• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د بې‌اسناده افغان کډوالو محدود شمېر ماشومان په ښوونځیو کې شاملوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د ایران کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو رییس اعلان کړی، هغه بې اسناده افغان کډوال، چې تر اوسه له ایران څخه نه دي وتلي، ماشومان یې په ښوونځیو کې د نوم لیکنې لپاره منل کېږي او د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

د ایراف خبري اژانس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو رییس نادر یار احمدي د افغان ماشومانو له څو ښوونځیو لیدنه کړې ده. هغه وویل: «تر دې دمه د ۱۴۰۴ لمریز کال په تعلیمي دوره کې شاوخوا ۳۲۰ زره افغان ماشومانو نوم‌لیکنه کړې ده».

نوموړي زیاته کړه، چې دا فرصت د ټولو بې اسنادو کډوالو لپاره نه دی او یوازې هغه کډوال نوم‌لیکنه کولای شي، چې تر دې دمه له ایران څخه د وتلو زمینه نه ده ورته برابره شوې.

د احمدي په خبره: «د دې کډوالو مالومات د کورنیو چارو وزارت په واک کې دي او له هغوی سره به اړیکه نيسي. د ایران پولیس په ایران کې د طالبانو سفارت ته وايي، چې دې ماشومانو ته پاسپورټونه ورکړي».

د دغه هېواد پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او هېواد څخه د باندې ښوونځیو رییس ډاکټر سلیمي په وینا، یوازې هغه افغانان نومونه لیکلای شي، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري دوی ته معرفي‌ شوي وي.

د تېرو څو میاشتو په بهیر کې خورا ډېر افغان کډوال په ډله‌ییز او جبري ډول له ایران څخه وشړل شول، چې زده کوونکي هم په کې شامل وو. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د دې ماشومانو کورنۍ به د څومره وخت لپاره په ایران کې اوسېدو ته پرېښودل شي، ځکه له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ اوس هم دوام لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی: د افغان ملت پر وړاندې د انساني قاچاق او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصاد رييس لعل محمد منیب غزني کې په یوې غونډه کې وویل، افغانستان د څو لسیزو په اوږدو کې د ډېرو بریدګرو د ماتې ځای پاتې شوی او په وینا یې اوس د افغان ملت پر وړاندې د انساني قاچاق او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده.

لعل محمد منیب د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) په غزني کې د «ولسونو، اتحاد، اسلامي نظام بقا او هوساینې» تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل: «اوس د افغان ملت پر وړاندې د او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده. افغان ملت باید ویښ او هوښیار پاتې شي او په کلک عزم سره دا جګړه وګټي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو د طالبانو له لوري پر ټولنیز ژوند د محدودیتونو د لګولو او په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د مخنیوي او همداراز د بېکارۍ او فقر له امله نورو هېوادنو ته په مرګونو او ناقانونو لارو مخه کړې ده.

اخوا، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده بیا د تېر کال د مرغومې میاشتې په ۲۱مه د انساني قاچاق په اړه په نوي شپږماده‌ییز فرمان کې خپلو امنیتي او کشفي ادارو ته امر وکړ، چې انساني قاچاقبر تعقیب او هغوی بندیان کړي.

مولوي هبت‌الله ویلي، چې انساني قاچاق یو «غېرشرعي» عمل دی او په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې دا ستونزه موجوده ده.

د طالبانو مشر د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زدکړو، اطلاعاتو او فرهنګ، امربالمعروف او نهې عن المنکر، سرحدونو او قبایلو او مخابراتو وزارتونو ته امر کړی، چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي کړنلارې جوړې او عملي کړي.

دا چې یادو وزارتونو د خپل مشر دغه فرمان په بشپړ ډول عملي کړی او که نه، تر اوسه په کره توګه روښانه نه ده.

علي‌رضا بېکدلي: هڅه کوو هغه توکي چې له نورو هېوادونو واردوو، له افغانستان څخه یې وارد کړو

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي وايي، تهران هڅه کوي ځینې هغه توکي چې پخوا به یې له نورو هېوادونو واردول، اوس له افغانستانه وارد کړي. ایران غواړي د پیل لپاره له افغانستان څخه غوښه، پنبه او ځینې کرنیز محصولات وارد کړي.

علي‌رضا بېکدلي د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر د ترسره شوي سفر د پایلو په تړاو ویلي، له طالبانو سره هوکړه شوې «ځينې هغه سوداګریز توکي چې پخوا به مو له نورو سیمو راواردول، د افغانستان د چمتووالي په صورت کې به له دغه هېواده راوارد کړو. د پیل لپاره غوښه، پنبه او ځينې کرنیز محصولات د هدف په توګه مشخص شوي دي.»

بېکدلي زیاته کړې، تهران هڅه کوي چې له افغانستان سره په سوداګرۍ او کاني برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره لارې چارې جوړې کړي او په وینا یې، که په کاني برخو کې د همکاریو نوې هوکړې وشي، نو ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

هغه وايي: «د دغې هوکړې بنسټ به زموږ د هېواد د کانونو برخو کې د ښکېلو ادارو او افغانستان تر منځ نوې همکارۍ وي او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي.»

د نوموړي په وینا، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر له سفر وروسته د دواړو لوریو تر منځ د پلاویو تګ راتګ پیل شوی او زیاتوي: «په کور دننه باید له افغانستان څخه د ځینو توکو د واردولو لپاره باید بودجه ځانګړې شي او همداراز د یادو محصولاتو د ساتنې او قرنطینې لپاره تاسیسات جوړ شي.»

هغه وايي، طالبانو په دې برخه کې دوه میاشتنۍ موده ټاکلې څو په دې برخه کې د شته ظرفیتونو راپور ورکړل شي او زیاتوي: «موږ په پوره جدیت سره دغه موضوع څارو او هیله‌مند یو چې د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون په غونډه کې چې ډېر ژر به د کابل په کوربتوب جوړه شي، د دغو تحرکاتو د پایلو شاهدان واوسو.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تلې میاشت کې وویل، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې شمېر کې یوازې ۱۳ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادرات او یو میلیارد او ۶۱۳ میلیونه یې واردات دي.

ایران ته په صادراتو کې تر ډېره سُرب، پنبه، سره ممیز، غېرالکولي مشروبات، د سبزیجاتو تخمونه، بادام، کاني ډبرې، پروسس شوې شوکاڼې او کښته او له ایران څخه بیا په وارداتو کې تر ډېره ډېزل، پټرول، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، سمنټ، اهن‌چادر، کتان او هګۍ شامل دي.

یوه افغانه نجلۍ د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ځوانو مشرانو په ډله کې شامله شوه

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۶ GMT+۱

یوه ځوانه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ۲۰۲۵ کال د ۱۷ ځوانو مشرانو په ډله کې شامله شوې ده. نیلا ابراهیمي تېر کال د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه تر لاسه کړې وه.

نیلا ابراهیمي وویل، چې هغه به تر راتلونکو دوو کلونو له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او هڅه به کوي، چې د افغان نجونو غږ نړۍ ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ځوانانو دفتر د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) د ۲۰۲۵ کال د دغو ځوانو مشرانو نوملړ خپور کړ او زیاته یې کړه، چې دا کسان د نړۍ له ۱۵۰ څخه زیاتو هېوادونو او له ۳۳ زره غوښتنلیکونو څخه غوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ځوان مشران د دې سازمان د بېلابېلو برخو په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا ۱۷ مشران د ۱۶ تر ۳۳ کلونو ترمنځ عمر لري، چې په کې بنسټګر، ټولنیز فعالان، د سولې ملاتړي او سوداګر شامل دي.

ملګري ملتونه وایي، دا ځوان مشران د جنسیت د برابرۍ، د بشري حقونو د دفاع، د اقلیم بدلون، سولې، امنیت او د دوامدار پرمختګ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

نیلا ابراهیمي په انسټاګرام کې په خپل یوه یادښت کې لیکلي دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به له ملګرو ملتونو او د هغې له شریکانو سره د دوامدار پرمختګ د موخو د پلي کولو لپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړې، چې په دې لاره کې به هڅه کوي څو د افغان نجونو غږ نړۍ ته ورسوي او د کیسې ویلو له نړۍوالو بنسټونو سره د همکارۍ او ټولنیزو فعالیتونو له لارې به د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

ملګري ملتونه وایي، چې نیلا ابراهیمي د نجونو د زده‌ کړې ملاتړې ده او «د هغې کیسه» په نوم د یوې موسسې بنسټګره او مشره ده. هغې تېر کال په لړم میاشت کې د ۴۷ هېوادونو له ۱۶۵ نوماندانو څخه د ماشومانو د نړۍوالې سولې معتبره جایزه وګټله. 

نصیر احمد فایق: طالبانو ثابته کړې چې د افغانستان د تاریخي حافظې دوښمنان دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون په انګړ کې د دري ژبې شاعر او لیکوال خلیل‌الله خلیلي د قبر ویجاړول وغندل او زیاته یې کړه، چې طالبانو په دې ډول کړنو سره ثابته کړې، چې د افغانستان د تاریخي حافظې اصلي دوښمنان دي.

طالبانو د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) د کابل پوهنتون په انګړ کې د دري ژبې شاعر او لیکوال خلیل‌الله خلیلي قبر ویجاړ کړ. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د شنبې ورځې ناوخته (د لړم ۳مه) په خپله اېکس پاڼه کې د طالبانو دغه اقدام د افغانستان د قومي تنوع، تمدن، کلتور او هویت پر وړاندې د دغې ډلې د دوښمنۍ څرګندونه بللې ده.

نصیر احمد فایق د طالبانو دغه چاره تصادفي نه بولي او زیاتوي: «طالبانو د بامیان له بودا نیولې بیا د استاد خلیلي تر مقبرې، دا ثابته کړې چې د ملي ارزښتونو، کلتور او د افغانستان د تاریخي حافظې اصلي دوښمنان دي.»

د فایق په باور، د طالبانو دغه ډول کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې «طالب» او «طالبانیزم» په افغانستان کې ملي او ولسي رېښې نه‌لري او دغه ډله پر افغانانو تپل شوې ده.

خلیل‌الله خلیلي یو له نومتو شاعرانو او لیکوالانو و، چې د ۱۳۶۶ کال په پسرلي کې د پاکستان په اسلام‌اباد کې وفات شو او ۱۳۹۱ کال کې یې جسد له پاکستان څخه کابل ته راولېږدول شو او د هغه وخت د وزیرانو شورا د پرېکړې له‌مخې، د کابل پوهنتون په انګړ کې د سید جمال الدین افغان مقبرې ته نږدې ښخ شو.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه وضاحت نه دی ورکړی.

شاپور حسنزوی: طالبانو د یوې دسیسې له مخې په ناحقه بندي کړی وم

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۲ GMT+۱

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسنزوی وایي، چې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي عمومي مشر ساتونکو د یوې دسیسې له مخې په ناحقه بندي کړی وو. نوموړی وايي، چې د غږ پورته کولو په اړه طالبانو ورته بې شمېره اخطارونه ورکړي دي.

شاپور حسنزوی د شنبې په شپه (د لړم ۳مه) په خپلې فېسبوک پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: «د تخنیکي او مسلکي عمومي مشر ساتونکو زما د کور مخې ته زما موټرچلوونکی په ناحقه وواهه او بهانه یې لټوله، تر څو زما بې‌عزتي وکړي او زه یې ناحقه بندي کړم.»

دا په داسې حال کې ده، چې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په شخصي جامو کې څو وسله‌وال کسان له موټر څخه ښکته کېږي، یو کس په زور موټر ته پورته کوي او وهي یې.

حسنزوی وايي، چې ستونزه یې د طالب مشرانو سره هم شریکه کړې؛ خو چا یې غږ نه دی اورېدلی او نه یې هم همکاري ورسره کړې.

هغه زیاتوي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو له خوا ورته اخطارونه ورکړل شوي، تر څو غږ پورته نه کړي.

نوموړی ټينګار کوي، چې هېڅ زور به یې له حق ویلو منعه نه کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د یادولو ده، چې شاپور حسنزوی تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو له خوا زنداني شوی.