د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو په تړاو د طالبانو د مشر له امر وروسته د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر وايي، پر یاد سیند د بندونو د جوړولو په تړاو له یو شمېر شرکتونو سره خبرې شوي، خو ځينې یې بیا له لېوالتیا سره سره له هېڅ ډول ځواب ورکړې ورکېږي.
د طالبانو مشر همدا څو ورځې مخکې د خپلې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر ته امر وکړ چې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو چارې چې هر څومره ژر ممکن وي، پیل کړي.
ملا هبت الله سپارښتنه کړې چې نور دې بهرنیو شرکتونه ته انتظار نه کوي او تړونونه دې له کورنیو شرکتونو سره وکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د جمهوري نظام پر مهال د شته اسنادو لهمخې پاکستان موافقه ښودلې چې د کونړ پر سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي او په وینا یې پاکستان هم خپل مطالعات کړي او په دې چارې سره ضرر نهکوي.
عبداللطیف منصور زیاتوي، «موږ مصمم یو. موږ له څو شرکتونو سره ډېر مخته ولاړو، خو متاسفانه بعضې شرکتونه راشي خبرې وکړي، بیا مثبت یا منفي ځواب نه راکوي. که موږ وتوانېږو بل چاته نه ګورو، موږ داسې یوه طرحه جوړوو چې څرنګه افغان سرمایه ګذارانو ته دعوت ورکړو چې راشي دلته سرمایه ګذاري وکړي هغوی هم ګټه وکړي او دغه بندونه هم جوړ شي.»
نوموړی په ډاګه وايي، د دوی د مطالعاتو لهمخې د کونړ د سیند اوبه د افغانانو دي او باید د دوی په ګټه هم استعمال شي او په وینا یې، د دغه سیند اوبه هېڅ لوري ته نه منحرفېږي یوازې ترې استفاده کېږي او بېرته همدغه سیند ته بهېږي.
د تاریخي روایتونو لهمخې، د کونړ سیند ته «راسا سیند» ویل شوی، خو اوس د کونړ پر سیند شهرت لري. دغه سیند د شرقي هندوکش له «بروغېل تنګي» او د نورستان له غرونو سرچینه اخلي او بیا د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام کې د پښتونخوا له «چترال» سیند سره یو ځای کېږي.
د دغه سیند اوبه بیا د کونړ له ناړۍ، غازي اباد، اسمار او شیګل ولسوالیو تېرېږي او بیا د پېچ درې کوچنی سیند ورسره یو ځای بهېږي.
په کونړ کې د دغو اوبو اندازه ۱۸۰۰ میلیارد متر مکعب اوبو ته رسېږي او په کونړ کې د ۴۸۰ کیلومتره په مزل سره بیا په ننګرهار کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي او همداسې د ننګرهار له کامې، ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو تېرېږي او له ډیورند کرښې په اوښتو سره پېښور ته رسېږي.
د اوبو د چارو کارپوهانو په وینا، د کونړ د سیند اوبو سرعت ډېر او کابو د کال په ټولو موسمونو کې ثابت دی او پرته له دې چې د اوبو پر کمیت او کیفیت څه اغېز وکړي په هرو لسګونه کیلومترو کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړېدو ظرفیت لري.
د تخنیکي څېړنو پر بنسټ، د کونړ سیند اوبه په هره ثانیه کې په اعظمي ډول ۲۳۵۰ متر مکعب او په کمه اندازه ۱۴۹ متر مکعب بهېږي او تر اوسه په شال او څاګي سیمو کې د دوو بندونو لپاره پلان طرحه شوی او هر یو یې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، دمګړۍ هېواد اوبه د شاوخوا ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري په داسې حال کې چې د افغانستان لږ تر لږه ۵ زره مېګاواټه او حد اکثر تر ۷ زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، نو د یادو ظرفیتونو په ګټنې سره افغانستان د برېښنا پر صادرېدونکي هېواد بدلېدای شي.
د کونړ پر سیند په اسعد اباد ښار کې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د مناګي په نوم د برېښنا بند جوړ شوی او په هغه وخت کې تر ۷۵۰ کیلو واټه برښنا د تولید ظرفیت درلود.
په ۱۳۹۲ کال کې د جمهوري نظام پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د ۹ اعشاریه ۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲ اعشاریه ۱ مېګاواټ برېښنا ته د یاد بند د برېښنا د تولیدي ظرفیت د لوړولو په موخه کار پیل شو او شاخوا ۹ کاله وروسته بشپړ شو خو لا هم ځینې تخنیکي ستونزې لري.
د اوبو چارو کارپوهان وايي، په هېواد کې د اوبو په مدیریت او مهارېدو سره د برېښنا له تولید او سمسورتیا سربېره، کرنه او د کبانو د روزنې سکټور هم غوړېږي او همداراز د صنعتي پارکونو په پراخېدو سره یو زیات شمېر هېوادوالو ته کاري زمینې هم برابرېږي.
پر کونړ سیند د بندونو د جوړولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه حساسه مساله ګڼل کېږي. د دغه سیند لویه برخه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او وروسته د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي او هلته هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله د کونړ د بندونو د جوړولو طرحې وړاندې شوې، خو د ناامنیو، تخنیکي ننګونو او د پاکستان له فشارونو سره یو ځای د حکومتونو د کمزورۍ له امله عملي نه شوې.
شننونکي وايي، که د کونړ پر سیند بندونه جوړ شي، دا به نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره ګټور وي، بلکې د افغانستان د اوبو د خپلواک مدیریت لپاره به یو ستر ګام وي، خو په ورته وخت کې دا اقدام به یو ځل بیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا شته او له دې منځه تر ۴۰۰ مېګاواټه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او پاتې نور یې له ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په کال کې د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت را واردېږي.