امریکا د ایران د احتمالي برید له امله خپلې الوتکې او جنګي کښتۍ د منځني ختیځ له اډو لېږدولي

دوو امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د امریکا پوځ خپل یو شمېر جنګي الوتکې او کښتۍ په منځني ختیځ کې له خپلو اډو څخه انتقال کړې دي، ترڅو د ایران له احتمالي بریدونو څخه د زیان مخه ونیسي.

رویټرز د یوه امریکایي چارواکي له قوله همداراز زیاته کړې ده، چې امریکایي جنګي بېړۍ په بحرین کې د پنځم سمندري بېړۍ له ځایه او هغه الوتکې چې په خوندي پناه‌ځایونو کې نه وې، له العدید اډې څخه قطر ته لېږدول شوې دي.