• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف علي زرداري د پاکستان د ملي ورځې مراسم لغوه کړل

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سږکال د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د ټولو پوځي مراسمو او غونډو د لغوه کولو امر کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر په مشوره یې په منځني ختیځ کې د تېلو د کړکېچ او په پاکستان کې د تېلو د سپما د اقداماتو په پام کې نیولو سره د ۲۰۲۶ کال د پاکستان د ملي ورځې ټول مراسم او غونډې لغوه کړې.تمه وه، چې د پاکستان ملي ورځ د مارچ په ۲۳مه ترسره شي، خو زرداري ویلي چې په پاکستان کې د تېلو د کمښت له امله دا مراسم د اپرېل تر ۲۸مې نیټې ځنډول شوې دي.دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د تېل لېږد ټکنی شوی دی او د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تېلو د کمښت له امله د سپما برنامې پیل کړي دي او ان د ځینو دولتي ادارو کاري ورځې راکمې کړې دي.



ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د بلوڅ فعالانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د بلوڅ فعالانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې
100%

د بښنې نړیوال سازمان ویلې، نږدې یو کال کېږي چې په پاکستان کې پنځه بلوڅ فعالان لا هم په غیرقانوني ډول تر توقیف لاندې ساتل شوي دي. دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې یاد فعالان سملاسي خوشې کړي.

یاد سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د راپورونو له مخې مهرنگ بلوچ، بیبرگ زهری، بیبو بلوچ، شاه جي صبغت الله او ګلزادي بلوچ د خپلو سوله‌ییزو مدني فعالیتونو له امله په جوړو شویو تورونو سره په توقیف کې ساتل کېږي.

د دغه بنسټ په وینا، یاد فعالان دا مهال د هُدا په زندان کې، چې په کویټه کې موقعیت لري، د زندان دننه په پټه محکمه کې محاکمه کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي چې بندیانو ته مناسب روغتیايي خدمات نه ورکول کېږي او د مهرنګ بلوچ روغتیايي وضعیت په زندان کې پام وړ خراب شوی دی.

یاد بنسټ د بلوچستان له چارواکو غوښتنه کړې چې ټول بلوچ فعالان دې ژر تر ژره خوشې کړي او پر هغوی لګېدلي تورونه دې لغوه کړي.

پاکستان د طالبانو سره د خبرو د بیا پیل غوښتنه رد کړه

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰
پاکستان د طالبانو سره د خبرو د بیا پیل غوښتنه رد کړه
100%

اسلام اباد د چین هڅې رد کړې چې د افغانستان د طالبانو حکومت سره اړیکې ښې کړي او ویلي یې دي چې تر هغه پورې به خپلې اوسني پالیسۍ ته دوام ورکړي، څو طالبان د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه عملي ګامونه پورته نه کړي.

چین په دې وروستیو کې خپل ځانګړی استازی کابل او اسلام آباد ته استولی و، ترڅو د دواړو ګاونډیو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره منځګړيتوب وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.

پاکستاني ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د سرچینو له قوله لیکلي، چې پاکستان د چین د هڅو ارزونه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د موقف پرځای پاتې کېدل او د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې عملي ګامونو نه اخیستل د دې مانع شوي چې اسلام اباد کابل سرهاړیکې عادي کړي. پاکستاني چارواکو چین ته واضح کړې چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي او د دې تضمین پرته به تعامل نه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندراوبي په خپلې هفتنۍ خبري غونډې کې وویل: «د افغانستان په اړه زموږ موقف هماغسې پاتې دی. موږ کابل ته په څرګنده توګه ویلي چې د دوی خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي، او تر هغې چې دا ضمانتونه ترلاسه نه شي، زموږ پالیسي بدلون نه کوي.»

طالبان بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

فطرت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ ټپيان دي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰
فطرت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ ټپيان دي
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست، نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. نوموړي ویلي چې په بریدونو کې د ملکي کسانو کورونه په نښه شوي.

فطرت د دوشنبې په ورځ د (د کب ۲۵مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ او توپونو پر مټ د ملکي کسانو کورونه په نښته کړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان په برید کې تېره شپه د خوست په سپېرې، ځاځي‌ میدان، ګربز او علیشېرو- تریزیو ولسوالیو کې درې ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او ‍۴ ښځې، دوه ماشومان او درې نارینه نور ټپيان شوي دي. د هغه په خبره چې د عامو خلکو یو شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.

فطرت وايي د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په سیمه کې د پاکستان په هاوان مرمۍ برید کې یو کور سوځېدلی او د پکتیکا ولایت په شکین او برمل ولسوالیو کې هم د ملکي کسانو هغه کورنه چې تخلیه شوي و په نښه شوي دي.

طالبانو ویلي چې پاکستان د پکتیکا په شکین ولسوالۍ ۴۳ د هاوان مرمۍ توغولي چې ځاني تلفات نه لري.

د پاکستان اپوزيسیون: پاکستان دې په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰
د پاکستان اپوزيسیون: پاکستان دې په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي
100%

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر او دوو ګوندونو پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د اندېښنې څرګندولو سربېره د روانې شخړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي، پاکستان باید په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي.

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي، د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ او د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د یکشنبې په شپه (د کب ۲۴مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د پاکستان د هوايي بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دوی له دواړو خواوو غوښتي، چې روانه وسله‌واله شخړه سمدستي ودروي او زیاته کړې یې ده: «موږ دا تاوتریخوالی یوه نااعلان شوې جګړه ګڼو چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه په نامتناسب ډول ځپي. دا په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده، چې د دې جګړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي».

یادو پښتنو سیاستوالو خبرداری ورکړی، که پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې ژور بدلون رانه‌ولي، نو روانه جګړه به لا ډېر ولسي وګړي وځپي او همداراز یې په لویو پرېکړو کې د پاکستان د پارلمان پر څنډې کېدو هم نیوکې کړې دي.

دوی ویلي: «د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې له روښانه بدلون پرته، د دې جګړې دوام به د ملکي وګړو ژوند نور هم له خطر سره مخ کړي. موږ همدارنګه په اندېښنې سره یادونه کوو چې پارلمان په هغو پرېکړو کې له پامه غورځول شوی چې د سیمې د خلکو لپاره ناوړه پایلې لري».

دغو سیاستوالو په یاده اعلامیه کې روښانه کړې، چې ترهګري د سیمې محصول نه‌دی، بلکې دغه «ویجاړوونکي ځواکونه» له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د میلیاردونو ډالرو د لګولو له لارې په سیاسي چاپېریال کې داخل شوي دي.

اعلامیه کاږي: «موږ غواړو دا روښانه کړو چې له لسیزو راهیسې افراطیت او ترهګري چې بې‌شمېره بې‌ګناه انسانان یې وژلي، د سیمې د اصلي ټولنې محصول نه‌دي. کافي شواهد شته، چې دغه ویجاړونکي ځواکونه زموږ په سیاسي جوړښت کې د هغو میلیاردونو ډالرو له لارې داخل شوي چې له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي د بنسټونو په جوړولو او ساتلو کې لګول شوي دي».

د دوی په باور، له لسیزو راهیسې پښتانه دا غوښتنه لري چې پاکستان دې د تش په نامه «مخکښ کرښې دولت» رول پای ته ورسوي، په سیمه کې دې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د سولې، ښه ګاونډیتوب او همکارۍ اړیکې پیل شي.

دغو سیاستوالو پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې «امپریالیستي یرغل» بللی او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې ده او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې دا نه یوازې د سیمې د خلکو ژوند او شتمنۍ له منځه وړي، بلکې نړۍواله سوله هم ګواښي.

افراسیاب خټک: د طالبانو له لوري د بې‌پيلوټه الوتکو کارونې پاکستان ته لوی سرخوږی جوړ کړی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰
افراسیاب خټک: د طالبانو له لوري د بې‌پيلوټه الوتکو کارونې پاکستان ته لوی سرخوږی جوړ کړی
100%

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، پر کندهار د پاکستان د تېرې شپې بریدونه له ګواښوونکي پیغام سره سره تر ډېره ننداریز وو. د هغه په وینا، د طالبانو بې‌پيلوټه الوتکو د جګړې څرنګوالی بدل کړی او پاکستان ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

افراسیاب خټک له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، پاکستان پر پښتونخوا، راولپېنډۍ او اسلام‌اباد د طالبانو د بې‌پيلوټه الوتکو د بریدونو او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې تېره شپه په کندهار کې څو سیمې بمبار کړې. ملا یعقوب ویلي وو، که کابل وېشتل کېږي، نو اسلام‌اباد به هم وېشتل کېږي او د خټک په وینا، طالبانو خپله دغه وینا عملي هم کړه.

د افراسیاب خټک په باور، په دې جګړه کې د طالبانو له لوري د بې‌پيلوټه الوتکو کارونه د یو اړخیزې جګړې مسیر بدل کړ او پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

خټک وايي: «پر پاکستان د طالبانو ډرون بریدونو د دغې جګړې مسیر بدل کړی دی. پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی. تر دې مخکې د پاکستان هوايي ځواک له کوم خنډ پرته پر افغانستان بمبار کاوه او بېرته راته، خو طالبانو په لومړیو کې دغه وړتیا [د هوايي بریدونو وړتیا] نه‌درلوده».

دغه پښتون سیاستوال پر کندهار د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه سمبولیک ګڼي او وايي: «د پاکستان دغه وروستي بریدونه اصلا سمبولیک دي، یعنې د کندهار په نښه کول په دې معنا دي چې د طالبانو امیر هلته ژوند کوي او دا یعنې پاکستان غواړي طالبانو ته ګواښ وکړي، که اسلام‌اباد په نښه کوي نو غبرګون به بد وي او پاکستان به په کندهار او کابل کې اهداف په نښه کړي».

افراسیاب خټک په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې په لومړیو کې د طالبانو د جګړې ساحه یوازې د ډیورند کرښې په شاوخوا کې محدوده وه، خو اوس یې د بې‌پيلوټه الوتکو په کارونې سره نظامي تقابل ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا، پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوازې ولسي وګړي وژل شوي او بې‌کوره شوي، خو «طالبانو ته هېڅ زیان نه‌دی رسېدلی».

خټک د پاکستان او طالبانو تر منځ په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې د شویو خبرو پر څرنګوالي په نیوکو سره وویل: «تېرې خبرې د پاکستان د ای‌اېس‌ای او د طالبانو د استخباراتو او نظامیانو تر منځ وې؛ دا مذاکرات نه‌دي، مذاکرات باید د ډيپلوماټانو او سیاستوالو تر منځ وي».

دغه پښتون سیاستوال خبرداری ورکړ، که د پاکستان هوايي او د طالبانو ډرون بریدونه دوام ومومي نو دواړو هېوادونو ته به ډېرې ستونزې جوړې شي.