• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېکسپرېس ټرېبیون: حقاني او دریځ یې د پاکستان لپاره ډېر مهم دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د پاکستان "د اېکسپرېس ټرېبیون" ورځپاڼې په افغانستان کې د سیاست او همداراز یې د اغېز او څرنګوالي په تړاو "په افغانستان کې د سیاست د بدلون" تر سرلیک لاندې نن یوه تازه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، چې د پاکستان په ګاونډ یعنې افغانستان کې چټکو بدلونو ته په کتو په اسلام اباد کې د پالیسیو عملي کوونکي باید ډېر هوښیار واوسي، ان هغه کسان چې خپل ټول عمر یې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې په مطالعه او مدیریتي چارو کې تېر کړي؛ د یو نه، بلکې له څو ناڅاپي پېښو سره مخ شوي دي.
په دې مقاله کې له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکو ته اشاره شوې او په ځانګړي توګه د سراج الدین حقاني او هبت الله اخوندزاده پر رول خبرې شوي او ویل شوي چې هبت الله لا هم له کندهاره کابل اداره کوي.
د دغې مقالې لیکونکی وايي، له شک پرته پاکستاني چارواکي په افغانستان کې پر روان وضعیت او په ځانګړې توګه پر هغو ترهګرو ډلو چې په پاکستان کې فعالیت لري کلکه څارنه لري.
په دې مقاله کې د "کریسټینا ګولډبام" له لوري "نیویارک ټایمز" لپاره پر لیکل شوې مقاله ډېره تکیه شوې ده. "کریسټینا ګولډبام" یو وخت په اسلام اباد کې اوسېده او د پاکستان په تړاو یې ژورې څېړنیزې مقالې او راپورونه لیکل؛ خو پاکستاني چارواکو بیا د هغې دغه ډول مقالې او راپورونه ونه زغملی شول او له هېواده یې واېستله.
"کریسټینا ګولډبام" د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له سرپرست "سراج الدین حقاني" سره تر اوږدې مرکې وروسته لیکلي و: «هغه د ډيپلوماټکو سفرونو او نورو چینلونو له لارو هڅه کړې چې خپل دریځ نرم وښيي او له نړۍوالو سره ګډې ګټې وپالي؛ لکه په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو مهارول. حقاني د روسیې او چین په ګډون په اروپا کې له خپلو پخوانیو لوړپوړو دوښمنانو سره اړیکې جوړې کړې دي.»
حقاني د روان کال په پیل کې له مېرمن ګولډبام سره په مرکه کې ویلي و: «شل کلنه مبارزه مو بریالۍ شوه، اوس موږ له نړۍ سره د مثبت تعامل یو نوی فصل پرانیستی او د تاوتریخوالي او جګړې فصل مو تړلی دی.»
مېرمن ګولډبام له حقاني سره د خپلې لیدنې په اړه وايي: «ډیری لوېدیځوال چې د خپلو حکومتونو په استازیتوب د افغانستان په چارو کې ښکېل و، د حقاني د دریځ بدلون ته ډېر حیران شول. هغه ته په عمومي ډول د واک وږي په سترګه کتل کېدل. په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې په جریان کې په څو مواردو کې د حقاني کورنۍ له متحده ایالاتو سره د اړیکو غوښتنه وکړه؛ خو امریکایي چارواکو دغه غوښتنه رد کړې وه او حقاني ډله یې بې‌باوره او نه‌بښونکې بللې وه؛ ځکه چې ډېر امریکایان د دوی له خوا وژل شوي و.»
په دې مقاله کې د سراج الدین د پلار جلال الدین حقاني په تړاو لیکل شوي: «د سړې جګړې پر مهال د سراج‌الدین پلار جلال‌الدین حقاني له پاکستاني او سعودي استخباراتو سره ژورې اړیکې جوړې کړې وې، هغه د امریکا له استخباراتي ادارې CIA سره هم نږدې اړیکې لرلې، له هغه ځایه یې پیسې او وسلې ترلاسه کولې. په همدې وخت کې هغه له اسامه بن لادن سره نږدې شو، چې وروسته یې د القاعدې بنسټ کېښود او همداراز یې د حقاني ملاتړ هم ترلاسه کړ.»
د مقالې له مخې، د امریکا او متحدینو له لوري یې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته حقاني ډلې د امریکا او د متحدینو پر ضد يې جګړه پیل کړه. له هغه وروسته سراج الدین حقاني ترهګر اعلان شو او د هغه د نیولو یا وژلو لپاره د لسو میلیونو ډالرو انعام اعلان شو. خو هغه بیا هم چا ونشو نیولی. حقاني د مېرمن ګولډبام دې پوښتنې ته په ځواب کې چې څنګه نه دی نیول شوی، ویلي: «دا زموږ له دوښمنانو وپوښتئ چې څنګه یې له دومره پرمختللو وسایلو سره ونه شوای کولای ما ونیسي یا ووژني؟»
د دغې مقالې لیکوونکی د دغه اوږد بحث په پای کې وایي، حقاني او دریځ یې د پاکستان لپاره ډېر مهم دی.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې مودې د غځولو وړاندیز فډرالي کابینې ته وړاندې شو

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو افغانانو د استوګنې مودې غځولو وړاندیز د مرکزي حکومت کابینې ته د تایید لپاره استولی دی. که د مرکزي حکومت کابینه دغه وړانیز تایید کړي، نو د افغان کډوالو د استوګنې موده به د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځېږي.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه د لوړې کچې یوه ناسته ددغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

په غونډه کې د سرحدي سیمو او قبایلي چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د هغو افغان کډوالو وضعیت وڅېړه، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، کاروبارونه لري، ځمکې او جایدادونه یې پر نوم دي او ګڼ شمېر یې په پاکستان کې زېږېدلي دي.

پاکستاني چارواکو وویل، دا خلک اړتیا لري چې خپل کاروبارونه وتړي، ملکیتونه یې وپلوري یا یې انتقال کړي او د یوه منظم تګ لپاره چمتووالی ونیسي.

د همدې دلایلو له مخې، د کډوالو د پاتې کېدو د مودې د درې یا شپږ میاشتو تمدید وړاندیز وشو، چې په پای کې د شپږو میاشتو سپارښتنه کابینې ته واستول شوه. تمه ده چې فډرالي کابینه به دا وړاندیز ډېر ژر منظور یا رد کړي.

د کډوالو لپاره پرېکړه یا فشار؟

د پي او ار کارت درلودونکي افغانان شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان ګڼل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا راجسټر شوي دي.

دا هغه کډوال دي، چې د شوروي یرغل، کورنیو جګړو یا د طالبانو واکمنۍ پر مهال له افغانستانه وتلي وو.

خو د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پاکستان پر هغو افغانانو چې قانوني اسناد نه لري، د فشار کمپاین پیل کړی، چې له امله یې تر اوسه شاوخوا یو میلیون کسان په زوره یا له وېرې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، لکه د بشر حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان تورن کړی، چې د کډوالو حقونو ته درناوی نه کوي او د هغوی د زور بېرته ستنولو پروسه ناقانونه، غېر انساني او له تاوتریخوالي ډکه یادوي.

دوی له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو پر ځای یو روښانه، منظم او انساني میکانیزم جوړ کړي، ترڅو د کډوالو حقوق خوندي پاتې شي.

افغانستان ته ستنېدونکي کډوال له کړاوونو سره مخ دي

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي بحران، د کار نشتوالی، د نجونو د تعلیم بندیز او سیاسي محدودیتونه لا هم دوام لري. له همدې امله زیات شمېر کډوال د بېرته تګ لپاره نه یوازې فزیکي، بلکې رواني چمتووالی نه لري.

اوس پرېکړه د پاکستان له فډرالي کابینې سره ده، چې ایا هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، لږ تر لږه د یو منظم ستنېدو یا پاتې کېدو فرصت ورکوي او که نه؟ دا د پاکستان لپاره سیاسي پرېکړه نه، بلکې یو انساني مسوولیت هم دی.

په پاکستان کې افغان کډوال

پاکستان له ۱۹۷۹م کال راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو دا مېلمه‌پالنه له څو لسیزو وروسته په یوه ملي، سیاسي او بشري بحث بدل شوی. د شوروي یرغل، کورنیو جګړو، طالبانو د واکمنۍ او بیا د ۲۰۲۱م کال تحولاتو له کبله میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې ډېری یې لا هم له ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د (PoR) کارتونه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا توزیع شوي اسناد دي، چې درلودونکي یې قانونا په پاکستان کې پاتې کېدلی شي.

خو له کله نه چې طالبانو بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړی، پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي؛ لسګونه زره کسان جبري بېرته استول شوي، د توقیف کیسې ډېرې شوې او اوس PoR لرونکي کډوال هم د خپل برخلیک په اړه بې‌باوره دي.

د کډوالو د پاتې کېدو د مودې د غځولو تازه وړاندیز که څه هم یو مثبت ګام ښکاري، خو یوازې د شپږو میاشتو لپاره دی، داسې وخت کې چې د بېرته ستنېدلو شرایط نه په افغانستان کې مناسب دي، نه دا کډوال چمتو دي چې خپلې اوږدې شوې ریښې پرې کړي.

دغه وضعیت نه یوازې د بشري حقونو له نظره د اندېښنې وړ دی، بلکې د پاکستان لپاره هم د داخلي او نړۍوال فشار سبب شوی.

اوس به دا لیدل کېږي، چې کابینه یوازې سیاسي حل غوره کوي، که د انسانیت، نړۍوالو ژمنو او دوامداره ثبات لپاره واقعي ګامونه اخلي.

طالبانو د ګرځندویانو پر مخ دروازې پرانیستې دي، خو د افغان ښځو پر مخ یې تړلې دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د طالبانو حکومت هڅه کوي د ګرځندویۍ له لارې اقتصادي ستونزې حل کړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي، خو د دې ښکلو منظرو تر شا د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو محدودیتونه او د بشري حقونو سرغړونې لا هم د هېواد د راتلونکي لپاره سترې ننګونې دي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه نږدې څلور کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني او یاده ډله تمه لري چې د ګرځندویانو لپاره د فرصتونو په برابرېدو سره به د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرت‌الله جمال د جون میاشتې په پیل کې له "اسوشېټېډ پرېس" سره په مرکه کې وویل: «افغانان مېلمه‌پاله خلک دي او غواړي له نورو هېوادونو سیلانیان راشي، موږ یې کوربه‌توب ته چمتو یو. ګرځندوی یوه ګټوره چاره ده او موږ غواړو زموږ هېواد یې له ټولو اقتصادي او فرهنګي ګټو برخمن شي.»
د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې ګرځندوی د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري، خو افغانستان چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله نړۍوال منزوی شوی، لا هم له پراخې بې‌وزلۍ سره مخ دی. طالب چارواکي هیله لري، چې د ګرځندوی له لارې به پانګه راجلب کړي.

جمال زیاتوي: «موږ له دې صنعت څخه د پام وړ عواید تر لاسه کوو او باور لرو چې دا به نور هم پراخ شي. د سیلانیانو له لوري مصرف شوې پیسې تر نورو برخو زیات خلکو ته ګټه رسوي. موږ هیله‌مند یو چې دا به زموږ د اقتصاد یوه لویه برخه شي.»
د افغانستان لپاره د ګرځندوی ویزې اخیستل نسبتا اسانه دي او له دوبۍ، استانبول او نورو لویو مرکزونو الوتنې هم شته. حکومت ان د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ په برخه کې د نارینه‌وو لپاره یو روزنیز انسټیټیوټ جوړ کړی، په دغه انسټیټيوټ کې نجونو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

جمال وايي، تېر کال نږدې ۹،۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳،۰۰۰ نور هم ورغلي دي.

نږدې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان ښکلې منظرې، تاریخي ځایونه او غرنۍ جغرافیه له نړۍ پټه کړې وه. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته که څه هم وخت ناوخته د نا امنۍ پېښې کېږي خو د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت نسبي ارام شوی.

د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په یوه برید کې، وسله‌والو کسانو په بامیان ولایت کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان ووژل.

بامیان یو له مشهورو ګرځندوی سیمو څخه دی، چې پکې پخوا د بودا لویې مجسمې وې، خو طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې الوځولې وې.

د لوېدیځو هېوادونو مشورې لا هم خلک افغانستان ته د سفر څخه منع کوي، خو طالبان ټینګار کوي چې وضعیت بدل شوی.

جمال وايي: «افغانستان د جګړو له اوږدو کلونو راوتلی. اوس غواړو سیلانیان زموږ دودونه، ژوند، هنر، او مقاومت له نږدې وویني. امنیت ټول هېواد کې شته.»
خو منتقدین وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند له اخلاقي پلوه پوښتنې راپورته کوي. نجونې له ابتدايي ښوونځي پورته تعلیم ته نه‌ پرېښودل کېږي، د ښځو پروړاندې د کار، ورزش، پارکونو او سینګارتونونو پر تګ بندیزونه دي او د جامو د اغوستلو سخت قوانین ورباندې عملي کېږي.

که څه هم دا قوانین پر بهرنیو مېرمنو کم تطبیقېږي، خو هغوی هم باید سر پټ کړي.

یو شمېر سیلانیان وایي، دوی د اخلاقو له نظره شکمن وو، خو غوښتل یې خپلواکه ارزونه وکړي.

یوه فرانسوي-پیروویایي سیلانۍ ایلاري ګومېز او د هغې برېتانوی ملګری جېمز لیډیارډ وویل، چې نږدې یو کال یې بحث کاوه چې افغانستان ته ولاړ شي او که نه.

لیډیارډ وايي: «موږ فکر نه کوو چې زموږ حضور د طالبانو ملاتړ ښکاره کړي. موږ پیسې خلکو ته ورکوو، نه حکومت ته.»
سره له دې چې د ښځو موضوع حکومتي چارواکو ته حساسه ده، جمال یوازې دومره وویل چې ښځینه او نارینه سیلانیان دواړه دې هر کله راشي، خو د محدودیتونو په اړه یې څه ونه‌ویل.

هغه ټینګار کوي: «کوم کسان چې زموږ قوانینو او دودونو ته درناوی لري، مخکې هم راغلي او لا هم راتلای شي.»
جمال وویل، ګرځندوی نه‌ یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي او فرهنګي ګټې هم لري: «دا د خلکو ترمنځ د تفاهم، باور او اړیکو د جوړېدو یو مهم فرصت دی. خلک یو بل له نږدې ویني، یو بل ته درناوی پیدا کوي او فاصله له منځه ځي.»

افغانستان ته د سیلانیانو ورو ورو راتګ د طالبانو حکومت لپاره د یوې ستراتیژیکې هڅې په توګه لیدل کېږي، چې غواړي له اوږدې نړۍوالې انزوا وروسته ځان ته ښه انځور جوړ کړي.

که څه هم سیلانیان د دې هېواد ښکلو غرونو، تاریخي ځایونو او کلتوري بډاینو ته زړه ښه کوي، خو د طالبانو د سختو محدودیتونو تر څنګ، دا سفرونه د یوې شنې پاڼې په څېر ښکاري چې تر شا یې ژور سیوري پراته دي.

طالبانو د ښځو حقونه په پراخه کچه تر فشار لاندې نیولي دي؛ نجونې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، ښځې له ګڼو عامو ځایونو محرومې دي او د ازادۍ فضا شدیدا تنګه شوې ده.

دا وضعیت د هېواد اقتصادي ودې او د ګرځندوی پراختیا لپاره ستر خنډ ګرځېدلی دی.

سربېره پر دې، حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته ووایي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.

فدایي: طالبان د هېواد د جوړېدو لپاره نه، بلکې د دولتدارۍ د له منځه وړلو لپاره راوستل شوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پخوانی والي حلیم فدایي وایي، چې طالبان د افغانستان د ابادۍ لپاره نه، بلکې د دولتدارۍ د جوړښتونو د ویجاړولو، له بې‌ثباتۍ سره د ملت د مخامخ کولو او د هېواد د منزوي کولو لپاره یوه استخباراتي پروژه ده.

پخواني والي حلیم فدایي پر خپلې اېکس پاڼې د طالبانو په اړه یو مفصل او انتقادي پوسټ کړی، چې پکې یې طالبان یوه استخباراتي وسیله بللي او ویلي یې دي، چې د دوی هدف د افغانستان ابادي نه، بلکې قصدي ویجاړي ده.

فدایي لیکلي: «طالبان د افغانستان د جوړولو لپاره نه، بلکې د کمزورې کولو، محتاج کولو، منزوي کولو، جاهل کولو، بې‌کاره کولو، بې‌تمدنه کولو او کډوال کولو لپاره جوړ شوي او راوستل شوي دي. د نجونو پر مخ د مکتبونو بندول او د پوهنتونونو تړل د همدې هدف برخه ده.»

نوموړی دا هم زیاتوي، چې د طالبانو له‌خوا د تعلیم د بندېدو سیاستونه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې نه دي، بلکې دا ټولنه په مجموع کې د ناپوهۍ کندې ته غورځوي.

د فدایي په وینا، دا یوه استخباراتي دسیسه ده چې د افغانستان ملت د نړۍوال پرمختګ له کاروانه لرې وساتي.

هغه بیا دا مشخص کړې نه ده، چې دا دسیسه د چا یا کوم هېواد له خوا روانه ده.

هغه ادعا کوي، چې طالبان په شعوري ډول د دولتدارۍ اصول تر پښو لاندې کوي او دا کار یې تصادفي نه، بلکې حساب‌شوی اقدام دی.

نوموړي د طالبانو د اداري سیاستونو پر ضد هم انتقاد کړی دی او لیکلي یې دي: «په تېرو شلو کلونو کې چې کوم سیسټمونه ایجاد شوي وو، هغه د اهل او نااهل ترمنځ د توپیر نه کولو له امله هره اوونۍ یا هره میاشت د لوړپوړو او ټیټ‌پوړو کارمندانو ادلون‌بدلون کېږي، چې دا کار د ادارې د تخریب یوه بله وسیله ده.»
فدایي زیاتوي، چې د طالبانو له خوا د غېر مسلکي کسانو ګومارنې، د رتبو بې‌نظمۍ، د ملکي او نظامي بسټونو ترمنځ نه توپير او حتی د ماسټري سندونو بې‌بنسټه وېش، ټول د اداري نظام د ورانولو لپاره دي.

هغه لیکلي: «دوی ټول نظام ‘ملاکراسي’ کړ، ماسټري سندونه یې بې‌ازموینې ورکړل، نظامي رتبې یې ملکي وګړو ته ورکړې او امیر یې د مامور تابع کړ.»
هغه همداراز اشاره کړې ده، چې دا ډول بې‌ثباته ګومارنې یوازې د استخدام او انفکاک په برخه کې نه دي، بلکې د حکومت نورې برخې هم د یو ډول مبهم، بې‌نظامه او غېر موثر حالت سره مخامخ دي.

فدایي ادعا کوي، چې د طالبانو د مشرتابه پټ ساتل او له عام ولس او رسنیو څخه لرې ساتل، د افغانستان پر وړاندې د «پټې دسیسې» یوه برخه ده.

د هغه په خبره: «د دوی د امیر چې دوی ورته ‘امیرالمؤمنین’ وایي، پټ ساتل د همدې طرحې یوه لویه برخه ده.»

هغه طالبان د دولتدارۍ اصولو خلاف او د یوه ملت د ویجاړونې اصلي عاملین ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې دا یوه سیاسي او استخباراتي دسیسه ده، چې هدف یې نه یوازې د نظام سقوط دی، بلکې ملت ته همداسې کړاوونه ور بښل دي.

حلیم فدایي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو خپل نظام له نړۍوالې انزوا سره کړی دی، ښځو ته یې د زده‌کړو، کار او سیاسي مشارکت دروازې تړلې دي او د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو نړۍوالو بنسټونو په تګلارو سخت انتقادونه کړي دي.

د چارو پوهان وایي، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان د دولتدارۍ، ملت جوړونې او انساني ارزښتونو بنسټونه کمزوري کړي دي.

له ایران نه جبري اخراج؛ پخواني افغان سرتېري ویریږي چې طالبان به یې ونیسي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۱
•
خبرخونه

په ایران کې مېشت یو شمېر پخواني افغان نظامیان وايي چې په تېرو څو ورځو کې د ایران حکومت د افغان پناه‌ غوښتونکو د جبري شړلو بهیر ګړندی کړی، او اوس پخواني سرتېري په نښه کوي. دغه نظامیان وایي، له ایران نه شړل شوي کسان له جدي خطر سره مخ دي.

د افغانستان پخواني جمهوري نظام یو افسر، چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، «اکثره هغه سرتېري چې د جمهوري نظام پر مهال یې خدمت کړی و، دلته ایران ته یې پناه وړې، ځکه ژوند یې په افغانستان کې خوندي نه و. اوس هغوی له جبري شړلو سره مخ دي. څو تنه نږدې ملګري مو بېرته افغانستان ته شړل شوي دي».

په اسلام کلا کې د طالبانو ۱۸ استخباراتي ماموران

یوه بله اندېښنه د اسلام‌کلا سرحد کې د طالبانو د استخباراتي مامورانو زیاتوالی دی.

یو تن پخوانی افسر، چې لاهم په ایران کې اوسي، وایي چې د طالبانو د استخباراتي مامورانو شمېر په دې سرحدي سیمه کې له پنځو نه ۱۸ ته لوړ شوی او هغوی دا هڅه کوي چې بېرته راستنېدونکي پخواني نظامیان وپیژني او ویې نیسي.

هغه زیاتوي، « دوی له کندهاره څلور استخباراتي کسان هم راوغوښتي چې پخواني نظامیان وپیژني. اوس زیات شمېر بېرته ستانه شوي کسان پټ ژوند کوي او له کورونو نه شي وتلی».

د تېر جمهوري نظام د پولیسو یوه افسر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د جهوریت اکثره سربازان چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې و، دلته ایران ته راغلی دي، اوس دلته ټول په اندېښنه کې دي ځکه په زور یې بېرته افغانستان ته اړوي».

نوموړي زیاته کړه، «زموږ نږدې ملګري یې بېرته افغانستان ته اړولي دي».

د ایران حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې تر ګواښ لاندې افغان پخوانیو سرتېرو ته د سرشمېرنې ځانګړې پاڼې ور کوي، چې له جبري شړل کېدو به خوندي وي، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې ایران د پخوانیو افغان سرتېرو شړل هم د خپل پلان برخه ګرځولې.

100%

د کډوالو پنځمه کټګوري

ایران د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د افغان پخوانیو سرتېرو بیاځلي سرشمېرنه او د ثبت چارې پیل کړې او دلیل یې دا و، چې په چارو کې یې اسانتیا راشي.

د ایران د بهرنیو اتباعو ادارې له یو شمیر پخوانیو افغان پوځیانو سره چې ایران ته یې پناه وړې وه، اړیکې ونیولې او د هغوی مشخصات یې وپوښتل او وروسته یې دوی ته ځانګړې پاڼې ور کړې.

ایران تر اوسه پورې په رسمي ډول د پخوانیو حکومتي پوځیانو د سرشمیرنې او هغوی ته د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه چې ایران ته یې پناه وړې ده، څه نه دي ویلي، خو د نظامیانو د ستونزو له رسنیز کېدو وروسته په تېره کب میاشت کې د دغه هېواد د کډوالو او بهرنیو اتباعو ادارې وویل، چې په شپږو کټګوریو کې افغان کډوال په ایران کې پاتې کېدای شي، چې په پنځمه کټګوري کې یې پخواني افغان سرتېري او چارواکي هم شامل دي.

د تېرې غويي میاشتې پر۲۸مه د افغانستان پخواني پوځي پیلوټ محمد امیر توسلي له ایران څخه د وتلو سند له ترلاسه کولو وروسته ځان وواژه. دې پیښې په ایران کې د افغان نظامي پناه غوښتونکو اندېښنې زیاتې کړې، خو اوسنۍ جبري شړنو افغان نظامیان له نویو اندېښنو سره مخ کړي دي.

د ایران او اسراییل په جګړه کې د افغان کډوالو د ښکیلتیا تورونو هم افغان پخواني سرتېري اسیب پذیره کړي دي.

غبرګونونه او اندېښنې

د بشري حقونو بنسټونه او مهاجرتي سازمانونه خبرداری ورکوي چې د پناه غوښتونکو جبري شړل، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی وي، د نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی.

سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د عمومي عفوې اعلان کړی و، خو بې‌پلوه راپورونه ښيي چې دغه ژمنې پر ځای نه دي پاتې شوې او لسګونه پخواني سرتېري یا وژل شوي یا هم توقیف شوي دي.

شنونکي باور لري چې د ایران دغه اقدام د کورنیو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له اوسني رژیم سره د سیاسي اړیکو د توازن ساتلو یوه برخه ده. تهران له یو لوري غواړي د خلکو د نارضایتۍ مخه ونیسي او له بل پلوه له طالبانو سره سیاسي اړیکې وساتي.

پخواني نظامیان له نړیوالو سازمانونو او ایران څخه غواړي چې دا بهیر ژر تر ژره بند شي او هغو کسانو ته چې د طالبانو له خوا تعقیبېږي، خوندیتوب ورکړل شي. دوی وایي، که نړیوال غبرګون جدي نه وي، ښایي دا لړۍ پراخه شي.

د راپورونو له مخې، لا هم روښانه نه ده چې دقیقاً څومره پخواني افغان نظامیان له ایران نه بېرته شړل شوي ، خو طالبانو له دې وړاندې د افغانستان په مختلفو سیمو کې هغه افغان سرتیري نیولي، چې له جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د استوګنې مودې پر غځولو غور کوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې فدرالي حکومت په دې اړه ارزونې کوي چې د پي او ارکارت لرونکو افغان کډوالو قانوني استوګنه وغځوي.

په داسې حال کې چې د جون پر دېرشمه په پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده پای ته رسیږي، پاکستاني چارواکي تر راتلونکو شپږو میاشتو د پي او ار کارتونو د اعتبار مودې د غځولو پر یوه وړاندیز غور کوي.

تمه ده چې دا وړاندیز ډېر ژر د رسمي تصویب لپاره د پاکستان فدرالي کابینې ته وړاندې شي.

دا وړاندیز په داسې وخت کې کېږي چې ایران هم په چټکۍ سره افغان کډوال له خپل هېواده باسي او په سیمه کې بشري وضعیت نور هم پېچلی شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې فدرالي حکومت په دې اړه ارزونې کوي چې د پي او ارکارت لرونکو افغان کډوالو قانوني استوګنه وغځوي.

د یادې پروسې د ارزونې لپاره د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو استازو غونډه کړې او د افغان کډوالو امنیتي، بشري او ټولنیز وضعیت یې له بېلابېلو زاویو ارزولی دی.

د دغو کډوالو له ډلې ډېر یې په پاکستان کې زېږېدلي، هلته لوی شوي او پیاوړې اقتصادي او ټولنیزې ریښې لري.

په پاکستان کې لسګونه زره راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي، چې د پي او ارکارت له لارې لنډمهاله قانوني پېژندګلوي لري او د کډوالو نړیوالې ادارې تر ملاتړ لاندې راځي.

کارپوهان باور لري چې دا وړاندیز ښايي د محرم الحرام میاشتې د رانژدې کېدو، له ایران نه د افغان کډوالو د چټکو شړنو، د طالبانو ادارې د کمزوري مدیریت او د سیمې د امنیتي شرایطو په نظر کې نیولو سره شوی وي.

که څه هم تر اوسه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې، خو دا اقدام د طالبانو او پاکستان د وروستیو اړیکو په رڼا کې محتمل برېښي.