طالبان: د قوشتېپې کانال د دویمې برخې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه او د دویمې برخې د کېندنې او ډکولو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه او د دویمې برخې د کېندنې او ډکولو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.
د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال د یاد کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د قوش تېپې کانال چارې به په خپل وخت بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د قوش تېپې کانال د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره تاریخي فرصت دی او د دغه پروژې د بشپړېدو لپاره به هلې ځلې کوي.
وړاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي و، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.
د ۲۸۰ کیلومټره په اوږدوالي د اوبو د دغه ستر کانال چارې د ۱۴۰۱ کال (د وري په ۱۰مه) پیل شوې، چې د چارواکو په خبره په بشپړېدو به یې درې مېلیونه جریبه كرنيزه ځمكه خړوبه شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د یوشمېر مهمو صنعتي او کرنیزو سیمو څخه لیدنه کړې ده. هغه ویلي، هڅه کوي چې د یاد هېواد له عصري کرنیز سېسټم څخه په افغانستان کې هم استفاده وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د قزاقستان د ملي اقتصاد وزیر ژومان ګارین هم له نورالدین عزیزي سره ملتیا کوله.
دغه لیدنې د اریس ولایت د مکتارال، شاردارا او کوجهتوغای په سیمو کې ترسره شوې. دغه سیمې د عصري کرنې، مېکانیزه زراعت، کرنیزو تولیداتو او د بدلون یا پروسس صنعتونو له مخې د بېلګې په توګه پېژندل کېږي. خبرپانه کې راغلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر پر مهال له نږدې د قزاقستان د کرنې، اوبو لګونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ پرمختګونه وکتل.
عزیزي د یاد سفر پر مهال ویلي، افغانستان کولای شي د قزاقستان له بریالیو تجربو څخه په کرنه او صنعت کې ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړه: «د قزاقستان ګټورې تجربې او نوې کرنیزه ټېکنالوژي کولای شي، زموږ د هېواد د کرنیزو تولیداتو او اړوندو صنعتونو د ودې لپاره یوه ښه بېلګه وي.»
د سفر په بله برخه کې د افغانستان پلاوي د قزاقستان او ازبکستان له پولې هم لیدنه کړې ده. دواړو لورو د منځنۍ اسیا د نړۍوالو صنعتي همکاریو د مرکز اړوند د ګمرکي او ڼرانزیټي اسانتیاوو په اړه خبرې او نظرونه هم سره تبادله کړي.
خبرپانې لیکي، په دغه لیدنو کې د عصري سکنر سیسټمونو نصبول، د وسایطو د تګ راتګ د چټکې معاینې، د ګمرکونو د اسانتیا او د ټرانزیټ وخت د کمېدو مسایل د خبرو اصلي ټکي وو. دواړو لوریو د سیمهییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا او د افغانستان، قزاقستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو تر منځ د سوداګریز حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی.
عزیزي زیاته کړې: «د دغه سفر اساسي موخه د نوو همکاریو زمینو برابرول، د تجربو تبادله او د قزاقستان د بریالیو اقتصادي بېلګو څخه د افغانستان د دوامداره پرمختګ لپاره ګټه اخیستل دي.» د طالبانو بېلابېلو لوړو پوړو چارواکو په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سفرونه ډېر کړي دي.
د کارپوهانو په وینا؛ طالبان چې اوس په نړۍ کې سخت منزوي شوي، د اړیکو او سوداګرۍ لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورپاتې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې پرون چهارشنبه له ایران او پاکستان نه ۱۲۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۶۲ کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ یادې کورنۍ د سپین بولدک، اسلامکلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې له دغه ستنو شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډیوربنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د تړل کېدو له کبله د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.
وړاندې په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په لنډمهالي ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.
په ورته وخت کې د راپورونو پربنسټ؛ د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله هم سلګونه کورنۍ له څو ورځو راهیسې بندې پاتې دي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې او هره ورځ د سلګونه کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي.

یو روسي چارواکي ګواښ کړی، چې هېواد یې ښايي وېنزویلا او کیوبا ته اټومي توغندي ورکړي او امریکا یې دښمن هېواد بللی دی. په دې اړه په واشنګنټن کې د «ای اېس ډبلیو» په نامه یو څېړنیز مرکز ویلي، په دې ډول امریکا او روسیه دواړه هڅه کوي چې یو بل تر فشار لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه ډونالډ ټرمپ د امریکا دفاع وزارت ته امر کړی چې سملاسي دې د اټومي وسلو ازموینه پیل کړي. نوموړي ویلي، چې دغه اقدام به د امریکا د سیالانو، په ځانګړي ډول د روسیې او چین د ازموینو په کچه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسیې د بوریوېستِنیک په نوم نوی اټومي کروز توغندی په بریالیتوب سره وازمویه.

پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې تر رومیانو وروسته اوس په تېرو څو ورځو کې د پیازو بیې هم په بېسارې توګه لوړې شوې دي. د پیازو بیه چې مخکې له ۱۱۰ تر ۱۲۰ پاکستاني کلدارو پورې وه، اوس د هر کیلو بیه ۲۲۰ کلدارو ته رسېدلې ده.
له اسلاماباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د رومیانو بیه اوس له ۷۰۰ پاکستاني کلدارو بېرته ۲۰۰ ته راټیټه شوې؛ خو بلهخوا د پیازو بیې مخ په لوړېدو روانې دي او غوښتنه یې هم ډېره شوې ده. یاده ورځپاڼه وایي، د خوراکي توکو او سبزیجاتو د لوړو بیو له کبله پاکستانیان اوس اېله د ورځې سودا اخلي او د ډېرې سودا له اخیستو ډډه کوي.
د سبزیو د عمده پلورونکو ټولنې مشر حاجي شاهجهان ویلي، د سند ایالت له تازه فصلونو څخه د پیازو حاصل پیل شوی؛ خو لاهم دغه کچه محدوده ده او تمه کېږي تر راتلونکو درېیو اونیو پورې به دغه حاصلات زیات شي. هغه زیاته کړې، تر هغه وخته به د پیازو بیې ښایي همداسې لوړې پاتې وي.
شاهجهان وویل، چې لږه اندازه پیاز له ایران هم ور وړل کېږي؛ خو د ایران د لوړو بیو او د ګمرکي ځنډ له امله د پاکستان واردات له ستونزو سره مخ دي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سوداګري د ډیورنډ پر کرښه د جګړو له امله بنده شوې؛ بیا له افغانستان څخه هېڅ ډول سبزیجات پاکستان ته نه دي ور وړل شوي.
د نوموړي په خبره: «په تېرو څو ورځو کې د سبزیو په عمده بازارونو کې د پیازو کموالی راغلی، ځکه چې د سند له فصلونو حاصلات ډېر کم دي او له ایران نه بیا واردات محدود دي.» د سزیجاتو د ټولنې د دغه مشر په وینا؛ اوسمهال د لوړو بیو له امله د پاکستان د پیازو صادرات هم درېدلي دي.
کراچۍ کې ځايي کمېشنر هم په بازارونو کې د سبزیجاتو او خوراکي توکو له بیو اندېښنه ښودلې. هلته نرخنامه کې د یو کیلو پیازو بیه ۱۰۴کلدارې ښوول شوې؛ خو په بازارونو کې له ۲۰۰تر ۲۲۰ روپیو پلورل کېږي. همدا راز په پنجاب ایالت کې هم د پیازو له لوړو بیو شکایتونه شوي. هلته نه یوازې ځايي اوسېدونکو؛ بلکې کاروباریانو هم له دې لوړو بیو سر ټکولی.
دغه بیې داسې مهال لوړېږي، چې پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې د تېر کال پرتله سږ کال د پیازو حاصلاتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله د سبزیجاتو او تازه مېوو کاروباریانو ته هم درانه زیانونه اوښتي.
افغانستان انټرنشنل ته د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د انګورو د کاروباریانو او بڼوالو راستول شویو معلوماتو کې شکایتونه شوي، چې د لارو بندېدو له کبله دوی درانه مالي زیانونه لیدلي. بڼوال او کاروباریان وایي، سږ کال یې په تازه مېوو کې درانه زیانونه جبران کړي او که له پاکستان سره لارې همداسې تړلې وي؛ نو حاصلات به یې له لا نورو تاوانونو سره مخ شي.
هممهاله افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې، چې د اسلاماباد او کابل واکمنو په لوی لاس سوداګري د سیاسي کړکېچ قرباني کړې ده. دغه سوداګر وایي، دواړه لوري سوداګر او عام وګړي د دغه کړکېچ قربانیان دي.

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ويلي، چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د دوام لپاره باید پر کابل د واکمنې ډلې ډاډ یو ځل بیا ترلاسه شي؛ څو مذاکرات یو ځل بیا پیل شي. هغه ټینګار کړی، چې د کړکېچ د حل لپاره خبرې یوازینۍ د حل لاره ده.
هغه له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر له هغه دریځ سره همغږی دی چې ګوندې طالبانو سره دې د خبرو له لارې مسایل حل شي. نوموړي زیاته کړې، تر څو چې طالبان په بشپړه توګه راضي نهشي؛ نو مذکرات کومې پایلې ته نه رسېږي. هغه وایي، طالبانو ته باید یو دوه ځله نور هم د خبرو فرصت ورکړل شي.
طالبانو او پاکستان څو اونۍ وړاندې پر ډیورنډ کرښه تر سختو جګړو وروسته بالاخره په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او له هغې وروسته یې روانه اونۍ په استانبول کې مذاکرات پیل کړل. که څه هم دغه مذکرات بېپایلې پای ته رسېدلي؛ خو منځګړي هېوادونه قطر او ترکیه هڅه کوي، چې بیا یې پیل کړي.
اسلاماباد په استانبول کې د طالبانو له پلاوي غوښتي و، چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي؛ خو ویل کېږي طالبانو له دې چارې انکار کړی.
بلخوا طالب پلاوي بیا له پاکستاني لوري په یوې لیکلې مسوده کې غوښتي، چې د داعش وسلهوالې ډلې مرکزونه په پاکستان کې دي او د دوی پر ضد کارول کېږي؛ نو پاکستان دې هم تضمین ورکړي چې خاوره به یې د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.
لا هم روښانه نهده، چې دغه ځنډېدلي مذاکرات به بیا کله پیل شي او هممهاله وېره شته چې ښايي د دواړو لوریو ترمنځ بیا جګړهییز کړکېچ رامنځته شي.
