ټرمپ د خامنه‌يي د نه تسلیمېدو ټینګار ته په ځواب کې ویلي: «کامیاب اوسئ»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د علي خامنه‌يي د وروستیو څرګندونو په اړه یې غبرګون څه دی، وویل چې «زه دومره وایم چې بریالي اوسئ.» د ایران رهبر علي خامنه‌یي په دې وروستیو کې وویل: «ایران به تسلیم نه شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندي د صبر کولو اړوند د یو خبريال د پوښتنې په ځواب کې زياته کړه: «زما صبر لا دمخه ختم شوی، له همدې امله دا اقدامات کوو.»

ټرمپ پر ایران د اسراییل وروستيو بریدونو ته په اشارې وویل: «دوی خپل هېواد ویجاړ کړ او ډېر خلک ووژل شول، چې باید نه وايي وژل شوي.»