ټرمپ لا قانع نه دی چې ۳۰ زره پونډی امریکایی بم به فردو له منځه یوسي
ټرمپ د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۸مه یو ځل بیا په سپینې ماڼۍ کې د وضعیت خونې په غونډه کې د خپل ملي امنیت له لوړپوړي ټیم سره د اسراییل او ایران د جګړې په اړه ولیدل، څو خپل دا شکونه له منځه یوسي چې پر ایران د امریکا برید به بریالي وي که نه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د برید د بریالیتوب په اړه شک درلود، او دا یو هغه لامل دی، چې لا یې هم د برید امر نه دی کړی.
د یورو نیوز د رپوټ له مخې، یوه امریکایي چارواکي وویل، « د ولسمشر صبر هره شیبه کمیږي. ایران ته ساعت د ټکا په حال کې دی، ټول انتخابونه پر مېز دي».
ټرمپ له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل چې لا یې هم پر ایران د برید پرېکړه نه ده کړې او ټینګار یې وکړ چې د سیاسي حللارې دروازه یې نه ده بنده کړې.
امریکایي چارواکي وایي چې ټرمپ باور لري په تصمیم کې یې ابهام پر ایران لا فشار راوړي. ولسمشر وویل، « زما په ذهن کې ایډیاوې دي، خو ترجیح مې دا ده چې پرېکړه په وروستۍ شېبه کې وکړم».
د سلاکارانو په وینا، هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې که امریکا د اسراییل په ملاتړ جګړې ته ننوځي او پر ایران مورچل ماتي بمونه وغورځوي، ایا دا بمونه به رښتیاهم د ایران فوقالعاده ټینګ اتومي تاسیسات (فردو) له منځه یوسي؟ او ایا دا به د امریکا جګړه اوږده نه کړي؟
یوه امریکايي چارواکي وویل، « موږ پر ایران برید ته چمتو یو، خو لا هم قانع نه یو چې دا کار ضروري دی. غواړو دې ته اړتیا نه وي، خو ښکاري چې ولسمشر لا قانع نه دی».
د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېسټ هم دسې شنبې په ورځ د سنا په علني غونډه کې د ایران د پلانونو په اړه تفصیلات ورنه کړل، خو ویې ویل چې که ټرمپ امر ورکړي، پنتاګون «د عمل لپاره چمتو دی».
ایا د فردو د له منځه وړلو اړتیا شته؟
که ټرمپ جګړې ته داخل شي، نو هدف به یې په احتمالي ډول د ایران د یورانیمو د بډاینې مرکز «فردو» وي، چې د تهران په جنوب کې په یوه غره کې دننه جوړ شوی دی.
دا مرکز د اسراییل د بریدونو نوملړ په سر کې دی. اسراییل د هوا له لارې د ۳۰زره پونډه (۱۳،۶۰۰ کیلو) بمونو اوبي ۲بم غورځوونکو وسایل نه لري، خو امریکا دواړه لري.
امریکایي چارواکي وایي چې دغه بمونه تر اوسه په واقعی جګړه کې نه دي کارول شوي، خو ازمویل شوي دي. اسراییلي چارواکي اندېښمن دي چې که فردو روغ پاتې شي، نو د ایران اتومي پروګرام به ژوندی پاتې شي.
یو بل امریکایي چارواکي وویل، « مورچل ماتی بم کار کوي. خبره په وړتیا نه، بلکې په ګټه کې ده. موږ وړتیا لرو، خو دا یوازې دا نه چې بم وغورځوو او بیا بری اعلان کړو».
هغه وویل، « زموږ لپاره پای دا دی: له اتومي وسلې پرته (ایران). دا هدف ښايي د اسراییل هدف وي. که اړتیا وي او ولسمشر یې منطقي او ګټور وګڼي، چمتو یو چې محدود دقیق برید وکړو».
د متحده ایالاتو نظامي تاریخ پوه رابرت پیپ څرګنده کړه چې د فردو د تباهۍ لپاره ښايي لږترلږه دوو بمونو اړتیا وي چې هر یو دقیق هدف ته ورسیږي.
د اسراییل د کمانډويي برید نظریه
اسراییل باور لري چې ټرمپ به بالاخره پرېکړه وکړي، خو وایي چې که اړتیا شي، «یوازې» هم اقدام کولی شي.
بنيامین نتنیاهو او ییخل ليتر په واشنګټن کې ویلي چې اسراییل نور انتخابونه هم لري، چې له بریدونو اخوا دي.
له دې ډلې به یو د کومانډويي ځواک عملیات وي. په تېر سپټمبر کې اسراییل په سوریه کې یو ووړ عملیات ترسره کړ چې د توغندیو د تولید یوه تر ځمکې لاندې کارخونه یې پکې هدف وګرځوله او په چاودېدونکو توکو یې له منځه یووړه.
اوس چې اسراییل د ایران پر فضا بشپړ کنټرول لري او پر ایراني پوځ یې شدید برید کړی، دا انتخاب د پخوا په پرتله کم غیر واقعي ښکاري.
یوه امریکایي چارواکي وویل چې اسراییلي چارواکو ټرمپ ته ویلي، « که څه هم دوی نشي کولای بمونه په کافي ډول د غره ژورو ته ورسوي، خو ښايي دا کار د انساني ځواک له لارې ترسره کړي».
د دیپلوماتیکې پردې شاته
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي پر اېکس لیکلي، چې « تهران به تر جګړه ییز فشار لاندې مذاکرات ونه کړي، په ځانګړي توګه له صحنې اېستل شوي یوه زاړه جګړه طلب سره چې هڅه کوي په صحنه کې پاتې شي».
خو ځینې نښې ښکاري چې ممکن ایران مذاکرات غواړي. د دوو امریکایي چارواکو او یوې موثقې سرچینې په وینا، په دې ورځو کې چې ټرمپ پر ایران د برید پرېکړه ارزوي، د هغه ځانګړی استازی سټیو ویټکاف مستقیم د ایران د بهرنیو چارو له وزیرعباس عراقچي سره په تماس کې دی.
امریکایي چارواکي وایي، « موږ لا هم پیغام لیږو چې راځئ خبرې وکړو، ځکه تمه تل شته. کله کله سټیو ویټکاف وايي، چې هغوی خبرو ته چمتو دي او کله وايي، چې ځواب یې ونه وایه، خو موږ هېڅکله له دې لارې نهیلي نه یو».
د یوې باخبره سرچینې په وینا، د جون پر شلمه، د جمعې په ورځ به د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران او اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسووله په جینوا کې له عراقچي سره وویني.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر کوربه توب وکړ.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر کوربهتوب په داسې حال کې کوي، چې له نوموړي سره لوړپوړي ملکي چارواکي مل نه دي.
له عاصم منیر سره د ټرمپ غرمنۍ د امریکا او پاکستان ترمنځ د پام وړ اړیکو پیاوړتیا ښيي، هغه اړیکې چې د ټرمپ د تېرې دورې او همدارنګه د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې تر ډېره خرابې شوې وې. د همدې خرابو اړیکو له امله ټرمپ او بایډن د چین پر وړاندې د مقابلې د هڅو په ترڅ کې د هند ملاتړ کړی و.
پاکستاني چارواکو او کارپوهانو ویلي، چې تمه کېده مارشال منیر به پر ټرمپ فشار راوړي څو د ایران سره د اسراییل په جګړه کې برخه وانخلي او اوربند وغواړي. خو په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په متحده ایالاتو کې د ایران د ګټو استازیتوب کوي، ځکه چې تهران له متحده ایالاتو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په ټینګولو کې د ټرمپ د رول ردول
کله چې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې د پاکستان د پوځ له مشر سره له لیدنې څه غواړي، هغه وویل: «ښه، ما یوه جګړه ودروله. زه له پاکستان سره مینه لرم او زه فکر کوم نرېندرا مودي یو ډېر ښه سړی دی.»
هغه منیر ته په اشارې سره وویل: «ما د پاکستان او هند ترمنځ جګړه ودروله، خو دا سړی د پاکستان په استازیتوب، مودي د هند په استازیتوب او داسې نور د دې جګړې په مخنیوي کې ډېر اغېزمن وو.»
ټرمپ تېره میاشت وویل، چې اټومي وسله لرونکو هند او پاکستان وروسته له هغه جګړه ودروله کله چې هغه له دوی څخه وغوښتل چې د جګړې پر ځای سوداګرۍ ته پام وکړي.
خو د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري وویل، چې اوربند د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترلاسه شو، نه د امریکا د منځګړیتوب له لارې.
بلخوا بیا پاکستان د واشنګټن څخه د منځګړي رول لوبولو له امله مننه کړې ده.
د هند او پاکستان ترمنځ په تېرو لسیزو کې تر ټولو سخته جګړه د اپرېل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو د برید وروسته پیل شوه، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول. نوي ډیلي د دې پېښې پړه په پاکستان کې پر مېشتو ترهګرو واچوله، خو اسلام اباد بیا دا تور رد کړ.
کوګلمن وویل: «د هند لپاره اصلي پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده کولی شي د امریکا او پاکستان همکاري او اړیکې وزغمي، پرته له دې چې دا همکاري د امریکا او هند اړیکو ته زیان ورسوي.»
دوی طالبان له القاعدې سره د دوی د ملګرتیا مسوول ګڼي، چې په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برجونو د بریدونو تر شا و.
د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دوی وزير دین محمد حنیف د ناروې له ډیپلومات سره د کتنې په جریان کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د پراختیایي مرستو چمتو کولو، د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل او د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مقابلې پر برخو تمرکز وکړي.
حنیف د اقتصادي زېربناوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول هم د بشري مرستو په اړه د افغانستان د انحصار کمولو او د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره خورا مهم وګڼل.
د خبرپاڼې له مخې، د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد به یې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره رسمي غرمنۍ خوړلې ده، او دا غرمنۍ پاکستان ته یوه ځانګړې ډالۍ او ویاړ ګڼل کېږي، خو نوموړي ټینګار کړی چې منیر د باور وړ شخص نه دی.
خلیلزاد امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د سفر په اړه په خپل اېکس کې لیکلي، چې منیر به هڅه وکړي د پاکستان د پوځ تر ملکیت لاندې د شرکتونو له لارې د امریکا پانګونې راجلب کړي.
هغه زیاته کړې: «ددې لپاره چې امریکا د افغانستان د امنیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې دنده پاکستان ته وسپاري، دغه هېواد به د چین او امریکا تر منځ د اړیکو منځګړیتوب ته ممکن ځان وړاندې کړي.»
خلیلزاد وایي، «سره له دې چې منیر ځان ته د فیلډ مارشال رتبه ورکړې، خو د خلکو ترمنځ د هغه پر دوامدارې واکمنۍ او د عمران خان په بندي پاتې کېدو پراخې نیوکې لاهم شته.»
زلمی خلیلزاد وایي: «جنرال منیر د باور وړ نه دی. پاکستاني پوځ د امریکا پر وړاندې تل دوهمخی سیاست کړی، له یوې خوا یې مرسته اخیستې او له بلې خوا یې زموږ پر ضد جګړه مارو ته پناه ورکړې.»
هغه دغه راز لیکلي، «ولسمشر ټرمپ پوهېږي چې د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې له موږ سره دوه ګونې لوبه روانه کړې ده، په افغانستان کې زموږ د پوځي شتون په کلونو کې، پاکستان زموږ مرسته واخیسته او په ورته وخت کې یې هغو کسانو ته ملاتړ او پټنځایونه ورکړل چې زموږ ځواکونه یې ووژل.»
خلیلزاد وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په دوران کې د پاکستان پوځ له موږ او د القاعدې ترهګرو دواړو سره مرسته وکړه. موږ بن لادن چېرته وموند؟، هغه د پاکستان د پوځي تاسیساتو سره نږدې ډېر ښه او ارامه ژوند درلود، همداراز پاکستان لاهم ډاکټر افریدي ( شکیل اپریدی) په بند کې ساتي، چا چې له موږ سره د بن لادن په موندلو او له منځه وړلو کې مرسته کړې وه.»
خلیلزاد د خپلې لیکنې په وروستیو کې وایي، چې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پر جنرال عاصم منیر باور نشي کېدلی.