پر ایران د امریکا د برید اټکل؛ بيبيسي: څو اېف-۳۵ امریکايۍ الوتکې د برېټانیا له فضا ووتې

بيبيسي راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ په روان کړکېچ کې د امریکا د احتمالي پوځي مداخلې په تړاو له اټکلونو سره جوخت، څو امریکایۍ اېف-۳۵ جنګي الوتکې له یوې تېلوړونکې الوتکې سره یوځای د ختیځې برېټانیا له یوې پوځي اډې نه الوتنه کړې ده.
دا راپور د څو انځورونو او ویډیوګانو پر بنسټ جوړ شوی او د برېټانیا په فضا کې د الوتکو الوتنه ښیي. بيبيسي دا نه دي ویلي، چې دغه الوتکې کوم لور ته روانې وې.