• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د سیمه‌ییزو کړکېچونو سربېره، د افغانستان بهرنۍ سوداګري په عادي ډول روانه ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو او نښتو سره، سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري په عادي، منظمه او پرته له کوم خنډه روانه ده.

دغه وزارت سې‌شنبه (د غبرګولي ۲۷مه) زیاته کړې، چې د ګمرک چارواکو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ولایتي ټیمونو له‌خوا ترسره شوې ارزونې ښیي چې د افغانستان واردات او صادرات له بېلابېلو چېنلونو له لارې دوام لري.

د یاد وزارت په وینا، له ګاونډیو هېوادونو سره په راکړه-ورکړه کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته شوی.

دغه وزارت ادعا کړې، چې د بیو د لوړېدو یا سوداګرۍ د ګډوډۍ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او د شخصي او غېرمسلکي ارزونو پر بنسټ خپاره شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د څارنې ټیمونه په ټولو ولایتونو او سرحدي نقطو کې په دوامداره توګه فعالیت او هڅه کوي چې د خصوصي سکټور او د دې ډلې له ادارو سره د نږدې همکارۍ له لارې د سوداګرۍ پرمخ د هر ډول خنډ مخه ونیول شي.

په دې علامیه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په منظم ډول د هېواد د سوداګرۍ وضعیت ارزوي او د اړتیا په صورت کې به د بازار ثبات او روانې سوداګرۍ د ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له امله د ایران او افغانستان پولې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ سازمان: د اقلیمي بدلون ګواښونو نږدې پنځه مېلیونه افغانان اغېزمن کړي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵ مېلیونه افغانان د وچکالۍ، سېلابونو، درنو بارانونو، واورې ویلې‌کېدو او سختې سړې هوا له امله اغېزمن شوي دي. د اقلیمي بدلون دې څپې د افغانستان ۱۰ سلنه خلک اغېزمن کړي دي.

دا راپور چې دوشنبه (د غبرګولي په ۲۶مه) خپور شوی، په‌کې د افغانستان د اقلیم زیانمنتیا د ارزونې دویم پړاو پایلې خپرې شوې دي.

د راپور لپاره شوې ارزونه د کډوالۍ نړۍوال سازمان له‌خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو او تر ۶۲زره ډېرو کلیو کې ترسره شوې ده.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله ۷۹ سلنه داخلي بې‌ځایه شوي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په ټولیز ډول نږدې ۳۹۶زره خلکو خپل کورونه پرېښي، چې له دې ډلې نه تر ۱۷ زرو ډېر یې له هېواده بهر کډوال شوي دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، د اقلیمي بدلون ستونزو په ډېرو سیمو کې د خوړو ناامني ډېره کړې ده.

د معلوماتو له‌مخې، نږدې نیمایي سیمه‌ییزې ټولنې چې شاوخوا ۴۷ سلنه کېږي؛ د خوړو ناامني تر ټولو لویه ستونزه بولي.

د کډوالۍ نړۍوال سامان وايي، چې شاوخوا ۴۴ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته په بشپړ ډول لاس‌رسی نه‌لري او ۳۹ سلنه نور یې د روغتیایی چوپړتیاوو له نشتوالي نه رنځ وړي.

د نوموړي سازمان په وینا، تر ۸۰ سلنې ډېرو کلیوالو سیمو کې د اوبو رسونې او خوندیتوب زېربناوې نشته چې د وچکالۍ او سېلابونو پر وړاندې زیان ډېروي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې خبر ورکړی و چې د افغانستان چاپېریال مخ پر خرابېدو روان او د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره هم مخ دی.

د یاد سازمان په وینا، له همدې کبله د خلکو روغتیايي ستونزې او ناروغۍ ډېرې شوې دي.

د لوګر اوسېدونکي: «د څښاک پاکې اوبه ورځ تر بلې کمېږي»

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کچه تر پخوا کمه شوې او ولس یې د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغوی سې‌شنبه (د غبرګولي ۲۷مه) په رالېږل شویو غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې د څښاک پاکو اوبو کمېدو او د ځمکې تل ته ښکته‌کېدو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکو په ګډون د دغه ولایت سلګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د لوګر ولایت د اوسېدونکو په وینا، په دغه ولایت کې د اوبو کچه پخوا ۴۵ متره وه؛ خو اوس ۱۸۰ مترو ته ښکته شوې ده.
د یاد ولایت یوه اوسېدونکي وویل: «خلک مجبور دي، چې له ډېر لرې واټن نه په لاس ګاډو، څارویو یا نورو نقلیه وسایطو کې اوبه راوړي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکو له طالبانو او نړۍوالو بنسټونو نه د دې ستونزۍ د هوارۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

اقلیمي بدلون، د ورښتونو کمښت، د زېرمو د ناسم مدیریت استخراج او د یوه مسوول حکومت د نظارت نشتوالی د دې لامل شوی، چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شي.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې د ایران فرنټ پېج د نادولتي موسسې د یوه تازه راپور په حواله لیکلي و چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي.

طالبان: د امو سیند نفتي حوزې تړون د قراردادي شرکت د سرغړونو له امله لغوه شو

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د اموسیند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې له «افچین شرکت» سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ د قراردادي شرکت له لوري د ژمنو د پرله‌پسې سرغړونو له امله فسخه شوی دی.

نوموړي وزارت زیاته کړې، د تړون د اجرأتو ارزونې لپاره ګډې کمېټې د دې ډلې له اړوندو دولتي ادارو نه جوړې شوې وې.

د دې کمېټو د څېړنو پایله کې ثابته شوې، چې «افچین شرکت» له تړون نه څو-څو وارې سرغړونه کړې او د خپلو ژمنو د عملي‌کېدو په برخه کې پاتې راغلی دی.

د تړون د فسخه‌کېدو پرېکړه د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د دغې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ شوې ده.

همداراز، د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د تړون له فسخه‌کېدو وروسته یاد وزارت غواړي د دې پروژې حقوقي اسناد، تخنیکي مسایل او د مالي حسابونو تصفیه د نړۍوالو تجربه‌لرونکو مشورتي شرکتونو له‌خوا و ارزول شي.

دغه وزارت له لېواله شرکتونو نه غوښتنه کړې، چې خپلې رسمي لېوالتیاوې (Expression of Interest) له یاد وزارت سره شریکې کړي.

یونېسف: میلیونونه افغان ماشومان له خاموش کړاو او وژونکې لوږې سره مخ دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د افغان ماشومانو ترمنځ د بېوزلۍ او لوږې د پراخېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او اعلان یې کړی، چې د بېوزلۍ او خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ ماشومانو لپاره به یو نوی پروګرام پیل کړي.

په افغانستان کې د «یونېسف»مشر تاج الدین اولویه ویلي، چې افغان ماشومان نه یوازې د مناسبې تغذیې څخه محروم دي، بلکې د ودې او پرمختګ لپاره له لومړنیو اړتیاوو هم محروم پاتې دي.

هغه زیاته کړه: «د ماشومانو خوارځواکي یو خاموش رنځ دی، افغان ماشومان هره ورځ له اتو اړینو خوړو څخه یوازې دوه ډوله خواړه لري.»

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ، چې د کافي خوړو نشتوالي افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ او مړینې له ګواښ سره مخ کړي دي.

بلخوا له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق اعلان کړی، چې د کامن ویلت هېوادونو او انګلستان په همکارۍ یې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره "د افغانستان لپاره د لومړي خواړه" په نوم یو پروګرام پیل کړی دی.

د یونېسف په وینا، دا پروګرام د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ۱.۷میلیون ماشومانو ته د خوړو رسولو لپاره برابر شوی دی.

د یونېسف د راپور له مخې، په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د ودې له پلوه له نیمګړې ودې سره مخامخ دي، چې ۱.۴ میلیونه یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، چې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۲.۱ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې ۸۵ سلنه یې له دوو کلونو څخه کم عمر لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د خوړو د فقر تر ټولو لوړه کچه لرونکو هېوادونو په منځ کې څلورم ځای لري.

د برېتانیا شارژدافیر چې په دې پروګرام کې د «یونېسف» ملاتړ کوي، ټینګار کړی چې «د افغانستان لپاره لومړی خواړه» پروګرام په هېواد کې د خوارځواکۍ د بحران ریښې په نښه کوي. هغه زیاته کړه چې افغان ماشومان صحي او مناسب رژیم ته د لاسرسي مستحق دي.

طالبانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو اوو ولایتونو لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو اوو ولایتونو د پرمختیايي پروژو لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد اسماعیل غزنوي ویلي، د طالبانو د مشر "په شفقت" سره په قبایلي سیمو کې له ۳۰۰ ډېرې پروژې پیل شوې دي.

غزنوي په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل: «دغه بودیجه له داخلي سرچینو تمویلېږي او هېڅ بهرنۍ مرسته پکې شامله نه ده، که یاده بودیجه اضافي شوه، نورو ولایتونو ته به هم ځانګړې شي.»

هغه زیاته کړه، د دې بودیجې د تطبیق مسوولیت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته سپارل شوی، تر څو دا پیسې د سړکونو جوړولو، کلینیکونو جوړولو، د اوبو رسولو او د مخابراتي شبکو پراختیا لپاره په قبایلي سیمو کې ولګوي.

د غزنوي په وینا، په یادو اوو سرحدي ولایتونو کې تر ۳۰۰ ډېرې پروژې منظورې شوې دي، چې ځیني یې اوس مهال عملي پيل شوې دي.

هغه دا روښانه نکړه، چې دا بودیجه یوازې د افغانستان په خاوره کې لګول کېږي که د پاکستان اړوند قبایلي سیمې هم پکې شاملې دي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم د پاکستان قبایلي سیمو لپاره پروژې لرلې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لارې به تمویلېدلې.

د ډیورنډ کرښې په رسمیت نه پېژندل

غزنوي د خپلو خبرو په یوه برخه کې له پاکستان سره د سرحدي اختلافاتو یادونه وکړه. کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا پروژې به له پاکستان سره شخړو ته زمینه برابره کړي؟ هغه وویل چې له پاکستان سره به کومه ستونزه نه وي.

نوموړي ټینګار وکړ: «خلک دې ډاډه اوسي، موږ د ډیورند کرښه نه منو. دا یوه خیالي کرښه ده چې د برېتانوي هند له خوا ترسیم شوې ده»

هغه زیاته کړه، چې طالبان د ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پولې مني، خو د ډیورند کرښې د رسميت پېژندلو هېڅ پلان نه لري.

غزنوي د ډیورند کرښې پر اوږدو کې پاکستان سره د ستونزو په اړه وویل: «دا ستونزې جدي نه دي او له پاکستاني لوري سره امنیتي، سیاسي او دیپلوماتیک تماسونه روان دي.»

طالبان هم د پخوانیو حکومتونو په څېر د ډیورند کرښه نه مني او دوی څو ځلې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره په همدې تړاو نښتې هم کړې دي، چې ډېری یې د سرحدي پوستو د جوړولو له امله وې.