• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه تر ۷۵۰۰ راټیټه کړه

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه ۷۵۰۰ ته راټیټه کړه. دغه شمېره په امریکا کې د کډوالو د منلو تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.

د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې راغلي، دغه پرېکړه د ټرمپ د هغه پراخې تګلارې یوه برخه ده چې موخه یې د امریکا او نړۍ د کډوالو د تګلارو بیا جوړول دي. په دې پرېکړه کې ټرمپ څرګنده کړې، چې د کډوالو د منلو تمرکز به تر ډېره د سوېلي افریقا پر سپین پوسته لږکیو ورټول وي.

ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه ودرول او ویلي یې و، چې دغه پروګرامونه به هغه مهال بیا پیل شي؛ کله چې دغه پروګرامونه د امریکا د ګټو په چوکاټ کې وي.

په تازه سند کې ټرمپ ویلي، چې اداره به یې د هغو کسانو منلو ارزونه هم وکړي چې «په خپلو هېوادونو کې د ناقانونه یا ناعادلانه تبعیض» قرباني شوي وي. د امریکا د قانون له مخې، سپینه ماڼۍ باید له کانګرس سره د کډوالو د شمېر په اړه سلا مشوره وکړي.

د کانګرس یو شمېر استازو د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه بې‌اعتباره او له اخلاقي پلوه د دفاع وړ نه‌ده بللې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړې، چې د پناه غوښتنې کچه ټیټه کړي او دا تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د کډالو په تړاو د کړنلارو د بدلون جدي هڅه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې محکمې یو افغان بریدګر د رواني درملنې مرکز ته د لېږدلو حکم ورکړ

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د جرمني یوې محکمې پرېکړه کړې چې هغه افغان بریدګر، چې تېر کال یې په یوه برید کې یو ماشوم او یو منځني عمر سړی وژلي وو، باید د بند پر ځای د رواني درملنې مرکز ته واستول شي.

دغه بریدګر، چې انعام‌الله نومېږي او ۲۹کاله عمر لري، د رواني ناروغۍ «پارانوییدشیزوفرینیا» په ناروغۍ اخته بلل شوی. د محکمې د متخصصو ډاکټرانو له ارزونې وروسته څرګنده شوې چې نوموړی د خپل عمل د پایلو د درک توان نه‌درلود.

انعام‌الله شاوخوا لس میاشتې مخکې، د سلواغې په درېیمه نېټه، د المان د اشفنبورګ په ښار کې په یوه پارک کې د ماشومانو پر یوې ډلې برید وکړ. په دې برید کې یو دوه کلن هلک او یو ۴۱کلن سړی ووژل شول. همدارنګه، یو دوه کلنه سوریایي نجلۍ، یوه ښوونکې او یو ۷۲کلن سړی ټپیان شول.

د جرمني دقانون له مخې، هغه کسان چې د رواني ناروغۍ له امله د جرم پر مهال د عقل او درک توان له لاسه ورکړي، جزایي مسوولیت نه لرياو د هغوی دوسیه په عادي محکمه کې نه څېړل کېږي. د همدې له مخې، د انعام‌الله پر ضد د ځانګړې قضایي اورېدنې له ترسره کېدو وروسته، د هغه د درملنې پرېکړه وشوه.

ایراني چارواکی: افغانستان د اوبو بندونو په جوړولو سره د ایران د اوبو حق تر پښو لاندې کوي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د پنجشنبه په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د بندونو جوړولو د کافي اوبو د ترلاسه کولو مخه نیولې ده. هغه د شهر ارا نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، ایران د هلمند په تړون کې د ټاکل شوي مقدار په پرتله خورا ټیټ د اوبو حق ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت د طالبانو د ادارې د اوبو حق د نه درناوي لپاره د دلیلونو سره موافق نه دی او دا ردوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغه تړون له مخې، د افغانستان حکومت مکلف دی چې د ایران حق‌اوبه په بشپړ ډول ورکړي. هغه دا هم وویل چې د هلمند د سیند په اړه د «نوي حقوقي چوکاټ» اړتیا شته، که څه هم د یوې بشپړې حقوقي سند جوړول یې اسانه کار ونه باله.

غریب‌آبادي په خپله وینا کې دا هم څرګنده کړه:«ځینې بندونه چې په افغانستان کې جوړ شوي، د دې سبب شوي چې د اوبو بهیر د ایران پر لور راکم شي. د افغان چارواکو نظرونه په دې اړه سره توپیر لري، هغوی د وچکالۍ خبره کوي، خو موږ داسې معلومات او اسناد لرو چې د هغوی ادعاوې سمې نه دي.»

د افغانستان پخواني حکومت د اوبو د سرچینو د مهار لپاره په نیمروز کې د کمال خان بند او په هرات کې د پاشدان بند جوړ کړي وو. ایران ادعا کوي، چې د دغو بندونو جوړېدل د ایران پر لور د اوبو جریان کم کړی دی.

خو د طالبانو چارواکو بیا د «افغانستان د اوبو د مدیریت او مهار» خبره کړې ده او ویلي یې دي چې د ایران حق‌اوبه د تړون له مخې ورکړل شوې دي. د هغوی په وینا ایران ته د اوبو د کموالي لامل د وچکالۍ او د بارانونو د کمښت نتیجه ده، نه د اوبو د بندېدو یا سرغړونې.

د برېتانیا پاچا خپل ورور له درباري لقبونو بې‌ برخې او له شاهي ماڼۍ یې وایست

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

د برتانیا پاچا چارلس له خپل کشر ورور شهزاده انډریو څخه ټول شاهي لقبونه واخیستل او هغه ته یې امر کړی چې د وینډسر ماڼۍ ته نږدې خپل شاهي استوګنځی خالي کړي. دا اقدام د انډریو د جنسي مجرم جیفري اپسټین سره د اړیکو له امله شوی.

شاهي ماڼۍ د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د ملکې الیزابت دوهم زوی او د پاچا ورور ۶۵ کلن انډریو نور د شاهي لقبونو کارولو اجازه نه لري، په دې سره به د یارک ډیوک او اوس به د انډریو ماونټ بیټن-وینډسر په نوم پیژندل کیږي.

انډرو مخکې څو ځله د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ټول تورونه رد کړي وو.

د شاهي ماڼۍ د رسمي اعلامیې له مخې، انډرو دې ته هم مکلف شوی، چې د خپل شانداره استوګنځای رویال لاج د اجارې تړون لغوه کړي، دا ماڼۍ د وېنډزر په شاهي املاکو کې موقعیت لري او هغه اوس باید په ختيځ انګلستان کې یو خصوصي کور ته انتقال شي.

د بکینګهام ماڼۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه خپله د پاچا له لوري شوې او هغه د شاهي کورنۍ د نورو غړو، په تېره بیا د ولیعهد شهزاده ویلیم ملاتړ له ځان سره لري.

شاهي ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي:«دا سزاګانې د انډرو د انکارونو سربېره ضروري وبلل شوې. پاچا او ملکې تل له هغو کسانو سره خپله خواخوږي او همدردي ښودلې ده چې د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې قربانیان یا ژوندي پاتې شوي وي او دا به لا هم دوام ولري.»

ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د خبرو ګډه اعلامیه: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مزاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه» په اعلامیه کې راغلي، د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»

د طالبانو او پاکستان د خبرو د پایلې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اوربند د پلي کېدو نور جزیات به د همدې کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د دواړو لوریو د مشرانو په کچه غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.

د استانبول دغه ناستې شاوخوا پنځه ورځي وخت ونیوه چې په دواړو لورو کې یې ديرې ناندرۍ راپارولې وې.

په اعلامیه کې ترکیې او قطر د منځګړو هېوادونو په توګه د دواړو لوریو د فعالې ونډې ستاینه کړې او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د دواړو هېوادونو سره د همکارۍ ژمنه کوي.

په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې.

100%

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د استانبول په ناسته کې دوی د خپل دايمي‌اصولي دريځ په رڼا کې د ديپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غوښتي.

نوموړي ویلي، چې دوی د نورو ګاونډيانو سره د ښو اړیکو په څېر د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې له پاکستان سره هم مثبتي اړیکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.

د قطر لومړی وزیر: نړۍ دې له افغانستان سره د هڅوونکي چلند لاره خپله کړي

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره دې د بندیزونو پر ځای د تشویق تګلاره غوره کړي.

هغه ویلي: «یوازې د هڅوونکي چلند له لارې کولای شو چې افغانستان ته د سم لوري پر لور لارښونه وکړو.»

ال ثاني زیاته کړې چې طالبان غواړي افغانستان د نړۍ پر وړاندې پرانیزي او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي، طالبان هڅه کوي یو منظم حکومت جوړ کړي او له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې رامنځته کړي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د دریځ په تړاو وویل: « پر ځای د دې چې ووایو د دې کار لپاره به مجازات شئ، باید برعکس ووایو که دا کار وکړۍ، ستاینه او انعام به ترلاسه کړې.»

هغه وایي چې باور لري، هغه ډلې یا هېوادونه چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري، په دې کار سره به بریالي شي.

نوموړي همدارنګه د قطر د منځګړیتوب رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغه هېواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه منځګړیتوب کوي.