ولسمشر ټرمپ له فیلډ مارشال عاصم منیر نه څه غوښتي؟

د جون پر ۱۸مه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل او د غرمې ډوډۍ یې له هغه سره وخوړه. په دې لیدنه کې، چې دوه ساعته یې دوام درلود، د پاکستاني اردو د استخباراتي سازمان ایاېسای رییس جنرال عاصم ملک هم له عاصم منیر سره ملګری و.
دا لیدنه د بندو دروازو تر شا وشوه او د رسنیو استازو پکې حضور نه درلود.
دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یوه ولسمشر د پاکستان د اردو یوه لوی درستیز ته په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې او خصوصي مجلس کولو بلنه ورکړې ده. په ظاهره دا کار د دولتي پروتوکول نه سرغړونه ګڼل کېږي، ځکه د یوه هېواد ولسمشر د بل هېواد خپل همرتبه دولتي یا حکومتي مشرانو ته د خصوصي لیدنو بلنه ورکوي. د دې نه وړاندې، د پاکستان دریو لوی درستیزانو، جنرال ایوب خان، جنرال ضیاءالحق او جنرال پرویز مشرف، د امریکا له ولسمشرانو سره خصوصي لیدنې او خبرې اترې کړې وې، خو هغوی دا لیدنې په پاکستان کې د پوځي کودتاوو د ترسره کولو او د ولسمشرۍ چوکۍ تر اشغالولو وروسته کړې وې. نو ځکه دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې دغه د عاصم منیر او ټرمپ فوقالعاده لیدنه څنګه او ولې وشوه؟
باید په دې خبره سر خلاص کړو، چې د پاکستان د پوځ او امریکا اړیکې اوږد شالید لري. پاکستان د امریکا او بریتانیا سره یو ځای د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې د شوروي ضد پوځي معاهدو (CENTO او SEATO) غړی پاتې شوی و. په ۱۹۸۰مه وروسته، په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې د امریکا تر ټولو نژدې متحد و او وروسته یې په اصطلاح ترهګرۍ ضد جګړه کې هم د امریکا په ملګرتیا کې میلیاردونه ډالر ګټلي دي.
په تېرو اووه نیمو لسیزو کې، له کومې استثنا پرته، د پاکستان د پوځ هر لوی درستیز له امریکا سره خصوصي اړیکې لرلې دي. امریکا په پاکستان کې تل د پوځي دکتاتوریو ملاتړ کړی، ځکه دا کار هغوی ته دا اسانتیا ورکوي، چې پرته له کوم چون او چرا، د یوې مرجع له لارې پاکستان اداره کړي (one-window operation) ځکه د پاکستان د سیاسي چارو ډېرو خارجي او داخلي څېړونکو لیکلي، چې د پاکستان اداره د انګلیسي ژبې د لومړي توري "A" یا "الف" نه پېلېدونکي درې نومونه کنټرولوي: الله، امریکا، او ارمي (اردو).
عاصم منیر ډېر په زحمت د لوی درستیز چوکۍ ته رسېدلی دی. که د پخواني لومړي وزیر عمران خان واکمني د پارلمان له خوا د عدم اعتماد له لارې پای ته نه وای رسېدلې، نو اوسني مقام ته د عاصم منیر ترفیع هېڅ امکان نه درلود. ځکه عمران د خوښې جنرال، د ایاېسای پخوانی رییس فیض حمید و، او عمران خان غوښتل، چې هماغه لوی درستیز وټاکي. خو په اپرېل ۲۰۲۲ کې د عمران حکومت سقوط وکړ او د شهباز شریف حکومت عاصم منیر د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د درې کالو لپاره لوی درستیز وټاکه، او وروسته یې د هغه د عهدې موده تر پنځو کالو پورې وغځوله.
عمران خان او جنرال فیض حمید اوس په بیلابیلو تورونو بندیان دي او محاکمه کېږي. عمران خان او د هغه ګوند "تحریک انصاف" پر عاصم منیر تور لګوي، چې پوځ د هغه په امر د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې په ترسره شویو ټاکنو کې درغلي کړې او شهباز شریف یې د تقلب له لارې د لومړي وزیر چوکۍ ته رسولی دی. که څه هم پوځ دا تورونه رد کړي، خو د عمران خان د ګوند دغه کمپاین دوام لري.
د خپل مشر ورور نواز شریف نه برعکس، شهباز شریف په سیاسي قدرت کې د جنرالانو برلاسی مني، او هند سره د وروستۍ جګړې د بریا دعوې په اساس، هغه عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ منصب هم وسپاره. نو شهباز شریف او د هغه کابینه د یوه نااعلان شوي پوځي دکتاتور په توګه د عاصم منیر تر لاس لاندې کار کولو ته پوره چمتووالی لري، او د هغه نوم د یوه ملي زعیم په توګه اخلي. له ټرمپ سره دغه غیرعادي لیدنې د عاصم منیر د دکتاتورۍ لپاره نور قوت برابر کړ.
ولسمشر ټرمپ عاصم منیر ته د یوه داسې دولتي شخصیت په توګه د خبرو اترو بلنه ورکړې وه، څوک چې هم په پوځي او هم په ملکي سیاسي دواړو ساحو کې بشپړ قدرت لري. امکان لري، چې د کامرو او میډیا له لیدنې نه لرې ساتلو پرېکړه د عاصم منیر په غوښتنه شوې وي، ځکه دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي، چې ټرمپ د ایران پر ضد د اسراییل په جګړه کې پر ښکېلتیا غور کوي. نو د ټرمپ او عاصم منیر د تودو احساساتو ډک عکسونه ښایي په پاکستاني ولس کې ښه سیاسي غبرګون نه وای لرلی.
د دې خبرې امکان ډېر کم دی، چې ټرمپ به له عاصم منیر نه د اسراییل او ایران په روانه جګړه کې د کوم ډول پوځي مداخلې غوښتنه کړې وي، ځکه د پاکستان اعلان شوی دریځ او د پارلمان له خوا تصویب شوې پریکړې د اسراییل پر ضد او د ایران په ملاتړ دي. تر ټولو مهمه دا چې د پاکستان د عامو وګړو احساسات هم همداسې دي.
خو ټرمپ، چې په نژدې وختونو کې یې پاکستان ځان ته دومره رانږدې کړی، چې د هند حکومت او عامه افکار یې هم له ځان نه خپه کړي، هرو مرو له عاصم منیر نه کومه ستره غوښتنه لرله. که څوک د منځني ختیځ په اړه د امریکا د تېرو دوو یا دریو لسیزو سیاست ته وګوري، نو هلته د امریکا ستره غوښتنه له مسلمانو هیوادونو نه د اسراییل په رسمیت پېژندنه ده.
ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په تېره دوره کې هم له سعودي عربستان، پاکستان، اندونیزیا او نورو مسلمانو هیوادونو نه له اسراییل سره د ابراهیمي معاهدو د ملاتړ غوښتنه کړې وه. نو ډېر امکان شته، چې ټرمپ به له عاصم منیر نه هم دا غوښتنه یو ځل بیا کړې وي.
دغه راز د ایران پر ضد د دې ویجاړوونکې جګړې په بڼه کې پاکستان ته یو ډول خبرداری هم ورکړل شوی وي، چې تر هغه وخته به یې اتومي وسله نړیوال امنیت ته یو خطر ګڼل کېږي، تر څو چې هغه اسراییل په رسمیت ونه پېژني. له عاصم منیر سره د خبرو اترو دا غوښتنه د ډونالډ ټرمپ د معاملهګرۍ (deal) سیاست سره هم سمون لري.کېدای شي، د وخت په تېرېدو سره دا خبرې رابرسېره شي.