طالبانو د ګرځندویانو پر مخ دروازې پرانیستې دي، خو د افغان ښځو پر مخ یې تړلې دي
د طالبانو حکومت هڅه کوي د ګرځندویۍ له لارې اقتصادي ستونزې حل کړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي، خو د دې ښکلو منظرو تر شا د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو محدودیتونه او د بشري حقونو سرغړونې لا هم د هېواد د راتلونکي لپاره سترې ننګونې دي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څخه نږدې څلور کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني او یاده ډله تمه لري چې د ګرځندویانو لپاره د فرصتونو په برابرېدو سره به د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال د جون میاشتې په پیل کې له "اسوشېټېډ پرېس" سره په مرکه کې وویل: «افغانان مېلمهپاله خلک دي او غواړي له نورو هېوادونو سیلانیان راشي، موږ یې کوربهتوب ته چمتو یو. ګرځندوی یوه ګټوره چاره ده او موږ غواړو زموږ هېواد یې له ټولو اقتصادي او فرهنګي ګټو برخمن شي.» د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې ګرځندوی د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري، خو افغانستان چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله نړۍوال منزوی شوی، لا هم له پراخې بېوزلۍ سره مخ دی. طالب چارواکي هیله لري، چې د ګرځندوی له لارې به پانګه راجلب کړي.
جمال زیاتوي: «موږ له دې صنعت څخه د پام وړ عواید تر لاسه کوو او باور لرو چې دا به نور هم پراخ شي. د سیلانیانو له لوري مصرف شوې پیسې تر نورو برخو زیات خلکو ته ګټه رسوي. موږ هیلهمند یو چې دا به زموږ د اقتصاد یوه لویه برخه شي.» د افغانستان لپاره د ګرځندوی ویزې اخیستل نسبتا اسانه دي او له دوبۍ، استانبول او نورو لویو مرکزونو الوتنې هم شته. حکومت ان د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د نارینهوو لپاره یو روزنیز انسټیټیوټ جوړ کړی، په دغه انسټیټيوټ کې نجونو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.
جمال وايي، تېر کال نږدې ۹،۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳،۰۰۰ نور هم ورغلي دي.
نږدې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان ښکلې منظرې، تاریخي ځایونه او غرنۍ جغرافیه له نړۍ پټه کړې وه. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته که څه هم وخت ناوخته د نا امنۍ پېښې کېږي خو د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت نسبي ارام شوی.
یوه فرانسوي-پیروویایي سیلانۍ ایلاري ګومېز او د هغې برېتانوی ملګری جېمز لیډیارډ وویل، چې نږدې یو کال یې بحث کاوه چې افغانستان ته ولاړ شي او که نه.
لیډیارډ وايي: «موږ فکر نه کوو چې زموږ حضور د طالبانو ملاتړ ښکاره کړي. موږ پیسې خلکو ته ورکوو، نه حکومت ته.» سره له دې چې د ښځو موضوع حکومتي چارواکو ته حساسه ده، جمال یوازې دومره وویل چې ښځینه او نارینه سیلانیان دواړه دې هر کله راشي، خو د محدودیتونو په اړه یې څه ونهویل.
هغه ټینګار کوي: «کوم کسان چې زموږ قوانینو او دودونو ته درناوی لري، مخکې هم راغلي او لا هم راتلای شي.» جمال وویل، ګرځندوی نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي او فرهنګي ګټې هم لري: «دا د خلکو ترمنځ د تفاهم، باور او اړیکو د جوړېدو یو مهم فرصت دی. خلک یو بل له نږدې ویني، یو بل ته درناوی پیدا کوي او فاصله له منځه ځي.»
که څه هم سیلانیان د دې هېواد ښکلو غرونو، تاریخي ځایونو او کلتوري بډاینو ته زړه ښه کوي، خو د طالبانو د سختو محدودیتونو تر څنګ، دا سفرونه د یوې شنې پاڼې په څېر ښکاري چې تر شا یې ژور سیوري پراته دي.
طالبانو د ښځو حقونه په پراخه کچه تر فشار لاندې نیولي دي؛ نجونې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، ښځې له ګڼو عامو ځایونو محرومې دي او د ازادۍ فضا شدیدا تنګه شوې ده.
دا وضعیت د هېواد اقتصادي ودې او د ګرځندوی پراختیا لپاره ستر خنډ ګرځېدلی دی.
سربېره پر دې، حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته ووایي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.
فدایي لیکلي: «طالبان د افغانستان د جوړولو لپاره نه، بلکې د کمزورې کولو، محتاج کولو، منزوي کولو، جاهل کولو، بېکاره کولو، بېتمدنه کولو او کډوال کولو لپاره جوړ شوي او راوستل شوي دي. د نجونو پر مخ د مکتبونو بندول او د پوهنتونونو تړل د همدې هدف برخه ده.»
نوموړی دا هم زیاتوي، چې د طالبانو لهخوا د تعلیم د بندېدو سیاستونه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې نه دي، بلکې دا ټولنه په مجموع کې د ناپوهۍ کندې ته غورځوي.
د فدایي په وینا، دا یوه استخباراتي دسیسه ده چې د افغانستان ملت د نړۍوال پرمختګ له کاروانه لرې وساتي.
هغه بیا دا مشخص کړې نه ده، چې دا دسیسه د چا یا کوم هېواد له خوا روانه ده.
هغه ادعا کوي، چې طالبان په شعوري ډول د دولتدارۍ اصول تر پښو لاندې کوي او دا کار یې تصادفي نه، بلکې حسابشوی اقدام دی.
نوموړي د طالبانو د اداري سیاستونو پر ضد هم انتقاد کړی دی او لیکلي یې دي: «په تېرو شلو کلونو کې چې کوم سیسټمونه ایجاد شوي وو، هغه د اهل او نااهل ترمنځ د توپیر نه کولو له امله هره اوونۍ یا هره میاشت د لوړپوړو او ټیټپوړو کارمندانو ادلونبدلون کېږي، چې دا کار د ادارې د تخریب یوه بله وسیله ده.» فدایي زیاتوي، چې د طالبانو له خوا د غېر مسلکي کسانو ګومارنې، د رتبو بېنظمۍ، د ملکي او نظامي بسټونو ترمنځ نه توپير او حتی د ماسټري سندونو بېبنسټه وېش، ټول د اداري نظام د ورانولو لپاره دي.
هغه لیکلي: «دوی ټول نظام ‘ملاکراسي’ کړ، ماسټري سندونه یې بېازموینې ورکړل، نظامي رتبې یې ملکي وګړو ته ورکړې او امیر یې د مامور تابع کړ.» هغه همداراز اشاره کړې ده، چې دا ډول بېثباته ګومارنې یوازې د استخدام او انفکاک په برخه کې نه دي، بلکې د حکومت نورې برخې هم د یو ډول مبهم، بېنظامه او غېر موثر حالت سره مخامخ دي.
فدایي ادعا کوي، چې د طالبانو د مشرتابه پټ ساتل او له عام ولس او رسنیو څخه لرې ساتل، د افغانستان پر وړاندې د «پټې دسیسې» یوه برخه ده.
هغه طالبان د دولتدارۍ اصولو خلاف او د یوه ملت د ویجاړونې اصلي عاملین ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې دا یوه سیاسي او استخباراتي دسیسه ده، چې هدف یې نه یوازې د نظام سقوط دی، بلکې ملت ته همداسې کړاوونه ور بښل دي.
حلیم فدایي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو خپل نظام له نړۍوالې انزوا سره کړی دی، ښځو ته یې د زدهکړو، کار او سیاسي مشارکت دروازې تړلې دي او د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو نړۍوالو بنسټونو په تګلارو سخت انتقادونه کړي دي.
د ایران حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې تر ګواښ لاندې افغان پخوانیو سرتېرو ته د سرشمېرنې ځانګړې پاڼې ور کوي، چې له جبري شړل کېدو به خوندي وي، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې ایران د پخوانیو افغان سرتېرو شړل هم د خپل پلان برخه ګرځولې.
د کډوالو پنځمه کټګوري
ایران د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د افغان پخوانیو سرتېرو بیاځلي سرشمېرنه او د ثبت چارې پیل کړې او دلیل یې دا و، چې په چارو کې یې اسانتیا راشي.
د ایران د بهرنیو اتباعو ادارې له یو شمیر پخوانیو افغان پوځیانو سره چې ایران ته یې پناه وړې وه، اړیکې ونیولې او د هغوی مشخصات یې وپوښتل او وروسته یې دوی ته ځانګړې پاڼې ور کړې.
ایران تر اوسه پورې په رسمي ډول د پخوانیو حکومتي پوځیانو د سرشمیرنې او هغوی ته د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه چې ایران ته یې پناه وړې ده، څه نه دي ویلي، خو د نظامیانو د ستونزو له رسنیز کېدو وروسته په تېره کب میاشت کې د دغه هېواد د کډوالو او بهرنیو اتباعو ادارې وویل، چې په شپږو کټګوریو کې افغان کډوال په ایران کې پاتې کېدای شي، چې په پنځمه کټګوري کې یې پخواني افغان سرتېري او چارواکي هم شامل دي.
د تېرې غويي میاشتې پر۲۸مه د افغانستان پخواني پوځي پیلوټ محمد امیر توسلي له ایران څخه د وتلو سند له ترلاسه کولو وروسته ځان وواژه. دې پیښې په ایران کې د افغان نظامي پناه غوښتونکو اندېښنې زیاتې کړې، خو اوسنۍ جبري شړنو افغان نظامیان له نویو اندېښنو سره مخ کړي دي.
د ایران او اسراییل په جګړه کې د افغان کډوالو د ښکیلتیا تورونو هم افغان پخواني سرتېري اسیب پذیره کړي دي.
غبرګونونه او اندېښنې
د بشري حقونو بنسټونه او مهاجرتي سازمانونه خبرداری ورکوي چې د پناه غوښتونکو جبري شړل، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی وي، د نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی.
سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د عمومي عفوې اعلان کړی و، خو بېپلوه راپورونه ښيي چې دغه ژمنې پر ځای نه دي پاتې شوې او لسګونه پخواني سرتېري یا وژل شوي یا هم توقیف شوي دي.
شنونکي باور لري چې د ایران دغه اقدام د کورنیو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د طالبانو له اوسني رژیم سره د سیاسي اړیکو د توازن ساتلو یوه برخه ده. تهران له یو لوري غواړي د خلکو د نارضایتۍ مخه ونیسي او له بل پلوه له طالبانو سره سیاسي اړیکې وساتي.
پخواني نظامیان له نړیوالو سازمانونو او ایران څخه غواړي چې دا بهیر ژر تر ژره بند شي او هغو کسانو ته چې د طالبانو له خوا تعقیبېږي، خوندیتوب ورکړل شي. دوی وایي، که نړیوال غبرګون جدي نه وي، ښایي دا لړۍ پراخه شي.
د راپورونو له مخې، لا هم روښانه نه ده چې دقیقاً څومره پخواني افغان نظامیان له ایران نه بېرته شړل شوي ، خو طالبانو له دې وړاندې د افغانستان په مختلفو سیمو کې هغه افغان سرتیري نیولي، چې له جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.