• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېتانیا پاچا خپل ورور له درباري لقبونو بې‌ برخې او له شاهي ماڼۍ یې وایست

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

د برتانیا پاچا چارلس له خپل کشر ورور شهزاده انډریو څخه ټول شاهي لقبونه واخیستل او هغه ته یې امر کړی چې د وینډسر ماڼۍ ته نږدې خپل شاهي استوګنځی خالي کړي. دا اقدام د انډریو د جنسي مجرم جیفري اپسټین سره د اړیکو له امله شوی.

شاهي ماڼۍ د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د ملکې الیزابت دوهم زوی او د پاچا ورور ۶۵ کلن انډریو نور د شاهي لقبونو کارولو اجازه نه لري، په دې سره به د یارک ډیوک او اوس به د انډریو ماونټ بیټن-وینډسر په نوم پیژندل کیږي.

انډرو مخکې څو ځله د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ټول تورونه رد کړي وو.

د شاهي ماڼۍ د رسمي اعلامیې له مخې، انډرو دې ته هم مکلف شوی، چې د خپل شانداره استوګنځای رویال لاج د اجارې تړون لغوه کړي، دا ماڼۍ د وېنډزر په شاهي املاکو کې موقعیت لري او هغه اوس باید په ختيځ انګلستان کې یو خصوصي کور ته انتقال شي.

د بکینګهام ماڼۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه خپله د پاچا له لوري شوې او هغه د شاهي کورنۍ د نورو غړو، په تېره بیا د ولیعهد شهزاده ویلیم ملاتړ له ځان سره لري.

شاهي ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي:«دا سزاګانې د انډرو د انکارونو سربېره ضروري وبلل شوې. پاچا او ملکې تل له هغو کسانو سره خپله خواخوږي او همدردي ښودلې ده چې د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې قربانیان یا ژوندي پاتې شوي وي او دا به لا هم دوام ولري.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۵

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

•
•
•

نور کیسې

ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د خبرو ګډه اعلامیه: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مزاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه» په اعلامیه کې راغلي، د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»

د طالبانو او پاکستان د خبرو د پایلې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اوربند د پلي کېدو نور جزیات به د همدې کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د دواړو لوریو د مشرانو په کچه غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.

د استانبول دغه ناستې شاوخوا پنځه ورځي وخت ونیوه چې په دواړو لورو کې یې ديرې ناندرۍ راپارولې وې.

په اعلامیه کې ترکیې او قطر د منځګړو هېوادونو په توګه د دواړو لوریو د فعالې ونډې ستاینه کړې او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د دواړو هېوادونو سره د همکارۍ ژمنه کوي.

په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې.

100%

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي‌اصولي دريځ په رڼا کې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتي.

نوموړي ویلي، چې دوی د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتي اړیکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.

د قطر لومړی وزیر: نړۍ دې له افغانستان سره د هڅوونکي چلند لاره خپله کړي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره دې د بندیزونو پر ځای د تشویق تګلاره غوره کړي.

هغه ویلي: «یوازې د هڅوونکي چلند له لارې کولای شو چې افغانستان ته د سم لوري پر لور لارښونه وکړو.»

ال ثاني زیاته کړې چې طالبان غواړي افغانستان د نړۍ پر وړاندې پرانیزي او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي، طالبان هڅه کوي یو منظم حکومت جوړ کړي او له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې رامنځته کړي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د دریځ په تړاو وویل: « پر ځای د دې چې ووایو د دې کار لپاره به مجازات شئ، باید برعکس ووایو که دا کار وکړۍ، ستاینه او انعام به ترلاسه کړې.»

هغه وایي چې باور لري، هغه ډلې یا هېوادونه چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري، په دې کار سره به بریالي شي.

نوموړي همدارنګه د قطر د منځګړیتوب رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغه هېواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه منځګړیتوب کوي.

بنیامین نتنیاهو: دښمنانو موږ «دوړې» بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.

نتنیاهو لیکلي: « دښمنانو مونږ د مکړۍ جال او ګردونه بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي. مونږ لا هم ولاړ یو، پیاوړي، بریالي، جوړوونکي او جنګیالي یو.»

نتنیاهو په خپل پیغام کې اسراییلي پوځ مخاطب کړې او زیاته کړې یې ده، « تاسې د ایران اساسي محور مات کړ».

هغه همدارنګه ویلي چې اسراییل د پرمختګ او امنیت دواړو لپاره هڅې کوي. د هغه په وینا، په «کریات ګات»سیمه کې به شاوخوا ۲۱زره نوي استوګنځایونه جوړ شي او زرګونه دندې به رامنځته شي، چې دا به د جنوبي سیمو د بیا ودې لامل شي.

سعودي عربستان: د عمرې وېزو نوي مقررات راتلونکې اونۍ عملي کیږي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د عمرې وېزې په اصولو کې نوي بدلونونه اعلان کړي، چې له مخې به یې د وېزې له اجرا وروسته، که عمره کوونکی په ۳۰ ورځو کې سعودي عربستان ته داخل نه شي، وېزه یې په اتومات ډول لغوه کېږي. دا تګلاره به راتلونکې اونۍ نافذه شي.

د نويو مقرراتو له مخې د عمرې وېزې اعتبار د صادرېدو له نېټې څخه د درېیو میاشتو پر ځای یوې میاشتې ته راکم شوی، خو د عمرې له ترسره کولو وروسته د اوسېدو موده به لا هم درې میاشتې پاتې شي.

د سعودي د عمرې او زیارت ملي کمېټې سلاکار وویل، دا پرېکړه د وزارت د هغو تیاریو برخه ده چې موخه یې د عمره‌ کوونکو د شمېر د زیاتوالي منظم مدیریت دی. نوموړي زیاته کړه، تمه کېږي چې د دوبي له پای او د مکې او مدینې د تودوخې له کمېدو وروسته د عمرې زیارتونو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

هغه وویل: «نوي مقررات به د خلکو د ګڼې‌ګوڼې د کنټرول او په حرمین شریفین کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.»

یاده دې وي چې د عمرې له روان فصل راهیسې، چې د جون په لومړیو کې پیل شوی، تر اوسه له څلورو میلیونو زیاتو عمره‌ کوونکو وېزې ترلاسه کړې دي.

امریکا پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت شپږ میاشتې وغځاوه

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۰

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر چابهار بندر د بندیزونو د معافیت موده وغځوله، چې له مخې به یې هند د دغه بندر له لارې خپلې سیمه‌ییزې اقتصادي پروژې جاري ساتي. دغه معافیت هند ته اجازه ورکوي چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال دغه موضوع نن (پنجشنبه، د لړم ۸مه) په نوي ډیلي کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړې ده.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې امریکا د چابهار بندر معافیت لغوه کړی او د بندیزونو پلي کېدل به د تلې په اوومه نېټه عملي شي.

خو دا معافیت هند ته اجازه ورکوي چې د بندر د پراختیا چارې ته دوام ورکړي او له همدې لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.

د ایکونمیک ټایمز د راپور له مخې، هند وتوانېد چې د بندیزونو د معافیت موده له پراخو ډيپلوماټیکو خبرو وروسته وغځوي.

دغه اقدام د هند د سیمه‌ییزې اړیکې د ستراتیژۍ لپاره حیاتي ګڼل کېږي، ځکه دا بندر افغانستان، منځنۍ اسیا او ختیځې روسیې ته د لاسرسي اسانه لاره برابروي.

چابهار بندر د هند د سیمه‌ییزو اړیکو د پلان بنسټیزه برخه ده او د ایران له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم دهلېز ګڼل کېږي.

دغه بندر هند ته دا زمینه برابروي چې له پاکستان پرته له ځمکنۍ لارې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل صادرات ورسوي.

د ۲۰۲۴کال د می په ۱۳مه نېټه، هند له ایران سره د لسو کلونو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د هندي بندرونو نړیوال شرکت د ایران د بندرونو او سمندري سازمان په همکاري د بندر د چلولو چارې پر غاړه لري.

د چابهار بندر له لارې نه یوازې سوداګري، بلکې بشري مرستې هم د افغانستان لپاره استول کېږي.

د هند حکومت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر پر مهال څو امبولانسونه د بشري مرستو په توګه ډالۍ کړل.

د طالبانو ادارې هم د نړیوالو سوداګریزو اړیکو لپاره ددغه بندر کارولو ته لیوالتیا څرګنده کړې، چې ښيي دا پروژه د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو لپاره مهمه ده.

راپورونه ښيي چې ازبکستان، چې د چین د یو کمربند، یوه لار نوښت بدیل لارو په لټه کې دی، د چابهار له لارې د هند له ښکېلتیا ملاتړ کوي. همدارنګه، روسیه هم پلان لري د قزاقستان او ازبکستان له لارې چابهار ته لاسرسی ومومي، څو د اسیا له نورو برخو سره سوداګري پراخه کړي.