د کډوالو نړۍواله ورځ: هغه افغانه خبریاله چې دوه ځله کډواله شوه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) نویو شمېرو ښودلې چې افغان ښځې یواځې د خپلو اساسي حقونو څخه۱۷.۳ سلنه ګټه اخیستلای شي. د ملګرو ملتونو ښځو ځانګې د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو پر وضعت راپور کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اندېښنې وړ بللي.
د ملګرو ملتونو رسمي ویبپاڼې د زهره نادر په نوم د یوې افغانې خبریالې او د ښځو د حقونو فعالې کیسه راخیستې ده چې دغه تریخ واقعیت یې پخپله تجربه کړی او هغې دوه ځله له طالبانو د تېښتې لپاره له خپل هېواد نه کډه کړې ده.
کله چې طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، زهره نادر چې هغه مهال شپږ کلنه وه، د لومړي ځل لپاره کډواله شوه، د هغې کورنۍ د بامیان ولایت له یوه داسې کلي څخه چې نه یې برېښنا درلوده او نه هم پاکې اوبه ایران ته وتښتېدله، دا سفر د زهره لپاره د موټریز سفرلومړۍ تجربه وه، خو دا موټر د تېښتې لپاره و، نه د چکر لپاره.
په راپور کې راغلي، چې د زهره نادر لپاره په ایران کې هم ژوند اسان نه و. هغې ته د زده کړې اجازه ورنه کړل شوه. مور یې د ښوونځیو له ادارو په زاریو غوښتنه کوله چې لور یې ومني، خو هیچا هم یوه افغانه نجلۍ نه منله.
زهره وایي چې خلکو به په کوڅو کې توهینوله او ورته به یې ویل: «خیرنې افغانې، خپل هېواد ته لاړه شه».
د ملګرو ملتونو د ویبپاڼې راپور زیاتوي، زهره نادر وروسته بیا ځلې افغانستان ته ستنه شوه، هلته یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، او په کابل کې یې د خبریالې په توګه دنده ترسره کوله. له هغې وروسته کاناډا ته لاړه، هلته یې د دوکتورا زده کړې پيل کړې. خو کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال بیا واک ته ورسېدل، زهره یو ځل بیا مجبوره شوه چې بېرته لاړه نه شي، ځکه چې د یوې خبریالې په توګه یې ژوند له ګواښ سره مخ و.
زهره وایي، تر ټولو درنه اندېښنه یې دا ده لکه څنګه چې هغې ته د تعلیم اجازه نه وه، اوس میلیونونه افغانې نجونې هم له ښوونځیو بې برخې دي. «دا واقعا غیر انساني ده چې د یوې ټولنې نیمایي وګړي ځکه له اساسي حقونو محروم شي، چې ښځې دي».
زهره د طالبانو رژیم ته د جنسیت پر بنسټ تبعیض نوم ورکوي، یو داسې نظام چې ښځې له تعلیم، روغتیا، تګ راتګ، او حتی له انساني کرامت څخه بې برخې کوي.
زهره زیاتوي: «دا د ښځو د حقونو تر ټولو لوی بحران دی، او موږ ټول مسول یو چې دا وضعیت نړۍ ته څرګند کړو، د هغو ښځو غږ پورته کړو چې د طالبانو له ظلم څخه تښتي، او یا لا هم د دوی د سختو تګلارو لاندې ژوند کوي.»
زهره وایي، د دې بحران له پراخوالي سره سره، نه یوازې نړیوال غبرګون کم رنګه دی، بلکې د افغانانو غږ هم خاموش شوی دی، په افغانستان کې رسنۍ خپلواکه نه دي. طالبانو خپل څارونکي په کې ځای پر ځای کړي دي چې هېڅ داسې څه خپاره نه شي، کوم چې د دوی له نظره له اسلام سره ټکر ولري.
زهره خبرداری ورکړ چې خلک دې د طالبانو د "اسلامي ارزښتونو" تر نامه لاندې د ښځو د حقونو د پایمالېدو په درواغو مه تېر وځي، ځکه چې هیڅ بل اسلامي هېواد د ښځو سره داسې ظلم نه کوي.
زهره وایي: "هر چېرې چې ظلم وي، هلته مقاومت هم وي. زه پوهېږم، وینم، او له هغو زړورو ښځو سره کار کوم چې هره ورځ د طالبانو پر وړاندې درېږي، راپورونه ورکوي، او د افغانو مېرمنو غږ پورته کوي.
زهره زیاتوي، طالبان کولای شي دروازې وتړي، خو ذهنونه نه شي بندولای او وایي چې د افغانو ښځو زړورتیا او د زده کړو دوام، د ظلم پر وړاندې د بغاوت نښه ده، دا رژیم به تل پاتې نه وي، او مېرمنې باید د هغې ورځې لپاره چمتو وي چې عدالت او ازادي بېرته راوګرځي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانو مېرمنو درانه زیانونه لیدلي او محدودیتونه سره مخ شوي دي. ددغه ډلې واک ته له رسېدو سره د نجونو له پاره له شپږم ټولګي پورته په زده کړو بندیز لګېدلی دی، ښځې له سیاسي مشراکت راګرځول شوي، تفریحي ځایونو ته تګ یې منعه شوی، او همدا رنګه له محرم پرته نشي کولی چې سفر وکړي.