• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران پارلمان غړی: په تېرو دوو کلونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان پانګوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د ایران د پارلمان او د بودیجې د کمېسیون غړي محسن زنګنه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې زر تنه افغان پانګوال او متشبثین د اسعارو د ستونزو له امله له ایران څخه وتلي او خپل فعالیتونه یې په افغانستان کې پیل کړي دي.

د ایران د پارلمان غړي محسن زنګنه د خراسان رضوي ولایت د سوداګرو خونې په ناسته کې ویلي، چې ګڼ بهرني پانګوالو د ایرن د پانګونې له کړنلارو او د اسعارو ستونزې له امله له یاد هېواد څخه وتلي دي.

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په موده له یاد هېواد نه څه باندې زر تنه افغانانو خپل شرکتونه او پانګې لېږدولي دي.

محسن زنګنه زیاته کړې:«په تېرو دوو کلونو کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغان شرکتونه او صنعتکاران له ایران څخه وتلي دي او خپل فعالیتونه یې د هرات او کابل په صنعتي پارکونو کې پیل کړی، د دوی کورنۍ هم افغانستان ته ستنې شوې او د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي وو.»

نوموړي ویلي، چې یادو افغان پانګوالو او متشبثینو په لومړیو وختونو کې خپلې سرمايي د صرافیو له لارې ایران ته انتقال کړې وې او وروسته یې په دغه هېواد کې فابریکي جوړي کړي وي، خو د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان له هغه پریکړې وروسته، چې پانګوال باید د ایران د سیستمونو له لارې خپلې سرمایې دغه هېواد انتقال کړي یادو افغانانو د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړل.

محسن زنګنه ویلي، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره اسانتیا رامنځته کولو سره به افغان پانګوال په راتلونکو څلورو کلونو د ۲ تر ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

•
•
•

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

نور کیسې

په ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله درې تنو خپل ژوند له لاس ورکړی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند وايي، چې نن ددې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې پېښه رامنځته شوې ده. سید طیب حماد زیاتوي چې د چاودنې په پایله کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد نن شنبه، لیندۍ ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ناچاوده مرمۍ د یوې کباړخانې د کاریګرو له لوري د فلزي توکو د ټکولو پر مهال چاودنه کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو اړوند کسان ساحې ته رسېدلي او د پېښې ځای یې کلابند کړی او وژل شوي کسانو جسدونه یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

طالبان وايي، چې یو ځل بیا پر ټولو ولسونو غږ کوو. چې د ناچاودو توکو له هر ډول تماس څخه ډډه وکړی او د شکمونو وسایلو په لیدو سره سمدستي امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي.

طالبانو د وژل شویو کسانو د هویت او عمرونو په اړه څه نه دي ویلي.

یونېسف په یوه راپور کې ویلی، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو یا د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان شوي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې وګړي یې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله ډېر خطر سره مخامخ دي.

ایران د طالبانو مخالفین هڅوي چې له دې ډلې سره جوړجاړی وکړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۰

طالبانو پر وړاندې د سیمه ییز او نړیوال فشار له زیاتوالي سره سم ایران د طالبانو له ادارې سره د جوړجاړي او هوکړې ته د رسیدو لپاره ددې ډلې له سیاسي مخالفینو سره اړیکې زیاتې کړي دي. سرچینې وايي، تهران په دې وروستیو کې ځینو سیاسي شخصیتونو او مخالفو مشرانو د استازو کوربه توب کړی دی.

یوې باوري سرچینې، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ایران هڅه کوي چې د طالبانو د واکمنۍ ساتلو سره د طالبانو د ادارې او سیاسي مخالفینو ترمنځ یوې هوکړې ته ورسیږي.

د هغه په ​​وینا ایران اوس مهال د طالبانو تر ټولو نږدې ملګری دی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي پایلو په اړه اندیښمن دی.

سرچینې ټینګار وکړ، چې د طالبانو ادارې په تیرو څلورو کلونو کې د ایران ګټو ته خدمت کړی دی، تر دې چې د ایران او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ټولو اروپایي هیوادونو سره د ایران د سوداګرۍ څخه ډیر دی.

په ورته وخت کې نورو سرچینو هم ویلي، چې ایراني چارواکو د طالبانو مخالف یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره لیدلي دي.

د سرچینو په وینا، ایراني چارواکو د ولسمشر له پخواني مرستیال، د دفتر د پخواني مرستیال، د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پخواني مشر، د بهرنیو چارو پخواني وزیر، د سیاسي مشرانو استازو، د طالبانو ضد پوځي جبهې او د بلخ د پخواني والي سره په تهران کې لیدلي دي ترڅو دوی وهڅوي چې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته نږدې سرچینو دا راپورونه رد کړل چې ګواکې تهران ته یې سفر کړی، دوی د افغانستان انټرنیشنل سره په اړیکه کې له ایراني چارواکو سره لیدل رد کړي.

په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم د تهران په اسپیناس هوټل کې لیدل شوی.

د ګوند ویاندانو یې تر اوسه تهران ته د ښاغلي دوستم د سفر دلیل نه دی روښانه کړی.

100%

د طالبانو مخالفین به د «همغږۍ غونډه» وکړي

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مخالفین به په راتلونکو ورځو کې د «همغږۍ غونډه» وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت شورا څخه د طالبانو د مخالفینو دودیز مشران او د پخواني افغان حکومت ځینې چارواکي ګډون وکړي.

له دې غونډه وروسته به یوه اعلامیه خپره شي، چې په څلورو ټکو ټینګار کوي: د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او موافقې له لارې د افغانستان د کړکیچ سیاسي حل، د مشروع نظام د رامینځته کولو له لارې د ملي حاکمیت بیا رغونه، د بشري حقونو ساتل او د تبعیض سره مبارزه، او د بشري مرستو زیاتوالی شامل وي.

د ایران هڅې چې د طالبانو مخالفین د خپل محور شاوخوا راټول کړي وروسته له هغه ترسره کیږي، چې پاکستان هم هڅه کوي د طالبانو مخالفینو سره اړیکه ونیسي او همکاري وکړي.

ځینو سرچینو ویلي چې ممکن د جمعیت اسلامي یو لوړ پوړی پلاوی په راتلونکو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي.

یوې سرچینې وویل چې ایران اندیښمن دی چې پاکستان به د طالبانو مخالفینو په پیاوړي کولو سره د طالبانو رژیم نور هم کمزوری کړي نو له همدې امله هڅه کوي چې مخالفین وهڅوي چې طالبانو ته نږدې شي.

په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

پاکستاني ډېپلوماتانو په افغانستان کې د «رژیم بدلون» د امکان په اړه خبرې کړې دي او د طالبانو له مخالفینو سره یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکي او د ترکیې پارلماني چارو کمیسیون مشر د فرهنګي همکاریو په تړاو خبرې کړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې حمیدالله تکین د ترکیې پارلماني چارو کمېسیون له رییس سلیمان سویلو سره لیدلي او دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د اطلاتو او کلتور وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې ډلې کلتوري اتشتې د ترکیې د پارلماني چارو کمېسیون له سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د لوړو اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې او د پراختیا په حال کې دي.

پر همدغه مهال طالب چارواکي په تېرو کلونو کې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د ترکیې رول ته په اشارې د یاد هېواد په تعلیمي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو برخو کې د پراخو همکاریو څخه مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې د تېر جمهوري حکومت پرمهال لسګونو زده کوونکو ته تعلیمي بورسونه او سلګونو ځوانانو ته په نظامي برخه کې زه کړې ورکولي، خو واک ته د طالبانو په ورسیدو سره له افغانستان سره د ترکیې دغه ډول همکارۍ اوس په نشت حساب دي.

د سپین بولدک اوسېدونکي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو یې ژوند او سوداګري زیانمنه کړې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړي په غبرګون کې وايي، چې پاکستان غواړي د عامو خلکو سوداګري او ژوند زیانمنه کړي. د دوی په خبره په تېرو دوو میاشتو کې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړو په پایله کې د ځاني‌ زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم ور اوښتي‌ دي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په ګڼه مېشته سیمه وېش کې تېره شپه شاوخوا لس بجې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښتنه رامنځته شوه چې شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ.

د نښتې له پیل سره سم د سپین بولدک ولسوالۍ د وېش سیمې زرګونو کسانو خپل د کورنۍ غړي له کورونو و اېستل او شپه یې له خپل کوره بیرون په سړه هوا کې رڼه کړه.

د سپین بولدک د وېش سیمې اوسیدونکی نورالله له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې نړیوالې ټولنه دې د پاکستان له خوا پر افغانستان د بریدونو مخنیوی وکړي.

نورالله وايي:«زه تېره شپه د شپې پر لس بجې له خپله کوره تښتیدلی یم، خپل بچیان مې هم راسره وه. کور مې نړیدلی دی. د پاکستان له خوا د شپې له لوري پر ملکي خلکو باندې ړندې مرمۍ راغورځل نه انسانیت او نه هم د مسلمانی په چوکاټ کې روا دی. دا څلورم پنځم ځل دی چې دغه اقدام کوي او پر عامه خلکو باندې مرمۍ وروي، طالب په پنځوس مترۍ کې په ټاور کې ورته ناست دی، هغو ته ستونزه نه جوړوي عام خلک یې هدف ګرځولي دي او دا ظلم د برداشت وړ نه دی. نړیوال دې د پاکستان د دغه کارونو مخه ونیوي.»

سره له دې چې د ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمې اوسېدونکې تېره شپه د نښتو پرمهال له خپلو کورونو څخه ووتل، خو د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې تېره شپه د پاکستان په بریدونو کې د یو طالب جنګیالي په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې وروسته نن د شنبې په سهار عامو خلکو د تیرې شپې د وژل شویو کسانو په جنازو کې هم ګډون وکړ.

د تیرې شپې په نښته کې د یو وژل شوي کس پلار عبدالوارث وايي:«موږ پر دغه سیمه شهیدان ورکړي دي. دا دواړه اسلامي هېوادونه دي، دواړه ګاونډیان دې، خو دوی دې په خپلو کې سره جوړ شي، موږ عام خلک دې خپل هدف نه ګرځوي. خو بیا هم موږ عام خلک د دوی ترمنځ هدف ګرځیدلي یوو، هم مو سوداګري ښکار کېږي او هم ژوند له خطر سره مخ دی.»

پر همدغه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ سوداګرو او اوسیدونکو له افغانستان انټرنشنل -پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان غواړي د کندهار د یادې ګڼ میشتې او سوداګریزې ولسوالۍ سوداګري زیانمنه کړي.

د صدیق الله په نوم د سپین بولدک یو سوداګر وايي:«نور هېڅ خبره نه ده، یوازې د پښتنو د تجارت سره جنګ دی، یعنې د زرګونو کیلومتره کرښې په اوږدو کې دوی یوازې زموږ پر سوداګریزه سیمه باندې جنګ کوي او زما پر وولس مرمۍ راغورځوي. د ټول افغانستان او پاکستان سوداګري د سپین بولدک او چمن د سوداګرۍ څخه وده کوي دوی صرف غواړي د دې سیمې سوداګري زیانمنه کړي، نور هېڅ ستونزه نه لري.»

په ورته مهال د سپین بولدک ـ چمن د ګډې سوداګرۍ خونې غړي او په سپین بولدک کې د تازه مېوو د اتحايي مسوول فضل محمد وطن دوست وايي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دوامداره شخړو او لارې تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیانونه اوښتي دي. دوی د لانجې د حل او لارو د پرانېستلو د حل غوښتنه کوي.

فضل محمد افغان ویلي:« دواړو خواوو ته هره ورځ په میلیونونه زیان اوړي، کوم خرید چې موږ ها خواته کړی پیسې او مالونه هلته بند پاتې دي. زموږ د افغان سوداګرو تر ۹۰۰۰ کانټینرونه په کراچۍ کې ولاړ دي او تر ډي ډیمرچ لاندې دي.»

د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تیرې شپې نښتې په غبرګون د ډیورند کرښې ها غاړې چمن ښار کې هم یو شمر دیني عالمانو او قبایلي مشرانو ناسته کړې ده.

د جرګي ګډونوالو وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کې دې عام خلک هدف نه ګرځول کېږي.

دیني عالم مولانا محمد یوسف وايي:« موږ د دواړو هېوادونو له حکومتونو څخه غوښتنه کوو، د جنګ په دواړو لوریو کې عام خلکو ته زیان اوړي او دواړه خواوې دې اوربند وکړي، بلکې هېڅ جنګ دې نه کوي، خو که بیا هم دوی بله چاره نه وینې نو بیا دې د چمن او سپین بولدک ښارونو څخه لرې په دښتونو او داسې سیمو کې جګړه وکړي چې هلته هېڅ ملکي خلک شتون ونه ولري.»

د طالبانو او پاکستان تر منځ لانجه تازه نه ده، بلکې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې پر ډیورنډ کرښه نښتې رامنځته شوې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجې د حل لپاره د قطر او ترکیې هېواددونو په پله پسې توګه منځګړیتوب کړی، خو د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند او سولې مذاکرات هېڅ مطلوبي پایلي ته نه دې رسیدلي.

طالبانو د اسټرالیا له خوا ددې ډلې پر څو وزیرانو لګېدلي بندیزونه وغندل

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت له لوري پر طالب وزیرانو بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، دا کومه نوې خبره نه ده. ‏سیف الاسلام خیبر وايي، په تېرو څلورو کلونو کې هم ورته بندیزونه لګېدلي، دا ددې ښکارندویي کوي چې دوی خپله د بشر حقونو ته ژمنتیا نه لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند ‏سیف الاسلام خیبر نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه دې ډلې ته نژدې رسنیو ته په لېږل شوي غږیز پېغام کې ویلي، چې د یاد وزارت هڅې د دې لامل شوې چې افغاني ټولنه کې ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو جرات تر لاسه کړی.

نوموړی که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي خو زیاتوي چې دغه جهتونه داسې فکر لري چې خپل فرهنګ او کلتور زموږ په ټولنه تطبیق کړي.
‏ تازه د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیرشیخ عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې پر رییس شیخ عبدالحکیم حقاني مالي او سفري بندیزونه لګولي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې دوی د لږترلږه ۱۴۰ طالب اشخاصو او ادارو په اړه د بندیزونو خپلواک چوکاټ رامینځته کړی ترڅو طالبان د مېرمنو او نجونو ځپلو په اړه ځواب ویوونکي وي.

اسټرالیا په نړۍ کې لومړی هیواد دی، چې په خپلواکه توګه یې په خپل ملي قانون کې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو چوکاټ ځای په ځای کړی.