• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند: د امریکا او هند د دفاعي تړون په اړه مو خبر ترلاسه کړی

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي تړون په اړه خبر ترلاسه کړی دی. طاهر اندرابي ویلي، چې دوی پر سیمه باندې د امریکا او هند د دفاعي تړون د اغیزو په اړه بیاکتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې د پاکستان وسله‌ وال ځواکونه د هند د پوځي تمريناتو څارنه کوي او که هند کوم تهاجمي ګام پورته کړي، نو پاکستان به ورته بشپړ او قوي ځواب ورکړي.

طاهر اندرابي وویل، دا پوښتنه باید له هند څخه وشي، چې پاکستان څو هندي جنګي الوتکې نسکورې کړې دي، ځکه حقيقت ښايي د هند لپاره ډېر تریخ وي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان او افغانستان د اړيکو پرمختګ به هند خوشحاله نه کړي، خو د هند خوښي يا ناخوښي د پاکستان لپاره هېڅ ارزښت نه لري.

د یادونې وړ ده، چې امريکا او هند لس کلن دفاعي تړون لاسليک کړی، چې له مخې به د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د جنګي وسايلو د پېرلو او د اسانتياوو د برابرولو لپاره لاره هواره شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

اصف طالبانو ته خبرداری ورکړ که د ټي‌ټي‌پي ملاتړ بند نه کړي د اړیکو عادي کیدل امکان نلري

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر څو چې افغان طالبان د ټی ټي پي له ملاتړ نه لاس نه وي اخیستی، تر هغو به د کابل او اسلام اباد اړیکې عادي نه شي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي په افغانستان کې اوسیږي او پاکستان ته یې د ننوتو مخه باید ونیول شي.

خواجه اصف د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) د پاکستان له جیونیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:«له ګاونډي سره سوله ییزې اړیکې یوازې هغه وخت ممکن دي، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ په بشپړ ډول پای ته نه وي رسیدلي.»

نوموړي د استانبول مذاکراتو ته په اشاره ویلي، که له افغانستان نه پاکستان ته د ټي‌ټي‌پي د ننوتلو لړۍ دوام ولري او مخه یې ونه نیول شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې عملي کول ناممکن دي. خواحه اصف په ټینګار سره وویل:«د پاکستان اساسي غوښتنه د افغانستان له طرفه د ترهګرو هر ډول نفوذ بندول دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره شپه د اسلام اباد او کابل ترمنځ په استانبول کې دویم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل او درېیم پړاو مذاکرات به د نومبر په ۶مه نېټه پیل شي.

پاکستان وايي هیله لري له طالبانو سره راتلونکي پړاو مذاکرات مثبتې پایلې ولري

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د نومبر په ۶مه له طالبانو سره پیلیدونکي درېیم پړاو مذاکرات به مثبته پایله ولري.

طاهر اندرابي د اوونیز رسنیز خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د قطر او ترکیې د منځګړو په شتون کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دویم پړاو مذاکرات تېره شپه په استابول کې پای ته ورسېدل.

نوموړي زیاته کړې:«پاکستان په ښه جذبه او مثبت نیت د استابنول په مذاکراتو کې برخه اخیستې وه.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي، چې اسلام اباد د خپلو څرکندو تګلارو له مخې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دی او هېڅلکه به اجازه ورنه کړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان د شخړې غځولو غوښتونکی نه دی، خو افغان طالبان دې هم د نړیوالو ژمنو له مخې، د ترهګرو پر وړاندې کلک ګامونه پورته کړي.

اندرابي زیاته کړې:«طالبان دې د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو وسله‌والو پر ضد اقدامات وکړي. پاکستان د تېرو څلورو کلونو راهیسې، طالبانو ته د دې ډلو د حضور په اړه باوري معلومات وړاندې کړي دي، خو بیا هم په پاکستان کې د افغانستان له خاورې د ترهګرو بریدو ډېر شوي دي.»

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره شپه په استابنول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات پای ته ورسیدل او درېیم پړاو مذاکرات به د نومبر په شپږمه نېټه پیل شي.

یاده دې وي چې طالبانو تل ویلي چې افغان خاورې به هېڅکله د ګاونډي هېوادونو پر ضد استفاده نه شي.

له پاکستان نه تازه اېستل شوي افغانان شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو لوټلي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې یو تازه ستون شوی افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له چلند او بډو اخیستو نه شکایت کوي. د عبدالکریم په نوم دغه کس وایي، پاکستاني پولیس د دغه هېواد بېلابېلو ایالتونو کې افغانان ځوروي او په زوره ترې پیسې اخلي.

هغه زیاتوي: «له ما یې خپله پیسې واخیستې او زما د اکا زامن یې هم وځورول. زما کور همدا اوس هلته ډک پاتې شوی او زه یې راوویستم.»

تر دې دمخه هم افغان کډوالو په اسلام‌اباد او نورو ایالتونو کې شکایتونه کړي، چې پولیس ان له قانوني اسنادو او ویزو سره، سره دوی نیسي او ترې د پیسو یا بډو اخیستلو ته پلمې جوړوي.

له بل پلوه د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې دوی د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو عملیاتو په تازه څپو کې ۲۱زره او ۹۴۸ افغانان او نور بهرني وګړي له خپل هېواده اېستلي دي. هغه وایي، دې ډله کې ۴۷۶۵ښځې او ۹۵۲۱ ماشومان هم شامل وو.

د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۴۶۴ بهرني وګړي لا هم د ډیپورټ په مرکزونو کې پراته دي او ډېر ژر به واېستل شي. عثمان انور زیاته کړې، چې پاکستان د نورو هېوادونو په څېر د نړۍوالو قوانینو له مخې بې‌اسناده بهرني کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوي.

ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه تر ۷۵۰۰ راټیټه کړه

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه ۷۵۰۰ ته راټیټه کړه. دغه شمېره په امریکا کې د کډوالو د منلو تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.

د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې راغلي، دغه پرېکړه د ټرمپ د هغه پراخې تګلارې یوه برخه ده چې موخه یې د امریکا او نړۍ د کډوالو د تګلارو بیا جوړول دي. په دې پرېکړه کې ټرمپ څرګنده کړې، چې د کډوالو د منلو تمرکز به تر ډېره د سوېلي افریقا پر سپین پوسته لږکیو ورټول وي.

ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه ودرول او ویلي یې و، چې دغه پروګرامونه به هغه مهال بیا پیل شي؛ کله چې دغه پروګرامونه د امریکا د ګټو په چوکاټ کې وي.

په تازه سند کې ټرمپ ویلي، چې اداره به یې د هغو کسانو منلو ارزونه هم وکړي چې «په خپلو هېوادونو کې د ناقانونه یا ناعادلانه تبعیض» قرباني شوي وي. د امریکا د قانون له مخې، سپینه ماڼۍ باید له کانګرس سره د کډوالو د شمېر په اړه سلا مشوره وکړي.

د کانګرس یو شمېر استازو د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه بې‌اعتباره او له اخلاقي پلوه د دفاع وړ نه‌ده بللې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړې، چې د پناه غوښتنې کچه ټیټه کړي او دا تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د کډالو په تړاو د کړنلارو د بدلون جدي هڅه بلل کېږي.

پر ډیورنډ تړلې دروازې؛ افغان کډوال: نه افغانستان ته ستنېدای شو او نه پاکستان کې سرپناه لرو

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۰

نن د ۲۰مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړلې دي او د خلاصېدو په اړه یې کوم څرک نه لیدل کېږي. په پاکستان کې له کورونو اېستل شوي افغان کډوال شکایت کوي، چې نه افغانستان ته ستنېدای شي او نه هم په پاکستان کې سرپناه لري.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی، چې له دې سره ګڼې افغانې کورنۍ بې‌کوره شوې هم دي. په پاکستان کې مېشتې د بشري حقونو یوې فعالې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له درېیو ورځو راهیسې یې کورنۍ بې‌کوره شوې چې له امله یې د خلکو په کورونو کې لالهانده شپې سبا کوي.

هغه وایي:« یو دم د کور څښتن راته ځواب راکړ، چې کور یې تش کړم؛ خو سره له ډېرو هڅو څوک نه حاضرېږي، چې کور راکړي او د تړلو لارو له امله بېرته افغانستان ته هم نه‌شم ستنېدای.»

که څه هم په لنډمهالي ډول د چمن له لارې هغه افغان کورنیو ته چې له پاکستان نه په جبری توګه اېستل کېږي افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي؛ خو دغه لړۍ هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ ده.

د بلوچستان ایالت په چمن کې ځایي خلکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په لنډمهالي ډول د کډوالو پرېښودو د چمن سپین بولدک دروازې ته څېرمه ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده.

د دوی په وینا، هره ورځ سلګونه کورنۍ چمن ته ستنېږي؛ خو دا چې دروازه په یوه ځانګړي وخت کې پرانېستل کېږي، نو دوی اړ دي چې په سړه هوا کې په تمه پاتې شي. د معلوماتو پر بنسټ؛ ډېری کورنۍ چې ماشومان هم په‌کې شامل دي، له بنسټیزو اسانتیاوو پرته ان تر درېیو شپو افغانستان ته د ستنېدو په موخه انتظار کوي.

د پاکستان حکومت په دې اړه لاتراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي. له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي.

د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یو شمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایې ورکړي وو.

که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.