• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د طلوع‌نیوز خبریال او د خپرونو چلوونکو منصور نیازی د تېرې ۵شنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د طالبانو له لوري نیول شوی دی. سرچینې وايي، له دوو ورځو راهیسې یې د برخلیک په تړاو هېڅ معلومات نشته. طلوع‌نیوز او طالبانو هم تر اوسه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

سرچینې زیاتوي، منصور نیازی د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل له کارتې چهار سیمې څخه لادرکه شوی او تر ډېره ګومان دا کېږي چې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د سرچینې په وینا، له نیول کېدو د دوو ورځو په تېرېدو سره لا تر اوسه هم د هغه د برخلیک په تړاو هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

طلوع‌نیوز او طالبانو لاتر اوسه په دې تړاو څه‌ نه‌دي ویلي.

منصور نیازی د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته له موبي‌ګروپ طلوع‌نیوز سره یو ځای شو او د پښتو خبرونو له ویلو سربېره د «تودې خبرې» په نوم د یوې سیاسي خپرونې او همداراز د «کږلېچونو» په نوم د یوې جنايي خپرونې چلوونکی وو.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د یوې رسنۍ مسوول نیولی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې په همدې ورځ د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسوول احمد جاوېد نیازی هم نیولی او لا تر اوسه یې د برخلیک په تړاو هېڅ ډول معلومات نشته.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام حنفي له یوه ازبکستاني پلاوي سره د ټرانزیټ او سوداګریزو اړیکو په تړاو خبرې کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان له رییس امان بای اورینبایف سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو ارګ د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امان بای اورینبایف په‌دې لیدنه کې اعلان وکړ، چې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به سبا (یکشنبه د غويي ۲۰مه) په مزارشریف کې د افغانستان او قره‌قالپاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شي. هغه زیاته کړه، چې قره‌قالپاقستان افغان سوداګرو او پانګوالو ته د مالیاتو د تخفیف په ګډون ځانګړي شرایط برابر کړي او د هغوی د فعالیتونو هرکلی کوي.

عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې سره وویل، دوی لېواله دي چې په بېلابېلو، په ځانګړي ډول د کرنې او تخنیک په برخو کې د ازبکستان له تجربو ګټه واخلي. هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو مشرتابه له ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ازبکستان سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

په دې کتنه کې، چې په کابل کې د ازبکستان سفیر آی‌بک عثمانوف هم حضور درلود، اورینبایف وویل، چې د دوی سیمه د منرالونو، سمنټ، نفت او ګاز په څېر بېلابېلې سرچینې لري او کولای شي د خامو موادو د پروسس په برخه کې همکاري وکړي.

د لیدنې په پای کې حنفي د فرهنګ او ګرځندوی، په ځانګړي ډول د تاریخي ځایونو د لیدنې په برخو کې هم د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

طالبان وايي په غزني کې یې څه باندې ۲۰ میله وسله ترلاسه کړې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یې ۲۴ میله ډول ډول وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي دي. د مسوولینو په وینا، دغه وسلې په تېرو درېیو میاشتو کې په یادې غرنیزې ولسوالۍ کې ترلاسه شوي دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یې په تېرو درېیو میاشتو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۸ کلاشینکوفونه، ۷ تفنګچې، ۳ سنوفونه، ۴ کاربین، ۱ اېم۱۶ او یو هاوان له ۱۸ مرمیو سره ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې ایا د دغو وسلو په تړاو څوک نیول شوي او که نه، جزییات‌ نه‌دي ورکړل شوي، خو زیاته کړې یې ده: «یادې وسلې د بیت‌‌المال اړوند وې او په ناقانونه ډول د یو شمېر کسانو په کورونو کې ساتل کېدې، چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوې دي».

د یادونې وړ ده، چې جاغوري ولسوالۍ د غزني له مرکز څخه شاوخوا ۱۲۳ کیلومتره واټن لري او یوه غرنیزه ولسوالۍ بلل کېږي.

طالبان وايي ترکي کمپنیو په افغانستان کې د برېښنايي تجهیزاتو تولید ته لېوالتیا ښودلې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس د ترکي کمپنیو له مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنايي ټوربینونو، ټرانسفارمرونو او عصري تجهیزاتو د تولید په اړه خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، چې ترکی پانګه‌والو په دغو برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

یادې ادارې د شنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار د ترکیې اېپیکیول انرژي او پایر انرژي برېښنا تجهیزاتو تولید کمپنیو مسولینو سره ناسته کتلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو برېښنايي تجهیزاتو تولیدونکو کمپنیو مسولینو په افغانستان کې د برېښنا تولید ټوربینونو، ترانسفارمرونو، عصري ځیرکو مېټرونو تولید برخو کې پانګونې ته لېوالیتا ښودلې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخې، د افغانستان د برېښنا شرکت رییس د ترکیې کمپنیو له‌خوا په افغانستان کې د برېښنايي تهجیزاتو د تولید لپاره پانګونې ته د هر ډول اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې یاد ترکي بانګوال به په افغانستان کې د برېښنايي تجهیزاتو د تولید په برخه کې په کومه کچه پانګونه وکړي.

د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې د طالبان او کان کېدونکو ترمنځ شخړه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۱

د بدخشان ولایت د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ له یوه کان څخه د سرو زرو د اېستلو پر سر د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ شخړه شوې ده. ځايي اوسېدونکو ویلي، طالبانو پر کان کېدونکو ډزې کړي، چې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو ویلي، چې شخړه نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په شرین‌ظام کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو د سرو زرو د کان یو شمېر کانکېدونکي ووهل او وډبول.

هغه ویډیوګانې چې له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، کان کېدونکي د جمعه خان فاتح تر امر لاندې کسان تورنوي چې د دوی کاري تونلونه یې په زور نیولي دي.

جمعه خان فاتح اوسمهال په زابل کې د طالبانو د والي مرستیال دی، خو تردې وړاندې په بدخشان کې ولسوال و.

په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک په بیلچو او کلنګونو د طالبانو پر وړاندې اعتراض کوي.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو او کان کېدونکو ترمنځ اخ وډب کې اته تنه کان کېدونکي ټپیان شوي او د هغوی روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا پېښه پرداسې مهال رامنځته شوې، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې هم د تریاکو اړولو پر سر د طالبانو ځايي خلکو ترمنځ شخړه شوې او دوه کسان وژل شوي دي. اوس هم په یاده ولسوالي کې د طالبانو پر ضد د سیمو د اوسېدونکو اعتراضونه دوام لري.

طالبانو په کابل کې د شخصي پلیټ لرونکو مساپر وړونکو موټرو په فعالیت باندې بندیز ولګاوه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې په کابل ښار کې یې د ټرانسپورټي خدمتونو د تنظیم او ښه‌والي په موخه په ۱۶ بېلابېلو مسیرونو کې د ټونس او شخصي پلیټ لرونکو مساپر وړونکو موټرو فعالیت بند کړی دی.

یاد وزارت نن شنبه، د غويي پر ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل ښار په ۱۶ مسیرونو کې به تردې وروسته یوازې د بسونو، ټکسیانو او مرسډیس ډوله موټرو له لارې ټرانسپورټي خدمتونه ترسره کېږي.

طالبانو ویلي، چې دا اقدام د غوره او ارزانه ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرولو لپاره شوی او په پام کې ده چې په نورو مسیرونو کې هم پلي شي.

دا پرېکړه اوسمهال د میرویس میدان، دشت برچي، قمبر څلورلارې، پل سوخته، کابل پوهنتون او یو شمېر نورو سیمو کې عملي شوې ده.

بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکو د غويي په ۱۰مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دې پرېکړې له امله شاوخوا ۱۵۰۰ ټونس موټر یوازې د کابل په لوېدیځ کې له کاره بې‌کاره شوې او سلګونه کورنۍ له بېکارۍ سره مخ شوې دي.

چلوونکي ادعا کوي چې د ترانسپورټ وزارت د ټونس پر ځای مرسډیس ډوله موټر معرفي کړي چې ویل کېږي طالبانو ته د نږدې کسانو پورې تړاو لري. دوی اندېښمن دي چې د دې پرېکړې موخه د کابل ښار د ټرانسپورټ بشپړ کنټرول هغو شرکتونو ته سپارل دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.