• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو له استازو سره په ترکیه کې د خبرو لپاره پاکستان خپل پلاوی ټاکلی دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۱

ځينې سرچینې وایي، چې د طالبانو سره د دوحې هوکړې په تعقیب په ترکیه کې د خبرو لپاره د پاکستان له خوا پلاوی ټاکل شوی دی. د سرچینو په وینا، په یاد پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ هم یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌ کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند او د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان فدرالي عوایدو اداره: پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو توکو تصفیه لا هم ځنډېدلې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي عوایدو اداره وايي، د اکتوبر میاشتي له ۱۲ نیټې څخه تر اوسه د امنیتي اندېښنو له کبله د توکو تصفیه په تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډه کې ځندېدلې ده. دغه ادارې ویلي، چې د ترانزیټ سوداګرۍ بهیر په ډیره کمه اندازه پيل شوی دی.

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د دواړو خواوو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو وروسته، د افغانستان سره په لویو لارو کې د صادراتو او وارداتو ګمرکي تصفیه ځنډول شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د امنیتي‌اندېښنو له کبله د تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې په مرکزونو کې د ګمرک فعالیتونه بند شوي دي.

ډیری کارکوونکي په موقت ډول مرکزي دفتر ته لیږدول شوي، خو محدود شمېر تفتیش کوونکي او امنیتي سرتېري لا هم په همدې مرکزونو کې شته تر څو د وضعیت د عادي کېدو سره سم د سوداګرۍ تګ راتګ بیرته پيل او کارونه شروع کړي.

د فدرالي عوایدو ادارې ویلي، د شمالي سیمې د ګمرکونو ټول هغه وارداتي بارونه چې د بندېدو څخه مخکې رسیدلي وو تصفیه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې په ګمرکونو کې، ټولټال ۳۶۳ وارداتي موټرونه چې د توکو اسناد یې ثبت کړې وې تصفیه شوي دي.»

تورخم، چې د شمالي سیمې ترټولو بوخته سوداګریزه لاره ده، شاوخوا ۲۵۵ صادراتي او ۲۴ وارداتي موټرونه په ټرمینل کې ولاړ دي، پداسې حال کې چې ۲۰۰ نور د جمرود- لنډي کوتل سړک په اوږدو کې بند پاتې دي.

د چمن په لار کې د پنځو وارداتي او پنځویشت صادراتي وسایطو تصفیه لا هم پاتې ده، ځکه سوداګر او صادروونکي لا تر اوسه سندونه نه دي ثبت کړي. له دې سره نږدې ۵۰۰ نور وسایط، چې د افغانستان د ترانزیت مالونه لېږدوي، هم د تورخم او چمن په لارو کې د تصفیې انتظار باسي.

پاکستان د لسو ورځو د بندېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ بهیر په جزوي ډول بېرته پیل کړ.

مهاجر فراهي: له ایران څخه راستانه شویو ۱۳ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۱

ایران په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغانان په زوره له دغه هېواده وشړل، چې ډېری یې اقتصادي کډوال و او په بېرته راستنېدو سره له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي. د هرات د والي مرستیال وايي، د دغه ولایت صنعتي ښارګوټي ۱۳ زره دغو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د روان کال په جون میاشت کې له اسراییل سره د ایران له جګړې وروسته تهران په یو مخیز ډول د افغانانو د اېستلو پرېکړه وکړه او ورسره په لنډه موده کې شاوخوا یو میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ولېږدول شول.

په دغو رالېږدول شویو افغانانو کې ډېری یې اقتصادي کډوال و او په بېرته راتګ سره له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د سرپناه د نه‌لرلو تر څنګ خواړه هم په ډېرې سختۍ سره پیدا کوي.

په ورته مهال کې د هرات د والي مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د دغه ولایت صنعتي ښارګوټي له ایران څخه له یادو راستانه شویو ۱۳ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

فراهي وايي، «دا هغه شمېر دی چې د دوی لخوا مسقیم ثبت شوي کېدای شي، ډېری نور هم داسې کسان وي چې له رسمي ثبت پرته همدلته پر کار شوي وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس له فقر سره لاس او ګرېوان دي او په هېواد کې د کاري زمینو د نشتوالي له امله اړ دي چې د مزدورۍ لپاره په مرګونو او ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته مخه کړي.

د راپورونو له‌مخې، طالبانو په دې وروستیو کې د تنقیص په نوم په دولتي ادارو کې له دندو د نورو مامورینو د لرې کولو بهیر هم پیل کړ او په دې سره په هېواد کې د بې روزګاره کسانو شمېر څو برابره لوړ شو.

د طالبانو پلاوی د دوحې د تړون د تعقیب لپاره ترکیې ته ولاړ

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته په سفر ولاړ، څو له پاکستاني پلاوي سره د دوحې د توافقنامې په تعقیب خبرې وکړي.

مجاهد پر اېکس پاڼې لیکلي:«د طالبانو له خوا له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې د توافقنامې په تعقیب د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ یو هییت ترکیې ته روان شو.»

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

نی وايي طالبانو د افغانستان ازادې رسنۍ د له منځه وړلو تر پولو رسولي دي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د افغانستان ازادې رسنۍ د تبلیغاتي موخو او ناوړه استفادې له لارې د له منځه تلو تر پولو رسولي دي.

د رسنیو د ملاتړ دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې طالبان خپل ټول تبلیغاتي پروګرامونه د ازادو رسنیو له لارې په زور او جبر خپروي.

اعلامیه زیاتوي:«ټول خصوصي ټلویزیونونه، راډیوګانې او خبرې ادارې اوس د طالبانو له خوا د باختر اژانس او ملي ټلویزیون په څېر کنټرولیږي. د طالبانو له اجازې پرته هېڅ داسې مسایل نه خپریږي، چې د دې ډلې په زیان وي.»

په جلا وطنۍ کې د نی ادارې ویلي، چې د خصوصي رسنیو مسوولین د ویرې او خپلو شخصي او قومي ګټو له امله اړ شوي چې د طالبانو پلانونو پلي کولو ته غاړه کېږدي.

یاده اداره زیاتوي، طالبانو خصوصي رسنیو ته امر کړی، چې په خپلو راپورونو کې د یادې ډلې مشر ته «حفظ الله» پسوند او نورو طالب چارواکو ته هم ورته القاب وکاروي.

په جلا وطنۍ کې د نی ادارې د طالبانو له خوا پر خصوصي رسنیو کنټرول اندېښمنونکی بللی او وايي، چې د طالبانو یادې تګلارې افغان رسنۍ د له منځه تلو تر پولو رسولي دي.



د پاکستان لومړی وزیر وايي د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې پرمختګ ته ژمن دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سیمي د ټرانسپورټ وزیرانو په کنفرانس کې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ په ګډون د لویو پروژو د‌ پرمختګ لپاره د اسلام‌اباد پر ژمنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه پروژې به د هېوادونو ترمنځ اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکړي.

شهباز شریف د جعمې په ورځ په یاد کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل:«موږ د ریل پټلۍ د نښلولو پر پروژې کار کوو، لکه د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ او د اسلام اباد ـ تهران ـ استانبول نښولو. او ما د دې پروژې په اړه د ترکیې د ولسمشر اردوغان او د ایران له ولسمشر پزشکیان سره خبرې کړې دي.»

نوموړي د ټرانس ـ افغان د ریل پټلۍ پروژه د هېوادونو ترمنځ د نښلولو او د سوداګرۍ د بدلون لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو تر څو د یوې لویې اقتصادي لارې په جوړېدو سره منځنۍ اسیا د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل کړي.