• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د تخصصي دورې د فراغت مراسم ترسره شول

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اعلان وکړ، چې د پولیسو د ۳۰۰ بستریز تخصصي دورې د زده کونکو د فراغت مراسم د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر په حضور کې ترسره شول. په خپرو شویو انځورونو کې، د فارغانو په منځ کې هیڅ ښځه نه لیدل کیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مراسمو کې وویل:«پخوا د افغانستان په روغتیايي سیستم کې بې باوري وه، خو اوس د پرمختللو تجهیزاتو، متخصصینو او په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د عمومي روغتیا سکتور په پیاوړتیا سره، دا باور بیرته راګرځیدلی دی.»

حقاني زیاته کړه: چې «د روغتیا پر مرکزونو او طبي خدماتو د خلکو باور ورځ په ورځ زیاتیږي.»

د طالبانو د ۳۰۰ بستریز روغتون مشر صدیق الله بدر وویل چې ۲۱ کسانو په دې تخصصي دوره کې تخصصي روزنه ترلاسه کړې او اوس چمتو دي چې په دغه روغتون کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې « سراج الدین حقاني د ۳۰۰ بستریز روغتون د روغتیا سکتور ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د ظرفیت لوړولو لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې شي».

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په میاشت کې په رسمي ډول په نرسنګ، قابله ګۍ او نورو روغتیایی علومو کې د ښځو روزنه بنده کړه.

د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې، د کابل طبي انستیتونو او روغتیايي ادارو کې به د قابله ګۍ، نرسنګ، لابراتوار او غاښونو طب او نورو برخو کې هیڅ ښځه او نجونې ونه مني.

په دغه حکم سره اټکل کیږي، چې شاوخوا ۳۵ زره نجونې په سلګونو دولتي او خصوصي ادارو کې د زده کړو له دوام څخه منع شوې دي.

یونېسف د روان کال په مارچ کې خبرداری ورکړ، چې که په طبي برخو کې د ښځو پر زده کړې بندیز دوام ومومي، نو سږ کال به له ۵۰۰۰ څخه زیاتې میندې او نوي زیږېدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د افغانستان بانک رییس او پلاوی مراکش ته تللی

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې یو پلاوی د دغه بانک د رییس نوراحمد اغا په مشرۍ مراکش ته د اسلامي مالي خدماتو په غونډه کې د ګډون لپاره تللی. د افغانستان بانک په وینا، دا غونډه پر اسلامي مالي سکتور، بانکي روڼتیا او مالي ثبات تمرکز کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر اتمه په یوه خبرپاڼه کې د دغه پلاوي سفر د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراختیا او له مهمو مالي بنسټونو سره د اړیکو د جوړولو لپاره مهم وباله.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې به د هیوادونو د مرکزي بانکونو رییسان او نړیوال مالي چارواکي ګډون وکړي.

ویل شوي چې د مراکش په رباط ښار کې د اسلامي مالي خدماتوپه غونډه کې، چارواکي د اسلامي بانکدارۍ مهمې تجربې له یو بل سره شریکوي.

طالبانو هیله څرګنده کړې چې د دې پلاوي سفر به د دې ډلې او نورو هیوادونو ترمنځ د اسلامي مالي او بانکدارۍ همکاریو یو نوی فصل پرانیزي.

هند په کابل کې ۷۵ افغانانو ته مصنوعي پښې ولګولې

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې یې د جېپور فوټ پنځه ورځنی کمپ تنظیم کړی چې له لارې یې ۷۵ افغانان له مصنوعي پښو برخمن شوي دي. دغه کمپ د یوه هندي خیریه سازمان په همکارۍ جوړ شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپل اېکس ولیکل، چې « د افغانستان له ولس سره د بشري مرستو په دوام، په کابل کې پنځه ورځنی جېپور فوټ کمپ د BMVSS له خوا ترسره شو. شاوخوا ۷۵ کسانو ته مصنوعي غړي ولګول شول».

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې یو شمېر افغانانو ته مصنوعي پښې لګول کیږي.

د هند د بهرنیو چارو د دولت وزیر کرتي وردهن سېنګ چې دا مهال زیمبابوې ته په سفر دی، هم د موزمبیق په ماپوتو کې د ورته کمپ پرانسته کړې ده.‌

هغه پر خپل اېکس لیکلي، « په موزمبیق کې د روغتیا وزیر ډاکتر یوسین هیلالیو ایسې سره یو ځای مو د جېپور فوت کمپ پرانسته وکړه. دا کمپ، چې د هند د حکومت له خوا تمویلیږي، نږدې ۱۹۰۰ کسانو ته به مصنوعي پښې برابرې کړي».

طالبانو په عینو مېنه کې د ۳۵۰ بستریز روغتون صحي پرسونل ته ویلي چې ږېرې پرېږدئ

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د یوه سند له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، طالبانو د کندهار په عینو مېنه کې د ۳۵۰ بستریز روغتون روغتیايي او نور پرسونل ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته خپلې ږیرې ونه خرېیي. د یاد روغتون ځینو کارکوونکو وویل چې طالبانو له دندو د شړلو ګواښ ورته کړی.

د کندهار په عینو مېنه کې د ۳۵۰ بستریز روغتون د روغتیايي برخې ځینو کارکوونکو نن یکشنبه د چنکاښ ۸مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کندهار امربالمعروف ریاست د روغتون په انګړ کې د ږېرې پرېښودو په اړه اعلان ځړولی دی.

طالبانو په دغه مکتوب او اعلان کې د عبدالله بن عمر یو روایت رانقل کړی، چې «له مشرکانو سره مخالفت وکړئ، ږیرې پرېږدئ (یا یې اوږدې کړئ) او شونډۍ (بریتونه ) پرې کړئ».

د کندهار امربالمعروف ریاست په دغه مکتوب کې لیکلي، «ټولو ته خبر ورکول کېږي چې خپل ځانونه د شریعت او سنت مطابق برابر کړئ ځکه چې ږېره کمول او خرېیل دواړه ګناه ده».

یاد ریاست خبرداری ورکړی چې د امر نه منلو په صورت کې به قانوني چلند کېږي اوبیا څوک د شکایت حق نه لري.

د مکتوب په پای کې لیکل شوي، چې د کندهار عینو مېنې د ۳۵۰ بستریز روغتون ادارې له ټولو صحي او غیر صحي کارکوونکو سره د کندهار ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د ږېرې پریښودو اړوند پېغام په مکتوبي شکل شریک شو.

په همدې حال کې د عینو مېنې ښارګوټي کې د ۳۵۰ بستریز روغتون ځینو ډاکترانو وویل چې د دوی د نومونو لېست اخیستل شوی او ضمانتونه ورڅخه اخیستل شوي، چې ږېرې به پرېږدي.

د یاد روغتون یو ډاکتر وايي، «طالبانو چلند له موږ سره غیر انساني دی، دوی د یو ډاکتر خیال هم نه ساتي، دوی داسې فکر کوي چې څوک ږېره نه پرېږدي هغه د اسلام له دایرې وځي.»

د روغتون ځینې نور کارکوونکي وايي چې د طالبانو امربالمعروف کسان د مېرمنو پر وارډونو ګرځي او ښځینه پرسونل ته وايي چې «تاسې باید د سړیو وارډونو ته لاړې نه شئ او د کار په وخت کې به حجاب کوئ».

طالبانو خپل یو ۷ کسیز پلاوی دوحې ته ولېږه

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو یو ګډ پلاوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې درېیمه ناسته او د خصوصي سکټور تخنیکي کمېټې دویمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته لاړ. د طالبانو اړوند سرچینې وايي، په پلاوي کې ددې ډلې د عامې روغتیا، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او کرنې وزارتونو استازي شامل دي.

طالب سرچینې وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د نشه‌يي توکو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

قطر دا اونۍ په دوحه کې د افغانستان د مخدره توکو ضد کارډلې درېیمه او د افغان خصوصي سکتور د ملاتړ کارډلې دویمې ناستې کوربه توب کوي.

تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف الثاني وویل، چې دغه ناستې د جون له ۳۰مې نه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د دوحې بهیر په چوکاټ کې جوړیږي.

عالیې زیاته کړه چې د قطر دولت د قطر پراختیایي صندوق له لارې د ملګرو ملتونو له ادارو سره په همکارۍ، خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د نوموړې په وینا، دغه مرستې د خوراکي توکو مرسته، د لومړنيو روغتیایي پروګرامونو ملاتړ، زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي ښه کول، بورسونه، د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا، له کړکېچونو سره د هغوی د مقاومت لوړول او د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه رانغاړي.

طالبان وايي چې ایران نن ۲۰ زره افغان کډوال وباسي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې نن ورځ یکشنبه، د چنګاښ ۸مه، په اسلام کلا پوله کې له ایران څخه د افغان کډوالو راتګ دوام لري. احمد الله متقي د ایراني چارواکو په حواله لیکلي، چې نن تر شپې پورې به تر ۲۰ زره زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي.

یوازې د تیرو پنځو ورځو په موده کې، د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې ناقانونه افغان کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته شړل شوي دي.

رپوټونه وايي، چې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې، له ۳۰زرو زیاتې افغان کورنۍ له ایران څخه وتلې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رپوټ ورکړی چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۵۵۹ زرو زیات افغانان له ایران نه ایستل شوي دي ، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

ایراني چارواکو خبر ور کړی چې یوازې په تهران ولایت کې، هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغان کډوال نیول کېږي او د اخراج لپاره لنډمهالو توقیف ځایونو ته استول کېږي.