د نړۍوال سکون ورځ؛ د نړۍ بې سکونه چاپېریال او روانه درنه جګړه

هر کال د جون ۱۸مه په یو غیر رسمي او طنزي نوم د نړۍوالې وېرې ورځ "International Panic Day" نمانځل کیږي، چې موخه یې د وېرې هېرول او خلک دې هڅول دي چې له اضطراب سره مقابله وکړي، هېر یې کړي او خپل ټول دردونه عادي وګڼي. دا ورځ د سکون د ورځ په نوم هم یادیږي؛ ایا نړۍ د سکون ساه اخلي؟
د دې ورځې موخه دا ده چې خلکو ته وریاد کړي، که وېرې لرئ، اضطراب مو ډېر شوی، یا د ذهني فشار لاندې یاست، نو تم شئ، ژوره ساه واخلئ، ځان ته وخت ورکړئ او دا ومنئ چې اضطراب یوه طبیعي انساني تجربه ده. دا ورځ باید د سکون د پیدا کولو فرصت واوسي؛ یوه ورځ چې انسان په کې ځان ته رجوع کوي او له وېرې سره د مقابلې لارې لټوي.
خو د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۸مه، د نړۍ د امنیت او ثبات له پلوه، تر بل هر وخت ډېره د وېرې ورځ ښکاري. دا ورځ د ارامتیا پر ځای، د بشري اضطراب او ګډوډۍ یو خشن تصویر وړاندې کوي، چې میلیونونه انسانان د مرګ او ژوند تر منځ په یو نازک تار ژوند کوي.
له ایرانه نیولې تر اسراییل او منځني ختیځ، له روسیې نیولې تر اوکراین او ان تر کشمیر او افغانستان د یو مشترک اضطراب لومې غځېدلي دي.
۱. د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه – د منځني ختیځ د امنیت خرابېدل
په وروستیو میاشتو کې د ایران او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی د مخامخ جنګ بڼه غوره کړې ده، له دواړو خواوو نېږدې ۳۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسراییل پر ایران برید وکړ او د جېټ الوتکو او یو لویو توغندیو په وسیله یې د ایران یو شمېر ښارونه بمبار کړل، چې لا هم دا جګړه روانه ده.
بل خوا ایران پر اسراییلي اهدافو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي، د هایپرسونیک توغندي یې استفاده کړي دي او د اسراییل بېلابېلې سیمې یې ویشتې دي.
دا جنګ یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ نه دی، بلکې د ټول منځني ختیځ ثبات یې له خطر سره مخ کړی.
په ورته وخت کې امریکا هم په غیرمستقیم ډول په دغه جګړه کې دخیله ده او روسیې هم په وار - وار پر ایران د اسراییل برید غندلی دی.
د روانې جګړې له امله نېږدې ۸۵ میلیونه ایرانیان، ۹ میلیونه اسراییلیان، په لبنا، سوریه، عراق او غزه کې لږ تر لږه ۷۰ میلیونه انسانان له وېرې او ډار سره ژوند کوي.
سلګونه زره انسانان جبري بې ځایه شوي، میلیونونه نور د ژوند لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی نه لري، په ګڼو سیمو انټرنیټ، برېښنا او نور خدمات تړل شوي.

۲. روسیه او اوکراین – دوامداره جګړه، له ۵۰۰,۰۰۰ زیات قربانیان
د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ راهیسې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه روانه ده. دغې جګړې یوازې د دواړو هېوادونو خلک نه، بلکې ټوله اروپا، نړۍوال اقتصاد او د نړۍ سیاستونه اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۱۴ میلیونه اوکراینیان بېځایه شوي دي. تر ۵۰۰,۰۰۰ ډېر کسان (عسکر او ولسي خلک) وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
دا مهال په اوکراین کې نېږدې ۳۷ میلیونه خلک د جګړې له امله په ویره او اضطراب کې ژوند کوي، چې په ځینو سیمو کې یو شمېر اوکراینیان د ژوندانه لومړنیو اسانتیاو ته اړتیا لري.
همداراز په روسیه کې ۱۴۰ میلیونه انسانان د روانې جګړې له امله په یو نه یو ډول اغېزمن شوي دي. ګڼ یې اجباري عسکرۍ ته اړ شوي، بندیزونه پرې لګېدلي او ځینې یې له داخلي فشار سره مخ شوي دي.

۳. غزه، لبنان او سوریه – د فلسطینیانو انساني ناورین
د غزې محاصره او پر فلسطینیانو بریدونه له ۲۰۲۳ کال راهیسې پراخ شوي دي. د اسراییلي بمبارۍ له امله، غزه نږدې د ژوند له امکان څخه وتلې سیمه ده.
د ۲۰۲۳ د اکټوبر له جګړې راپه دېخوا نږدې ۵۵,۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي .
همدا راز له ۲ میلیونه زیات وګړي د اوبو، برېښنا، خوړواو درملو له کمي سره مخ دي.
ورته حال په لبنان او د سوریې په ځینو سیمو کې هم دی چې خلک لومړنیو بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.
دا مهال په غزه کې ۲.۳ میلیونه وګړي له سختې وېرې سره ژوند کوي. د لبنان په جنوبي سرحدي سیمو کې نېږدې ۴ میلیونه وګړي او په سوریه کې ۱۸ میلیونه وګړي له سخت کړاو څخه تېریږي.

۴. هند او پاکستان – پوله تل د جګړې له سیوري لاندې
هند او پاکستان چې دواړه اټومي وسلې لري، په کشمیر، سیرکریک او نورو برخو کې وخت په وخت پر یو بل د مداخلې تورونه لګوي. د دواړو هېوادونو تر منځ پوله "LoC" یا د کنټرول کرښه، یوه ناارامه سیمه ده چې هلته د جګړې نغارې هر وخت اورېدل کېږي.
د دواړو خواوو څخه نېږدې ۲۰۰ ملکیان او نظامیان وژل او ټپیان شوي دي.
دا مهال د کشمیر دواړو خواوو شا او خوا ۲۰ میلیونه وګړي له وېرې او اضطراب سره ژوند کوي چې له اقتصادي اړخه کمزوري او بشري مرستو ته اړتیا لري.
همدا راز د پاکستان او هند پر پوله په پرتو صوبو کې نېږدې ۴۰ میلیونه نور خلک له تاوتریخوالي سره یو ځای ژوند کوي.
۵. نړۍ واله ویره، رواني فشار او بېثباتي
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د اقلیم بدلون، ټولنیز ناورینونه، بېکاري، مهاجرت او د خوراکي توکو کموالی د نړۍ نږدې ۱ میلیارد وګړي له ذهني، فزیکي او اقتصادي فشار سره مخ کړي.
له افغانستان، سوډان، یمن، کانګو، ایتوپیا، میانمار او نورو ناورینځپلو سیمو هم باید سترګې پټې نه کړو.
دا سیمې هم له سخت بشري کړکېچ، داخلي ګډوډۍ، دېکتاتورۍ او مرګ ژوبلو شاهده ده.
پر نړۍ اقتصادي اغېزې:
- له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا په نړۍ کې د انرژۍ بازارونه بې ثباته شوي، په بیو کې لوړوالی راغلی، د یو شمېر سوداګریزو وچو او بهري لارو امنیت خراب شوی چې له امله یې د نړۍ د انرژۍ بازار له بې ثباتۍ سره مخ کړی دی.
- د سوداګرۍ او پانګوونې نږدې تعطیلات هم د امریکا او اروپا بازارونو کې هم احساس شوي چې یو لوی لامل یې د امریکا په اقتصادي پالیسۍ کې بدلون په ګوته شوی دی.
رواني اغېزې:
راپورونه ښيي چې اضطراب، ذهني فشار او رواني بې ثباتي د بشر په زیاتو برخو کې خپره شوې، چې رامنځته شوی رواني چاپېریال د شلمې پېړۍ له اواخرو سره جوت توپیر لري.
د نړۍوال اقتصادي فورم د راپور پر بنسټ په نړۍ کې شا او خوا ۵۷ سلینه خلک په جنګ کې د نه ښکېلو سیمو کې د اوسېدو سربېره له جګړې او د جګړې له پایلو وېره او اضطراب تجربه کوي.
د سکون ساه که پر نړۍ د ډار خپور شوی څادر؟
په داسې یوه ورځ چې نړۍ باید ژوره ساه واخلي، ارامه شي، انسانان یې خپل ځان ته وخت ورکړي او د خپل ټول کال یوه ورځ سکون احساس کړي، خلک د بمونو، توغندیو، وېرې، بېوسۍ، بېکورۍ او مرګ له وېرې د بې وسۍ ساندې کوي.
د نړۍوال سکون ورځ موږ ته دا رایادوي چې سوله او سکون یوه تفریح نه، بلکې د انسان لومړنی حق دی.
رواني ارامتیا له جګړو، فقر او وېرې سره نه، بلکې له عدالت، انصاف او بشري درناوي سره راځي، چې له بده مرغه په نړۍ کې له منځه تللی.
د نړۍ رهبران باید دا درک کړي چې هره جګړه د میلیونونو انسانانو ارامتیا له منځه وړي؛ نو پس نن د سکون ورځ نه ده؛ بلکې د بشري وجدان د بېدارۍ ورځ ده.