• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو خپل یو ۷ کسیز پلاوی دوحې ته ولېږه

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو یو ګډ پلاوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې درېیمه ناسته او د خصوصي سکټور تخنیکي کمېټې دویمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته لاړ. د طالبانو اړوند سرچینې وايي، په پلاوي کې ددې ډلې د عامې روغتیا، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او کرنې وزارتونو استازي شامل دي.

طالب سرچینې وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د نشه‌يي توکو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

قطر دا اونۍ په دوحه کې د افغانستان د مخدره توکو ضد کارډلې درېیمه او د افغان خصوصي سکتور د ملاتړ کارډلې دویمې ناستې کوربه توب کوي.

تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف الثاني وویل، چې دغه ناستې د جون له ۳۰مې نه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د دوحې بهیر په چوکاټ کې جوړیږي.

عالیې زیاته کړه چې د قطر دولت د قطر پراختیایي صندوق له لارې د ملګرو ملتونو له ادارو سره په همکارۍ، خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د نوموړې په وینا، دغه مرستې د خوراکي توکو مرسته، د لومړنيو روغتیایي پروګرامونو ملاتړ، زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي ښه کول، بورسونه، د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا، له کړکېچونو سره د هغوی د مقاومت لوړول او د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه رانغاړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې ایران نن ۲۰ زره افغان کډوال وباسي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې نن ورځ یکشنبه، د چنګاښ ۸مه، په اسلام کلا پوله کې له ایران څخه د افغان کډوالو راتګ دوام لري. احمد الله متقي د ایراني چارواکو په حواله لیکلي، چې نن تر شپې پورې به تر ۲۰ زره زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي.

یوازې د تیرو پنځو ورځو په موده کې، د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې ناقانونه افغان کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته شړل شوي دي.

رپوټونه وايي، چې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې، له ۳۰زرو زیاتې افغان کورنۍ له ایران څخه وتلې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رپوټ ورکړی چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۵۵۹ زرو زیات افغانان له ایران نه ایستل شوي دي ، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

ایراني چارواکو خبر ور کړی چې یوازې په تهران ولایت کې، هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغان کډوال نیول کېږي او د اخراج لپاره لنډمهالو توقیف ځایونو ته استول کېږي.

د پنځم پرله پسې کال لپاره؛ افغانستان یوځل بیا د پاسپورټ نړیوالې درجه بندۍ په پای کې راغلی

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱

سینګاپور یو ځل بیا د ۲۰۲۵ کال د هینلي پاسپورت درجه بندۍ په سر او افغانستان په پای کې راغلی. د سینګارپور وګړو ته د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته بې ویزې یا د رسېدو پرمهال ویزې د سفر اجازه ورکول کېږي. امریکا، چې یو وخت د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ درلود، اوس لسم مقام ته ښکته شوې.

دغه کلنۍ اعتبارکچه، چې د هینلي او پارټنرز په نامه د تابعیت او استوګنې مشورتي ادارې له خوا هرکال خپریږي، پاسپورتونه د هغو هېوادونو شمېر ته په کتو ارزوي چې اتباع یې کولی شي له ویزې پرته سفر وکړي.

اروپایي هېوادونه لا هم په سر کې

اتریش، بلجیم، لوګزامبورګ، هالنډ، ناروې، پرتګال، او سویډن د ۱۸۸هېوادونو د ویزې اسانتیا سره څلورم ځای لري.

بریتانیا، چې مخکې یې خپل امتیاز له لاسه ورکړی و، اوس له نوي زیلانډ او سویس سره په شپږم مقام کې ده او اتباع یې ۱۸۶هېوادونو ته تګ کولی شي. استرالیا په اووم، او کاناډا، مالتا، پولنډ، هنګري، چک او متحده عرب امارات په اتم مقام کې دي.

د امریکا متحد ایالتونه، چې یو وخت د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورت درلود، اوس لسم مقام ته ښکته شوی او یوازې ۱۸۲هېوادونو ته یې اتباع پرته له ویزې سفر کولی شي.سعودي عربستان په ۵۹ ځای کې دی.

د پاسپورتونو په پای کې افغانستان بیا هم د پنځم کال لپاره تر ټولو وروستی ځای لري، چې وګړي یې یوازې ۲۵هېوادونو ته پرته له مخکې ویزې سفر کولی شي. له دې وروسته سوریه، عراق، پاکستان او یمن راځي ، چې له افغانستان نه یوڅه مخکې دي. پاکستان پر سلم مقام دی، سوریه پر ۱۰۲ او عراق په ۱۰۱ مقام کې دی.

بل‌خوا، متحده عرب امارات چې د ویزو د ډیپلوماسۍ له لارې ډېر پرمختګ کړی، اوس د ۱۸۴هېوادونو له لاسرسي سره اتم مقام لري. چین، سره له دې چې دویم لوی اقتصاد لري، لا هم یوازې ۸۳هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي، چې دا یې ۶۴ مقام جوړوي.

د هینلي او پارټنرز مشر کریستیان کیلن وایي، « دغه درجه بندي ښيي چې کوم هېوادونه د نرم ځواک او ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د خپلو اتباعو لپاره د نړۍ دروازې پرانیزي».

حکمتیار: استبداد، سانسور او د منبر تعطیل او سرکاري کول د نظامونو عمر لنډوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې استبداد، اختناق، سانسور، د بيان ازادي ختمول، د منبر تعطیل او سرکاري کول، د خلکو تخويف او ويرول او جاسوسي نظام رامنځته کول د نظامونو عمر لنډوي او نسکورېدا یې راوړاندې کوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن یکشنبه د چنګاښ ۸مه، طالبانو ته له اشارې پرته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« چېرې چې نه د انسان عزت خوندي وي، نه یې د كور حرمت، نه یې د رایې او انساني حقوقو درناوى، واكمن په زور پرې تحميل شي، ده ته په سپكه سترګه ګوري، ځان بادار او ولس غلام ګڼي؛ هلته هر شريف انسان ځان داسې ګڼي لكه شاهين په قفس كې؛ حتما به د دې قفس ماتولو هڅه كوي؛ كه نه نو حقيقتا غلام دی».

له دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې تېرو جګړو ته په اشارې سره ویلي و، چې د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ ریښتینې لاره د ټولو خواوو ترمنځ صادقانه او بې قید او شرطه خبرې دي.

حکمتیار وايي، واک باید په سوله ییزه توګه د خلکو د رایو له لارې انتقال شي.

حکمتیار خبرداری ورکړی و چې "د تیرو ترخو تګلارو تکرار او بیا په بهرنیانو تکیه کول" به هېواد بېرته پخوانیو ناورینونو ته بوځي.

حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راهیسې وخت ناوخت بېلابېل بندیزونه لګولي دي او حکمتیار هم د عدلیې وزارت له غوښتنې وروسته له هغه کور او دفتره ووت، چې د جمهوري نظام پر وخت ورکړل شوي وو.

همدراز طالبانو د حکمتیار اړوند بریا ټلوېزیون او یو شمېر نورو رسنیو نشرات بند کړي دي.

طالبان په هرات کې له ایران نه شړل کېدونکو کډوالو ته ښارګوټی جوړوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې دغه ښارګوټی د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې پر ۶ زره جریبه ځمکه جوړيږي. نوموړي جوړېدونکی ښارګوټی د کډوالو د «باعزته» ژوند لپاره مهم ګام بللی دی.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له لوري د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې پر ۶ زره جریبه ځمکه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.

طالبانو ویلي، چې دغه ښارګوټی به په دوه فازه کې جوړ او د کورونو، جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو ترڅنګ به ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.

عبدالسلام حنفي د دغې پروژې د پرانیستنې پرمهال ویلي:«د داسې ښارګوټو جوړول د کډوالو لپاره د باعزته ژوند د برابرولو په لور یو مهم ګام دی او اسلامي امارت ژمن دی، چې راستنېدونکو کډوالو ته غوره او دوامداره خدمات وړاندې کړي».

د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړیږي.

د کډوالو لپاره دغه ښارګوټی په داسې حال کې جوړیږي، چې ایران له تیرې اونۍ راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده او د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

متقي د مالیزیا له ځانګړي استازي سره لیدنه کې: نړيوالې ټولنې سره مو اړیکې مخ په پراخېدو دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرینو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره وکتل. متقي ویلي چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او دسیمې هېوادونو سره مثبت تعاملات لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د چنګاښ ۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.

امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي ، «افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیزې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي».

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مالیزیا د ځانګړي استازي له قوله راغلي چې نوموړي «د مالیزیا او افغانستان تر منځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ په وده تعبیر کړ».

داتو احمد اعظم ویلي، چې د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په ځانګړي هدایت يې د افغانستان دا سفر تنظیم کړی دی او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه برابره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پراخېدلو خبره کوي، چې تر اوسه هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم د نړیوالې ټولنې شرایط او غوښتنې دې ډلې عملي کړي دي.