ملا محمد علي حنفي مشهور په ملاشيرين اخوند هغه څوک دی، چې د طالبانو د حکومت په داخلي جوړښت کې د هبتالله اخوندزاده تر ټولو د باور وړ کسانوڅخه ګڼل کېږي.
هغه نه یوازې د کندهار والي دی، بلکې د هبتالله د کورنۍ، چاپېریال او خصوصي کړیو غړیتوب یې نفوذ څو برابره کړی دی.
په کندهار او ځانګړې توګه په ژیړۍ او پنجوايي ولسوالۍ کې د ده امر د هر رسمي قانون او قوماندې څخه مخکې عملي کېږي.
دغه نږدیوالي ملاشیرین ته هغه دریځ ورکړی، چې د طالبانو د دفاع وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست او نورو مرکزونو رسمي پرېکړې هم یو اړخیزې پرېږدي.
سرچینې وایي، چې د همدې نفوذ له امله هغه په کندهار کې داسې کړنې کوي چې له هېڅ دولتي بندیز او پوښتنې سره نه مخ کېږي.
د طالبانو د کندهار والي ملاشیرین۸۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه؛ د قدرت شخصي جزیره
له شاوخوا ۶ میاشتو راهیسې ملاشیرین په کندهار کې یوه ۸۰۰ کسیزه ځانګړې او تر ډېره پټه استخباراتي قطعه جوړه کړې ده. دغه قطعه په رسمي ډول د ولایت مقام او خپله د ملاشیرین د امنیت لپاره ښودل کېږي، خو په عمل کې د شکمنو کسانو د تعقیب، څارنې، معلوماتو راټولولو او خپل سري نیونو کارونه کوي.
د ملاشیرین د ۸۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې جنګیالي د رسمي یونیفورم پر ځای په عامو خلکو کې عادي جامې اغوندي.
دا کار ځکه کوي، چې د دې کسانو اصلي دنده د خلکو پټه څارنه ده، نو هڅه کوي له ټولنې سره ورګډ ښکاره شي. د سیمې خلک نه شي تشخیصولای چې څوک عادي وګړی او څوک د ځانګړې قطعې غړی دی او همدا پټ تګ راتګ د هغوی د کار اسانتیا ډېروي.
د دې قطعې د غړو د تنخواوو اندازه د طالبانو د عادي ځواکونو له تنخواوو لوړه ټاکل شوې ده او د هر غړي میاشتنۍ تنخوا له ۱۵ څخه تر ۲۵ زره افغانیو پورې ده، چې دا د طالبانو په جوړښت کې د یوې نیمه خصوصي، لوړ امتیاز لرونکې قطعې بڼه څرګندوي. د لوړې تنخوا موخه د دې کسانو بشپړ وفاداري او دوامداره فعالیت خوندي کول دي.
سرچینې وايي، د دې قطعې فعالیت یوازې د کندهار ښار پورې محدود نه دی، بلکې په ژیړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ، ارغنداب، شاولیکوټ او نورو ولسوالیو کې هم د دوی د حضور نښې لیدل کېږي.
دوی د ولایت په ټولو مهمو سیمو، لارو او محلو کې په خاموشه ډول فعالیت کوي او د خلکو د ورځني تګ راتګ عمومي نقشه څاري.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د دوی شتون په هر ځای کې محسوس دی، که څه هم ښکاري نه خو د خلکو د تګ راتګ، خبرو، لیدنو، کاروبار او ورځني فعالیت هره برخه څاري.
د دې قطعې اصلي دنده د سیمې د هر وګړي د ژوند ورځنی بهیر څارل دي. د دوی غړي په بازارونو، مسجدونو، سرایونو، د سېمې په سوداګریزو ځایونو او ان د کورونو شاوخوا ګرځي.
د معلوماتو له مخې، هر شکمن کس تعقیبوي، د هغه اړیکې، لیدنې، خبرې او ټولنیز فعالیتونه ثبتوي، دغه څارنه کله ناکله په ورځو او اوونیو وځنډېږي او بیا یې نتیجه د ډلې مشرانو ته سپارل کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې قطعې ډلګۍ خپلواک مشران لري چې هره میاشت ناستې کوي.
دا ۸۰۰ کسیزه قطعه په څو کوچنیو ډلو وېشل شوې ده، چې هره ډله خپل جلا مشر لري، مشران یې منظمې میاشتنۍ غونډې کوي او کله نا کله د اړتیا پر مهال اوونیزې ناستې هم ترسره کېږي.
په دغو غونډو کې د نويو مشکوکو کسانو نوملړ ورکول کېږي، د څارنې پلانونه شریک کېږي او غړو ته د نویو عملیاتو امرونه سپارل کېږي.
دا جوړښت د قطعې فعالیت مسلکي کوي او تر ډېره د یوه خپلواک امنیتي ارګان په څېر عمل کوي، نه د ولایت تر چتر لاندې د معمولي ادارې په څېر.
د سرچینو په وینا، ډېری کسان د همدې قطعې له خوا نیول کېږي او اکثره د ملاشیرین په مستقیم امر بندیان ساتل کېږي.
د دې قطعې فعالیت دومره پراخ شوی، چې ان د طالبانو هغه غړي چې د ملاشیرین له کړۍ سره جوړ نه دي هم څارل کېږي او کله ناکله تر پوښتنو لاندې راځي.

د نشهيي توکو د لېږد د لارو پټ څار
د ملاشیرین قطعه د اقتصادي کړیو په خوندیتوب کې هم ښکېل ده.
د سیمې له څو باوري او له موضوع سره نږدې سرچینو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيې، چې د ملاشیرین د ځانګړې ۸۰۰ کسیزې قطعې یوه برخه د هغه له اقتصادي کړیو په ځانګړې توګه د نشهيي توکو د محلي جریان او لارو چارو د څارنې یوه برخه هم ورسپارل شوې.
د دغو سرچینو په وینا، که څه هم په رسمي ډول هېڅ سند نه وړاندې کېږي، خو د قطعې غړي په هغو سیمو کې چې د هیرویین، تریاکو او مېتانفېټامین د تولید او قاچاق لپاره مهمې لارې بلل کېږي لکه د ژیړۍ، پنجوايي، میوند او ارغستان ځینې برخې په منظم ډول تګ راتګ کوي.
سرچینې وايي، چې د قطعې استخباراتي، غېررسمي او د خلکو په منځ ورګډ شوي کسان د دې لارو د خونديتوب او د تګ راتګ د جریان د کنټرول په برخه کې رول لري او کله ناکله د داسې کسانو مخه هم نیسي چې د ملاشیرین د کړۍ تر نفوذ بهر تجارت کوي.
د دوی د معلوماتو په اساس، د دې قطعې فعالیت یوازې امنیتي نه، بلکې په ځینو مواردو کې اقتصادي اړخ هم پیدا کوي او د نشهيي توکو د لارو په اړه معلومات راټولوي او دا ټول د ملاشیرین د اقتصادي او سیاسي تسلط د پیاوړتیا په برخه کې د ملاتړ یوه خاموشه برخه ګرځي.
ځینې سرچینې ټینګار کوي، چې د دې ډول فعالیتونو د څارلو لپاره نه خپلواکه اداره شته او نه د حساب ورکولو پروسه، نو همدا دلیل دی چې په سیمه کې د خلکو اندېښنې ډېرې شوې او ګڼ کسان باور لري، چې دغه قطعه یوازې امنیتي ځواک نه دی، بلکې د قدرت د یوې پراخې کړۍ برخه ده چې د غور او پلټنې له سترګو پټه ساتل شوې ده.

خپرېدونکې اندېښنې؛ خلک څه وایي؟
د کندهار اوسېدونکي وايي، د طالب والي ملاشیرین د ځانګړې قطعې غړي که له چا سره شخصي ستونزه ولري، په اسانه یې په بېلابېلو تورونو له بهرنیو هېوادونو سره په اړیکو، همکارۍ یا نورو امنیتي تورونو نیسي.
خلکو دا وضعیت «ظلم» بللی او وایي، چې د یوې ډلې په چوکاټ کې د قانون شخصي تفسیر روان دی.
د کندهار یو اوسېدونکی وایي: «د دې قطعې کسان چې له چا سره بد ولري، یا شخصي دوښمني ولري په هر ډول تور یې نیولی شي، دا حالت خلک وېروي او ښيي چې طالبان حکومت نه، بلکې ډلې ډلې روانې دي.»

طالبان؛ حکومت یا د قدرت سیالې ډلې؟
په طالبانو کې دننه د نفوذ جګړه نوی بحث نه دی، خو د ملاشیرین د قطعه سازۍ اقدام دا شخړه لا جدي کوي.
د طالبانو دفاع وزارت او استخباراتي اداره د هغه له دې کار سره موافق نه ده، خو د هبتالله د نږدې والي له امله هېڅوک یې د مخنیوي جرات نه لري.
دا چارې څرګندوي، چې په کندهار کې رسمي حکومتولۍ ته پر ځای د موازي ځواکونو، شخصي وسله والو او د داخلي قدرت د جزیرې د جوړېدو لړۍ روانه ده.
له همدې امله ډېری کسان باور لري، چې طالبان د یو واحد حکومت په څېر نه، بلکې د داخلي ډلو په بڼه عمل کوي چې په منځ کې یې ژور اختلافات شته.

د قدرت محلي جزیرې او د خلکو راتلونکی
د ملاشیرین شخصي ځواک، د هبتالله ملاتړ او پټې نیونې هغه ډول کړنې دي چې په یوه منظم دولت کې غېرعادي ګڼل کېږي.
دا تر ډېره د یوې ډلې دننه متمرکز قدرت ته ورته دی، چې نه د قانون تابع دی او نه د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکوونکی.
ډېری سیاسي شنونکي باور لري، چې د یوه ولایت والي ۸۰۰ کسیزه شخصي قطعه جوړوي، شکمن کسان تعقیبوي، خپل سیالان څاري او د دولت له نورو برخو سره موازي ادارې جوړوي، نو دا یوازې د بې باورۍ فضا نه خپروي، بلکې د راتلونکو سیاسي او ټولنیزو شخړو لپاره زمینه جوړوي.
په داسې حال کې چې خلک د امنیت، عدالت او روڼتیا غوښتونکي دي، د ملاشیرین د قطعې فعالیت د خلکو په ذهنونو کې تر دې هم لویه پوښتنه راپورته کوي: ایا د طالبانو په واکمنۍ کې د قانون حاکمیت شته، که هر زورواکی خپله ځانګړې جزیره جوړوي؟
په کندهار کې د طالبانو د ولایت مقام په طالار کې د دغه ډلې تر واک لاندې د یوې ولسۍ غونډې څنډه