د لوګر اوسېدونکي: «د څښاک پاکې اوبه ورځ تر بلې کمېږي»

د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کچه تر پخوا کمه شوې او ولس یې د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړی دی.

د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کچه تر پخوا کمه شوې او ولس یې د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغوی سېشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) په رالېږل شویو غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې د څښاک پاکو اوبو کمېدو او د ځمکې تل ته ښکتهکېدو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکو په ګډون د دغه ولایت سلګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د لوګر ولایت د اوسېدونکو په وینا، په دغه ولایت کې د اوبو کچه پخوا ۴۵ متره وه؛ خو اوس ۱۸۰ مترو ته ښکته شوې ده.
د یاد ولایت یوه اوسېدونکي وویل: «خلک مجبور دي، چې له ډېر لرې واټن نه په لاس ګاډو، څارویو یا نورو نقلیه وسایطو کې اوبه راوړي.»
د لوګر ولایت اوسېدونکو له طالبانو او نړۍوالو بنسټونو نه د دې ستونزۍ د هوارۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
اقلیمي بدلون، د ورښتونو کمښت، د زېرمو د ناسم مدیریت استخراج او د یوه مسوول حکومت د نظارت نشتوالی د دې لامل شوی، چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شي.
د یادونې ده، چې څه موده مخکې د ایران فرنټ پېج د نادولتي موسسې د یوه تازه راپور په حواله لیکلي و چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي.


د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د اموسیند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې له «افچین شرکت» سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ د قراردادي شرکت له لوري د ژمنو د پرلهپسې سرغړونو له امله فسخه شوی دی.
نوموړي وزارت زیاته کړې، د تړون د اجرأتو ارزونې لپاره ګډې کمېټې د دې ډلې له اړوندو دولتي ادارو نه جوړې شوې وې.
د دې کمېټو د څېړنو پایله کې ثابته شوې، چې «افچین شرکت» له تړون نه څو-څو وارې سرغړونه کړې او د خپلو ژمنو د عمليکېدو په برخه کې پاتې راغلی دی.
د تړون د فسخهکېدو پرېکړه د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وړاندیز او د دغې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ شوې ده.
همداراز، د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د تړون له فسخهکېدو وروسته یاد وزارت غواړي د دې پروژې حقوقي اسناد، تخنیکي مسایل او د مالي حسابونو تصفیه د نړۍوالو تجربهلرونکو مشورتي شرکتونو لهخوا و ارزول شي.
دغه وزارت له لېواله شرکتونو نه غوښتنه کړې، چې خپلې رسمي لېوالتیاوې (Expression of Interest) له یاد وزارت سره شریکې کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د افغان ماشومانو ترمنځ د بېوزلۍ او لوږې د پراخېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او اعلان یې کړی، چې د بېوزلۍ او خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ ماشومانو لپاره به یو نوی پروګرام پیل کړي.
په افغانستان کې د «یونېسف»مشر تاج الدین اولویه ویلي، چې افغان ماشومان نه یوازې د مناسبې تغذیې څخه محروم دي، بلکې د ودې او پرمختګ لپاره له لومړنیو اړتیاوو هم محروم پاتې دي.
هغه زیاته کړه: «د ماشومانو خوارځواکي یو خاموش رنځ دی، افغان ماشومان هره ورځ له اتو اړینو خوړو څخه یوازې دوه ډوله خواړه لري.»
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ، چې د کافي خوړو نشتوالي افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ او مړینې له ګواښ سره مخ کړي دي.
بلخوا له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق اعلان کړی، چې د کامن ویلت هېوادونو او انګلستان په همکارۍ یې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره "د افغانستان لپاره د لومړي خواړه" په نوم یو پروګرام پیل کړی دی.
د یونېسف په وینا، دا پروګرام د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ۱.۷میلیون ماشومانو ته د خوړو رسولو لپاره برابر شوی دی.
د یونېسف د راپور له مخې، په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د ودې له پلوه له نیمګړې ودې سره مخامخ دي، چې ۱.۴ میلیونه یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۲.۱ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې ۸۵ سلنه یې له دوو کلونو څخه کم عمر لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د خوړو د فقر تر ټولو لوړه کچه لرونکو هېوادونو په منځ کې څلورم ځای لري.
د برېتانیا شارژدافیر چې په دې پروګرام کې د «یونېسف» ملاتړ کوي، ټینګار کړی چې «د افغانستان لپاره لومړی خواړه» پروګرام په هېواد کې د خوارځواکۍ د بحران ریښې په نښه کوي. هغه زیاته کړه چې افغان ماشومان صحي او مناسب رژیم ته د لاسرسي مستحق دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو اوو ولایتونو د پرمختیايي پروژو لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د دغه وزارت مرستیال محمد اسماعیل غزنوي ویلي، د طالبانو د مشر "په شفقت" سره په قبایلي سیمو کې له ۳۰۰ ډېرې پروژې پیل شوې دي.
غزنوي په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل: «دغه بودیجه له داخلي سرچینو تمویلېږي او هېڅ بهرنۍ مرسته پکې شامله نه ده، که یاده بودیجه اضافي شوه، نورو ولایتونو ته به هم ځانګړې شي.»
هغه زیاته کړه، د دې بودیجې د تطبیق مسوولیت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته سپارل شوی، تر څو دا پیسې د سړکونو جوړولو، کلینیکونو جوړولو، د اوبو رسولو او د مخابراتي شبکو پراختیا لپاره په قبایلي سیمو کې ولګوي.
د غزنوي په وینا، په یادو اوو سرحدي ولایتونو کې تر ۳۰۰ ډېرې پروژې منظورې شوې دي، چې ځیني یې اوس مهال عملي پيل شوې دي.
هغه دا روښانه نکړه، چې دا بودیجه یوازې د افغانستان په خاوره کې لګول کېږي که د پاکستان اړوند قبایلي سیمې هم پکې شاملې دي.
د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم د پاکستان قبایلي سیمو لپاره پروژې لرلې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لارې به تمویلېدلې.
د ډیورنډ کرښې په رسمیت نه پېژندل
غزنوي د خپلو خبرو په یوه برخه کې له پاکستان سره د سرحدي اختلافاتو یادونه وکړه. کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا پروژې به له پاکستان سره شخړو ته زمینه برابره کړي؟ هغه وویل چې له پاکستان سره به کومه ستونزه نه وي.
نوموړي ټینګار وکړ: «خلک دې ډاډه اوسي، موږ د ډیورند کرښه نه منو. دا یوه خیالي کرښه ده چې د برېتانوي هند له خوا ترسیم شوې ده»
هغه زیاته کړه، چې طالبان د ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پولې مني، خو د ډیورند کرښې د رسميت پېژندلو هېڅ پلان نه لري.
غزنوي د ډیورند کرښې پر اوږدو کې پاکستان سره د ستونزو په اړه وویل: «دا ستونزې جدي نه دي او له پاکستاني لوري سره امنیتي، سیاسي او دیپلوماتیک تماسونه روان دي.»
طالبان هم د پخوانیو حکومتونو په څېر د ډیورند کرښه نه مني او دوی څو ځلې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره په همدې تړاو نښتې هم کړې دي، چې ډېری یې د سرحدي پوستو د جوړولو له امله وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له بهرینو چارو وزیر عباس عراقچي سره په خبرو کې پر تهران د اسراییل بریدونه وغندل. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسراییل پرضد د طالبانو د دریځ ستاینه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د غبرګولي ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر خاوره د اسراييل هوايي بریدونه، چې د نظامي مرکزونو ترڅنگ، عامه استوگنېزې سیمې هم پکې په نښه شوې، وغندل.
متقي دغه بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض بللی.
متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې په سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لیږد په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د عباس عراقچي په حواله لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي د ټيليفوني اړيکې د ستايلو ترڅنگ په خپلو خبرو کې پر ایران د اسراييل د بریدونو په اړه د طالبانو له دريځه مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې عباس عراقچي افغانستان د یوه ملاتړي او خواخوږي هیواد په توګه د ایران یو ښه ګاونډی هیواد یاد کړی.

د طلوع نیوز ځینو کارمندانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طلوع نیوز د ځینو خبریالانو په ګډون ۳۰ تنو ته ویلي، چې د روان کال د جولای میاشتې تر ۱۵مې یې دندې پای ته رسیږي. دوی ته ویل شوي، چې د ګوښه کېدو علت یې هم د بودجې کمښت دی. یادې ادارې رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طلوع نیوز ځینو کارمندانو نن دوشنبه د غبرکولي ۲۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په کوښه کېدونکو کې د طلوع نیوز ځینې مرکزي او ولایتي خبریالان هم شامل دي.
د طلوع نیوز کارمندان وایي، «موږ ته تر جولای ۱۵ مې وخت راکړل شوی، چې له هغه وروسته مو له طلوع نیوز سره خپلې دندې پای ته رسېږي.»
په همدې حال کې د طلوع نیوز ځینو برحاله کارمندانو وویل چې د بودجې د کمښت له امله یې د دوی معاشونه هم ۱۵ سلنه کم کړي دي.
د یادې شبکې اداري سرچینو وویل چې د تېر جمهوریت له پرځېدو وروسته په طلوع نیوز کې ټوټال ۱۲۰ کسانو کار کاوه، خو څو میاشتې وړاندې یې شاوخوا ۵۰ کارمندان له دندو ګوښه کړل او اوس شاوخوا ۳۰ نور به تر جولای ۱۵مه له خپلو دندو کوښه شي، چې له دې سره به طلوع نیوز کې یوازې ۴۰ تنه کارمندان پاتې شي.
د طلوع نیوز یو بل کارمند وویل:« په ګوښه کېدونکو کسانو کې خبریالان، نطاقان، کامره مینان، ویډیو ایډيټران او د تخنیکي برخې کسان شامل دي.»
موبي یوه رسنیزه ډله ده، چې طلوع تلویزیون، لمر تلویزیون، طلوع نیوز، ارمان راډیو، د باربورد میوزیک سټوډیو، کابورا پروډکشن او اراکوزیا راډیو اداره کوي.
د طلوع، طلوع نیوز او لمر په ګډون د موبي ګروپ ډیری اړوند شبکو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې خپلو خپرونو ته دوام ورکړ.
په همدې حال کې، دا شبکه د افغانستان د نورو کورنیو رسنیو په څېر، د طالبانو د حکومت له خوا په پراخه کچه سانسور شوې او د دې ډلې تر څارنې لاندې ده.
د رسنیو په چلند کې بدلون د طلوع ټلویزیون اعتبار او د اورېدونکو کچه ډېره اغېزمنه کړې ده.
طالبان د افغانستان پر کورنیو رسنیو قوي کنټرول لري او د دغو بنسټونو فعالیت او ازادي یې سخته محدوده کړې ده.
ځینو سرچینو د بودجې کمښت او د موبي ګروپ د کارمندانو ګوښه کول د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له کمولو سره تړلي وبلل.
موبي میډیا ګروپ له خپل تاسیس راهیسې د امریکا متحده ایالاتو پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کړی او اوس د متحده ایالاتو له خوا د بهرنیو مرستو په بندیدو سره د دې سازمان مالي ملاتړ هم اغیزمن شوی.
تر اوسه موبي ګروپ او طلوع نیوز د خپلو کارمندانو د اېستلو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.