• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان په ایران کې د روان کړکېچ له امله روسیې ته مخه کوي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، کابل د ځینو خوراکي توکو د پېرلو او را واردولو لپاره له مسکو سره خبرې کوي.

عطاالله عمري زیاته کړې، دغه پرېکړه یې ځکه کړې چې، ښايي د ایران او اسراییل تر منځ د روانې جګړې له امله له ایرانه افغانستان ته د ځینو خوراکي توکو د را واردولو بهیر ګډوډ شوی.

د نوموړي د روسیې د اقتصادي غونډې په څنډه کې ویلي: "افغانستان هڅه کوي چې په کرنیزو محصولاتو کې پر ځان بسیا شي؛ خو لا هم پر هغو خوراکي توکو تکیه دی چې له ایرانه راځي. که هلته کومه ستونزه پېښه شي، نو یاد وضعیت به هم پر موږ اغېز وکړي."

ایران د خوراکي توکو په برخه کې تر ډېره لبنیات او ځینې نور ورته خوراکي توکي افغانستان ته صادروي.

د رویټرز د راپور لمخې، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری خوراکي مواد لکه غنم، له روسیې چې په نړۍ کې د غنمو لوی صادروونکی هېواد دی او همداراز قزاقستانه را واردوي. مسکو له دې سربېره بوره او نباتي غوړي هم افغانستان ته صادروي.

د طالبانو د کرنې وزارت سرپرست همداراز ویلي چې، افغانستان غواړي له روسیې د اوړو پر ځای غنم وپېري؛ څو ورسره په کور دننه کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

عطاالله عمري زیاته کړې چې، "موږ له روسیې غوښتي چې اوړه نه؛ بلکې غنم را ولېږي. له دې سربېره له روسیې د نورو وارداتي توکو بهیر هم په ښه توګه پر مخ روان دی."

په تېر زېږیز کال کې، د روسیې د اوړو تر ټولو ستر پېرېدونکی افغانستان وو؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د غنمو په تولید کې۱۰سلنه ډېروالی راغی او ورسره په کور دننه د تولید شویو غنمو کچه ۴ اعشاریه ۸۳ سلنې ته لوړه شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو لمخې، افغانستان په کال کې ۶ اعشاریه ۸ میلیونه ټُنه غنمو ته اړتیا لري.

د طالبانو د کرنې وزیر همداراز وویل، "په تېرو څلورو کلونو کې، له هغې راوروسته چې امریکاییان ووتل، موږ هڅه کړې چې خپل اړین خوراکي توکي په خپله برابر کړو. او پاتې د اړتیا وړ غنم له روسیې راوړل کېږي."

په داسې حال کې چې، په ایران کې مېشت افغان کډوال د ایران او اسراییل تر منځ له جګړې مخکې هم د ایران د حکومت له لوري له ځورول کېدو سربېره هره ورځ لګسونه زره کسان یې په جبري توګه بېرته افغانستان ته لېږدول کېدل؛ اوس اوس د طالبانو د کرنې وزیر اندېښنه ښودلې چې، په ایران کې مېشت افغان کډوال د اسراییل د بریدونو ښکار نه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د اټکل لمخې، دمګړۍ شاوخوا ۴ اعشاریه ۵ میلیونه افغانان په ایران کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

د ویلو ده چې، مسکو د روان زیږیز کال په اپرېل میاشت کې طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړه واېستل او په دې سره د روسیې او د افغانستان د طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو عادي کولو ته لاره هواره شوه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو نړۍواله ورځ؛ ار ایس ایف وایي، پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۱

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وایي چې له افغانستان څخه جلاوطنه شویو ژورنالیستانو ته په پاکستان کې د اخراج، نیونې او ځورونې جدي ګواښونه ورپېښ دي. دغه سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو خوندیتوب ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

د ار ایس ایف د تازه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې ۵۵۰ افغان ژورنالیستانو ته د مرستې لاس ورکړل شوی، چې زیاتره یې اوس مهال په پاکستان کې دي.

راپور وایي چې د وېزې شرایط خورا سخت شوي او یوازې د یوې میاشتې لپاره ورکول کېږي، او تمدید یې له اوږدو او ستړیا ډکو اداري خنډونو سره مخ دی.

له همدې امله، خبریالان د نیول کېدو، توقیف، اخراج او پولیسو له‌خوا د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان له ډېموکراتیکو هېوادونو غواړي چې د افغان ژورنالیستانو لپاره بېړنۍ ویزې، د اوږدمهاله استوګنې اسناد، د بیا مېشتېدو برنامې او د خوندیتوب اقدامات برابر کړي.

دا سازمان وایي چې د افغان ژورنالیستانو خوندیتوب یواځې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې د ازادو رسنیو، معلوماتو ته د لاس‌ رسي او د ناسم تبلیغاتو پر ضد د مبارزې یوه مهمه برخه هم ده.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان حاکم شول سلګونه خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شول او ګڼو یې هېواد پرېښی دی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

حقاني: د طالبانو له نظام سره د وفادارۍ شرط له ملا هبت الله سره وفاداري ده

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو نظام ته د وفاداري لپاره هبت الله اخوندزاده ته وفاداري یو شرط دی. حقاني په پکتیا کې د یو شمېر سیمه ییزو بانفوذه کسانو په غونډه کې وویل: «که موږ فرمانونو ته ریښتینې ونه اوسو؛ نو موږ دې ملت او نظام ته هم وفادار نه شو پاتې کېدای».

که څه هم نوموړي په ورستیو څو میاشتو کې څو ځله په غیر مستیقم ډول د ملا هبت الله اخوندزاده پر ځینو کړنو نیوکي هم کړې وې؛ خو دا ځل یې په ښکاره توګه د وفادارۍ موضوع د هبت الله له اطاعت سره وتړله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د غبرګولي په ۲۹مه د پنجشنبې په ورځ په یاده غونډه کې ویلي، چې د دې ولایت لپاره د سړکونو، بندونو، برېښنا تاسیساتو او څلور لارو جوړولو پر څیر پراختیايي پروژې پلان شوي دي؛ خو د یادو پرژو د پلي کولو لپاه د خلکو «صبر» ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې افغانستان انټرنشنل څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د سراج الدین حقاني له خوا د خوست، پکتیا او پکتیکا د غرنیو سیمو نښولو او د سړک جوړولو پروژې د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو او مالي سرچینو د کمبود له امله له خنډ سره مخ شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې یادې پروژې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په شخصي لګښت پلي کېدې.

پر همدغه مهال د دغه غونډې یو شمېر ګډونوالو د پوهنې، روغتیا، کرنې او ځوانانو لپاره د کار موندنې په برخو کې د پروژو غوښتنې هم مطرح کړې.

سرچینو ویلي، چې خلکو له طالبانو غوښتني چې د کردیز څخه پټان ولسوالۍ ته سړک، د ناړۍ او مچلاغ بندونو بیارغونه او د ښوونځیو لپاره دې ودانۍ جوړي کړي.

سراج الدین حقاني ویلي، چې د خلکو یادې غوښتنې به وڅېړل شي، خو د مالي سرچینو او د عملي کېدو د مهال وېش په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

کارپوهان په دې باور دې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر ټولنیزو محدودیتونو تمرکز د دې لامل شوی، چې په هېواد کې پر پراختیايي چارو تمرکز کم شي.

اتمر: نړیواله ټولنه او افغان ولس دې طالبان د خلکو د شتمنیو د سم مدیریت لپاره اړ کړي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظامد بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر له نړیوالو مرسته کوونکو، په ځانګړي ډول د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د سازمانونو غوښتنې جدي ونیسي او ملاتړ یې وکړي.

اتمر ویلي، دا یواځې یو اخلاقي مسوولیت نه، بلکې د نړیوال ثبات او ګډو ګټو لپاره یوه ستره پانګونه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت د مشروعیت له موضوع پرته، نړیواله ټولنه او افغان ولس باید پر طالبانو فشار راوړي څو د خلکو له منابعو ترلاسه شوي عواید د ژوند ژغورنې او بنسټیزو خدماتو لپاره وکاروي.

اتمر ټینګار کړی چې اوس وخت دی طالبان نه یوازې د بشري حقونو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د رعایت، بلکې د عامه شتمنیو د مدیریت په برخه کې هم حساب ورکوونکي وبلل شي، ځکه چې میلیونونه افغانان له لوږې او بنسټیزو خدماتو ته له نه‌لاسرسي سره مخ دي.

اتمر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبان د بهرنیو مرستو څخه په ناوړه ګته اخیستنې تورن دي.

پر طالبانو تور دی چې افغانستان ته بشري مرستې پر مستحقو خلکو نه بلکې دوی خپل منځ کې سره ویشي.

پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ټیټه بیه یوه کلنه ویزه ورکوي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د اسانتیا په موخه پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ټیټ قیمت د یوې کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان موټر چلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو ته د یو کال اعتبار لرونکي ویزه ورکوي.

د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې، پر دغه یو کلنه ویزه افغان موټرچلوونکي پاکستان ته څوځله تګ راتګ کولی شي.

د پاکستان سفارت ویلي چې د دغه ویزې لپاره یې بیه په امریکایي ډالرو ټاکلې ده، چې هره ویزه سل امریکایي ډالره ده.

په کابل کې د اسلام اباد سفارت ویلي، چې د دغه ډول ویزې ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ سایز عکس، د پاسپورټ کاپي، پیژندپاڼه، د راجسټر شوي ټرانسپورټي شرکت له لورې رسمي لیک او د موټر چلولو جواز (لایسنس) اړین دي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د افغان موټرچلوونکو لپاره به دا نوې اسانتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

ملګري ملتونه: مېلیونونه افغان کډوال له روغتیايي او اقلیمي کړکېچ سره مخ دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه د درې مېلیونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغان کډوال له روغتیایي کړکېچونو سره مخ دي.

د (غبرګولي ۳۰مه) د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بې وزلي، پرله‌پسې بې‌ ځایه کېدل، ساري ناروغۍ، اقلیمي خطرونه او د درملنې د وسایلو کمښت د کوربه ټولنو او افغانستان ته د تازه ستنو شویو وګړو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی.

همدا راز زیاته شوې، چې دغه حالت په سیمه کې د روغتیايي امنیت ګواښ هم ډېر کړی دی.

اندېښمنوونکې شمېرې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر تر میاشتې پورې شمېرې ښيي، چې نږدې ۸.۹ مېلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، د دغو هېوادونو له‌خوا پر افغانان کډوالو د نويو محدودیتونو، اقتصادي فشارونو او بدلېدونکې ټولنیزې فضا له امله تر درې مېلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثره یې داسې سیمو ته تللي چې اوس په کې تر سختو فشارونو لاندې دي.

د روغتیايي نظامونو فشار

د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان موندلې، چې په ۲۰۲۴ کال کې ایران د سل (توبرکلوز) د فعالې پېژندنې لپاره نږدې ۹۸ زره هغه وګړي وازمایل چې له افغانانو سره یې نږدې اړیکه لرله.

له دې ډلې، ۵۶ تنه ایراني وګړي د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته پېژندل شوي دي.

ژبني خنډونه، بې‌وزلي، د مېشتېدو ناڅرګند حقوقي وضعیت او ټولنیز طرد د ټوبرکلوز، اېډز، رواني روغتیا او نورو حیاتي برخو کې خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.

همداراز، پرلپسې بې‌ ځایه کېدو د درملنې لړۍ ټکنۍ کړې او د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې هم زیات کړی دی.

نوې ډیجیټلي حل‌ لارې

یاد سازمان د اېډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې نړۍوال صندوق په ملاتړ د څو اسیایي هېوادونو د ګډ پروګرام په اډانه کې د موبایل یو داسې اپلکېشن جوړ کړی، چې ان په کم‌ انټرنېټ لرونکو سیمو کې هم کار کوي.

دا وسیله روغتیايي کارکوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ناروغان تعقیب، راجع او اړونده معلومات ورسره شریک کړي؛ تر څو هېڅ ناروغ له پولو څخه د تېرېدو پر مهال بې درملنې پاتې نشي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان د یوې پروژې کارپوه ډاکتر اکمل نصرت ویلي: «دا سرحدي ډیجیټلي وسیله د څو هېوادونو د توبرکلوز پروګرام له بریالیو تجربو څخه ده. دا وسیله د ایران او پاکستان سرحدي مرکزونو کې کارول کېږي او نه یوازې راستنېدونکي؛ بلکې داخلي بې‌ ځایه شوي کسان هم تر پوښښ لاندې راولي».

راپور پای ته رسوي، چې افغان بې ‌ځایه شویو وګړو ته روغتیايي خدمتونو ته عادلانه او دوامداره لاسرسی نه یوازې یوه اخلاقي اړتیا ده؛ بلکې د ټولې سیمې د عامې روغتیا یو مهم اړخ هم دی.