• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د خبرو ګډه اعلامیه: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مزاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه» په اعلامیه کې راغلي، د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»

د طالبانو او پاکستان د خبرو د پایلې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اوربند د پلي کېدو نور جزیات به د همدې کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د دواړو لوریو د مشرانو په کچه غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.

د استانبول دغه ناستې شاوخوا پنځه ورځي وخت ونیوه چې په دواړو لورو کې یې ديرې ناندرۍ راپارولې وې.

په اعلامیه کې ترکیې او قطر د منځګړو هېوادونو په توګه د دواړو لوریو د فعالې ونډې ستاینه کړې او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د دواړو هېوادونو سره د همکارۍ ژمنه کوي.

په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې.

100%

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي‌اصولي دريځ په رڼا کې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتي.

نوموړي ویلي، چې دوی د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتي اړیکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

د قطر لومړی وزیر: نړۍ دې له افغانستان سره د هڅوونکي چلند لاره خپله کړي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره دې د بندیزونو پر ځای د تشویق تګلاره غوره کړي.

هغه ویلي: «یوازې د هڅوونکي چلند له لارې کولای شو چې افغانستان ته د سم لوري پر لور لارښونه وکړو.»

ال ثاني زیاته کړې چې طالبان غواړي افغانستان د نړۍ پر وړاندې پرانیزي او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي، طالبان هڅه کوي یو منظم حکومت جوړ کړي او له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې رامنځته کړي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د دریځ په تړاو وویل: « پر ځای د دې چې ووایو د دې کار لپاره به مجازات شئ، باید برعکس ووایو که دا کار وکړۍ، ستاینه او انعام به ترلاسه کړې.»

هغه وایي چې باور لري، هغه ډلې یا هېوادونه چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري، په دې کار سره به بریالي شي.

نوموړي همدارنګه د قطر د منځګړیتوب رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغه هېواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه منځګړیتوب کوي.

په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي‌اصولي دريځ په رڼا کې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتی. نوموړي ویلي، د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتي اړیکې غواړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د پای ته رسېدو سره سم ویلي، چې په دې ناسته کې د خپل دريځ سره سم د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غواړي.

نوموړي‌ ویلي، د قطر او ترکیې په غوښتنه ټينګار شوی، چې دواړه خواوي به «دوه اړخیزې د درناوي مثبتو اړیکو، یو د بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د ګواښ نه کولو اصولو ته ژمن وي.»

مجاهد د استانبول خبرې یوه پېچلې پروسه یاده کړې او لیکلي یې دي: «بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسایل به تر ارزونې او بحث لاندې نیسي.»

د پاکستان د دفاع وزیر: د افغانستان نیت خراب دی او د «ټي ټي پي» په موضوع کې اخلاص نه لري

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې ګواکي په ترکیه کې طالب پلاوي ویلي، چې «ټي‌ ټي پي» په اصل کې هغه پاکستاني کډوال دی چې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. نوموړي‌ زیاته کړې، دا یو عجیبه منطق دی او دا توجیبه ښيې، چې افغانستان نیت سم نه دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبه په ورځ (د لړم ۸مه) پر اېکس پاڼه د یوې پوښتنې په ډول لیکلي: «ایا کډوال خپلو کورونو ته د تګ پر مهال په درنو او خطرناکو وسلو سمبال د عمومي‌ لارو پر ځای په غرونو کې له سختو لارو پاکستان ته داخليږي؟.»

د نوموړي‌ په خبره، دا ډول توجیه ثابتوي، چې افغانستان ښه نیت نه لري او په دې موضوع کې هیڅ رښتنی اخلاص نه لري.

د طالبانو پلاوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

مخکي د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي و، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.

هغه دا هم ویلي‌ وه، چې که توندلارې ډلې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته راننوځي او وینه توی کړي، نو اسلام اباد حق لري چې د افغانستان خاورې ته ننوځي.

د نوموړي ورته څرګندونې له سختو غبرګونو سره مخ شوي، نن د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان او د دې ډلې وروستیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې پاکستان خپلې تېروتنې په افغانستان اچوي او له افغانستان څخه غچ اخلي چې دا یوه لویه تېروتنه ده. هغه ویلي چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کیدلای شي.

ذکیم خان وزیر: علي‌ وزیر د سند له سکهر زندان څخه نامعلوم ځای ته وړل شوی

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزې کمېټې غړی ذکیم خان وزیر وايي، چې نن مازدیګر علي وزیر د سند له سکهر زندان څخه نامعلوم ځای ته وړل شوی. هغه زیاته کړې، علي‌ وزیر ته د زیان رسولو مسولین د سند حکومت او د پاکستان استخباراتي ادارې دي.

ذکیم خان وزیر د پنجشنبه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر اوسه معلومه نده، چې علي‌ وزیر چیري وړل شوی دی.

نوموړي له ټولو ملګرو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ګډ غږ پورته کړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی او د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر تېر کال د اګسټ په میاشت کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او لاهم په زندان کې دی.

څه موده وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا سیمه‌ییز دفتر ویلي و، چې د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزیر له یو کال راهیسې له عادلانه محکمې پرته «ناحقه» زنداني دی.

بنیامین نتنیاهو: دښمنانو موږ «دوړې» بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.

نتنیاهو لیکلي: « دښمنانو مونږ د مکړۍ جال او ګردونه بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي. مونږ لا هم ولاړ یو، پیاوړي، بریالي، جوړوونکي او جنګیالي یو.»

نتنیاهو په خپل پیغام کې اسراییلي پوځ مخاطب کړې او زیاته کړې یې ده، « تاسې د ایران اساسي محور مات کړ».

هغه همدارنګه ویلي چې اسراییل د پرمختګ او امنیت دواړو لپاره هڅې کوي. د هغه په وینا، په «کریات ګات»سیمه کې به شاوخوا ۲۱زره نوي استوګنځایونه جوړ شي او زرګونه دندې به رامنځته شي، چې دا به د جنوبي سیمو د بیا ودې لامل شي.