• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې مودې د غځولو وړاندیز فډرالي کابینې ته وړاندې شو

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو افغانانو د استوګنې مودې غځولو وړاندیز د مرکزي حکومت کابینې ته د تایید لپاره استولی دی. که د مرکزي حکومت کابینه دغه وړانیز تایید کړي، نو د افغان کډوالو د استوګنې موده به د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځېږي.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه د لوړې کچې یوه ناسته ددغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

په غونډه کې د سرحدي سیمو او قبایلي چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د هغو افغان کډوالو وضعیت وڅېړه، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، کاروبارونه لري، ځمکې او جایدادونه یې پر نوم دي او ګڼ شمېر یې په پاکستان کې زېږېدلي دي.

پاکستاني چارواکو وویل، دا خلک اړتیا لري چې خپل کاروبارونه وتړي، ملکیتونه یې وپلوري یا یې انتقال کړي او د یوه منظم تګ لپاره چمتووالی ونیسي.

د همدې دلایلو له مخې، د کډوالو د پاتې کېدو د مودې د درې یا شپږ میاشتو تمدید وړاندیز وشو، چې په پای کې د شپږو میاشتو سپارښتنه کابینې ته واستول شوه. تمه ده چې فډرالي کابینه به دا وړاندیز ډېر ژر منظور یا رد کړي.

د کډوالو لپاره پرېکړه یا فشار؟

د پي او ار کارت درلودونکي افغانان شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان ګڼل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا راجسټر شوي دي.

دا هغه کډوال دي، چې د شوروي یرغل، کورنیو جګړو یا د طالبانو واکمنۍ پر مهال له افغانستانه وتلي وو.

خو د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پاکستان پر هغو افغانانو چې قانوني اسناد نه لري، د فشار کمپاین پیل کړی، چې له امله یې تر اوسه شاوخوا یو میلیون کسان په زوره یا له وېرې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، لکه د بشر حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان تورن کړی، چې د کډوالو حقونو ته درناوی نه کوي او د هغوی د زور بېرته ستنولو پروسه ناقانونه، غېر انساني او له تاوتریخوالي ډکه یادوي.

دوی له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو پر ځای یو روښانه، منظم او انساني میکانیزم جوړ کړي، ترڅو د کډوالو حقوق خوندي پاتې شي.

افغانستان ته ستنېدونکي کډوال له کړاوونو سره مخ دي

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي بحران، د کار نشتوالی، د نجونو د تعلیم بندیز او سیاسي محدودیتونه لا هم دوام لري. له همدې امله زیات شمېر کډوال د بېرته تګ لپاره نه یوازې فزیکي، بلکې رواني چمتووالی نه لري.

اوس پرېکړه د پاکستان له فډرالي کابینې سره ده، چې ایا هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، لږ تر لږه د یو منظم ستنېدو یا پاتې کېدو فرصت ورکوي او که نه؟ دا د پاکستان لپاره سیاسي پرېکړه نه، بلکې یو انساني مسوولیت هم دی.

په پاکستان کې افغان کډوال

پاکستان له ۱۹۷۹م کال راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو دا مېلمه‌پالنه له څو لسیزو وروسته په یوه ملي، سیاسي او بشري بحث بدل شوی. د شوروي یرغل، کورنیو جګړو، طالبانو د واکمنۍ او بیا د ۲۰۲۱م کال تحولاتو له کبله میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې ډېری یې لا هم له ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د (PoR) کارتونه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا توزیع شوي اسناد دي، چې درلودونکي یې قانونا په پاکستان کې پاتې کېدلی شي.

خو له کله نه چې طالبانو بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړی، پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي؛ لسګونه زره کسان جبري بېرته استول شوي، د توقیف کیسې ډېرې شوې او اوس PoR لرونکي کډوال هم د خپل برخلیک په اړه بې‌باوره دي.

د کډوالو د پاتې کېدو د مودې د غځولو تازه وړاندیز که څه هم یو مثبت ګام ښکاري، خو یوازې د شپږو میاشتو لپاره دی، داسې وخت کې چې د بېرته ستنېدلو شرایط نه په افغانستان کې مناسب دي، نه دا کډوال چمتو دي چې خپلې اوږدې شوې ریښې پرې کړي.

دغه وضعیت نه یوازې د بشري حقونو له نظره د اندېښنې وړ دی، بلکې د پاکستان لپاره هم د داخلي او نړۍوال فشار سبب شوی.

اوس به دا لیدل کېږي، چې کابینه یوازې سیاسي حل غوره کوي، که د انسانیت، نړۍوالو ژمنو او دوامداره ثبات لپاره واقعي ګامونه اخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان په هرات کې له ایران نه شړل کېدونکو کډوالو ته ښارګوټی جوړوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې دغه ښارګوټی د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې پر ۶ زره جریبه ځمکه جوړيږي. نوموړي جوړېدونکی ښارګوټی د کډوالو د «باعزته» ژوند لپاره مهم ګام بللی دی.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له لوري د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې پر ۶ زره جریبه ځمکه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.

طالبانو ویلي، چې دغه ښارګوټی به په دوه فازه کې جوړ او د کورونو، جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو ترڅنګ به ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.

عبدالسلام حنفي د دغې پروژې د پرانیستنې پرمهال ویلي:«د داسې ښارګوټو جوړول د کډوالو لپاره د باعزته ژوند د برابرولو په لور یو مهم ګام دی او اسلامي امارت ژمن دی، چې راستنېدونکو کډوالو ته غوره او دوامداره خدمات وړاندې کړي».

د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړیږي.

د کډوالو لپاره دغه ښارګوټی په داسې حال کې جوړیږي، چې ایران له تیرې اونۍ راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده او د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

سپنتا وايي د ایران له خوا پر افغانانو د جاسوسۍ تورونه د توجیه وړ نه دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ایران کې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور د افغان کډوالو د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې دغه هېواد دې له افغانانو سره تبعیض او سپکاوی پای ته ورسوي.سپنتا وايي، دا ډول تورونه د توجیه وړ نه دي.

رنګین دادفر سپنتا د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس په ایران کې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور د افغان کډوالو نیولو او په جبري توکه افغانستان ته د ستنولو په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړي ویلي، ښايي چې ایران به د کډوالو له امله له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وي، خو دا حالت باید د دې لامل نه شي، چې پر افغان کډوالو د جاسوسۍ تورونه ولګول شي.

نوموړي زیاته کړې:«په دې کې شک نشته چې ایران له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د ګڼ شمېر کډوالو مدغمول په کار، سیاست او ټولنه کې یو پېچلی بهیر دی، خو پر بشري ډلو د جاسوسۍ تورنه او دښمن تراشل هېڅ د توجییه وړ نه دي.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي دي، چې ایران دې د افغانانو پر وړاندې تبعیض او د کډوالو سپکاوی پای ته ورسوي.

رنګین دافر سپنتا دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغانانو د نیولو او شړلو پراخ کمپاین پییل کړی، چې ترڅ کې یې تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان هرات او د افغانستان نورو ولایتونو ته اخراج کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر وايي د وزیرستان د ځانمرګي برید غچ به واخلي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۸ GMT+۱

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو له خونړي برید وروسته د پوځ مشر عاصم منیر خېبرپښتونخوا ته ولاړ او ټينګار یې وکړ، چې له عاملینو به غچ واخلي. هغه وویل، چې ترهګر به بې‌درېغه تعقیب کړي او «په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينه» افشا کړي.

دغه موټر بم بريد د پاکستاني ځواکونو پر کاروان شوی، چې۱۳ سرتېري وژل شوي او همداراز یو شمېر ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ هند تورن کړی، چې په دې برید کې لاس لري؛ خو نوي ډیلي دا تور رد کړی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د برید مسوولیت یوې داسې ډلې پر غاړه اخیستی چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري او د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د حافظ ګل بهادر ډله د افغانستان په ختیځ خوست ولایت کې له خوندي پناه‌ځایونو برخمنه ده.

خوست هغه ولایت دی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني اصلي مرکز ګڼل کېږي.

ویل کېږي، چې هغه له پاکستان او تحریک طالبان پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

عاصم منیر د دې برید د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې وویل، ټول هغه کسان چې ترهګرۍ ته زمینه برابروي، ملاتړ یې کوي یا په کې ښکېل دي، بې‌وقفې به تعقیب او عدالت ته به وسپارل شي.

هغه تحریک طالبان پاکستان پر دې تورن کړ، چې له هند سره اړیکې لري او ټینګار یې وکړ: «د پاکستان خلک د ترهګرۍ د هر ډول بڼې د بشپړې له منځه وړو لپاره یو موټی دي او تر هغه به په خپله اراده ټینګ وي، چې دا ګواښ له هېواده په بشپړ ډول ختم شوی نه وي.»

هغه د خپل هېواد خلکو ته ډاډ هم ورکړ، چې د هر بې ګناه پاکستاني د وینې غچ به واخیستل شي او د پاکستان د داخلي ثبات د کمزوري کولو لپاره به د چټک او پرېکنده ځواب سره مخ شي.

هند د وزیرستان د برید په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه تور رد کړی، چې د شمالي وزیرستان د ځانمرګي برید مسوولیت یې پر ډیلي ور اچولی و. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د پاکستان د پوځ هغه خبرپاڼه لېدلې چې هڅه کوي د جون د ۲۸مې د برید مسوولیت پر هند واچوي. موږ دا ادعا په کلکه ردوو.»

دغه برید په وروستیو کې د شمالي وزیرستان په ناامنه سیمه کې یو له خونړیو بریدونو څخه و.

د پاکستان پوځ د برید مسوولیت پر هند واچوله؛ خو د دې ادعا د اثبات لپاره یې هېڅ شواهد وړاندې نه کړل.

چاودنه د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) غرمه مهال هغه وخت وشوه، کله چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په سیمه کې ګرځبندیز ولګاوه.

د لومړنيو راپورونو له مخې، پلټني ښيي چې په دې ځانمرګي برید کې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي، چې شاوخوا کورونو ته یې سخت زیان اړولی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په برید کې ۱۳پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د حافظ ګل بهادر ډلې چې د پاکستاني طالبانو یوه څانګه ده، د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې دوی ته پناه ورکوي؛ خو کابل دا تورونه رد کړي دي.

یو پاکستاني شنونکي عبدالله خان د مارچ په میاشت کې له اسوشېټېډ پرېس سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د حافظ ګل بهادر ډله «تر پاکستانیو طالبانو ډېره خطرناکه» ده او فعاله هڅه کوي چې خپل نفوذ پراخ کړي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار کابل ته سفر وکړ، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو مشرتابه پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو مخنیوی به وکړي.

ایران او پاکستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ میلیونه افغانان اېستلي دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شنبې په ورځ ويلي، چې د کال له پیل راهیسې ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په ډله ییزه توګه اېستل کولی شي په افغانستان کې کړکیچ لا پسې ژور کړي.

ایران او پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پروسه پیل کړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د ۱.۲ میلیونه اېستل شويو افغانانو له ډلې څخه له نیمایي ډېر یې د ایران له خوا د مارچ د ۲۰ نېټې د ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، ایران سږکال له ۳۶۶ زره څخه ډېر افغانان اېستلي دي، چې کډوال او هغه خلک هم پکې شامل دي چې د کډوالۍ ورته شرایطو کې دي.

د ستانه شويو افغانانو تر ټولو لوړه شمېره د جون په ۲۶مه ثبت شوې ده، کله چې په یوه ورځ کې له ۳۶ زرو ډېر افغانان له پولې واوښتل.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال وویل: «افغان کورنۍ یو ځل بیا له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي. دوی له ډېر لږ شتمنیو سره ستړي، وږې او د نامعلوم راتلونکي له وېرې سره داسې هېواد ته داخلېږي چې ډېرو یې هېڅکله ژوند پکې نه‌دی کړی.»

هغه زیاته کړه، چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د سفر د ازادۍ، زده‌کړې او کار په څېر د بنسټیزو حقونو د محدودیتونو له امله اندېښمنې دي.

دا مهال له نیمايي زیات افغانان د بشري مرستو پر مټ ژوند کوي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ پر وړاندې نړۍوال مخالفتونه او د مرستو د بودیجې شدید کمښت حالت لا خراب کړی دی.

د ایران لوی څارنوال محمد موحدي ازاد د شنبې په ورځ وویل، چې ناقانونه بهرني وګړي باید ژر تر ژره له هېواده ووځي، که نه نو له قانوني تعقیب سره به مخ شي.

ایراني چارواکي وايي، چې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي، چې له دې ډلې شاوخوا ۲.۵ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو د بخښنې او مرستې ژمنه

په دې وروستيو کې د طالبانو ریيس الوزرا ويلي، ټول هغه افغانان چې د تېر حکومت تر ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي، کولای شي ازادانه بېرته راستانه شي او دوی به خوندي وي.

خو له دې سره چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې، ملګري ملتونه تاييدوي چې طالبانو يو شمېر د پخواني حکومت سرتېري او کارکوونکي نيولي، شکنجه کړي او ان په ځينو مواردو کې یې وژلي دي.

يو شمېر کډوال په ځانګړې توګه پخواني امنيتي مامورين له دې وېرې چې طالبان به ترې غچ واخلي، هېواد ته د بېرته ستنېدو څخه سخت اندېښمن دي.