د ایران او اسراییل متقابل بریدونه د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د جګړې وخت اوږدوي. سره له دې، چې د ایران توغندیز او ډرون بریدونو تل ابیب او د اسراییل ګڼ نور ښارونه او یو شمېر ودانۍ په نښه کړې دي، د جګړې له وضعیت نه ښکاري چې تهران د نظامي ځواک په هغه حد کې نه دی، چې اټکل یې کېده.
د دې څو علتونه کېدای شي چې تر ټولو ستر علت یې په ایران کې د موساد پراخ نفوذ، د ایران د ستراتیژیکو زیرمو هدف ګرځېدل او د هوايي دفاع او توغوونکو سیستمونو هېک کېدل او له کاره لوېدل دي.
اسراییل په تېرو څو کلونو کې ددې جګړې لپاره بشپړ تیاری نیولی و او حتا خپل د جاسوسۍ وسایل یې د ایران په خاوره کې ځای پرځای کړي، چې د تل ابیب له هدفي بریدونو سره یې ستره مرسته کړې ده. برعکس ایران په تېرو څو کلونو کې خپلې ټولې نیابتي ډلې او ملیشې له لاسه ور کړې او یا دومره کمزورې کړای شوې دي، چې په سیمه او د اسراییل په ګاونډ کې د ایران د نفوذي عواملو په توګه یې پخوانی ظرفیت له منځه تللی. یا ښايي ځینې نه غواړي چې پخوانیو ترخو تجربو ته په پام، په دې جګړه کې ښکیلې شي.
حزبالله او حوثي یاغیان له مستقیمې غچ اخیستنې ډډه کوي او ځینې یې د خپلې کمزورتیا او د اسراییل پراخ هوايي ځواک د تهدید له امله په احتیاط عمل کوي. حزبالله په لبنان کې خپله وروستۍ جګړه له لاسه ورکړې او حوثیان هم چې له یمن تر اسراییل واټن لري، یوازې تېره شپه څو بالیسټیک توغندي کارولي چې اسراییل یې بېرته قوماندانان په نښه کړل.
له شنبې تر یکشنبې پورې اسراییل د تهران په ګډون د ایران ستر اتومي مرکز نطنز ، فردو اوځینې کلیدي نظامي او استخباراتي تاسیسات په نښه کړل، چې په دې کې د ایران د نظامي مشرانو وژل او هوايي دفاعي جوړښتونو ته زیان رسول شامل دي. دغه راز اسراییل د ایران د ستراتیژیکو توغندیو د زیرمو د له منځه وړو یا زیانمنولو ادعاوې هم کړې دي. لومړني رپوټونه وايي چې د کرمانشاه سیمه، چې د توغندیو زیرمې پکې د غرونو په منځ کې پټې دي، هم هدف ګرځېدلې خو د شنونکو په وینا، تر ځمکې لاندې زیرمو له منځه وړل ډېر سخت دي او واقعي اغېز به یې یوازې هغه وخت څرګند شي، چې ایران پاتې توغندي بیا وکاروي. د تېرې شپې هوايي برید کې، چې د زیاتو توغندیو اټکل کېده، یوه کمه برخه توغندي پر اسراییل کارول شوي او دا یوڅه دا شک پیاوړی کوي، چې د ایران د ستراتیژیکو وسلو زیرمې ښايي زیانمنې شوې وي.
د ایران د پوځي او تصمیم نیوونکې مشرتابه له منځه وړل یوه ستره ستراتیژیکه ضربه ده چې د تهران دفاعي توان یې کمزوری کړی.په ځانګړې توګه پر نطنز اتومي مرکز برید چې د یورانیمو بډایولو اساسي ځای دی، د ایران د اتومي پروګرام لپاره یوه جدي ضربه بلل کېږي. د اسراییل دفاع وزیر اعلان کړی، چې د ایران پر اتومي مرکزونو به یې بریدونه جاري وي.
نطنز د ځمکې په ژورو کې د کانکریټ او ډبرو لاندې ځای پر ځای شوی، خو بیا هم د اسراییل له بریدونو سره مخ شوی. د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان لا هم د زیان کچه ارزوي، خو ظاهرا داسې نه ښکاري چې دغه مرکز دې له کاره لوېدلی وي. تراوسه له اټومي مرکزونو د وړانګو خپرېدل نه دي ثابت شوي او نه هم اسراییلي بمونه هغو ژورو برخو ته رسېدلي، چې هلته یورنیم بډایه کیږي.
ریچارډ نیفو، چې د اوباما د دورې پر مهال د ایران اټومي خبرو اترو کې امریکایی مشر و، نیویارک ټایمز ته ویلي، « تر هغه چې زه ډاډه نهشم چې فوردو له منځه تللی او تر هغه چې پوه نه شم هغه لوړه کچه بډایه شوي یورانیم چیرې دي او کارېدلی شي که نه، زه دا موضوع جدي ګڼم».
فوردو، چې د قم ښار ته نږدې دی، تر ټولو ژور اتومي مرکز دی. بل مرکز نطنز دی چې شاوخوا ۱۰۰ میله جنوب خواته پروت دی. یواځینی دودیز بم چې دا ډول زیرمې ویجاړولی شي، د امریکا جي بي یو ۵۷ (MOP)نومی۱۴ ټُني بم دی چې اسراییل یې نه لري او امریکا تر اوسه په دې برخه کې له همکارۍ سر غړوي. دغه بم یوازې د بي ۲ او بي ۲۱ الوتکو له لارې د انتقال وړ دی.
د وسلو د کنټرول ټولنې د خپرېدا پالیسۍ مشرې کلسي داونپورټ ویلي، چې « اسراییل کولای شي د ایران مهم اتومي تاسیسات زیانمن کړي، خو د فوردو په څېر کلک ځایونه د امریکا له مرستې پرته نهشي له منځه وړلی».
د اسراییل د ملي امنیت سلاکار زاخي هنیګبي هم دا خبره تایید کړې او وايي، « اتومي پروګرام د فزیکي وسایلو له لارې له منځه نهشي تللی، یوازې امریکایان کولای شي دا کار وکړي او هغه له دې لارې چې ایران د سیاسي خبرو له لارې له اتومي وسلو جوړولو را وګرځوي».
دسي ای اې او سپینې ماڼۍ پخوانی چارواکی کینیټ پولاک وايي، « زما ګومان دی چې اسراییل به د فوردو لپاره یو پټ پلان ولري، ښايي خاص ځواکونه یا سایبري بریدونه، خو تر اوسه دا نهده څرګنده».
د ایران غبرګون تر اوسه پورې محدود پاتې دی؛ تهران شاوخوا تر ۱۰۰ ډېر ډرونونه په اسراییل توغولي چې یو شمېر یې د اسراییل د دفاعي سیستم «ایرن ډوم» له خوا شنډ شوي دي. ډرونونه د اوږده واټن له امله په ورو سرعت کې حرکت کوي، چې ښايي موثریت یې محدود وي، خو تهران د شاوخوا ۳۰۰۰ توپچي او بالسټیک توغندیو پراخې زیرمې لري، چې په وروستيو دوو شپو کې یې ۲۸۰ توغندي پر اسراییل توغولي او تخریبي قوت یې هم زیات دی.
د ایران په اړه دا هم ویل کیږي، چې د نړیوال ایتلاف له ویرې د مرګونو توغندیو او وسلو له کارولو سره احتیاط کوي او نه غواړي چې وضعیت داسې حد ته لاړ شي، چې امریکا او د اسراییل نور متحدان د تهران د اتومي بټیو په له منځه وړو او حتا حکومت نسکورولو کې له تل ابیب سره همکار شي. تهران د واشنګټن پر وړاندې خپله ژبه نرمه کړې او له داسې غبرګون یې ډډه کړې، چې امریکا د جګړې درېیم اړخ وګرځوي. خو دا ښايي د ایران په تهاجمي پالیسي کې صدق وکړي، خو په دفاعي برخه کې تهران په خورا ځپل شوي دریځ کې دی.
د اسراییل بریدونه او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداري ښيي چې دا جګړه به یوازې د هوايي بمباریو یا محدودو پوځي عملیاتو په کچه کې پاتې نه شي بلکې ممکن اوږدمهاله، په سیمه کې پیچلې او د متقابلو غچ اخیستنو پر بنسټ ولاړه شخړه شي. نتنیاهو هیله من دی، چې امریکا په دې جګړه کې ښکیله شي او په پای کې دا جګړه د ایران د اخوندي نظام په له منځه تګ تمامه شي. په دې توګه دا امکان دی، چې اسراییل د ایران ستراتیژیکې زېرمې په مسلسل ډول په نښه کړي او دفاعي ځواک یې دومره کمزوری کړي، چې پر ایراني ښارونو یې بمبار الوتکې له ویرې پرته وګرځي.
منځګړتوب؛ تهران د خبرو مېز ته راګرځي؟
د جګړې درولو لپاره تراوسه هیڅ نړیوال جدي اقدام نه ترسترګو کیږي. خو که چیرې داسې یو اقدام کیږي دا به هم د روسیې یا بل دولت په مرسته د ایران خپل ابتکار وي، چې بېرته د اتومي خبرو اترو میز ته کښیني او د امریکا شرایطو ته غاړه کیږدي، خو په دې سره به د ایت الله علي خامنه يي تر مشرۍ لاندې حکومت نه په خپل ولس کې مخ لري او نه په سیمه کې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې که اسراییل بریدونه ودروي، دوی به هم لاس واخلي، خو د یورانیمو له بډاینې لاس نه اخلي.
که تهران د امریکا په شرایطو خبرو ته ستنیږي، دریځ به یې کمزوری او توافق به په دې پورې مشروط وي چې خپلې اتومي پروګرامونه ودروي.
خو که تهران د خبرو لاره نه غوره کوي، د اسراییل بریدونه ممکن ایران دې ته وهڅوي چې خپل پروګرام لا پټ او ګړندی کړي، یا حتا له نړیوالو تړونونو ووځي او خپلو اتومي بټیو ته د نړیوالو څارونکو د لاسرسي مخه ونیسي. په ورته وخت کې، ایران کولای شي له خپلې سیمه ییزې شبکې څخه د فشار زیاتولو لپاره نامتوازن بریدونه، سایبري حملې او عملیات ترسره کړي چې د اسراییل او حتا امریکا لپاره جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې مستقیم لاس نه لري، خو اسراییل د امریکا له ملاتړه پرته دا هرڅه نه شي کولای. ایران امریکا تورنه کړې، چې له سراییل سره په بریدونو کې ګډون لري. ظاهرا د امریکا مرستې ډېری استخباراتي او د تجهیزاتو دي، چې دواړې د اسراییل لپاره په جګړه کې برلاسی اسانه کوي.
د اسراییل لپاره ستونزمنه ده، چې د ایران اتومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه یوسي، خو ځنډولی یې شي.
په ایران کې ښايي د اتومي وسلو د جوړولو په تړاو سیاسي او ولسي ملاتړ زیات شي خو دا یوازې هغه وخت کېدای شي چې ایران له دې جګړې بریالی ووځي او بریالي وتل یې اوسني وضعیت ته په کتو، ستونزمن ښکاري. دغسې دا احتمال هم شته، چې له اوسني حکومت نه د خلکو د بیزارۍ کچه لوړه شي او نظام ورسره وشړیږي.
د دولسم او دیارلسم جون ترمنځ شپه کې د اسراییل له خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې پوځي برید وشو او تر سهاره پورې په ایران کې د تهران، اصفهان او مشهد په ګډون، په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې ګڼې مرګ ژوبلې وشوې.
د ایران پر پوځي مشرتابه، اټومي ساینسپوهانو، هستوي پروژو، د بالیستیکو توغندیو پر مراکزو او پوځي مرکزونو د جنګي الوتکو، توغندیو او بېپیلوټه الوتکو له لارې ډېر کلک او رسا پوځي ګوزارونه وشول، چې په نتیجه کې څلور تر ټولو لوړ پوړي جنرالان، یعنې د ایران د سپاه پاسداران د ځواک رییس، د ایران د وسلهوالو قواوو عمومي رییس، د هغه معاون او د ایران د تر ټولو ستر مشر علي خامنهیي یو پوځي مشاور او ۹ اټومي ساینسپوهان ووژل شول. دغه راز ځینې نور جګپوړي جنرالان هم وژل شوي، چې شمېر یې ۲۰ تنو ته رسیږي.
په دې سربېره، د اسراییل په بریدونو کې رادارونه، هوايي ډګرونه او ځینې پوځي مراکز هم تباه شوي دي. څرګنده خبره ده چې د اسراییل استخباراتو او پوځ په ایران باندې د دغه برید لپاره د څو کلونو راهیسې چمتووالی نیولی و او پلانګذاري یې کړې وه او په دې کار کې ورسره خپل لوېدیز متحدین هم ملګري وو.
د اسراییل استخباراتي موسسې موساد د ایران په خاوره کې نفوذ کړی و، ځکه یې ایران ته ډېر تاوانونه ورسول. خو په څلورویشتو ساعتونو کې دننه، ایران هم پر اسراییل باندې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو باران وکړ، او په تلابیب کې یې د اسراییل د دفاع وزارت او ځینې نور مراکز وویشتل، او د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون، د اسراییل زرګونه اتباع یې په تلخونو کې پناهځایونو ته اړ کړل. جنګ لا دوام لري او د حتمي پایلو په اړه یې اټکل کول ستونزمن دي، خو په دې لیکنه کې موږ د دغې شخړې یو بل سیاسي مهم بُعد ته ګورو، چې ځانګړی اهمیت لري.
اوس دا خبره نه اسراییل پټوي او نه پرې د اسراییل ملاتړي زبرځواک، امریکا، پرده اچوي، چې د اسراییل د دغه تازه برید یوه غټه او مهمه موخه د ایران اسلامي جمهوریت اوسني اخوندي رژیم ته سقوط ورکول دي او د هغه پر ځای هلته د یوه غربپلوه حکومت کښینول هم هدف دی. دا خبره څرګنده ده، چې که چېرې سید علي خامنهيي په مشرۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت مکمله پوځي ماته وخوري، نو د دوی اعتبار به د ایران په اتباعو کې دومره راوغورځي، چې د دوی لپاره به په ایران حکومت کول ممکن پاتې نه شي.
د جګړې په جریان کې، د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو او د هغه نور همکاران بیا بیا دا خبره تکراروي، چې ګواکې د دوی جګړه د ایران د ولس پر ضد نه ده، دا جګړه یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت د واکلرونکو پر ضد ده، څو د نتنیاهو په وینا، د ایران خلک د دغه ظالم او جابر رژیم د شپږڅلوېښت کلنې اوږدې واکمنۍ نه د خلاصون لاره ومومي. د اسراییل د حکومت له خوا دا تبلیغات په فارسي ژبه کې هم روان دي، چې دا پیغام د ایران ولسونو ته ورسیږي. د ایران د سپاه پاسداران د رییس او د نورو سترو جنرالانو د وژلو موخه هم د واکمن رژیم د پوځي ملاتړ ځواکونه له منځه وړل او کمزوري کول دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت په سیاسي مخالفینو کې، د ایران د پخواني بادشاه رضا شاه پهلوي زوی، رضا پهلوي، ډېر څرګند دی، چې د ایران نه بهر په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. هغه په خپلو ویناوو او مرکو کې په ډاګه د اسراییل د پوځي برید ملاتړ کوي. هغه د ایران له پوځیانو او ولسونو نه غوښتنه کوي چې دوی دې د ایران د اسلامي جمهوریت نه دفاع نه کوي، چې یاد رژیم سقوط وکړي.
که څه هم رضا پهلوي ځان د خپل پلار، د ایران پخواني بادشاهرضا شاه پهلوي ځایناستی بولي، خو هغه په دې خبره هم ټینګار کوي، چې د اسلامي جمهوریت د امکاني سقوط نه وروسته، هغه د خپل پلار په څېر ټولواکه بادشاهت نه غواړي، بلکې هغه د بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو په څېر د یوه دموکراتیک اساسي قانون پلوی دی، چې پاچا پکې یوازې د یو سمبولیک ملي مشر حیثیت ولري. یو شمېر لوېدیز هېوادونه او اسراییل په راتلونکې کې په ایران کې د رضا پهلوي د واکمنۍ ملاتړ کوي.
په ایران کې د «مجاهدین خلق» په نوم یو بل سازمان له ډېرو کلونو راهیسې د اسلامي جمهوریت پر ضد مبارزه کوي او غواړي چې اوسنی نظام سقوط کړي، او د هغه پر ځای یو داسې دموکراتیک سیاسي نظام جوړ کړي، چې پکې د ایران د ولس په خوښه دولت او حکومت جوړ شي. مجاهدین خلق یو شالید لرونکی سیاسي سازمان دی، چې د رضا شاه پهلوي د بادشاهۍ پر ضد یې مبارزه کړې وه او دوی په راتلونکې کې هم د شاهي نظام د بیا راژوندي کولو سره مخالف دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت درېیمه مخالفه ډله د دغه هېواد د اتنیکي لږهکیو خلک دي، چې د اسلامي جمهوریت له خوا یې په پراخه کچه اختناق، جبر او استثمار لیدلی دی. په دوی کې ترکتبار ولسونه، کُردان، عربان، بلوچان او ځینې نور لږهکي ګډون لري. دغو لږهکیو ته د خپل فرهنګي هویت سره د ژوند کولو او په معارفو کې د خپلو ژبو د کارولو اجازه نه ورکول کېږي.
خو په پای کې باید دا هم وویل شي، چې که څه هم د دموکراسۍ او قانونمندۍ له نظره د ایران د اسلامي جمهوریت شالید تور او بدنام دی، خو په هېوادونو کې سیاسي بدلونونه د هر هېواد داخلي مساله ده. بهرني هېوادونه حق نه لري، چې د دموکراسۍ او بشري حقونو د احیا په نوم په نورو هېوادونو کې پوځي مداخله وکړي. دا د بینالمللي قانون یو اصل دی، چې باید هېڅ استثناء ونه لري او سرغړونه ترې ونه شي.
د اسراییل هوايي بریدونو د ایران د اټومي او نظامي مشرتابه سیستم له منځه وړی، چې له امله یې کمزوری شوی تهران د بشپړې جګړې په ګډون، چې نه یې امکانات لري او نه یې د بریا تمه، د غچ اخیستلو ډېر محدود انتخابونه لري. امپراتوري له زوال سره مخ ده خو ایا ایران دا زوال اداره کولای شي؟
اسراییل د پنجشنبې په شپه پر ایران هوایي بریدونه وکړل او دا بریدونه د جمعې په شپه بیا تکرار شول، چې دې د دواړو دښمنو هېوادونو تر منځ تقابل تر بېساري کچې پورته یوړ. دا هغه جګړه ده چې له کلونو راهیسې پټه روانه وه، خو په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د متحد حماس له خوا د اسراییل پر ضد له برید وروسته علني شوه.
سیمهییزې امنیتي سرچینې وايي، تهران نشي کولی همدومره موثر بریدونه وکړي، ځکه د حماس له برید وروسته چې د غزې جګړه یې راوپاروله، اسراییل د ایران د توغندیزو وړتیاوو او نظامي شبکو لویه برخه له منځه وړې.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وویل، چې تهران د جمعې په ورځ سلګونه بالیستیک توغندي د غچ اخیستلو په موخه پر اسراییل توغولي. خو د اسراییل پوځ وویل چې دا شمېر تر ۱۰۰ کم وو او زیاتره یې یا ویشتل شوي یا خپل هدف ته نه دي رسېدلي. تهران تېره شپه یوځل بیا تل ابیب او د اسراییلو نور ښارونه په نښه کړل، چې اسراییل هم په ځوابي بریدونه کې د ایران مختلفې سیمې او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
سیمهییزو امنیتي سرچینو ویلي، د ایران مشرتابه، چې ځان کم احساسوي، نه غواړي د اسراییلي پوځي فشار په وړاندې ضعیف وبرېښي، او دا چاره د لا زیاتې شخړې امکان زیاتوي ، چې په دې کې پټ بریدونه یا دا خطرناک انتخاب چې ژر تر ژره اټومي وسلې جوړې کړي، هم شامل دي.
کارپوهان وايي، د اټومي وسلو نه خپرېدو تړون څخه وتل به د ایران یو جدي ګام وي، ځکه دا به دا معنا ولري چې تهران غواړي د یورانیمو د بډاینې پروګرام ګړندی کړي څو د اټومي وسلو لپاره مواد چمتو کړي.
ایراني مشرتابه لا تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی به د یکشنبې په ورځ د عمان په غونډه کې، چې له متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په اړه د بن بست خبرو شپږم پړاو دی، ګډون کوي که نه، خو ایراني چارواکي وايي، چې نورې دا خبرې اترې بې معنا دي او د هیچا ننواتې او د جوړجاړي خبرې به ونه مني.
د تهران سیمهییز نفوذ د اسراییل د بریدونو له امله سخت اغېزمن شوی، له حماس نه نیولې تر حزبالله، حوثیانو او عراقي ملیشو پورې ټول په تدریج او د یوه پلان له مخې ځپل شوي. سربېره پر دې، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد چې د ایران نږدې متحد و، له واکه لري کېدل هم یو ستر زیان و.
د لوېدیزو بندیزونو له امله د ایران د نفتو صادرات هم سخت محدود شوي او د اسعارو د سقوط، لوړ انفلاسیون، د انرژۍ او اوبو کموالي په ګډون اقتصاد یې له یو شمېر بحرانونو سره مخ دی.
یو سیمهيیز کارپوه، سارکیس نعوم رویټرز ته وویل، « هغوی له هېچا نه شي کولی غچ واخلي. اسراییل د ایران امپراتورۍ دړې وړې کوي، ټوټه ټوټه او اوس یې دننه هم د رژیم پر نه ماتېدونکي تصور شک پیدا کړی. دا یوه ستره ضربه ده».
د اسراییل بریدونو د جمعې او شنبې پر شپو هم دوام درلود، د تهران او نورو ښارونو کلیدي تاسیسات هدف وګرځول شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د ایران ستر مذهبي مشر، ایتالله علي خامنهیي، د جمعې په ورځ سخت دریځ درلود، ویې ویل، « اسرایل جګړه پيل کړې، او یوه تریخ تقدیر ته به ورسېږي».
د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره وايي چې ایران د نهه بمونو د جوړولو لپاره مواد لري.
اټومي انتخاب
د خلیجي څېړنو مرکز مشر عبدالعزیز الساغر وايي ایران اوس په یوه ګوښه حالت کې دی او ډېر محدود انتخابونه لري.
یو انتخاب دا کیدای شي چې په پټه دا ډاډ ورکړي چې د یورانیمو بډاینه به بنده کړي او اټومي وړتیاوې به له منځه یوسي، ځکه علني تسلیمیدل به د کورني غبرګون سبب شي.
بله لاره دا ده چې پټ جنګ ته بېرته وګرځي، لکه څرنګه یې چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د امریکا او اسراییل سفارتونه او پوځي تاسیسات هدف وګرځول.
درېیمه، او تر ټولو خطرناکه لاره دا ده چې د اټومي وسلو نه خپرېدو له تړون څخه ووځي او یورانیم بډایه کول ګړندی کړي.
الساغر خبرداری ورکوي چې دا به د جګړې اعلان وي او نه یوازې داسراییل، بلکې د امریکا او نورو لوېدیزو قدرتونو نړیوال غبرګون به رامنځته کړي.
ټرمپ ویلي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغه د پنجشنبې په ورځ بیا دا خبره تکرار کړه: «ایران باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو هیله پريږدي.»
اوس مهال ایران تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم بډایه کوي، چې د وسلو د جوړولو لپاره اړین ۹۰ سلنې ته نږدې دي. د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره وايي چې ایران د نهه بمونو د جوړولو لپاره مواد لري.
ستره ضربه
د اسراییل بریدونود ایران اټومي تاسیسات، د بالیستیک توغندیو فابریکې، نظامي مشران او اټومي ساینسپوهان هدف ګرځولي. نتنیاهو ویلي دا د یوې اوږدمهالې جګړې پیل دی څو ایران اټومي وسلې جوړې نه کړي.
دوه سیمهییزې سرچینې وايي، لږ تر لږه ۲۰ لوړپوړي ایراني مشران وژل شوي. د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلام، او د فضايي ځواک مشر امیر علي حاجيزاده پکې شامل دي.
د کارنیګي یو تن کارپوه حاج علي رویټرز ته وویل، « دا یو لوی برید و، لوړې څېرې، مشران، د ایران پر نظامي مشرتابه او د توغندیو پروګرام سخت اغېز. بېساری برید و».
سیما شاین، چې مخکې د موساد یوه مشر شنونکې وه او اوس د اسراییل د ملي امنیت د مطالعاتو انستیتوت کې څېړنه کوي، وايي، « د امریکا له همکارۍ پرته به اسرایل په یوازې سر د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو توان ونه لري، نو که امریکا برخه نه وي، زه فکر کوم د ایران د اټومي پروژې یو شمېر برخې به پاتې شي».
یوه لوړپوړي سیمهيیز چارواکي چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، رویټرزته وویل چې د جمعې بریدونو یوازې ستراتیژیک زیان نه دی اړولی، بلکې د ایران مشرتابه یې تر بنسټه ولړزله.
هغه وویل، « سرغړونه اوس په وېره او ناڅرګندتیا بدله شوې. دننه په نظام کې اضطراب زیات شوی، نه یوازې د بهرني ګواښ له امله، بلکې د واک په تړاو اندېښنه هم شته».
یوه پخواني معتدل ایراني چارواکي وویل، چې کله په ۲۰۲۰ کې جنرال قاسم سلیماني د ټرمپ په امر ووژل شو، له همغه وخته رژیم په زوال پیل وکړ. هغه زیاتوي، « له همغه وخت راهیسې، اسلامي جمهوري دولت نشوای کولی خپل سیمهییز نفوذ بېرته ترلاسه کړي او دا برید ښايي د پای پیل وي».
د ایران مشرتابه، چې ځان کم احساسوي، نه غواړي د اسراییلي پوځي فشار په وړاندې ضعیف وبرېښي، او دا چاره د لا زیاتې شخړې امکان زیاتوي ، چې په دې کې پټ بریدونه یا دا خطرناک انتخاب چې ژر تر ژره اټومي وسلې جوړې کړي، هم شامل دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که مظاهرې پيل شي او رژیم له زور څخه کار واخلي، دا به سخته تمامه شي، ځکه خلک له کلونو راهیسې له بندیزونو، انفلاسیون، او سختو ځپنو سره مخ دي.
په یوه ویډیويي وینا کې، چې وروسته له بریدونو خپره شوه، نتنیاهو وویل، « زموږ جګړه له تاسې سره نه ده، بلکې له دې ظالم رژيم سره ده چې تاسې يې ۴۶ کاله ځورولي یاست. زه باور لرم چې ستاسې د ازادۍ ورځ نږدې ده».
دا امید چې رژیم بدلون وکړي، ښايي په دې دلیل هم وي چې اسراییل دومره زیات مشران هدف وګرځول، څو د امنیتي سیستم مرکز ګډوډ کړي.
سیما شاین وايي: « دا کسان ډېر مهم وو، ډېر تجربه لرونکي، د کلونو کار تجربه يې لرله او د رژیم د ثبات، په ځانګړې توګه د امنیتي ثبات مهمه برخه وو».
ایراني دولتي رسنۍ وايي، لږ تر لږه دوه اټومي ساینسپوهان فریدون عباسي او محمد مهدي طهرانچي د تهران په بریدونو کې وژل شوي.
د امپراتورۍ زوال
د ایران تر ټولو قوي سیمهییز متحدحزبالله هم دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی.
د بریدونو له پيل مخکې حزبالله ته نږدې امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي وو، چې دا ډله به د ایران د غچ اخیستلو برخه نه شي، ځکه دا کار به اسراییلي بمبارۍ بیا پر لبنان پیل کړي. تېر کال د حزبالله پر ضد د اسراییل جګړه، دا ډله کمزوري کړه. د مشرتابه ډیرو کسانو وژل، زرګونه جنګیالي له لاسه وتل او جنوبي لبنان او بیروت کې یې مرکزونه له منځه تلل، ددې ډلې لپاره مرګوني ګوزارونه وو.
که ایران او اسرایل مستقیمه جګړه پیل کړي، نو دا جګړه به ژر تر ژره د خلیجي هېوادونو خاورې ته وغځېږي، چې د دواړو تر منځ پراته دي او هلته امریکایي نظامي اډې هم شته.
یو خلیجي چارواکي رویټرز ته ویلي، هغه خلیجي سلطنتونه چې د واشنګټن متحد دي، له بریدونو وروسته یې خپلو ادارو ته دننه لارښوونې کړې دي چې له داسې پاروونکوڅرګندونو ډډه وکړي، چې ښايي ایران پرې غوسه شي.
شنونکي وايي، ټرمپ کولی شي د اسراییل د بریدونو له عواقبو استفاده وکړي څو ایران بېرته د اټومي خبرو مېز ته راولي خو دا ځل به ایران ډېر منزوي وي او ښايي ډېر ژور امتیازات ورکړي.
په ټولنه، کورنۍ، ادارو او حتا مشرتابه کې داسې کسان شته چې که څه هم عمر یې د بلوغ حد ته رسېدلی، خو کړنې، چلند او رواني ځانګړنې یې لا هم ماشومانه بڼه لري. دا ډول اشخاص نه یوازې خپل شخصي ژوند ته ستونزې جوړوي، بلکې له نورو سره د تعامل پر مهال هم منفي اغېز لري.
یوه تصوفي مقوله ده چې وایي:حسنات الابرار سیات المقربین
وایي، د ابرارو ښه کارونه مقربینو ته ګناه ده. دا تصوفي مسله ده خو په عام ژوند کې هم مهمه ده.
په ساده ژبه څه معنا؟
که یو ماشوم په کوڅه کې منډې وهي، خاندي او په لاس کې یې کیله یا ډوډۍ وي او هغه خوري، څوک ورته بد نه وایي ځکه د ماشومانو حرکات، منډه او په روانه خوراک بد نه ښکاري.خو که یو مشر کس چې اوږده ږیره ولري، سپینې جامې په غاړه او قره قولي یا پګړۍ یې پر سر وي، که د ماشوم غوندې مڼډې په کوڅه کې ووهي او په روانه خوراک کوي، ټول ورته بد وایي.
دلته په عمل کې تفاوت نشته خو د موقف او مشرتوب په اساس، د یو انسان مسوولیت او مکلفیت ایجابوي چې د ماشومانو غوندې کارونه، خبرې او اکټونه ونه کړي.
۱. په وړه او ستره هره خبره کې بېځایه او له اندازې زیات احساسي غبرګون ښيي.
۲. هېڅکله د خپلو کړنو مسوولیت نه مني، او همېشه ګناه پر نورو ور اچوي.
۳. د دې پر ځای چې ستونزې راساً حل کړي، دروغ وايي او له واقعیت څخه تېښته کوي.
۴. پر منطقي استدلال تکیه نه کوي، بلکې شخصي توهین، بد رد او بېادبانه خبرې کوي.
۵. د احساساتو کنټرول نه لري؛ ژر قهرېږي او له غوسې سره ناوړه غبرګون ښيي.
۶. له حده زیات د پام غوښتنه کوي او هڅه کوي تل د توجه مرکز پاتې شي.
۷. نور خلک سپک ګڼي، تنګوي، او په قصدي ډول بد چلند ورسره کوي.
۸. ځانغوښتونکي یا نرګسمزاجه ځانګړنې لري، چې پکې ځان تر ټولو غوره ګڼل شامل دي.
۹. د رواني دفاع لپاره له ماشومانه تګلارو لکه انکار، تېروتنې پټول او توجیه کار اخلي.
۱۰. د تېروتنې منل، له هغې زدهکړه او بښنه غوښتل ورته یو سخت او ناشونی کار وي.
د مشرتوب او موقف ساتلو غوښتنه دا ده چې په مشرتوب او موقف باندې څوک ملنډې ونه ووهي. د ماشومانو غوندې اکتونو او یا د نورو فرهنګونو اکتونو او کارونو ته څوک تمدن او ازادي نه وایي ځکه یو شانته نړیوال فرهنګ، کلتور او حتا قوانین په نړۍ کې نشته.
البته بعضي ارزښتونه د انساني فطرت، د ولسونو او هیوادونو تر منځ د تګ او راتګ او انکشاف له امله مشترک دي لکه مینه، عاطفه، زړه سواندیتوب، علم، مرسته کول او داسې نور.
د هرې ټولنې ارزښتونه د بلې ټولنې سره توپیر لري. د یوې ټولنې ارزښت د بلې ټولنې لپاره ارزښت نه شمیرل کیږي. حتا په غرب کې هم د هرې سیمې فرهنګ او کلتور د بلې سیمې سره توپیر لري.
د امریکا په زیاتو ښوونځیو کې د هیوادونو د کلتوري ورځې په نوم نمانځنه لري او ماشومان د هغو هیوادونو جامې اغوندې چې له کومو هیوادونو نه یې پلرونه او نیکونه راغلي وي. د اخترونو لپاره هم په زیاتو ښوونځیو کې رخصت وي.
د مارچ د میاشتې اوولسمه نیټه د ایرش (Irish) فرهنګ ورځ د امریکا متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې نمانځل کیږي. له دې امله موږ باید د خپل هیواد په ښو فرهنګونو وویاړو او د بدو فرهنګونو له ترویج نه ځانونه وساتو.
دې کې شک نشته چې د انسان په فکر او عادتونو کې تغیر راځي خو دا تغیر باید افراطي تغیرات نه وي. افراط او تفریط په ټولو مسایلو کې انسان او ټولنه د خپل مسیر نه منحرف کوي.
دلم بایسکلم په فکري لحاظ د مثبت فکر لپاره ښه خبره ده خو وایي له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه.
په دې توګه د ټولنې او بیلابیلو کمیونټیو د ځینو منل شویو ارزښتونو په مقابل لوري حرکت کول مثبت فکر او مثبت تغییر نشي ایجادولې بلکې دا ډول حرکتونه د دې باعث کیږي چې هم له خپلو نه یو څوک تجرید شي او هم د نورو د فرهنګ او کلتور سره توافق ونشي کولی.
په اخره کې انسان د انزوا حالت ته ځي او د انزوا حالت په شخصي او سیاسي ژوند کې ډیرې نورې رواني او سیاسي ستونزې زیږوي چې هم انسان، هم کورنۍ او هم ټولنې لپاره زیانمن ثابتیدلی شي. د دا ډول کسانو پېژندنه او ورسره د مسلکي او هوښیار چلند تګلاره مهمه ده.
جګړه د ملتونو د هست و نیست د ازموینې صحنه ده؛ خو دا ازموینه یوازې د وسلو او ځواک په تله نه تلل کېږي. جګړه له انسانه یوازې جسمي مقاومت نه غواړي، بلکې رواني، اخلاقي او فکري رهبري هم غواړي.
په دې تورو ورځو کې ملتونه یا پاشل کېږي یا فولادي کېږي او دا توپیر یوازې یو عنصر رامنځته کولی شي چې رهبري بلل کیږي.
افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې د سلطو، اشغالونو، کورنیو جګړو او مقاومتونو قرباني شوی، د داسې یو ملت مثال دی چې جګړه یې تقدیر نه، بلکې تجربه ده؛ خو له ټولو دغو قربانیو، مقاومتونو او خوږو ارمانونو سره - سره یوه ستونزه بیا هم تل پاتې ده — د ریښتیني رهبرۍ نشتوالی.
رهبري او جګړه:
رهبري په عمومي معنا، د خلکو د جهت، موخې او ارزښت لوري ټاکل دي؛ خو کله چې دا کلمه د جګړې په فضا کې تحلیل شي، خپل وزن، ماهیت او مسوولیت زیاتوي. د جګړې په حال کې رهبر یوازې مدیر نه وي، بلکې د وجدان ژباړونکی، د هویت ساتونکی او د باورونو لوری ټاکونکی وي.
رهبر په جګړه کې هغه څوک دی چې د زړونو امید ژوندی ساتي، د وېرې پر وړاندې ثبات ښيي او د ټوپکونو تر غږ لاندې د انسانیت غږ پورته کوي.
د جګړې له ستر فشار سره، رهبري یوه دوه اړخیزه فریضه ده: د ستراتېژي جوړونه او د ارزښتونو ساتنه.
که دا دواړه له یو بل سره همغږي نه وي، جګړه د ملت د قوت پر ځای د زوال لامل ګرځي.
د جګړې پر مهال د رهبرۍ رول
رهبر د جګړې پر مهال یوازې د جنګي پلانونو ترتیب کوونکی نه دی؛ بلکې د ټول ملت رواني او اخلاقي جهت ټاکي.
د جګړې مشرتابه لاندې مسوولیتونه لري
ملي یووالی: جګړه قومونه، ژبې او سیمې ویشي. رهبر باید ملت متحد وساتي.
ارزښتي ثبات: د جګړې پر مهال ارزښتونه اغېزمنېږي؛ رهبر باید د عدالت، کرامت او انساني درناوي دفاع وکړي.
نفسیاتي رهبري: د وېرې، نا امیدۍ او ستړیا پر وړاندې ولس ته امید، هدف او باور ورکړي.
د نړۍوال تصویر تنظیمول: رهبر باید د جګړې عادلانه موخه نړۍوالې ټولنې ته هم روښانه کړي.
د افغانستان د جګړو تاریخي تجربه
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې جګړه یې یوازې یو فصل نه، بلکې اوږد تاریخ دی. له انګریزانو سره جګړې، د شوروي یرغل، کورنۍ شخړې، د طالبانو رژیم او له ۲۰۰۱ وروسته نیابتي جنګونه — دا ټول د ملت د ارادې تر څنګ، د رهبرۍ له ژور ازمېښت سره مل وو.
د احمدشاه ابدالي څخه تر شاه امان الله او معاصرو جهادي قومندانانو او طالبانو پورې، رهبرۍ تل د جګړې برخلیک ټاکلی؛ خو هرکله چې رهبري د ملي شعور، ارزښتونو او د ولس ارادې پر بنسټ ولاړه وه، بریا نږدې شوې او هر کله چې رهبري د شخصي ګټو، تعصب، پردي تکیې یا واکطلبۍ ښکار شوه، ملت ټوټه شوی، مات شوی او د جګړې پر ځای د داخلي وینو د حمام شاهد پاتې شوی.
د افغانستان اوسنی وضعیت او د رهبرۍ بحران
۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې د طالبانو واک ته ستنېدو سره له امریکا او نړۍوالو ځواکونو سره د اوږدې جګړې پای اعلان شو، افغانستان یو ځل بیا د رهبرۍ له تشې سره مخ شو. دا تشه یوازې سیاسي نه وه، بلکې اخلاقي، ارزښتي او ملي وجدان ته یوه لویه ضربه وه. طالب مشرتابه، که څه هم ځان د اسلامي امارت په نامه معرفي کوي؛ خو د ټولشموله رهبرۍ له معیارونو سره نه برابریږي. ولسي ګډون نه شته، قومي توازن له منځه تللی، ښځې له ټولنیز ژوند ایستل شوي، اقلیتونه په ویره کې دي او د ملت اکثریت د چوپتیا، وېرې او بېباورۍ حالت تجربه کوي.
دا ډله په شعوري ډول هڅه کوي چې په افغانانو کې د مذهبي افراطیت تومنه پیاوړې او له معاصر ژوند سره فاصله رامنځته کړي.
د اوسني نظام تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې رهبري یې نه مشروع ده، نه ملي ښکېلتیا لري او نه ولسي باور لري. دا حالت افغانستان د یوه خطرناک رواني او ټولنیز انفجار پر لور بیایي، ځکه چې ملت نه غږ لري، نه استازیتوب او نه د بدلون قانوني لاره.
د مشروعیت له لاسه وتلی نظام
رهبر چې له ولس څخه نه وي، د ملت د وجدان استازولي نه شي کولی. د طالبانو مشرتابه له ټولنیز واقعیت، نړۍوالو اصولو او د رهبرۍ له اصلي تعریفه لرې پاتې شوی. هغوی د وېرې، امر، او استبداد له لارې د کنټرول هڅه کوي، خو د ولس د زړونو تسخیر نشي کولی.
د بقاء لپاره خطر
د افغانستان اوسنی نظام نه د سولې بنسټ لري، نه د پرمختګ لید او نه د بقاء تضمین. په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان بهر ته کډه شوي، کورني اقشار بېباور شوي او نړۍوال باور له منځه تللی، ملت یو ځل بیا د هماغه زوړ سوال سره مخ دی: موږ ته مشر یا رهبر پکار دی، که یواځې واکمن؟
د رهبرۍ کمزوري نقطې او پایلې:
شخصي اجنډاوې د ملي موخو پر وړاندې غالبې شوي.
قومي تعصب د ملي وحدت ځای نیولی.
رهبران د ولس له زړونو نه، بلکې د وسلو له ډبرو راپورته شوي.
د واک ساتنې لپاره د سوله ییزو فرصتونو قرباني شوې.
او د انتقام له لارې د عدل پر ځای، د نفرت دوام ته لاره پرانیستل شوې.
چې د تاریخ له تېرو رهبرانو زده کړه وکړي، نه یې تکرار.
چې د سولې فرصت ضایع نه کړي، بلکې پیاوړی یې کړي.
چې د وینې له لارې نه، بلکې د عدالت له لارې قوت رامنځته کړي.
او د غچ له سیورې نه، بلکې د وژغورلو له احساس سره ملت رهبري کړي.
رهبر هغه څوک نه دی چې جګړه پیل کړي؛ رهبر هغه دی چې د جګړې له منځه ملت ژغوري، ارزښتونه وساتي او د بقاء فلسفه ژوندي وساتي. د افغانستان ملت له جګړو ستړی دی؛ خو له رهبرۍ نه ناهیلی نه دی؛ خو که چېرې رهبري د شعور، عدالت او ملي صداقت پر بنسټ نوې بڼه واخلي.
افغانستان ته هغه رهبر پکار دی چې د جګړې له شور نه د شعور فریاد راوباسي او د وینو له سیوري نه، د انسانیت رڼا پیدا کړي.
د هغې نه وروسته په بلوڅانو کې له پاکستان نه د بیلیدو نهضت زور وموند.
د بلوڅو وسلهوالو ډلو له خوا چریکي جګړه کله کمه او کله زیاته شوه، خو دغې جګړې ادامه پیدا کړه او د پاکستان د پوځ له خوا هم پنځم پوځي عملیات په دوامدار ډول پر مخ ولاړل. د دغو عملیاتو په جریان کې د پاکستان د پوځ استخباراتي څانګو د بلوڅ ځوانانو تری تم کول او د کومې محکمې له پرېکړې پرته وژل پیل کړل. که څه هم د پاکستان پوځ دا کار د بلوڅانو په منځ کې د ویرې خورولو لپاره کاوه، خو له دې سره په بلوڅانو کې د پاکستان پر ضد کرکه او قهر نور هم ژور شو، چې په نتیجه کې یې د بلوڅو ملي مقاومت زور وموند.
د اوسني کال د مارچ په یوولسمه نېټه د بلوچستان د ازادۍ پوځ نومې د بلوڅو بیلتونپالې وسلهوالې ډلې (بی ایل اې) د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس نومی ریل ګاډی او پکې سواره خلک وتښتول. په دغه اورګاډي کې لږ تر لږه ۳۸۰ مسافر موجود وو. په دغو مسافرینو کې ګڼ شمېر هغه پوځیان هم وو چې د اختر لپاره رخصت وو او له بلوچستان نه نورو ایالتونو ته روان وو. د بولان په دره کې د درې ورځو جګړو نه وروسته پاکستاني پوځ وکولای شول چې د جعفر ایکسپریس نومی ریل ګاډی د بی ایل اې له جنګیالیو خلاص کړي، خو بی ایل اې ادعا وکړه چې دوی لږ تر لږه د پاکستان د پوځ دیرش تنه عسکر وژلي دي. دغې پېښې په نړیواله میډیا کې پراخ انعکاس وموند. له دې وروسته بی ایل اې او د بلوڅو نورو بیلتونپالو وسلهوالو ډلو هم د بلوچستان په مختلفو سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه وکړل، چې پاکستاني پوځ پکې درانده تلفات ولیدل.
د سرمچارانو خلاف شپږم عملیات
د پاکستاني پوځ پر ضد وسلهواله مبارزه کې برخهوالو ته بلوڅان په بلوڅۍ ژبه کې "سرمچار" یعنې سرښندونکی وایي.
بلوڅ سرمچاران له تېرو څو کلونو راهیسې په جګړه کې ځانمرګي بریدونه هم کوي. اوس بلوڅ جنګیالي په چریکي بریدونو سربېره اشغالي بریدونه هم کوي. هغوی ځینې قصبې یا ښارګوټی د لږ وخت لپاره اشغال کړي او بیا له پوځ سره اوږدې نښتې وکړي.
پاکستان پر هند تور پورې کوي چې د بلوڅو وسله والو بیلتونخوښو سره مرسته کوي، خو تر اوسه یې د دې تور کوم کوټلی ثبوت نه دی وړاندې کړی. پوځ دا تور د پاکستان په پنجاب ایالت کې د بلوڅو د ملتپال نهضت پر ضد د کرکې د راپارولو لپاره لګوي، ځکه په پنجابیانو کې د هند پر ضد احساسات ژورې ریښې لري.
د مارچ په میاشت کې د جعفر ایکسپریس ریل ګاډي له تښتولو وروسته د پاکستان پوځ د بلوڅو ملتپالو وسله والو ډلو پر ضد نوي او پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې دا په تېرو اته اویا کلونو کې شپږم عملیات دی.
خو په دې خبرې پوهېدل اړین دي چې د پاکستان د پوځ پر ضد د بلوڅانو ملي مقاومت تر وسلهوالې مبارزې پورې محدود نه دی.
دغه نهضت پراخ ولسي بنسټ هم لري. پخوا دغه نهضت د بلوڅو ملتپالو ګوندونو او د بلوڅ محصلینو سازمان "بلوڅ سټوډنټس اورګنایزیشن (بی ایس او)" لهخوا رهبري کېده، خو په کال ۲۰۲۲ کې د "بلوڅ یووالي کمیټې" (BYC) په نوم یو نوی سازمان منځ ته راغلی دی. لکه څنګه چې په دې لیکنه کې وړاندې ویل شوي، د پاکستان پوځ او استخباراتو لهخوا ملتپال سیاسي فعالین تری تم کېږي، د ځینو تری تم شویو کسانو مړي پیدا شي چې له سختې شکنجې وروسته وژل شوي وي، او د ځینو نورو کسانو تر لسو یا پنځلسو کلونو هېڅ درک نه کېږي. کله چې د تری تم شویو خلکو شمېر تر زرو کسانو واوښت، د هغوی کورنیو غړو د دې ناوړه عمل پر ضد احتجاج وکړ او د هغوی د خلاصون غوښتنه یې وکړه. دوی په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې احتجاجي کمپونه جوړ کړل او په نه ستړې کېدونکي توګه یې خپل احتجاج ته ادامه ور کړې ده.
بلوڅ ښځینه معترضانې
په دغو اعتراض کوونکو کې ګڼ شمېر بلوڅانې ښځې هم راووتلې، چې له دې سره دغه نهضت بېساری زور ترلاسه کړ. همدغو سوله ییزو اعتراض کوونکو په کال ۲۰۲۲ کې د بلوڅ یووالي (پیوستون) کمیټه یا په انګلیسي ژبه کې "BYC" په نوم سازمان جوړ کړ. د دغه سازمان مشري تر ډېره د ځوانو ښځو په لاس کې ده. د کمیټې مشره ماهرنګ بلوچ نومېږي. ماهرنګ د طب ډاکتره ده، خو خپل ژوند یې ملي مبارزې ته وقف کړی. د هغې پلار غفار بلوچ د پاکستان د پوځ لهخوا تری تم شوی و او شکنجه شوی جسد یې پیدا شوی و. د ماهرنګ یو ورور هم تری تم شوی دی. دویمه مشره یې سمی دین بلوچ ده چې د هغې پلار ډاکټر دین محمد بلوچ څوارلس کاله وړاندې تری تم شوی دی. سمی دین او د هغې خور مهلب بلوچ له ماشومتوبه د خپل پلار د لټون او خلاصون لپاره مبارزه کوي. دا دواړې خویندې د پوهنتون محصلانې دي. درېیمه مشره ډاکټره صبیحه بلوچ او څلورمه یې بیبو بلوچ ده.
پاکستاني جنرلان د بلوڅانو په منځ کې د "BYC" د رهبري بېساري محبوبیت له امله سخت وارخطا شوي دي، ځکه ماهرنګ بلوچ او د هغې ملګرې چې د بلوڅو په سیمو کې هرې خوا ته ځي، نو لکونه خلک یې هرکلي ته راوځي. د پاکستانی جنرالانو هېڅ تهدید یا اخطار دغه ځوانې ښځې ونه وېرولې او هغوی خپل سوله ییز مقاومت ته دوام ورکړ. دوه میاشتې وړاندې د "BYC" د رهبري غړي د حکومت لهخوا توقیف شول او تر اوسه په بند کې دي. د بلوچستان په هر ګوټ کې د ماهرنګ بلوچ پلویانو احتجاجي مظاهرې وکړې، خو د پاکستان په رسنیو کې د دغو مظاهرو خبرونه پوښښ نه مومي. البته د ماهرنګ بلوچ او د هغې د پلویانو پر ضد له ښکاره دروغو ډک تبلیغات په ورځپاڼو او ټلوېزیونونو کې خپرېږي، خو دا خبره څرګنده ده چې بلوڅ ولس دغو تبلیغاتو ته غوږ نه نیسي.
جالبه دا ده چې کله په افغانستان کې طالبانو جګړه کوله، نو پاکستاني جنرالانو به تل ویل چې جګړه سیاسي ده او دا د[ناټو او امریکا] پوځي عملیاتو له لارې نه حل کېږي، خو اوس چې د دوی پر ضد نارینه او ښځې، ټول بلوڅان سړکونو ته راوتلي، نو دوی پوځي عملیات، جبر او اختناق د سیاسي مسالې حل ګڼي.