان خلک که د هېواد دننه وي یا په پاکستان او ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، اروپايي ټولنه چمتو ده چې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول د هغو زرګونه افغانانو اړتیاوې د اندېښنې وړ دي چې تازه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته استول شوي، دا وضعیت د خلکو کړاوونه لا زیاتوي.»

لاهبیب زیاته کړې، «دا اروپايي مرسته به تر ټولو اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو، روغتیا، زده‌کړې او نورو حیاتي خدماتو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.»

د یادولو وړ ده، چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د هوایي پل یوه نوې الوتنه چې ټاکل شوې ده د جون په ۱۷مه افغانستان ته ورسېږي، نږدې ۱۰۰ ټنه اړینې بشري مرستې به له ځان سره ولېږدوي.

له ۲۰۲۱م کال راهیسې کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدل او په هېواد کې بشري بحران ژور شو، د دې هوایي پله له لارې ۴۰ پروازونه ترسره شوي، چې شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه مرستندویه توکي یې لېږدولي دي.

تر دې مهاله اروپايي ټولنې له افغانستان سره له ۸۶۰ میلیونه یورو زیاتې بشري مرستې ترسره کړې دي.

ایران افغانانو ته له تهران څخه د وتلو اجازه نه ورکوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کفالت دفتر، چې د ایران له یوه ښاره بل ښار ته د افغانانو د وتلو اجازه ور کوي، په تیرو پنځو ورځو کې افغانانو ته اجازه نه ده ورکړې چې له تهران څخه ووځي. ډیری افغانان د کورونو څوکېداران او ساتونکي دي.

په تهران کې یوه اوسېدونکي افغان وویل، چې د اسراییل د بریدونو له شدت سره سم د هغه د تره زوی او د هغه کورنۍ چمتو ده، چې له تهران څخه افغانستان ته سمدلاسه ستانه شي خو اجازه نه ورکول کېږي.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، وویل چې د هغه خپلوان چمتو دي چې د کور ګروي ترلاسه کولو او د ایراني بانک څخه د پیسو ایستلو پرته له دغه هیواده ووځي.

په همدې حال کې د ایران د قانون له مخې، دوی نشي کولی پخپله له یو ښار څخه بل ښار ته سفر وکړي او دوی باید له تهران څخه مشهد ته لاړ شي او د دې کار لپاره د کفالت دفتر څخه اجازې ته اړتیا لري.

یو بل افغان افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د ټرانسپورت اجازه نشته او هغو خلکو چې د بریدونو له شدت وروسته د کفالت دفتر ته مراجعه کړې وه، ورته ویل شوي چې جګړه روانه ده او تاسې هیڅ ځای ته نه شئ تللی، چې تاسې په سوله کې وئ نو په ستونزه کې کې هم دلته اوسئ.»

په تهران کې سلګونه افغان وګړي، غواړي چې د ایران له پلازمینې ووځي خو اجازه نه ورکول کیږي.

له دې وړاندې د افغانستان د پخوانۍ مي اردو یو جنرال سمیع سادات له افغانانو غوښتي ول، چې له تهران ووځي ځکه په دې ښار کې د درندو وسلو د کارولو احتمال ډېر دی.

د راپورونو پر بنسټ د ایران په تهران کې افغانانو ته بله ستونزه دا ده، چې دوی د تهران په لوړو سیمو او ساختمانونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو د ساتونکو او صفايي د کارکوونکو په حیث کار کوي، چې دا کورونه د اسراییل اصلي هدف ګرځیدلي دي.

یوه عیني شاهد وویل چې د تهران خلک او د کورونو مالکین له ښاره وتلي او کورونه یې افغانانو ته سپارلي دي.

د اسراییل په بریدونو کې افغان وګړو وژل کېدل

د حافظ بوستاني په نوم یو افغان وګړی، چې ۴۵ کلن دی، د سالنګ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی په تهران کې ووژل شو.

د هغه یو خپلوان د افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت لا تر اوسه د هغه جسد ورته نه دی سپارلی.

هغه وویل چې دوی به په ۷۲ ساعتونو کې جسد وسپاري خو جسد د لیدلو نه دی ځکه چې ټوټه ټوټه شوی دی.

دې عیني شاهد وویل چې په تهران کې وضعیت خورا خراب دی او معمولا هغه ځایونه په نښه کېږي چیرې چې ایراني چارواکي اوسېږي.

عیني شاهد وویل:«په دې حساسو سیمو کې ډیری افغانان د کورونو چوکېداران او ساتونکي دي. زیاتره سیمې خالي شوې دي خو کورونه افغانانو ته پرېښودل شوي چې لوټ نه شي او ایرانیان له تهرانه وتلي دي.»

تر اوسه پورې د وژل شویو افغان کډوالو شمېره نه ده څرګنده او نه هم په دې اړه ایراني چارواکي څه ویلي دي.

د یادونې وړ ده، چې اسراییلي چارواکو د ایران د پلازمینې له اوسېدونکو وغوښتل چې له دغه ښاره دې خوندي ځایونو ته ووځي.

طالبان: د سیمه‌ییزو کړکېچونو سربېره، د افغانستان بهرنۍ سوداګري په عادي ډول روانه ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو او نښتو سره، سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري په عادي، منظمه او پرته له کوم خنډه روانه ده.

دغه وزارت سې‌شنبه (د غبرګولي ۲۷مه) زیاته کړې، چې د ګمرک چارواکو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ولایتي ټیمونو له‌خوا ترسره شوې ارزونې ښیي چې د افغانستان واردات او صادرات له بېلابېلو چېنلونو له لارې دوام لري.

د یاد وزارت په وینا، له ګاونډیو هېوادونو سره په راکړه-ورکړه کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته شوی.

دغه وزارت ادعا کړې، چې د بیو د لوړېدو یا سوداګرۍ د ګډوډۍ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او د شخصي او غېرمسلکي ارزونو پر بنسټ خپاره شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د څارنې ټیمونه په ټولو ولایتونو او سرحدي نقطو کې په دوامداره توګه فعالیت او هڅه کوي چې د خصوصي سکټور او د دې ډلې له ادارو سره د نږدې همکارۍ له لارې د سوداګرۍ پرمخ د هر ډول خنډ مخه ونیول شي.

په دې علامیه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په منظم ډول د هېواد د سوداګرۍ وضعیت ارزوي او د اړتیا په صورت کې به د بازار ثبات او روانې سوداګرۍ د ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له امله د ایران او افغانستان پولې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې دي.

د کډوالۍ سازمان: د اقلیمي بدلون ګواښونو نږدې پنځه مېلیونه افغانان اغېزمن کړي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵ مېلیونه افغانان د وچکالۍ، سېلابونو، درنو بارانونو، واورې ویلې‌کېدو او سختې سړې هوا له امله اغېزمن شوي دي. د اقلیمي بدلون دې څپې د افغانستان ۱۰ سلنه خلک اغېزمن کړي دي.

دا راپور چې دوشنبه (د غبرګولي په ۲۶مه) خپور شوی، په‌کې د افغانستان د اقلیم زیانمنتیا د ارزونې دویم پړاو پایلې خپرې شوې دي.

د راپور لپاره شوې ارزونه د کډوالۍ نړۍوال سازمان له‌خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو او تر ۶۲زره ډېرو کلیو کې ترسره شوې ده.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله ۷۹ سلنه داخلي بې‌ځایه شوي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په ټولیز ډول نږدې ۳۹۶زره خلکو خپل کورونه پرېښي، چې له دې ډلې نه تر ۱۷ زرو ډېر یې له هېواده بهر کډوال شوي دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، د اقلیمي بدلون ستونزو په ډېرو سیمو کې د خوړو ناامني ډېره کړې ده.

د معلوماتو له‌مخې، نږدې نیمایي سیمه‌ییزې ټولنې چې شاوخوا ۴۷ سلنه کېږي؛ د خوړو ناامني تر ټولو لویه ستونزه بولي.

د کډوالۍ نړۍوال سامان وايي، چې شاوخوا ۴۴ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته په بشپړ ډول لاس‌رسی نه‌لري او ۳۹ سلنه نور یې د روغتیایی چوپړتیاوو له نشتوالي نه رنځ وړي.

د نوموړي سازمان په وینا، تر ۸۰ سلنې ډېرو کلیوالو سیمو کې د اوبو رسونې او خوندیتوب زېربناوې نشته چې د وچکالۍ او سېلابونو پر وړاندې زیان ډېروي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې خبر ورکړی و چې د افغانستان چاپېریال مخ پر خرابېدو روان او د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره هم مخ دی.

د یاد سازمان په وینا، له همدې کبله د خلکو روغتیايي ستونزې او ناروغۍ ډېرې شوې دي.

د لوګر اوسېدونکي: «د څښاک پاکې اوبه ورځ تر بلې کمېږي»

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کچه تر پخوا کمه شوې او ولس یې د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغوی سې‌شنبه (د غبرګولي ۲۷مه) په رالېږل شویو غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې د څښاک پاکو اوبو کمېدو او د ځمکې تل ته ښکته‌کېدو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکو په ګډون د دغه ولایت سلګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د لوګر ولایت د اوسېدونکو په وینا، په دغه ولایت کې د اوبو کچه پخوا ۴۵ متره وه؛ خو اوس ۱۸۰ مترو ته ښکته شوې ده.
د یاد ولایت یوه اوسېدونکي وویل: «خلک مجبور دي، چې له ډېر لرې واټن نه په لاس ګاډو، څارویو یا نورو نقلیه وسایطو کې اوبه راوړي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکو له طالبانو او نړۍوالو بنسټونو نه د دې ستونزۍ د هوارۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

اقلیمي بدلون، د ورښتونو کمښت، د زېرمو د ناسم مدیریت استخراج او د یوه مسوول حکومت د نظارت نشتوالی د دې لامل شوی، چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شي.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې د ایران فرنټ پېج د نادولتي موسسې د یوه تازه راپور په حواله لیکلي و چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي.