د ایران حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې تر ګواښ لاندې افغان پخوانیو سرتېرو ته د سرشمېرنې ځانګړې پاڼې ور کوي، چې له جبري شړل کېدو به خوندي وي، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې ایران د پخوانیو افغان سرتېرو شړل هم د خپل پلان برخه ګرځولې.
د کډوالو پنځمه کټګوري
ایران د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د افغان پخوانیو سرتېرو بیاځلي سرشمېرنه او د ثبت چارې پیل کړې او دلیل یې دا و، چې په چارو کې یې اسانتیا راشي.
د ایران د بهرنیو اتباعو ادارې له یو شمیر پخوانیو افغان پوځیانو سره چې ایران ته یې پناه وړې وه، اړیکې ونیولې او د هغوی مشخصات یې وپوښتل او وروسته یې دوی ته ځانګړې پاڼې ور کړې.
ایران تر اوسه پورې په رسمي ډول د پخوانیو حکومتي پوځیانو د سرشمیرنې او هغوی ته د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه چې ایران ته یې پناه وړې ده، څه نه دي ویلي، خو د نظامیانو د ستونزو له رسنیز کېدو وروسته په تېره کب میاشت کې د دغه هېواد د کډوالو او بهرنیو اتباعو ادارې وویل، چې په شپږو کټګوریو کې افغان کډوال په ایران کې پاتې کېدای شي، چې په پنځمه کټګوري کې یې پخواني افغان سرتېري او چارواکي هم شامل دي.
د تېرې غويي میاشتې پر۲۸مه د افغانستان پخواني پوځي پیلوټ محمد امیر توسلي له ایران څخه د وتلو سند له ترلاسه کولو وروسته ځان وواژه. دې پیښې په ایران کې د افغان نظامي پناه غوښتونکو اندېښنې زیاتې کړې، خو اوسنۍ جبري شړنو افغان نظامیان له نویو اندېښنو سره مخ کړي دي.
د ایران او اسراییل په جګړه کې د افغان کډوالو د ښکیلتیا تورونو هم افغان پخواني سرتېري اسیب پذیره کړي دي.
غبرګونونه او اندېښنې
د بشري حقونو بنسټونه او مهاجرتي سازمانونه خبرداری ورکوي چې د پناه غوښتونکو جبري شړل، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی وي، د نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی.
سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د عمومي عفوې اعلان کړی و، خو بېپلوه راپورونه ښيي چې دغه ژمنې پر ځای نه دي پاتې شوې او لسګونه پخواني سرتېري یا وژل شوي یا هم توقیف شوي دي.
شنونکي باور لري چې د ایران دغه اقدام د کورنیو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له اوسني رژیم سره د سیاسي اړیکو د توازن ساتلو یوه برخه ده. تهران له یو لوري غواړي د خلکو د نارضایتۍ مخه ونیسي او له بل پلوه له طالبانو سره سیاسي اړیکې وساتي.
پخواني نظامیان له نړیوالو سازمانونو او ایران څخه غواړي چې دا بهیر ژر تر ژره بند شي او هغو کسانو ته چې د طالبانو له خوا تعقیبېږي، خوندیتوب ورکړل شي. دوی وایي، که نړیوال غبرګون جدي نه وي، ښایي دا لړۍ پراخه شي.
د راپورونو له مخې، لا هم روښانه نه ده چې دقیقاً څومره پخواني افغان نظامیان له ایران نه بېرته شړل شوي ، خو طالبانو له دې وړاندې د افغانستان په مختلفو سیمو کې هغه افغان سرتیري نیولي، چې له جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.