بنیامین نتنیاهو: دښمنانو موږ «دوړې» بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.
نتنیاهو لیکلي: « دښمنانو مونږ د مکړۍ جال او ګردونه بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي. مونږ لا هم ولاړ یو، پیاوړي، بریالي، جوړوونکي او جنګیالي یو.»
نتنیاهو په خپل پیغام کې اسراییلي پوځ مخاطب کړې او زیاته کړې یې ده، « تاسې د ایران اساسي محور مات کړ».
هغه همدارنګه ویلي چې اسراییل د پرمختګ او امنیت دواړو لپاره هڅې کوي. د هغه په وینا، په «کریات ګات»سیمه کې به شاوخوا ۲۱زره نوي استوګنځایونه جوړ شي او زرګونه دندې به رامنځته شي، چې دا به د جنوبي سیمو د بیا ودې لامل شي.


د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د عمرې وېزې په اصولو کې نوي بدلونونه اعلان کړي، چې له مخې به یې د وېزې له اجرا وروسته، که عمره کوونکی په ۳۰ ورځو کې سعودي عربستان ته داخل نه شي، وېزه یې په اتومات ډول لغوه کېږي. دا تګلاره به راتلونکې اونۍ نافذه شي.
د نويو مقرراتو له مخې د عمرې وېزې اعتبار د صادرېدو له نېټې څخه د درېیو میاشتو پر ځای یوې میاشتې ته راکم شوی، خو د عمرې له ترسره کولو وروسته د اوسېدو موده به لا هم درې میاشتې پاتې شي.
د سعودي د عمرې او زیارت ملي کمېټې سلاکار وویل، دا پرېکړه د وزارت د هغو تیاریو برخه ده چې موخه یې د عمره کوونکو د شمېر د زیاتوالي منظم مدیریت دی. نوموړي زیاته کړه، تمه کېږي چې د دوبي له پای او د مکې او مدینې د تودوخې له کمېدو وروسته د عمرې زیارتونو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
هغه وویل: «نوي مقررات به د خلکو د ګڼېګوڼې د کنټرول او په حرمین شریفین کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.»
یاده دې وي چې د عمرې له روان فصل راهیسې، چې د جون په لومړیو کې پیل شوی، تر اوسه له څلورو میلیونو زیاتو عمره کوونکو وېزې ترلاسه کړې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر چابهار بندر د بندیزونو د معافیت موده وغځوله، چې له مخې به یې هند د دغه بندر له لارې خپلې سیمهییزې اقتصادي پروژې جاري ساتي. دغه معافیت هند ته اجازه ورکوي چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال دغه موضوع نن (پنجشنبه، د لړم ۸مه) په نوي ډیلي کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړې ده.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې امریکا د چابهار بندر معافیت لغوه کړی او د بندیزونو پلي کېدل به د تلې په اوومه نېټه عملي شي.
خو دا معافیت هند ته اجازه ورکوي چې د بندر د پراختیا چارې ته دوام ورکړي او له همدې لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.
د ایکونمیک ټایمز د راپور له مخې، هند وتوانېد چې د بندیزونو د معافیت موده له پراخو ډيپلوماټیکو خبرو وروسته وغځوي.
دغه اقدام د هند د سیمهییزې اړیکې د ستراتیژۍ لپاره حیاتي ګڼل کېږي، ځکه دا بندر افغانستان، منځنۍ اسیا او ختیځې روسیې ته د لاسرسي اسانه لاره برابروي.
چابهار بندر د هند د سیمهییزو اړیکو د پلان بنسټیزه برخه ده او د ایران له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم دهلېز ګڼل کېږي.
دغه بندر هند ته دا زمینه برابروي چې له پاکستان پرته له ځمکنۍ لارې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل صادرات ورسوي.
د ۲۰۲۴کال د می په ۱۳مه نېټه، هند له ایران سره د لسو کلونو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د هندي بندرونو نړیوال شرکت د ایران د بندرونو او سمندري سازمان په همکاري د بندر د چلولو چارې پر غاړه لري.
د چابهار بندر له لارې نه یوازې سوداګري، بلکې بشري مرستې هم د افغانستان لپاره استول کېږي.
د هند حکومت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر پر مهال څو امبولانسونه د بشري مرستو په توګه ډالۍ کړل.
د طالبانو ادارې هم د نړیوالو سوداګریزو اړیکو لپاره ددغه بندر کارولو ته لیوالتیا څرګنده کړې، چې ښيي دا پروژه د سیمهییزو اقتصادي همکاریو لپاره مهمه ده.
راپورونه ښيي چې ازبکستان، چې د چین د یو کمربند، یوه لار نوښت بدیل لارو په لټه کې دی، د چابهار له لارې د هند له ښکېلتیا ملاتړ کوي. همدارنګه، روسیه هم پلان لري د قزاقستان او ازبکستان له لارې چابهار ته لاسرسی ومومي، څو د اسیا له نورو برخو سره سوداګري پراخه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ نن په سویلي کوریا کې سره ولیدل او دواړو پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو د لا زیاتېدو مخه ونیسي.
ټرمپ او شي د پنجشنبې په ورځ د سویلي کوریا په پلازمېنه کې د اسیا پسیفیک اقتصادي همکارۍد ناستې پر مهال هوکړه وکړه چې تر یوه کاله به سوداګریزه جګړه نه کوي.
دا له ۲۰۱۹ کال را وروسته د دواړو مشرانو لومړۍ مخامخ لیدنه وه.
سره له دې چې دغه هوکړه به د سوداګرو لپاره د موقت وخت لپاره اسانتیاوې راولي، خو د اوسنیو بندیزونو د لرې کولو لپاره کافي ګڼل کیږي او ګڼې شخړې لا هم پر ځای پاتې دي.
د جورج ټاون پوهنتون استاد ډینس وایلدېر، چې دسيایاې او سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا کې یې د چین پر چارو کار کړی الجزیرې ته ویلي: «د دې غونډې څرګندې پایلې به د جګړې موقتي تم کېدل او د لږ وخت لپاره شاتګ وي. دواړو لوریو لا خپلې وسلې نه دي ایښې، خو موافقې ته رسېدلي چې د هوکړې درناوی وکړي.»
د دغه تړون له مخې، چین د نادرو فلزاتو پر صادراتو پلان شوي محدودیتونه ځنډولي او امریکا هم پرېکړه کړې چې پر چینایي توکو د سل سلنه ګمرکي تعرفې پلان لغوه کړي.
ټرمپ وویل، هغه به په فینټانېل پورې تړلې تعرفه له ۲۰سلنې څخه ۱۰سلنې ته راټیټه کړي، وروسته له هغه چې شي ژمنه وکړه "ډېره هڅه به وکړي" څو د دې مصنوعي نشه يي موادو بهیر ودروي.
ټرمپ په الوتکه کې د سویلي کوریا له پرېښودو وروسته وویل: «زه باور لرم هغه به ډېره هڅه وکړي چې له دې نشې څخه رامنځته کېدونکی مرګ ودروي.»
ټرمپ چې له شي سره یې نژدې دوه ساعته ناسته "عجیبه او غوره" وبلله، وویل چې د نادرو فلزاتو موضوع د هوکړې له مخې "حل شوې" ده او دا به هر کال بیا ارزول کېږي.
هغه وویل: "پر نادرو فلزاتو هېڅ خنډ نشته، چین به هم د امریکا له بزګرانو څخه "په زیات مقدار" سویا واخلي.
له دې څرګندونو وروسته، شي وویل دواړه لوري په خبرو کې د ستونزو د حل لپاره یو ګډ تفاهم ته رسېدلي، خو د تړون جزییاتو ته یې اشاره ونه کړه.
د چین ولسمشر له واشنګټن وغوښتل چې "ژر تر ژره د تعقیبي ګامونو لپاره مشخص پلان جوړ کړي" څو دواړه هېوادونه او نړیوال اقتصاد پرې ډاډ ترلاسه کړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت وروسته د تړون ځینې برخې تایید کړې. دغه وزارت زیاته کړه چې امریکا هم منلې چې له چینايي شرکتونو سره اړوند د ټکنالوژۍ محدودیتونه وځنډوي او دواړه هېوادونه به د بندرونو متقابل فیسونه لغوه کړي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې "د حقیقت خلاف" او "د خپل هېواد د ملي دریځ پر ضد" بللې دي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې جګړې د پاکستان د بقا جګړې وې.
سراج الحق په ایکس لیکلي: «د افغانستان جهاد ته منفي رنګ ورکول د هغو میلیونونو مجاهدینو او شهیدانو د قربانیو سپکاوی دی، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې خپلې وینې تویې کړې.»
نوموړي زیاته کړې، که د شوروي اتحاد خبره وه او که د ناټو ځواکونو، د دواړو هدف پاکستان و، خو جګړه د افغانستان دننه روانه وه. هغه ویلي: «په اصل کې دا جګړه د پاکستان د خوندي کولو لپاره وه.»
سراج الحق «غزنوي او غوري» د اسلامي تاریخ اتلان یاد کړي او د هغوی په اړه د غیرمسوولانه ژبې کارول یې د افسوس وړ بللي دي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د یو بل د تورونو پر ځای، د متقابل درناوي، اسلامي ورورولۍ او ګډې سولې او پرمختګ پر بنسټ ولاړې وي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه او د دویمې برخې د کېندنې او ډکولو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.
د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال د یاد کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د قوش تېپې کانال چارې به په خپل وخت بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د قوش تېپې کانال د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره تاریخي فرصت دی او د دغه پروژې د بشپړېدو لپاره به هلې ځلې کوي.
وړاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي و، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.
د ۲۸۰ کیلومټره په اوږدوالي د اوبو د دغه ستر کانال چارې د ۱۴۰۱ کال (د وري په ۱۰مه) پیل شوې، چې د چارواکو په خبره په بشپړېدو به یې درې مېلیونه جریبه كرنيزه ځمكه خړوبه شي.