د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان کې د سړک جوړونې په پروژو کې سلګونه میلیونه ډالره ضایع شوي

د امریکا د استازو جرګې غړی کوري مېلز وايي، چې په افغانستان کې د سړک جوړونې پر پروژو سلګونه میلیونه ډالره لګول شوي، خو دغه پروژې هېڅ پایلې ته نه دي رسېدلي.

د امریکا د استازو جرګې غړی کوري مېلز وايي، چې په افغانستان کې د سړک جوړونې پر پروژو سلګونه میلیونه ډالره لګول شوي، خو دغه پروژې هېڅ پایلې ته نه دي رسېدلي.
هغه د سېشنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د بهرنیو مرستو په برخه کې د ضایع کېدو، فساد او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه جوړه شوې وه وویل، چې یوازې په یوه پروژه کې ۲۵۹ میلیونه ډالر مصرف شوي، خو دا پروژه هېڅکله بشپړه شوې نه ده.
مېلز زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو مرستو یوه د پام وړ برخه هغو ډلو ته رسېدلې چې د هغه په وینا «د امریکا د خلکو دوښمنان» دي. هغه زیاته کړه: «که د سیمهییزو نادولتي بنسټونو له لارې وي، که د لویو سوداګریزو شرکتونو او یا هم د نړۍوالو سازمانونو له لارې، فرصتطلبو کسانو د کلونو په اوږدو کې د بهرنیو مرستو په نظام کې له شته کمزوریو ناوړه ګټه پورته کړې ده».
د استازو جرګې دغه غړي له افغانستان څخه د خپلې تجربې په یادولو سره وویل، ده له نږدې لیدلي چې قراردادونو لویې ګټې ترلاسه کړې، خو د پام وړ لاسته راوړنې یې نه دي لرلي. هغه ټینګار وکړ: «د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د سړک جوړونې یوې پروژې لپاره ۲۵۹ میلیونه ډالر ولګول شول، خو دا پروژه هېڅکله بشپړه نه شوه».
د هغه په وینا، له ۱۲ کلونو وروسته یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه دغه سړک جوړ شو او ان هغه جوړې شوې برخې هم ډېر ژر ویجاړې شوې.
مېلز زیاته کړه، چې قراردادیانو د کافي څارنې له نشتوالي ګټه پورته کړې او پرته له دې چې پروژې بشپړې کړي، د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې یې ترلاسه کړې دي.
هغه همدارنګه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ځانګړي مفتش د ادارې د ۲۰۲۵ کال راپور ته په اشارې وویل، چې په پای کې یوازې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه پورې مالي مرستې خلکو ته رسېږي او ډېره برخه یې د لګښتونو، بډو او باجاخیستنې په ترڅ کې له منځه ځي.
د نوموړي په وینا، د نړۍ په کچه ترهګرو ډلو هم له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې او له دې لارې یې مالي سرچینې ترلاسه کړې دي. په همدې حال کې، د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې د سرمفتش مرستیال اډم کاپلان په همدې غونډه کې وویل، چې دغه اداره لا هم د لویو درغلیو د قضیو څېړنې ته دوام ورکوي.
هغه د ۵۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوې بډو د قضیې د کشف خبر ورکړ او ویې ویل، چې ملګري ملتونه د امریکا د مرستو د درغلیو اړوند څېړنو کې کله ناکله له دوو کلونو ډېر ځنډ کوي.
کاپلان ټینګار وکړ، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو ساتنه دقیقې څارنې، روڼتیا په راپور ورکولو او د پلي کوونکو بنسټونو بشپړې ارزونې ته اړتیا لري.