همدا راز ویل شوي چې پاکستان ته باید د مشکوکو خلکو مخنیوی او عملي اقداماتو لپاره مهالوېش جوړېدو په تړاو هم طالبان راپور ورکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې پاکستان له طالبانو غوښتنې، چې د ترهګرو او وسلهوالو ډلو د پناهځایونو او عملیاتو د مخنیوي لپاره دې سملاسي لاس په کار شي.
سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني پلاوي له طالبانو دا هم غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د نفوذ، پلانونو او بریدونو لپاره ونه کارول شي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، د اسلام اباد بله غوښتنه دا ده، چې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو پر ضد پرېکنده عملیات وشي او د دې ډلو هغه غړي دې ونیول شي، چې د تاوتریخوالي پلانونه جوړوي او یا یې عملي کوي.
سرچینه وايي، پاکستان دا غوښتنه هم کړې، چې باید د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د استخباراتي مالوماتو د تبادلې او همغږۍ بهیر پیاوړی شي او په دې ډول د پاکستان ضد جنګي ډلو د نفوذ مخه ونیول شي.
همدا راز ویل شوي، پاکستان له طالبانو غوښتي، چې دوی ته دې پر ډیورنډ کرښه باندې د امنیت لپاره د ښکاره تدابیرو او عملي ګامونو په اړه شفاف راپورونه ورکړل شي. د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، چې له طالبانو دا غوښتنه هم شوې، چې د مشکوکو ډلو یا اشخاصو د ځای پر ځای کېدو او هغوی د کړنو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي.
د سرچینې په وینا، په دې نوملړ کې د پاکستان وروستۍ غوښتنه دا ده، چې د عملي اقداماتو لپاره روښانه او دقیق مهالوېش جوړ او په دې اړه پاکستان ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړل شي.
که څه هم د قطر په غونډه کې ویل شوي و، چې د استانبول غونډه به د هدفونو عملي کولو لپاره میکانیزم ته ځانګړې وي، خو اوس څرګنده شوه، چې پاکستان خپلې اصلي غوښتنې په دې غونډه کې وړاندې کړې.
داسې ښکاري، چې ځينې غوښتنې به طالبان ومني؛ خو عملي کول به یې ورته ګران کار وي. یو دا چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتانه او بلوڅ قبایل پراته دي، جنګي ډلې په اسانۍ کولای شي، چې دواړو غاړو ته واوړي او د خپلې قبیلې په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې پټ شي.
دغه ډول د قطر تر غونډې وروسته طالبانو وویل، چې د ډیورنډ پر کرښه باندې د تاوتریخوالي بشپړ بندېدل امکان نه لري، ځکه چې پاکستاني طالبان د ډیورنډ کرښې هاغه غاړې ته اوسېږي او هلته عملیات کوي.
د قطر ۱۳ ساعته غونډې وښودله، چې هرې غاړې به یو د بل مالومات خپلو مشرانو ته د ټلیفون له لارې ویل او بیا به یې خبرو ته دوام ورکاوه، خو تر دې مهاله مالومه نه ده، چې د طالبانو مشران به په دې غوښتنو کې کومې یې ومني او کومې به یې رد کړي.
دغه ډول دا هم روښانه نه ده، چې طالبانو له پاکستان څخه کومې غوښتنې کړي دي. ایا طالبانو به هم له پاکستان څخه غوښتي وي چې خپله خاوره دې د افغانستان پر ضد نه کاروي. پر اسلام اباد تور دی چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې د افغانستان په ویجاړیو او ناکراریو کې یې لوی لاس درلود او بېلابېلو وختونو کې یې د حکومتونو ضد ډلو ته پناه ځایونه ورکړي وو.