• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د طالبانو پلاوی د دوحې د تړون د تعقیب لپاره ترکیې ته ولاړ

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته په سفر ولاړ، څو له پاکستاني پلاوي سره د دوحې د توافقنامې په تعقیب خبرې وکړي.

مجاهد پر اېکس پاڼې لیکلي:«د طالبانو له خوا له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې د توافقنامې په تعقیب د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ یو هییت ترکیې ته روان شو.»

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

نی وايي طالبانو د افغانستان ازادې رسنۍ د له منځه وړلو تر پولو رسولي دي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د افغانستان ازادې رسنۍ د تبلیغاتي موخو او ناوړه استفادې له لارې د له منځه تلو تر پولو رسولي دي.

د رسنیو د ملاتړ دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې طالبان خپل ټول تبلیغاتي پروګرامونه د ازادو رسنیو له لارې په زور او جبر خپروي.

اعلامیه زیاتوي:«ټول خصوصي ټلویزیونونه، راډیوګانې او خبرې ادارې اوس د طالبانو له خوا د باختر اژانس او ملي ټلویزیون په څېر کنټرولیږي. د طالبانو له اجازې پرته هېڅ داسې مسایل نه خپریږي، چې د دې ډلې په زیان وي.»

په جلا وطنۍ کې د نی ادارې ویلي، چې د خصوصي رسنیو مسوولین د ویرې او خپلو شخصي او قومي ګټو له امله اړ شوي چې د طالبانو پلانونو پلي کولو ته غاړه کېږدي.

یاده اداره زیاتوي، طالبانو خصوصي رسنیو ته امر کړی، چې په خپلو راپورونو کې د یادې ډلې مشر ته «حفظ الله» پسوند او نورو طالب چارواکو ته هم ورته القاب وکاروي.

په جلا وطنۍ کې د نی ادارې د طالبانو له خوا پر خصوصي رسنیو کنټرول اندېښمنونکی بللی او وايي، چې د طالبانو یادې تګلارې افغان رسنۍ د له منځه تلو تر پولو رسولي دي.



د پاکستان لومړی وزیر وايي د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې پرمختګ ته ژمن دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سیمي د ټرانسپورټ وزیرانو په کنفرانس کې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ په ګډون د لویو پروژو د‌ پرمختګ لپاره د اسلام‌اباد پر ژمنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه پروژې به د هېوادونو ترمنځ اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکړي.

شهباز شریف د جعمې په ورځ په یاد کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل:«موږ د ریل پټلۍ د نښلولو پر پروژې کار کوو، لکه د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ او د اسلام اباد ـ تهران ـ استانبول نښولو. او ما د دې پروژې په اړه د ترکیې د ولسمشر اردوغان او د ایران له ولسمشر پزشکیان سره خبرې کړې دي.»

نوموړي د ټرانس ـ افغان د ریل پټلۍ پروژه د هېوادونو ترمنځ د نښلولو او د سوداګرۍ د بدلون لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو تر څو د یوې لویې اقتصادي لارې په جوړېدو سره منځنۍ اسیا د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل کړي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت: د شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوو

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د بشري حقونو د څار بنسټ د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو ملاتړ کوي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د بشري حقونو د څار بنسټ وروستۍ راپور بې بنسټه دی.

د یاد وزارت ویاند سیف السلام خېبر ادعا کړې، چې د بشري حقونو سازمانونو ټول فعالیتونه د اسختباراتي موخو لپاره ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې:«د امر بالمعروف وزارت د بیان ازادۍ ته چې د شریعت په چوکاټ او د افغاني کتلور په اصولو برابر وي بشپړ ملاتړ کوي او هغوی ته یې د اسانتیا زمینه برابره کړې ده.»

نوموړي ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د ښځو لپاره د اسلامي حجاب د مراعتولو په شرط کاري زمینه برابره کړې ده.

خېبر ویلي:«په ټول هېواد کې تاسو کتلی شي، چې خوېندو ته په کاري چاپیریال کې زمینه برابره شوي ده او د پخوا په پرتله ځان په ټوله کې ډاډمن کڼي.»

همدارنګه نوموړي ویلي، چې هغو خبریالانو او رسنیو ته هېڅکله د فعالیت اجازه نه ورکوي، چې د یادې ډلې د د اصولو خلاف کار کوي.

د دوو افغان ځوانانو جبري بښنه؛ پر پاکستان دوو نیوکه کوونکو افغان ځوانانو بښنه غوښتې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۹ GMT+۱

په کراچۍ ښار کې مېشت دوه افغان ځوانانو چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر شړلو یې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه، د پولیسو له خوا نیول شوي او له وهلو وروسته یې د بښنې ویډیو خپره کړې ده. په کراچۍ کې یو افغان کډوال وايي چې پولیسو دواړه ځوانان نیولي دي.

د فرهاد په نوم یو افغان ځوان چې په یو دوکان کې مزدور و، په خپل دوکان کې یې د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه او ویډیو یې د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي ثبت او خپره کړې وه.

دویمه ویډیو هم د یو افغان ځوان محب‌الله ده چې د چای‌ په یو هوټل کې کار کوي، هغه هم د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه.

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال امین احمدزي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې فرهاد او محب الله دواړه د کراچۍ د پولیسو له خوا نیول شوي او وهل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې یادو دواړو ځوانانو څخه په جبري ډول بښنه په ویډیويي بڼه ثبت شوې ده.

په خپره شوې ویډیو کې فرهاد ژاړي، د خپلې تېروتنې له امله پښېماني څرګندوي او له پاکستان او خلکو بښنه غواړي.

فرهاد په دغه نوې ویډیو کې ویلي چې "له ما ډېره لویه تېروتنه شوې ده، بښنه غواړم او دا کار به بیا هېڅکله تکرار نه‌شي."

ده د بښنې پر مهال د "پاکستان زنده باد" شعارونه هم ورکړي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو یو بل فعال رسول خان مندیزي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دوی د کراچۍ له پولیسو سره اړیکه نیولې تر څو یاد ځوانان خوشې کړي.

پاکستان: د ډيورنډ کرښې تړل امنیتي اړتیا ده؛ د خلکو ژوند له سوداګرۍ مهم دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه د لارو تړل لنډمهاله اقدام دی، چې د وروستیو امنیتي اندېښنو له امله ترسره شوی. وزارت ټینګار کړی چې له سوداګرۍ د خلکو ژوند او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې په ورځ اسلام اباد کې په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ لپاره د عادي پاکستانيانو د ژوند ژغورل د توکو او سوداګرۍ له تګ راتګ ډېر مهم دي.»

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم د تجارتي لارو تړل به د سوداګرۍ پر بهیر اغېز ولري، خو د خلکو امنیت د حکومت لومړیتوب دی.

ویاند تایید کړه چې د پاکستان او افغانستان د خبرو دویم پړاو به سبا (شنبه) په استانبول کې ترسره شي.

دغه خبرې د اکتوبر پر ۱۹مه په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته کېږي، چې د ده په وینا «د اړیکو د ښه‌والي مثبت ګام» دی.

اندرابي د قطر د منځګړیتوب هڅې «د ستاینې وړ» وبللې او وې ویل: «پاکستان هیله لري چې افغانستان به په خپله خاوره کې چاته د پاکستان پر ضد د فعالیت اجازه ورنه کړي او د اوربند له هوکړې وروسته به د سولې هڅې لا پیاوړې شي.»

ویاند د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د رفع کولو لپاره د وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادۍ غورځنګ، پر وړاندې د باور وړ ګامونه پورته کړي.

هغه وویل، پاکستان تمه لري چې د استانبول په راتلونکې غونډه کې به د څارنې یو باور وړ میکانېزم جوړ شي، څو د افغانستان له خاورې د رامنځته کېدونکو ګواښونو مخه ونیول شي.

د هند د سفارت بېرته پرانیستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویاند وویل، دا د افغانستان او هند ترمنځ داخلي موضوع ده، خو زیاته یې کړه چې «د افغانستان په چارو کې د هند رول په تېرو کې مثبت نه و» او پاکستان د سیمې پرمختګونه له نږدې څاري.

د کونړ سیند پر سر د افغانستان د اعتراضونو په اړه، ویاند وویل پاکستان به د نړیوالو قوانینو له مخې عمل وکړي.

هغه زیاته کړه چې دا ډول مسایل باید د ډېپلوماټیکو لارو او متقابل تفاهم له لارې حل شي، څو د سیمې د همکارۍ فضا زیانمنه نه شي.