• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ یو ځل بیا پر کابل هوایي بریدونه وکړل

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ د دوشنبې شپې له خونړي برید وروسته یو ځل بیا د کابل ځینې برخې بمبار کړې دي. د کابل اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پوځي جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۲ بجې ځینې سیمې بمبار کړې دي. تر اوسه د دغو بمباریو دقیق ځایونه روښانه نه دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې په بریدونو کې د کابل څو سیمې د پاکستان د هوايي بریدونو ښکار شوې. د دغو بریدونو په پایله کې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز اور واخیست، چې د طالبانو په وینا لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په‌کې وژل شوي دي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د طالبانو شمېرې نه دي تایید کړې، خو معتبرو خبري اژانسونو په دې پېښه کې د لږ تر لږه ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰
ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سوزن فرګوسن ویلي، چې په ایران کې د روانو جګړو او کړکېچ له امله افغان ښځې اړې شوې دي، چې له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته ستنې شي. هغې زیاته کړې، دا مېرمنې داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د نوموړې په وینا، دا راستنېدونکې مېرمنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له سخت ناورین سره مخ کېږي، نو ځکه د دوی سازمان هڅه کوي چې دغو کورنیو ته اړینې مرستې برابرې کړي. هغې زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې سرپناه، روغتیايي خدمتونه او خوراکي توکي شامل دي.

د سوزن په وینا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو ته لازم خدمتونه نه وړاندې کېږي. د ملګرو ملتونو دا استازې اندېښنه څرګندوي، چې افغان ښځې په کورنیو کې د مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره هم مخ دي. یو شمېر افغان مېرمنو غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې له مېرمنو سره کېدونکی ناوړه چلند عادي ونه ګڼي او پر وړاندې یې باید جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې په افغانستان کې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ کېږي چې له مخې یې د ښوونځیو له زده‌کړو او کار کولو څخه محرومېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ښځو پر ضد سخت بندیزونه ولګول، پر هغوی یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بندې کړې او د کار کولو بندیز یې هم پرې اعلان کړی دی. یاده دې وي، چې افغان ښځینه فعالانو د طالبانو دغه استبدادي کړنو ته د «جنسي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

بي بي سي تېره شپه له امید مرکز نه د ۳۰ مړو د اېستلو خبر ورکړی

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰
بي بي سي تېره شپه له امید مرکز نه د ۳۰ مړو د اېستلو خبر ورکړی
100%

بي بي سي وايي، ددوی خبریالانو تېره شپه په کابل کې دامید په نوم د معتادینو د درملنې ۲زره بستریز مرکز څخهد راپور پرمهال ولیدل چې د مرکز ځینې برخې لاهم په اور کې وې او ددوی د حضور پرمهال له ۳۰ څخه ډیر جسدونه انتقال شول. په دغه برید کې د ۴۰۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د کابل اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته په سیمه ییز وخت شاوخوا۸:۵۰ بجې وویل چې دوی د یوې جنګي الوتکې د غږ تر اورېدو وروسته په کابل کې لږترلږه دوې زورورې چاودنې واورېدې، چې غږ یې د کابل په ډېرو سیمو کې واورېدل شو.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستان د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز په نښه کړی، چې شاوخووا ۴۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي. په یاد مرکز کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسان درملنه کېده.

پاکستان پر طبي تاسیساتو د برید ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې «په کابل او د ننګرهار ولایت کې یې په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د وسله والو د ملاتړ مرکزونه په نښه کړي دي.»

تر اوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) دفتر په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.

د بشري حقونو فعالانو د دې پېښې په اړه د خپلواکو او بې‌طرفه نړیوالو بنسټونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

محمد نبي عمري: پاکستان له خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژلو پروژه اخیستې ده

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۰
محمد نبي عمري: پاکستان له خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژلو پروژه اخیستې ده
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په کابل کې د پاکستان له خوا د برید په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژولو پروژه اخیستې ده.

محمد نبي عمري پاکستان ته به خطاب کې وویل: «پاکستان که غواړي په خپل هېواد کې امن راولي زموږ ورته مشوره ده چې په خپله خاوره کې د الله کتاب حاکم کړي». د هغه په خبره چې په دې سره به د غلا، تښتونې، غلامۍ، پورونو او وسله والو فعالیتونو خلاص شي.

عمري زیاته کړه چې که پاکستان په خپله خاوره کې د «انګریز او امریکا قانون او غلامي» وي دغه هېواد به هیڅ وخت د ارام ساه وا نه خلي.

نوموړي وروستیو ناامنه پېښو ته په اشاره ویلي چې موږ په هر ډول د خپل ولس دفاع کوو او «څه چې کرې بیا یې رېبلو ته هم فکر وکه»

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ له هغو غوښتې چې ټول وژل شوي په یوه مقبره کې دفن کړي تر څو نسلونو ته د پاکستان «ظلم» یاد وي.

طالبانو د کندز او بامیان له زندانونو ۱۱۱ بندیان ازاد کړل

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰
طالبانو د کندز او بامیان له زندانونو ۱۱۱ بندیان ازاد کړل
100%

د طالبانو حکومت ویلي چې کندز او بامیان له زندانونو خڅه یې ۱۱۱ زندانیان چې د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بند کې وو خوشي کړي دي. له دغه خوشې شویو بندیانو غوښتل شوي چې په راتلونکي کې له جرمونو ډډه وکړي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بندیان د سترې محکمې د ځاګړي حکوم پر بنسټ خوشی شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې له کندز زندان نه ۶۷ بندیان خوشي او د ۵۶ نورو د بند موده کمه شوې.

د طالبانو په خبره چې د بامیان له زندانه هم ۴۴ بندیان خوشي شوي او د ۸ نورو د بند په موده کې کمی راغلی.

طالبانو وايي چې دغه بندیان د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت خوشي کوي.

سارا اډمز: د طالبانو پروپاګنډه د افغانستان حقیقي امنیتي خطرونه پټوي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۰
سارا اډمز: د طالبانو پروپاګنډه د افغانستان حقیقي امنیتي خطرونه پټوي
100%

د امریکا مرکزي استخباراتو سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز، د افغانستان د تازه پېښو په اړه خبرداری ورکړی چې د طالبانو ملاتړ کوونکې رسنۍ او ځینې افراد د القاعده او نورو ترهګریزو شبکو د فعالیتونو حقیقتونه پټوي، او دې پروپاګنډې د امریکا د امنیتي اقداماتو اغېز کمزوری کړی دی.

سارا اډمز د ایکس له لارې ویلي چې ډېر رسنۍ او ژورنالستان په افغانستان کې د طالبانو د رسمي ملاتړ پرته، یوازې د ترهګرو د روایتونو خپرولو ته هڅول کېږي. هغې څرګنده کړې: «هغه کسان چې د طالبانو پروپاګنډه خپروي، تاسو ته د القاعده د پلانونو په اړه دروغ وايي او لوړ پوړو امریکایي چارواکو ته ډاډ ورکوي چې اندېښنه ونه کړي. دا یو لوبه ده، دا د ترهګرو چلونه دي.».

نوموړې ټینګار کړی چې څو کلونه د افغانستان په اړه غلط معلومات خپرېدل، دې چارې د امریکا د پوځي او استخباراتي ادارو کار اغېزمن کړی او په دغه هېواد کې د ترهګرو شبکو د فعالیت مخه نه ده نیولې. هغې زیاته کړې چې د طالبانو د دفاع وزارت او داستخباراتوځینې ترهګرې ډلې د وروستۍ شپې په جریان کې له سختو زیانونو سره مخ شوې، خو اصلي ارزونه د واقعیت او میداني شواهدو پر بنسټ لا پاتې ده، نه هغه څه چې د پروپاګنډې له لارې خپرېږي.

سارا اډمز خبرداری ورکړی چې که د دې ستونزې مستقیمه مقابله ونه شي، د ترهګرو د شبکو، نظریاتو او عملیاتو وړتیا به په دوامداره توګه وده وکړي، په ځانګړې توګه په لویدیځ کې د هغوی ملاتړي او له تعصب ډکې رسنۍ یې ملاتړ کوي.