• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډیورنډ تړلې دروازې؛ افغان کډوال: نه افغانستان ته ستنېدای شو او نه پاکستان کې سرپناه لرو

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۰

نن د ۲۰مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړلې دي او د خلاصېدو په اړه یې کوم څرک نه لیدل کېږي. په پاکستان کې له کورونو اېستل شوي افغان کډوال شکایت کوي، چې نه افغانستان ته ستنېدای شي او نه هم په پاکستان کې سرپناه لري.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی، چې له دې سره ګڼې افغانې کورنۍ بې‌کوره شوې هم دي. په پاکستان کې مېشتې د بشري حقونو یوې فعالې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له درېیو ورځو راهیسې یې کورنۍ بې‌کوره شوې چې له امله یې د خلکو په کورونو کې لالهانده شپې سبا کوي.

هغه وایي:« یو دم د کور څښتن راته ځواب راکړ، چې کور یې تش کړم؛ خو سره له ډېرو هڅو څوک نه حاضرېږي، چې کور راکړي او د تړلو لارو له امله بېرته افغانستان ته هم نه‌شم ستنېدای.»

که څه هم په لنډمهالي ډول د چمن له لارې هغه افغان کورنیو ته چې له پاکستان نه په جبری توګه اېستل کېږي افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي؛ خو دغه لړۍ هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ ده.

د بلوچستان ایالت په چمن کې ځایي خلکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په لنډمهالي ډول د کډوالو پرېښودو د چمن سپین بولدک دروازې ته څېرمه ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده.

د دوی په وینا، هره ورځ سلګونه کورنۍ چمن ته ستنېږي؛ خو دا چې دروازه په یوه ځانګړي وخت کې پرانېستل کېږي، نو دوی اړ دي چې په سړه هوا کې په تمه پاتې شي. د معلوماتو پر بنسټ؛ ډېری کورنۍ چې ماشومان هم په‌کې شامل دي، له بنسټیزو اسانتیاوو پرته ان تر درېیو شپو افغانستان ته د ستنېدو په موخه انتظار کوي.

د پاکستان حکومت په دې اړه لاتراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي چې تر بلې خبرتیا به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې تړلې وي. له دې ټولو سره، سره پاکستان په ټولو ښارونو او په ځانګړي ډول پنجاب ایالت کې د افغانانو پر وړاندې عملیات پراخ او چټک کړي.

د پنجاب پولیسو ویلي، د لسګونه افغانانو سربېره د کورونو یو شمېر هغه خاوندان یې هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایې ورکړي وو.

که څه هم تمه کېده، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د خبرو له پای ته رسېدو وروسته به لارې پرانېستل شي؛ خو تر دې دمه لارې تړلې پاتې دي او د دواړه خواوو خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

نثارمحمد یوسفزی؛ د تاجکستان پښتون اتل څوک دی؟

•
•
•

نور کیسې

ذاکر جلالي: د استانبول د خبرو پایله د دواړو هېوادونو د دوه‌ اړخیزو اړیکو راتلونکی ټاکي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول د خبرو پایله د دواړو هېوادونو د دوه‌ اړخیزو اړیکو راتلونکی ټاکي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي: «دواړه لوري باید په رښتینولۍ او هوښیارۍ سره خبرې ترسره کړي، ځکه غیر واقعي تمې د هېچا په ګټه نه‌دي او یوازې د بهیر د اوږدېدو او د پرمختګ د کمزوري کېدو ګواښ رامنځته کوي.»

دغه طالب چارواکي ویلي، د اوربند دوام، د مشرانو په کچه د راتلونکو خبرو هوکړه او د څارنې او ارزونې د مېکانېزم جوړېدل ښيي چې دواړه خواوې د پرمختګ په لور روانې دي او د سولې د بهیر پرمخ وړلو په اړه جدي ژمنتیا لري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خپلمنځي شخړو د حل په موخه د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوې خبرې پرون په رسمي توګه پای ته ورسېدې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي‌ اصولي دريځ په رڼا کې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتی.

نوموړي ویلي، د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتې اړیکې غواړي. مجاهد د استانبول خبرې یوه پېچلې پروسه یاده کړې وه او لیکلي یې و: «بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسایل به تر ارزونې او بحث لاندې نیسي.»

د ښارونو نړۍواله ورځ؛ ملګري ملتونه: افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند مخ په پراخېدو دی

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

نن (د اکټوبر ۳۱مه) د ښارونو نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ له ۲۰۱۳ کال راهیسې نمانځل کېږي او موخه یې دا ده، چې د ښاري ژوند په اړه د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا سربېره هغه ننګونو ته هم پام وشي چې په ښارونو کې د وګړو د ډېرېدو له امله رامنځته کېږي.

ملګري ملتونه وايي، د ښاري ژوند له پراخېدو سره خلک په ښارونو کې له بې‌وزلۍ، نا انډولۍ او بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. د ۲۰۲۵کال لپاره د ښارونو د نړۍوالې ورځ شعار دا دی، چې څنګه ټېکنالوژي او ډیټا کولای شي په ښارونو کې د خلکو لپاره ژوند اسانه کړي.

افغانستان هم د هغه هېوادونو په کتار کې راځي، چې ورځ تر بلې په‌کې خلک د بېلابېلو لاملونو له کبله ښاري ژوند ته مخه کوي. ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند مخ په پراخېدو دی.

وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پرمختیا ادارې ویلي و، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند په پراخېدو دی او تر راتلونکي ۲۰۶۰ زېږدیز کاله پورې به ۵۰سلنه افغانان په ښارونو کې ژوند کوي.

دغه سازمان ویلي، ۱۹۵۰کال کې له هرو شلو کساو یو افغان ښار کې اوسېده؛ خو دغه شمېر اوس هرو څلور کسانو کې یو ته رسېدلی دی. یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ښارونه لا هم د بدلون لپاره په بشپړه توګه چمتو نه‌دي او د ناقانونه ملکیتونو ودانول او پراخېدل یې پر وړاندې له سترو ننګوونو څخه دي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پرمختیا ادارې همداراز ویلي و، چې ښاري کېدنه باید د مثبت بدلون اړخ وګرځی؛ نه دا چې یو ناورین رامنځته کړي او باید د ستونزو حل لارې وموندل شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي، چې له دې امله به د نورو ستونزو ترڅنګ د اقلیم بدلون په برخه کې هم لویې ننګونې رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۳کال د اکټوبر ۳۱مه د ښارونو د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله.

په جرمني کې محکمې یو افغان بریدګر د رواني درملنې مرکز ته د لېږدلو حکم ورکړ

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د جرمني یوې محکمې پرېکړه کړې چې هغه افغان بریدګر، چې تېر کال یې په یوه برید کې یو ماشوم او یو منځني عمر سړی وژلي وو، باید د بند پر ځای د رواني درملنې مرکز ته واستول شي.

دغه بریدګر، چې انعام‌الله نومېږي او ۲۹کاله عمر لري، د رواني ناروغۍ «پارانوییدشیزوفرینیا» په ناروغۍ اخته بلل شوی. د محکمې د متخصصو ډاکټرانو له ارزونې وروسته څرګنده شوې چې نوموړی د خپل عمل د پایلو د درک توان نه‌درلود.

انعام‌الله شاوخوا لس میاشتې مخکې، د سلواغې په درېیمه نېټه، د المان د اشفنبورګ په ښار کې په یوه پارک کې د ماشومانو پر یوې ډلې برید وکړ. په دې برید کې یو دوه کلن هلک او یو ۴۱کلن سړی ووژل شول. همدارنګه، یو دوه کلنه سوریایي نجلۍ، یوه ښوونکې او یو ۷۲کلن سړی ټپیان شول.

د جرمني دقانون له مخې، هغه کسان چې د رواني ناروغۍ له امله د جرم پر مهال د عقل او درک توان له لاسه ورکړي، جزایي مسوولیت نه لرياو د هغوی دوسیه په عادي محکمه کې نه څېړل کېږي. د همدې له مخې، د انعام‌الله پر ضد د ځانګړې قضایي اورېدنې له ترسره کېدو وروسته، د هغه د درملنې پرېکړه وشوه.

ایراني چارواکی: افغانستان د اوبو بندونو په جوړولو سره د ایران د اوبو حق تر پښو لاندې کوي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د پنجشنبه په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د بندونو جوړولو د کافي اوبو د ترلاسه کولو مخه نیولې ده. هغه د شهر ارا نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، ایران د هلمند په تړون کې د ټاکل شوي مقدار په پرتله خورا ټیټ د اوبو حق ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت د طالبانو د ادارې د اوبو حق د نه درناوي لپاره د دلیلونو سره موافق نه دی او دا ردوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغه تړون له مخې، د افغانستان حکومت مکلف دی چې د ایران حق‌اوبه په بشپړ ډول ورکړي. هغه دا هم وویل چې د هلمند د سیند په اړه د «نوي حقوقي چوکاټ» اړتیا شته، که څه هم د یوې بشپړې حقوقي سند جوړول یې اسانه کار ونه باله.

غریب‌آبادي په خپله وینا کې دا هم څرګنده کړه:«ځینې بندونه چې په افغانستان کې جوړ شوي، د دې سبب شوي چې د اوبو بهیر د ایران پر لور راکم شي. د افغان چارواکو نظرونه په دې اړه سره توپیر لري، هغوی د وچکالۍ خبره کوي، خو موږ داسې معلومات او اسناد لرو چې د هغوی ادعاوې سمې نه دي.»

د افغانستان پخواني حکومت د اوبو د سرچینو د مهار لپاره په نیمروز کې د کمال خان بند او په هرات کې د پاشدان بند جوړ کړي وو. ایران ادعا کوي، چې د دغو بندونو جوړېدل د ایران پر لور د اوبو جریان کم کړی دی.

خو د طالبانو چارواکو بیا د «افغانستان د اوبو د مدیریت او مهار» خبره کړې ده او ویلي یې دي چې د ایران حق‌اوبه د تړون له مخې ورکړل شوې دي. د هغوی په وینا ایران ته د اوبو د کموالي لامل د وچکالۍ او د بارانونو د کمښت نتیجه ده، نه د اوبو د بندېدو یا سرغړونې.

افغانستان ایران ته په ماتې ورکولو د اسیا د ځوانانو فوټسال اتلولي‌ خپله کړه

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه. دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبغاړي عباس حیدري د لوبې په لومړۍ نیمایي او علي احمدي د دویمې نیمایي په جریان کې د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

دا د فوټسال په اسیايي سیالیو کې د افغانستان د تاریخ لومړنۍ اتلولي ده.

ایران دوهم مقام ترلاسه کړ، تایلنډ درېیم شو او ازبکستان څلورم مقام خپل کړ.

د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ لوبه د ایران د رسنیو له لوري د شخړو او رواني فشارونو له امله ډېره حساسې شوې وه؛ خو د افغانستان لوبډلې له پایلوبې مخکې هم په سیالیو کې خورا روښانه او بریالۍ لوبې کړې وې.