په جرمني کې محکمې یو افغان بریدګر د رواني درملنې مرکز ته د لېږدلو حکم ورکړ

د جرمني یوې محکمې پرېکړه کړې چې هغه افغان بریدګر، چې تېر کال یې په یوه برید کې یو ماشوم او یو منځني عمر سړی وژلي وو، باید د بند پر ځای د رواني درملنې مرکز ته واستول شي.

د جرمني یوې محکمې پرېکړه کړې چې هغه افغان بریدګر، چې تېر کال یې په یوه برید کې یو ماشوم او یو منځني عمر سړی وژلي وو، باید د بند پر ځای د رواني درملنې مرکز ته واستول شي.
دغه بریدګر، چې انعامالله نومېږي او ۲۹کاله عمر لري، د رواني ناروغۍ «پارانوییدشیزوفرینیا» په ناروغۍ اخته بلل شوی. د محکمې د متخصصو ډاکټرانو له ارزونې وروسته څرګنده شوې چې نوموړی د خپل عمل د پایلو د درک توان نهدرلود.
انعامالله شاوخوا لس میاشتې مخکې، د سلواغې په درېیمه نېټه، د المان د اشفنبورګ په ښار کې په یوه پارک کې د ماشومانو پر یوې ډلې برید وکړ. په دې برید کې یو دوه کلن هلک او یو ۴۱کلن سړی ووژل شول. همدارنګه، یو دوه کلنه سوریایي نجلۍ، یوه ښوونکې او یو ۷۲کلن سړی ټپیان شول.
د جرمني دقانون له مخې، هغه کسان چې د رواني ناروغۍ له امله د جرم پر مهال د عقل او درک توان له لاسه ورکړي، جزایي مسوولیت نه لرياو د هغوی دوسیه په عادي محکمه کې نه څېړل کېږي. د همدې له مخې، د انعامالله پر ضد د ځانګړې قضایي اورېدنې له ترسره کېدو وروسته، د هغه د درملنې پرېکړه وشوه.